ولی زموږ اقدامات په بحران بدلیږی؟
[26.May.2015 - 18:57]لیک: جمال رحمان
د پاکستان پوځي استخباراتو آی اس آي سره زموږ د ملي امنیت یو تفاهم لیک نه یوازې په میډيا کې د جنجالي بحثونو باعث شو چې عام خلک یې یو ځل بیا د اعصابو د جنګ سره مخامخ کړه، بلکې پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم په دی اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د اجراییه ریاست له خوا هم د تناقضاتو ډکی څرګنده ونې وشوی چې په دی توګه د حکومت اعتبار یو ځل بیا کلکه صدمه ولیده.
د ستونزو د حل، د اختلافونو د مخنیوي، د اقتصادی، کلتوري او سیاسي پروژو د تطبیق په خاطر د دوستو او حتی متخاصمو هېوادونو، دولتی او غیر دولتی مؤسساتو او قوتونو ترمنځ تفاهم لیکونه نه یوازې یو عادی تعامل دی، بلکې یو ضروری پروسیجر ګڼل کیږي. همدغه شان په سیمه ییزه او نړیواله سطحه د استخباراتي مؤسساتو تر منځ د معلوماتو تبادله د نړیوالو اړیکو یوه مهمه برخه ده. د ډیر وخت راپدیخوا زموږ امنیتي اورګانونه د ډیرو هیوادونو د استخباراتو سره همکاري لري. په دغه همکارۍ نه میډیا بحث کوي او نه هم د عامو خلکو د اندیښنې سبب ګرځي. خو د پاکستان سره داسی یو تفاهم لیک نږدې ؤ چې په یوه بحران بدل شي چې په لاملونو یې دلته لنډ بحث کیږي.
د مخالفت وجه
د چین نه وروسته پاکستان زموږ د ټولو سترنږدی ګاونډې هیواد دی چې موږ ورسره د هغه د پیدایښت نه تر دی دمه ډیرې ژورې سیاسی، کلتوري او اقتصادی اړیکي لرو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د انتراکشن کچه ډیره لوړه ده. ددغه اړیکو او انتراکشن نه هدف یوازې همکاری او ښه روابط نه دي، بلکی بد نیت، بی باوري، ستونزې جوړول، تخریب، اختلاف او دښمني هم په کې شاملې دي، چې څیړنه یې ددی لیکنې هدف نه دی.
د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستی او ریښتینې همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې د سیاسي ثبات او اقتصادي ودې له پاره حیاتي ده خو تحقق یې ډیر کار، وخت او لویې حوصلې ته ضرورت لري. د پاکستان سره په مجموع کې او د آی اس آی سره په خاصه توګه په اړیکو کې هر حرکت او بدلون د عکس العملونو باعث کیږی ځکه چې په تیرو دری نیمو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې ددغه هیواد دریځ او اعمالو زموږ خلک ډیر بی باوره کړي او د پاکستان هرې خبرې اوعمل ته د دسیسی، فریب او شک په سترګه ګوري.
په میدیا کې د آی اس آی سره د تفاهم لیک په هکله بحث څرګنده کړه چې اکثره مخالفین د تفاهم لیک د جزیاتو، ګټورو او منفی ټکو نه خبر نه دي او یوازې د پاکستان سره د اړیکو د اوږدې منفی تجربې په نتیجه کې د رامنځ ته شوی شک په بنا استدلال کوي. همدغه شان داسی کسان هم شته چې د هیواد سختو امنیتی او اقتصادي شرایطو یې ملي احساس زخمی کړې او د ستونزو او بدبختۍ اصلی عامل پاکستان ګني او له همدی وجی د پاکستان سره هرډول تفاهم او نږدی والي ته د شک په سترګه ګوري. بله ډله هغه خلک دي چې د هیواد ملي ګټې ورته مهمی نه دي ، دوۍ په بی ثباتۍ، جګړه اوبحران کې خپله ګټه وینی او هڅه کوي چې د شرایطو د عادی کیدو مخه ونیسي.
څه باید وشي؟
د نړۍ او سیمې د ټولو هیوادونو او په تیره دګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې د سیاسی ثبات، کلتوری او اقتصادی ودې او ټولنیزې خوشبختۍ اساسی شرط دی. نو ځکه د پاکستان سره د سولې او نږدوالی له پاره د هلو ځلو نه بله چاره نشته او موږ باید د ټولو ستونزو باوجود په غوره شوی لار وړاندی لاړ شو. خو د پاکستان په وړاندی زموږ خلک ډیر حساس دي نو ځکه د مسایلو نه ډیر زر غلط برداشت کیدی شي. همدغه شان زموږ په پرتله پاکستان په مجموع کې او آی اس آی په خاصه توګه د لوړو مسلکی او حقوقی ظرفیتونو نه برخه مند دی. نو ځکه باید د اسنادو په ترتیب کې د پوره دقت او مسلکی مهارت نه کار واخلو.
افغانستان نه د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې اراده او نه یې توان لري. نه موږ په کور دننه د بیلتون غوښتنې کوم حرکت لرو او نه زموږ د بلوچستان او کشمیرد بیلتون غونښتونکو سره کوم ارتباط شته. دا د پاکستان مشکل دی. موږ نه غواړو چې په دغو شخړو کې دخیل شو او نه هم کوم دریم هیواد ته د خپلې خاوری نه د پاکستان یا بل هیواد په ضد د استفادی اجازه ورکؤ.
ملي امنیت زموږ د سیاسی ثبات، فزیکی امنیت او ملي ګټو نه د دفاع یو مهم اورګان دی. جنجال زیږونکي مسایل باید لومړی ددغه ملي ادارې د مشرتابه سره د تړلو دروازو شاته په سړه سینه وڅیړل شي او د هراړخیزی بررسئ وروسته د ذهنیت جوړونې په هدف بحث ته وړاندې شي. بحث باید احساساتی نه وي،علمی، هراړخیز او د کارپوهانو ترمنځ وي نه د عوام فریبانو ترمنځ.
د ملي امنیت شورای او یا د ملي امنیت ریاست کې باید یو فکري بنسټ ایجاد شي چې اړوند مسایل په دقت او مسلکی توګه وڅیړي او په ملي مسایلو بحث ته جهت ورکړي
د امریکي متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک او دوه اړخیزامنیتي تړون په شمول د ټولو قراردادونو متن د اړوندو هیوادونو کارپوهانو لیکلي. موږ باید په سیاسی، اقتصادی او امنیتي چارو کې د قراردادلیکنې ماهرین وروزو تر څو د مغلقو حقوقي متنونوپه لیکلو او یا د دغه متنونو په ارزونه کې د اشتبا مرتکب نه شو.
لنډه دا چې د سولې پروسه یوه جنجالي، اوږده او د خنډونو ډکه لار ده. پاکستان په دی لار کې زموږ یو غیرمطمین خو ضروري ملګری دی. د ګاونډیانو سره په اړیکو کې لومړي په کور دننه تفاهم او ښه تیاري په کار دی. د حقوقی متنونو په لیکلو او الفاظو په انتخاب کې باید د پوره دقت او احتیاط نه کار واخستل شي تر څو د ستونزو او غلطفهمۍ باعث نه شي.