Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سوداګر
[25.Mar.2019 - 16:58]سوداګر/غنی خان
عجيبه دا سوداګر دې
په لاس تېغ په سر قرآن
شنه قُبا يې دَ امام ده
کلکې سترګې دَ شېطان
په ځيګر لکه چنګېز دې
چلولي لکه ماهان
په خُله خوږ دَ ګلو باغ دې
په زړهُ سخا لکه ډېران
غړمبېدهُ لکه زمرې کړي
غُرېدهُ لکه حېوان
پنجې ډوبې په سرو وينو
سر يې بره په آسمان
ماته وئ چې ځوانه راکه
ستا پښتو توره او ننګ
ماته وئ غېرت دې پرېږده
شه زما دَ در ملنګ
وئ سر ټيټ کړه کنې کړم به
په تا ملک دَ الله تنګ
وئ زهُ اوښيار لکه ابليس يم
زه خونخوار لکه پلنګ
تهُ راکوز شه ښکته کښېنه
ما له را دَ يار پالنګ
يا ما خداي که سجده اوکه
يا زما او ستا دې جنګ
وئ ده توره زما لاس کښې
ستا دَ ژوند اختيار زما دې
ستا خمار غېرت او مينه
دَ دې ګوتو ښکار زما دې
دا شمله دَ ننګ کړه ټيته
ډېر تېرهُ ګوزار زما دې
دَ فرعون چنګېز وار تېر شو
اوس راغلې وار زما دې
شه غلام دَ دې غلام
په دهُ ډېر اتبار زما دې
خاؤرو خټو کښې پراتهُ دي
چې خوړلې وار زما دې
کهُ زما شوې زما ځوانه
ګوره دا دَ زرو تخت
پاس په دې دَ پاسه کښېنه
خوشحالېږه په خپل بخت
دا جامونه دَ شرابو
مسندونه دَ زربفت
دا سپرلې دا مستې پېغلې
ستا دَ سپينې ځوانۍ وخت
دا جنت دَ عېش او زرو
بل خوا اور دَ اوره سخت
ځوانه ځه ساقي له ورشه
کړه دا سره سينه بالښت
ربه! څنګه سوداګر دې
څنګ ژوند ورکړم جهان واخلم
څنګ نظر دَ سترګو ورکړم
او چشمې دَ مرجان واخلم
څنګ بهار او سپوږمۍ ورکړم
دَ لالونو ډېران واخلم
دَ دې سرو دَ طوق بدل کښې
څنګه دين او ايمان ورکړم
دَ رېبار دَ وئيرې څنګه
بې خودي او جانان ورکړم
دا دَ نور او مستۍ ډک سر
په سجده کېږدم غلام ته!