Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[07.Jun.2018 - 15:36]لکه باران پرې وريدمه خو روژه ماتيده
د شونډو جام ته رسيدمه خو روژه ماتيده
د محبت په وخت اشنا دومره ناجاڼه نه وم
ياره په زړه دې پوهيدمه خو روژه ماتيده
نن پکښې داسې د جنون تندې اغستې ومه
څه په سور اور کښې سوځيدمه خو روژه ماتيده
داسې خو نه ده چې ددې احساسه لرې يمه
درنه به بيا بيا ځاريدمه خو روژه ماتيده
ستا د يو لمس نه د ژوندون بلا سپرلي ټوکيدل
د نوې سره ځوانيدمه خو روژه ماتيده
ماته د ځان د کائينات اندازه شوې وه اوس
ستا په وجود کښې ځايدمه خو روژه ماتيده
سيده حسينه گل
٢٢ مئ٢٠١٨