داستادعبدالهادي خلیلزی جنازه خاورو ته وسپارل شوه
[11.Jul.2015 - 18:23]په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې دکونړ وتلی قومی مشر، د اریانا پوهنتون استاد، دننګرهار داستیناف څارنوالی پخوانی مشر ، نومیالی سیاستوال استاد عبدالهادي خلیلزی د ۲۰۱۵ ع کال د جولاي د میاشتې په لسمه نېټه د جمعې په ورځ د پښتونخوا په يوه روغتون کې په حق ورسېد
انا لله و انا الیه راجعون
دارواښادعبدالهادي خليلزي جنازه نن د ۲۰۱۵ ع کال د جولاي په یولسمه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ په خپل پلرني کلي فقیرکوټ، څوکۍ ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد عبدالهادي خلیلزي مړینه پښتون ولس ته ستر تاوان بولي ، د کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي
روح دې ښاد وي