دَ شانګلې دَ انتخاباتو په ائينه کښې
[29.Jul.2015 - 17:20]لیک:ډاکټر خورشيد
دَ باچاخان خوب: زما ارمان دې چې ما دَ خپل قام نه انفراديت او قبائليت ووېستے او دَ ورورولۍ په تار کښې مې وپيئلے او دَ ملغلرو په شان يو هار مې کړے.
ما دَ دوي نه ټوپک واخستے او قلم مې ورله په ګوتو کښې ورکړے، دَ علم په نُور مې منورکړے او بيا مې دنيا ته غږ کړے چې راشئ زما قام ووينئ، څومره مهذب، څومره منظم او څومره امن پسند دے.
د هغۀ فکر: هغه يو مصلح ؤ، دَ غلطو رواجونو اصلاح يې غوښته.
هغۀ دَ تشدد نه نفرت کاوۀ، دَ هغۀ په خيال په پښتون قام کښې دَ انفراديت او قبائليت وجه وه هم دا تشدد دے.
هغۀ خدمت عبادت ګڼلو او سياست دوکه.
دَ دې دَ حصول دپاره هغۀ دوه څيزونه ډېر مهم ګنل، پوهه اوتنظيم.
هغۀ به وئيل، پوهه بې دَ تنظيم نه دَ سخا اوبو ولاړ بوي ناک ډنډ دے، دَ انسانانو دَ فائدې نۀ دے او تنظيم بغېر دَ پوهې دَ لار ورکې ګډو رمه ده.
خو عدم تشدد يې دَ پوهې او تنظيم نه زيات اهم ګڼلو او په اسانه پښتو کښې به يې دَ دې تشريح داسې کوله.
چې کوم لاس کښې ټوپک وي، په هغې کښې به قلم څنګه ورکوې؟
تشدد خو افراتفري او انفراديت پېدا کوي، چرته چې تشدد وي هلته اجتماعيت نۀ شي راتلے او اجتماعيت دَ تنظيم مور ده.
خدائي خدمتګاري په درې ستنو ولاړه وه:
عدم تشدد: بيا دوه څانګې لري: پوهه او تنظيم.
مقاصد: په دې کښې ورورولي او خدمت او دَ طمع او حرص نه توبه.
دا به يې وئيل چې طمع او لالچ دَ انساني خصلتونو چينجے دے، دا دَ نفس شېطانان دي، دا حېواني او شېطاني خصلتونه او خودغرضي پېدا کوي.
دَ حرص او دَ خودغرضۍ بچي دروغ دي، وئيل به يې خدائے دې رانه ناراضه نۀ شي، په اسلام کښې مصلحتاً دروغ روا دي خو زۀ خپلو ملګرو ته وايم دروغ مصلحتاً هم مۀ وايئ، دَ نفس شېطان ډېر زورور دے، دا به درله عادت جوړ کړي.
خود غرضي، حرص دَ رشوت او طمع مور او پلار دي، سړے داسې ړوند کړي چې بيا ورته حرام خوړل او دَ قام حق لوټل دَ مور پۍ ښکاري.
کۀ تاسو دَ الله نه ويره لرئ او دَ هغه خلقو نه ځان لرې ساتئ څوک چې دَ الله نه نۀ ويرېږي نو الله او دَ هغۀ مخلوق به درنه ځارېږي.
وئيل به يې انسان او حېوان کښې فرق هم دا دے چې حېوان خالصتاً دَ خپل ځان او دَ خپلو بچو دَ غم دپاره هر تشدد کوي، انسان سره دَ خپلو بچو او دَ خپل ځان سره سره دَ نورو انسانانو هم غم وي.
د پوهې سره مينه:
• دَ ازاد اسلاميه سکولونو جوړول.
• دَ کاکاصېب دارالعلوم کښې دَ فقهې درس ورکول.
• دَ ښځو دَ حقوقو دپاره مجادله کول.
• دَ عالمانو سره دوستي او دَ مليانو دَ رسمونو او بدعتونو خلاف جنګ.
• دَ پښتون مجلې راوېستل.
تنظيم: دومره منظم چې دَ لکونو جلوس خو يو دکان به نۀ بندېدو، دَ ځوان پښتون دا وظيفه وه چې دَ چا مال او سر ته نقصان ونۀ رسي.
احتساب: دَ رېډيو پاکستان يو عالم ډايرېکټر راته يو تصوير ښودلے ؤ چې درې کسانو دَ يو بل ګرېوانونو ته لاس اچولے ؤ. يو پکښې دَ پوليس په وردۍ کښې ؤ، هغۀ راته واقعه داسې بيان کړه. دا يو عام سړے دے چې وزيراعلٰي ډاکټر خان صېب يې دَ ګرېوان نه نيولے دے، پوليس دا سړے دَ ګرېوان نه نيولے دے چې دَ وزيراعلٰي ګرېوان ترې خلاص کړي، وزيراعلٰي دَ پوليس ګرېوان ته لاس اچولے دے.
عام سړے وزيراعلٰي ته وائي چې دَ خدايي خدمتګارو په حکومت کښې څنګه دَ هغۀ نه غلا وشوه؟
پوليس ترې وزيراعلٰي بچ کوي، وزيراعلٰي پوليس نيولے دے، سړے پرېږده، دا دَ دۀ حق دے چې زما ګرېوان ته لاس واچوي، مونږ دوي له دا زړۀ ورکوو تاسو ترې دا زړورتيا وباسئ؟
دا ؤ دَ واک او دَ تحريک ترمنځه تړون.
حقيقت پسندي دا ده چې په ٦٣ کالو کښې ډېر حالات بدل شوي دي، دَ پېرنګي په ځائے خړ بابو راغلے دے، په خوي خصلت کښې دَ پېرنګي نه هم بدتر دے، اخلاقي او سياسي طور ديواليه دے، بې واکو له دې خدائے اختيار نۀ ورکوي کۀ نۀ دَ دوي نه ظالمان او وحشيان بيا څوک نۀ وي، دَ غلامانو غلامان شول.
١٩٧٥ء پورې خو دَ سياست نه بهر وساتلے شو، بيا ايوب خان، ضياء او مشرف دَ انتخاباتو نکاح دَ دولت سره وکړه، کرسۍ روپۍ ته وادۀ شوه، کرسۍ او دَ روپۍ په دې خدايۍ کښې اهل کتابو چې دَ پېرنګي ملا کافرانو سره څۀ شرمول، وهل او ټکول وشول نو خلق يې دَ پېرنګي ارماني کړو، ټکټ په پېسو، ووټ په روپو، کرسۍ په دولت.
اوس دَ وخت تقاضې څۀ دي؟
دا دَ وطن دَ شهيدانو دَ وينو يو ارماني غوندې فرياد دے.
اولنے اهم ضرورت دا دے چې علم، پوهې، تجربې له دې نوره توجه ورکړے شي چې انسان ضمير او انساني احساساتو له تقويت ورکړي. روپۍ او کرسۍ چې په معاشره کوم غاښونه ښخ کړي او انساني عظمت او وينه څښي دا کمزوري کولے ضرور شي، اجتماعي، انساني شعور بې پناه طاقت لري او دَ مزائيلو غاښونه ماتولے شي نو انساني ژامې هم ماتولے شي. دَ باچاخان مرکز کښې باچاخان ټرسټ علمي او دَ تربيې څانګه نوره توجه غواړي او چې نوره هم فعاله شي خو دَ فعاليت يې دَ ټکنده غرمې دَ نمر په شان ګرمي او رڼا لري. دَ عوامو يو مربوطې پوهې سره دَ پارټۍ دَ کارکنانو قبلې هم سمېدے شي چې منجور يې په ځائے کارکنان شي، دَ شخصيت پرستۍ دَ نظريې په زنځيرونو کښې دَ عقيدې عقيدت من شي. انساني ذهن دومره طاقت ور دے چې کۀ دے شراب جوړوي نو ورسره محراب هم جوړولے شي، خو تسلسل، ذهني ديانتداري، مشنري جذبه، ځان نشت او قام شتۀ کول ډېر لازم وي، چې پښتون مجله، اې اېن پي وېب سائټ (يعنې پرنټګ او اليکټرانک ادارې) دومره طاقت ورې وي، علمي او دَ ريسرچ دا حال وي چې دَ عوامي ستونځو فوري علاج پېدا کوي او دَ پا رټۍ رهبري او لارښودنه دې هم دا اداره کوي. دا دې يوه جواب ده او بااختياره څانګه وي، چې لار ښائي او غلطي په ګوته کوي.
ما دَ MQM مرکز ليدلے، دَ هر څۀ اختلافاتو باوجود نن هغه دَ منصورې لس چنده وړاندې دے، دولت اوکرسۍ به طاقتور وي خو عوامي شعور او علم هم لږه ډېره وده کړې ده.
دا کُل وقتي کارکنان غواړي چې دَ علم او پوهې سره زلمي او پېغلې هم تربيه کوي، دا يو داسې کارخانه وي چې دَ تحريک هره پرزه جوړولے شي. دَ پارټۍ تنظيم دَ حد نه زياته توجه غواړي. حکومتي او دَ پارټۍ واکمن دې کم از کم صاحب رائې او صاحب علم وي. دَ معاشرې په کړکېچونو دې خبر وي، هغوي دې کم از کم کۀ دَ باچاخان په فلسفه پوهه وي او کۀ نه يو پښتون ذهن لرل او ديانت داري دې پکښې ضرور وي. کوم حال چې نن سبا دے نو هغه دَ دښمن زور نۀ دے خو زمونږ اعمال دي، پکار دا وه چې زمونږ دَ چارواکو جولۍ سورۍ سورۍ وے خو چې داغ پرې نۀ وے، دلته خبره بالکل او قطعاً اپوټه ده، سورے پکښې نشته او داغونه يې شمېر نۀ لري.
په شانګله کښې زمونږ شکست دَ دې يو ځلانده مثال ؤ، دا دَ يو بد ديانت راشي تنظيم کرلے تخم ؤ چې مونږ ورېبلو، په نوکرو، دَ بدلولو دَ نوم بدلون خپل قيمتونه لرل، دَ څلورو خپلو کسانو دَ زرګونو اميدونه په خاورو ومنډل، دَ ډېر شرم خبره دا وه چې دَ قام پرستو او دَ جمهوريت پسندو دَ حکومت په دوران کښې دا هر څۀ وشول، جمهوريت پسندو دَ خپلې پارټۍ دَ فېصلې خلاف وکړل، دَ دواړو پټ جوړښت زمونږ شکست شو.
په هره سطح دَ اجتماعي ليډرشپ تصور راوړاندې کړے شي او ورسره دې احتسابي عمل (يا دَ لارښودنې) عمل جاري وي، دَ ورکر نه تر رهبر پورې.
حکومتي چارواکي دې پارټۍ ته جواب ده وي. دَ احتسابي کمېټۍ دَ تعليمي څانګې دَ سفارشاتو په رڼا کښې دې دَ سزا او جزا فېصله هم رهبري او تهنک ټېنک وي. اختيار دې جواب ده اختيار وي.
هر څومره کۀ ګران دے خو قدم اخستل دي، چاڼ شروع کول دي. دَ شانګلې په آئين کښې دَ ټولې صوبې يوه جائزه اخستل دَ وخت اواز دے.
دا يوه تجزيه ده، تجربه عظيم استاذ دے خو دَ بده مرغه فيس يې دومره زيات دے چې دَ سړي ملا ماتوي.
په وخت رښتيا نۀ وئيل دَ مرګ نخښه ده.(مارټن لوتهرکنګ)