Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دپاچا ډالۍ، حکایت
[30.Aug.2018 - 09:46]دپاچا ډالۍ حکایت
عبدالوهاب سرتېر
سړی اوري رڼګ په رنګ حکایتونه
دتاریخ په حواله روا یــــــــتو نـــــه
روایت دی چی یو وخت چیرته امیرو
ورسره خپلو کارونو کی تــــد بیر و
مهربانه پر رعــــیت و لکه پــــلار
هم شتمن و ، هم ځواکمن و هم هوښیار
جوړاوو به یی هر کال جشن په ښارکی
ډېر لګښت به یی ګاله په دغه کارکی
دجشنونو به هــرکال سره تــــــــوپير و
چی پر هر تماشا چی یی خاص تأثیر و
په وروستی جشن کې شاه وه پتئېلې
چې هر چاته ډالۍ ورکړی ښکلې ښکلې
یو لوی هال یی و ټاکلی دغه کارته
چی ډېر لنډ یی واقع شوی و دربارته
هال کی ايښی و مـــېزونه بی حسابه
چی ډک شوی و له رنګا رنګ اسبابه
هم خواړه هم نور شیان پر مېز و ايښی
چی یادونه یی تل پاتی دی پري ايښي
پاچا پټ له انظارو ننداره کړي
هرېخواته ددې جشن ننداره کړی
یوه لاره دورتلو بله وتو وه
د رعیت ورتګ دی هال ته په جوپ، وه
هرسړی به یوڅه پورته کړل او ته به
نښه شوی به هرڅوک و چی واته به
چی دوهم ځل څوک رانشی او انصاف وی
عدالت وی تأمین شوی حساب صاف وی
پاچا ناست دی نظاره دخپل رعیت کړی
له لیدلو یی احساس دمسرت کړی
په دی حال کی یی شو پام چی یوه ښکلی
چی ښایسته جامی آغوستی وې آغلی
جلۍ ګوری او یواځی تماشا کړي
اخستو نه دډالۍ ځان یوې خوا کړی
تش لاسونه چی وته کله له باغه
بلېدله لکه شمه بی څراغه
پاچا وغوښته حضورته داجلۍ
ورته وايي چی نیازبینی ګلالۍ
څه خبرده چی له هاله بی ډالۍ ځې
تش لاسونه په خندا او خوشحالۍ ځې
جلۍ تاو کړل له پاچا نه غبرګ لاسونه
وی چې : دغه ډالۍ ماته ده موزونه
راسره چی دزلمی پاچا ډالۍ وي
په نصیب به می ټول عمر خوشحالۍ وی
له وړو ډالیوو عار لرم امېره
بس همدغه افتخار لرم امېره
دپاچا خوښه جلۍ هم یی جرأت شو
دسیل بینی جلۍ بخت دژوند اوچت شو
چی دعقل پر بنیاد بخت دچا مل شي
هم یی خپل هم یی دقام ژوند مجلل بېرته شاته