ولسمشر ته یو پیشنهاد
[13.Jul.2015 - 18:44]ایا پښتانه ئې باید هر ځل له صفره پیل کړي؟
لیک: احمد فرزان
متأسفانه په وروستیو کلونو کې د افغانستان سیاست قومي شوی دی. پدې پروسه کې د استعمار رول څرګند دی. روسانو خپل اشغال او یرغل داسې توجیه کاوه چې راغلي دي تر څو محروم اقلیتونه له اکثریت څخه ازاد کړي. امریکا هم د بون په تړون کې د قومونو په نوم داسې ویش وکړ چې اکثریت یې پکې اقلیت او یو مغلوب قام کړ او اقلیتونو ته یې غوښنې برخې ورکړې.
تر تړون وروسته یې نورو قومونو ته د قوتونو او تشکلاتو په توګه برخه ورکړه؛ جمیعت، وحدت او جنبش له قوت او تشکل سره راغلل خو د پښتنو هغه کمه برخه یې هم هغه چا ته ورکړه چې زیاتره یې له غربه راغلي وو. ولسمشر کرزي په ۱۳کلونو کې ایله په ملکي برخو کې یو څه نیم ژواندي پښتانه په ځینو پوستونو کې وګمارل. نظامي برخه هماغسې د نظار شورا په مطلق انحصار کې ده.
پښتانه کادرونه یو ځل د پښتنو خلقیانو په وخت کې له دولته تصفیه شوي و او د خلقیانو په اصطلاح له ولسمشره تر علاقه دار پورې د دوی ملګري ټاکل شوي و. دغو کسانو چې زیاتره یې د ښوونځیو ښوونکي وو، په کلونو کې یې یو څه کار زده کړ، خو د نظار شورا په راتګ زیاتره له نظامه وشړل شول. البته د نظامي برخې کادرونه ډاکتر صاحب نجیب الله د تڼي تر کودتا وروسته شړلي و او یو څه چې یې پاتې وو، د نظار شورا مجاهدینو وشړل. نظار شورا زیاتره پښتانه پرچمیان هم وشړل او د پښتنو مجاهدینو پر مخ یې هم دروازې بندې کړې. ټول دولت یې له اقلیتونو او خصوصاً تاجکو مشبوع کړ.
اوس هم بدبختانه نوی حکومت هماغه کسان له دندو شړي چې زیاتره یې پښتانه دي او د کرزي صاحب په وخت کې مقرر شوي دي او یو څه کار یې زده کړی دی. دا کیسه ماته هغه افسانه رایادوي چې د کلي نیاګانې یې خپلو لمسیانو ته کوي چې د حضرت علي (رض) یو زوی لا هم ژوندی دی او د یوه غره په کوم غار کې لیندۍ او غشي جوړوي. کله چې یې غشي تکمیل شي او اراده وکړي چې سبا به د خپلو ورونو د انتقام لپاره په یزید پسې وروځي. نو چې سهار راپاڅیږي ټول غشي ترې ملایکو وړي وي. نیاګانې وايي چې دا کیسه به تر قیامته روانه وي.
د نورو قومونو کادرونه په دې څلور لسیزو کې وروزل شول او زیاتره یې په نظام او حکومتونو کې وساتل شول. که محقق، خلیلي او دانش یو پر بل بدلیږي، کادر یې هماغه دی چې کشتمند ځای پر ځای کړ ی او دوی یې شمیر او وړتیا لوړه کړې ده. که مارشال، ضیا مسعود او عبدالله یو پر بل بدلیږي هم کادر یې هماغه دی چې کارمل او مزدک او اناهیتا ځای پر ځای کړ ی او مسعود ـ رباني یې شمیر د لوړتیا انتهایي سطحې ته رسولې ده.
خو پښتون غریب باید یو ځل د خلقیانو په وخت کې تر علاقه دار پورې تبدیل شي، یو ځل د مسعود په وخت کې، بیا د طالب په وخت کې، بیا د بون تر تړون وروسته او بیا نن. دا ولې؟ د مامورینو د تبدیلۍ، منفکۍ یا مکافات او مجازات او ترفیع او تقاعد خو خپل قوانین شته چې باید عملي شي. د دې کوم ضرورت و چې د اداره امور د شلو کلونو تجربه کار رئیسان دې په داسې وړو ماشومانو ټول په یوه ورځ کې تعویض شي، چې وارده او صادره یې نه ده زده؟ او دا اته میاشتې یې د ښاغلي ولسمشر ټوله اداره په ټپه درولې ده.
موږ خپل درانه ولسمشر ته وړاندیز کوو، چې پښتانه او د نورو ورونو قومونو کادرونه یوازې هغه وخت بدل رابدل کړئ، چې تر پخواني کادر اوسنی اغیزناک، باکفایته، باتجربه او تکړه وي. موږ تاسو ته د بري هیلې لرو خو بری په نااهله او بې تجربه کسانو ممکن ندی.
اوږدمهاله حل یې دادی چې سیاست له قومي څخه ملي او ګوندي شي. د لویو ملي هیواد شموله ګوندونو جوړیدو ته زمینه جوړه شي چې د یو ګوند د قدرت د پای په صورت کې بل ګوند خپل با تجربه او معتمد کادر راولي او نظام پرې وچلوي. پدې برخه کې هم باید له دوه ماډلو څخه یو خوښ یا یې په یوه ترکیب ملي توافق وشي. امریکا کې چې د جمهوري خوا یا دموکرات ګوند څخه کوم یو حکومت وګټي نو تر مدیر پورې کسان بدلوي او خپل کسان حکومت ته راولي، د تیر حاکم ګوند غړي خپلو شخصي شرکتونو او موسسو ته ځي. په انګلستان او نورو ملکونو منجمله هند او پاکستان کې د حکومت په بدلیدو د وزیر او معین په سویه سیاسي پوستونو ته نوي کادرونه معرفي کیږي خو تر هغه لاندې ټول تخنیکي پوستونه چې د مربوطه ادارو ژوندۍ ذخیرې دي، پخپلو دندو ساتل کیږي او د خپل ماموریت د طبیعي سیر له مخې ترفیع او تقاعد او یا ممکن تنزیل یا برطرف کیږي.
موږ یې هم باید له نړۍ زده کړو او هر ځل هر څه له صفره شروع نکړو.