(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عمر بن الخطاب (رض) ژوند او امارت

[01.Jul.2015 - 18:54]

لیک: سلیم ملکزی

زمونږ د نن ورځې میلمه شخصیت، د انساني تاریخ په تل کې اتل، دعدل او انصاف سمبول، د حق او حقپرستانو رهبر او د کونډو رنډو او یتیمانو، یار او مددګار دی. هغه د روم او فارس په امپراطوریو د توحید د بیرغ رپوونکی او د مصر ژغورونکی دی. هغه د قادسیې او یرموک سپه سالار او د مسلمانانو د لمړنۍ قبلې (بیت المقدس) فاتح دی. هغه ته په ژوند د جنت زیری ورکړل شوی او د حق او باطل تر منځ د بی پرې توپیر پخاطر د فاروق په نوم، نومول شویدی. هغه داسی یو نمونه یي او مثالي کرکټر دی چې کله یو ملیارد مسلمانان دهغه نوم اخلي، نو په ډیر درناوي ورسره د رضی الله عنه ورد هم زمزمه کوي. دا ستر هیرو او عظیم انسان، پرته له عمر بن الخطاب بل څوک کیدای شي چې پخپله حضرت پیغمبر(ص) د هغه په هکله فرمایي (که چیری له ما څخه وروسته بل پیغمبر راتللای، نو هغه به عمر وو) او په بل ځای کې عمر مخاطب کوي او داسی ورته وایی (ای عمره! په هغه ذات می دی قسم وي چې زما روح د هغه په واک کې دی، په کومه لیاره چې ته قدمونه ووهې، شیطان بیا په هغه لار د مزل جوګه نه وي).

عمر (رض) د مسلمانانو لمړنی مشر دی چې د امیر المؤمنین لقب ورته استعمال شوی او لمړنی امیر وو چې د اسلامي امارت مهم چارواکي به یی هرکال د حج په موسم کې راغوښتل ترڅو د رعیت د ستونزو او غوښتنو په هکله ځان خبر کړي. عمر د مسلمانانو لمړنی مشر وو چې د فارسیانو د مجوسي او رومیانو د میلادي تاریخ په ځای یی، د اسلامي دولت لپاره خپل جلا اسلامي هویت او جنتري وټاکله، کومه چې د حضرت پیغمبر په هجرت سره پیل او نن په نړۍ کې د هجري قمري تاریخ په نوم پیژندل کیږي.

د عامه اړیکو او ماليې په برخه کې یی، بی وزلو مسلمانانو او د پاخه عمر اهل کتابو ته جزیه معاف کړه او د نصاراوو د کلیساګانو د نه ړنګولو ترڅنګ یی دهغوئ د ناموس، سر او مال د خوندي کولو فرمان صادر کړ. په پوځي ساحه کی یی د لمړی ځل لپاره د فارسي او رومي امپراطوریو په څیر، د اسلامي لښکرو لپاره په فلسطین، شام او عراق کې قشلې او بارکونه جوړکړل او په عسکري لیکو کی یی د صحتمندو ځوانانو خدمت او شاملول، اجباري کړل. د لمړی ځل لپاره یی د ساحلي او صحرايي سرحدونو لپاره ځواکونه ترتیب کړل او د پوځي قطعاتو د ټولو منسوبینو لپاره یی په کال کې د څلورو میاشتو رخصتي او هم میاشتینۍ تنخوا وټاکله. د لوړ رتبه قومندانانو لپاره یی ژباړونکي وګمارل او د جنګ لمړنیو مورچلو او غټو قشلو ته یی په لس ګونو طبیبان واستول.

د خلافت په لر او بر کې یی د غذایي موادو لپاره د ډیپوګانو ترڅنګ، د تورو، نیزو او نورو پوځي وسایلو پخاطر سلاکوټونه جوړ کړل او د زغرو، خولونو او ډالونو بټۍ او هټۍ یی رامنځ ته کړې. د اوقافو، مالي چارو او محاسبې دیوانونه یا ادارې یی تاسیس کړې. د بیت المال د بنسټ ډبره یی کیښوده، د زکات راټولول یی جبري کړل او د راکړې ورکړې لپاره یی د سرو زرو د دینار سکه رواج کړه او په هغې کې یی د خپل نوم په ځای، د بسم الله الرحمن الرحیم کلیمه ولیکله. د تجارانو سره یی له بیت المال څخه د پیسو د قرض حسنې سیستم معرفي کړ او د غریبو او بی وزلو لپاره یی کورونه او کالونۍ برابرې کړې چې د کوفې او بصرې د ښارونو زړې برخې اوس هم په هماغو کنډرونو ابادې دي چې دعمر فاروق په امر یی بنسټ ایښودل شوی وو. د عبادت په چارو کې عمر بن الخطاب د تراویح لمونځ شل رکعته وټاکه، د قرانکریم ښو حافظانو او قاریانو ته یی د جایزو بښلو دود رواج کړ او د مسجد نبوي د پراخولو پروژه یی عملي کړه.

د لسو کالو او شپږو میاشتو خلافت په پای کې، دهجرت د ۲۳ کال د لوی اختر په شپاړلسمه چې د چار شنبې ورځ وه، د سهار د لمانځه په مهال د یو اتش پرست لخوا چې فیروز نهاوندي فارسي نومیده او په ابو لؤلؤ سره مشهور وو، د زهرجن خنجر د وهلو له امله په شهادت ورسید او د حضرت عائشې له موافقې سره سم، د حضرت پیغمبر او ابوبکر الصدیق په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.

ددی لپاره چې خلافت په وراثت او پاچاهي بدل نشي، نو عمر فاروق د ټپي کیدو سره جوخت یوه شپږ کسیزه شورا وټاکله ترڅو د دری ورځو دننه، د راتلونکي خلیفه د تعیین چارې سمبال او د واک تشه رامنځ ته نشي. پدغو شپږو کسانو کې عثمان بن عفان ،علي بن ابي طالب، طلحة بن عبيدالله، الزبير بن العوام، عبد الرحمن بن عوف او سعد بن أبي وقاص شامل وو. خپل زوئ، عبدالله یی د دغه کمیسیون د مشاور په توګه وګماره خو هغه ته یی د ځان د انتخاب او انتساب حق ورنکړ، کوم چې د عمر فاروق دعدل او درایت څرګندونه کوي.

عمر د الخطاب زوی او د نفیل القرشي لمسی دی، مور یی حنتمه بنت هاشم نومیده چې د خالد بن الولید او ابو جهل د کاکا لور او په خټه قریشه وه. د اسلام دا ستر خلیفه له رسول (ص) څخه دیارلس کاله کشر وو او د نبوت په شپږم کال یی د پیغمبر په لاس ایمان راوړ. د اسلام راوړلو د شمیرې له مخې، هغه ۳۸ صحابی وو چې په مکه کې مسلمان شو او مدینې ته دهجرت په مهال د کعبې ترڅنګه ودرید او په جار یی اعلان وکړ: که څوک غواړي چې مور یی بوره شي، نو ددی غونډۍ تر شا دی له ما سره مخ شي.

عمر بن الخطاب، خپله ځواني د مکې د نورو مستو او سرشارو ځوانانو په څیر تیره کړی او د خپل وخت د هر ډول عیش او عشرت مزه یی څکلې ده. د جاهلیت په زمانه کې یی د اسلام او د حضرت پیغمبر سره دښمنې له چا ګوښې او پټه نه وه او هغه خلک به یی ازارول او تعقیبول چې تازه به په اسلام مشرف شوي وو او یا به د پیغمبر سره له کتنې وروسته خپلو کورونو ته ستنیدل. عمر بن الخطاب د لوړ قد او هیبت ناک غږ خاوند وو، په ډیرې تنکۍ ځوانۍ کې یی د قریشو د سفیر، خبرلوڅ او مره که چي مقام تر لاسه کړ. لیک او لوست یی کولای شو، دعکاظ د شعر او شاعرۍ د بنډارونو په لمړۍ لیکه کې به ناست وو او په دسترخوان به یی د مکې اشراف او د لارو ستړي، یو ډول را ټول وو. د رسول علیه السلام ددی حدیث کټ مټ مصداق همدا عمر بن الخطاب کیدای شي چې فرمایی( خیارکم فی الجاهلیة، خیارکم فی الاسلام ا‌‌ذا فقهوا) یعنی د جاهلیت په شپو ورځو کې ستا غوره خلک، په اسلام کې هم نومیالي دي، کله چې دوئ پوهه شي.

مشهور امریکايي مورځ، واشنګتن ایر وینګ پخپل تاریخ ( محمد او د هغه خلفاء) کې لیکي: عمر بن الخطاب د یوځانګړي عقل، بی الایشې سپیڅلتیا او د غوڅ عدالت څښتن وو. اګر که عمر، نه پیغمبر وو او نه هم لمړنی خلیفه، خو په حقیقت کې هغه د اسلامي امپراطورۍ بنسټګر او د ټولو عسکري سوبو ګټونکی بلل کیږي. همدارنګه سکاټلنډی ختیز پوه یا مستشرق، ویلیم مویر پخپل کتاب (د خلافت ترقي او کږلیچ) کې کاږي: په ژوند کی ساده ګي، پخپلو اصولو ټینګ دریدل او په انصاف کولو کې له چا نه ډاریدل، د عمر فاروق د واکمنۍ او خلافت ځانګړتیاوې دي چې په بل هیڅ واکمن کې نه ترسترګو کیږي.

همدارنګه، پیرنګی تاریخپوه اډوارډ ګبن پخپل تاریخ (د روماني دولت ړنګیدل) کې داسی وایی: د مسلمانانو د امیر المؤمنین، عمر د کامیابۍ له رازونو څخه یو هم د هغه زهد او خاکساري وه چې د خطبې او منبر په مهال به یی پیوند شوی لباس په تن وو او د حق ویلو بی جوړې جرئت یی درلود. کله چې د رومي امپراطورۍ سفیر د خلیفه د لیدلو لپاره مدینې ته راغی او وی لیدل چې د مسلمانانو امیر د نورو پاچایانو په څیر نه دربار لري او نه درباریان، نو ګوته په غاښ شو او وی ویل: ای عمره! تا عدل وکړ، نو امن دی راوست، او چې د خلکو سر او مال خوندي شو، نو ته بیغمه او بی باډیګارډه ویده شوې.

د تاریخ پاڼې، تاریخي پیښې او مورخین ټول پدی یوه خوله دي چې تاریخ د خپل حکم او جریان له مخې، بیا بیا تکراریږي. او د همدی اصل پر بنسټ، دا بیخي شونې او باوري ده چې دعدل او ټولنیز انصاف څخه یوه ډکه ټولنه او حکومت دی هرکله او هر چیری جوړ او رامنځ ته شي. خو د تاریخ د جبر دا اړخ هم باید په پام کې ولرو چې هیڅکله به عمر فاروق او دهغه د مشرتابه په څیر واکمني او امارت بیا تکرار نشي، کوم چې د ټولو انساني پرګنو لپاره یو الهي رحمت او د ډاډ او برابرۍ مهال وو. ولی نن د اسلامي نړۍ په ټولو هغو سیمو کې چې د امارت او خلافت تورې او سپینې جنډې رپیږي، هلته ژوند عذاب او د سرو سکروټو د نینو چیچل دي.

-
بېرته شاته