مونشن: د پوهاند ډاکتر کیمور د جنازې اوفاتحې خبرتېا
[07.Jul.2015 - 18:31]د لوی او بخښونکي خدای په نامه
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی چې د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکټر سرزمین کیمور د آلمان په مونشن ښارکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.
د خدای بخښلي پوهاند ډاکټرسرزمین کیمور دجنازې مراسم دسبا د څلورنۍ ( چهارشنبې) په ورځ د ۲۰۱۵ عیسوي کال دجولاي په اتمه نېټه (08.07.15 ) په یوولس (11:00) بجو د مسلمانانو په هدیره کې ادا او خاوروته سپارل کیږي .
دفاتحې مراسم په همدې ورځ (اتم د جولاي) د ماسپښین له 13 تر 15 بجو پورې د میروس نیکه په جامع جومات کې اخیستل کیږي.
د هدیرې پته:
Neuer Südfriedhof
Hochäckerstr.90
81737 München
د جومات پته :
Machtlfingerstr.10
81379 München
اړیکه : مولانا صدیق الله "فدائی"
017645714880
شیر ساپی
-