طالبانو سره د سولې مذاکرات
[07.Aug.2015 - 20:55]طالبانو سره د سولې مذاکرات او نوې هیلې
لیک: انجینیر اجمل شمس د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر
د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نږ دی د مري په سیاحتي ښارګوټي کې د طالبانو او حقاني شبکې استازو او د افغان حکومت د چارواکو تر منځ څو اونۍ وړاندې ليدنه یو ستر پرمختګ ليدل کیږی . دغه غونډه د بیلابیلو وجوهاتو له کبله ارزښتناده . د افغان حکومت او د دولت د وسلوالو مخالفینو تر منځ دا لومړۍ نیغ په نیغ رسمی لیدنه وه . دا چې ددې ملاقات زمینه د پاکستان لخوا مساعده کړای شوی چی د دولت وسلوالو مخالفینو باندی تر ټولو زیات اغیز لري د موضوع اهمیت لا زیاتوي .
تر ټولو مهمه داده چې په غونډه کې امریکا او چين د مبصرینو په توګه ګډون درلود .د یوې لسیزې څخه د زياتې مودې را په دیخوا کابل تل هیله درلوده چې د سولې په اړه د دولت د وسلوالو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي خود پخوانی ولسمشر حامدکرزي لخوا په دې اړه ټولې هڅې د پاکستان لخوا د عدم همکارۍ او څرګندې تګلارې او منظمې ستراتیژۍ د نه شتون له کبله د ناکامۍ سره مخ شوې . که څه هم د مذاکراتود اوسنۍ لړۍ څخه ډيره تمه درلودل به د وخت نه مخکې وي خو د طالبانو له لورې د مذاکراتوهرکلی او ورته د دوام ورکولو ژمنه ستر پرمختګ دي . بله دا چې دمهمو ذیدخلو جوانبو شتون په مذاکراتو کې موضوع ته لا زیات ارزښت ورکوي . د کوچني اختر د لمانځه د اداکولو نه وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې لیکونکی هم ورته بلل شوی وو افغان ولسمشر مشر د سولې د بهیر په اړه د طالبانو د مشرتابه څخه مننه هم وکړه . د ولسمشر په صفت د خپلې دندې د پیل څخه ښاغلې اشرف غني پاکستان سره د دوستانه اړیکو لپاره پرله پسې هلو ځلو او ځینې جدي اقداماتو په نتیجه کې د طالبانو سره د غونډی دغه موقع مساعده شوې . د پاکستان په اړه د پخوانی ولسمشر په پرتله د ولسمشر اشرف غنی دریځ په واقعیتونو زیات ولاړ او عملي بریښي . ولسمشر غنی په واضحه ټکو وئیلي چې د طالبانو سره د سولې نه وړاندې باید د پاکستان سره سوله تر سره شی . د پاکستاني چارواکو لخوا د طالبانو د تحریک مشر ملامحمدعمر د مړينی خبر په پټ ساتلو د سولې د بهیر په اړه که څه هم تشویشونه پیدا شوي خو په عمومي ډول د مذاکراتو د پرمختګ په اړه ملی همغږی شتون لري .
که ووایم چې د ولسمشر د لومړۍ کاري ورځ څخه تر ټولو اړین لومړيتوب سوله دی نو بی ځایه به نه وي . ولسمشر اشرف غنی او اجرائيوی رئيس عبدالله عبدالله د روانې غمیزې د دوام په صورت کې نشي کولای چی د ولس سره کړې وعدې پوره کړي . دا منو چې د دواړو مشرانو ترمنځ به د دولتي چارو په اړه اختلافات شتون ولري خو دسولې په ارتباط هيڅ داسی دلیل نشته چی دوی دې په یوه فکراو نه اوسي . سوله نه يواځی د ولسمشر اشرف غنی او اجرائیوی رئيس عبدالله عبدالله په سياسی ګټه ده بلکه د ټول افغان ملت وړومبۍ غوښتنه هم ده .
پداسې حال کې چې طالبان يواځې د سیمی په کچه یوه پدیده ده د داعش ډله چې د یو منظم چوکاټ لاندې کار کوي نړيوالې سلامتیا ته يوستر ګواښ دی چې اوس مهال په عراق او سوریه ( شام ) کې کافې سیمې تر خپل تسلط لاندې لري او نړیواله اجنډا لري . داعش د افغانستان دختیځ (مشرقی) په ځینې سیمو کې ځای په ځای شوي . دا ډله د طالبانو نه زیاته افراطي ده . د طالبانو او د داعش سرتیرو تر منځ د سیالیواود جګړو موثق راپورونه هم وجود لري .د مذاکراتو میز ته د طالبانو د راتللو یوه وجه د هغوي دغه مجبوریت هم ګڼل کیدای شي . طالبان شاید په دې پوهيدلي وي چې د سولی د بهیر نه د دوی بیرون پاتې کیدل به دوی دخپل لاسې شکست سره مخامخ کړي . اسلام اباد هم ته تر ډیره حده شاید دغه انکشاف ته په توجه سره په دوی خپل فشار واردول غواړي . همدې تحول داسې شرایط رامنځ ته کړي تر څو ولسمشر اشرف غنی د قوی دريځ نه د سولې بهیر ته ورداخل شي .
پخوانی ولسمشر حامد کرزی که څه هم د واک څخه بیرون دی خو د خپلو قایدانه مهارتونو او په ستونزمنو شرایطو کې د هیواد رهبري کولو له کبله د هیوادوالو د احترام او قدر نه برخمن دی . د ښاغلی کرزي خوشبختي دا وه چې په داسې وخت کې ولسمشر وو چې اقتصادی وضعیت د اوس نه بهتر او په کافی اندازه بهرنۍ مرستې هیواد ته راروانې وې . ښاغلی کرزي په سلګونو اشخاصو ته سیاسي رشد ورکړ چې ډیری یې اوس د ملی وحدت حکومت برخه دي . ځینې نورو د راتلونکي سیاسي نقش په انتظار ځانونه یو طرف ته کړي . ښاغلی کرزی د پاکستان سره د ولسمشراشرف غني د مفاهمت پالیسۍ باندې نیوکې لري . بل طرف ته پخواني ولسمشر کرزي د سولی لپاره کوم مناسب بدیل او تګلاره نه درلوده . د ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر کرزي اختلافات د ولس او د سولې د روان بهیر په ګټه ندي . د یادونې وړ ده چې پدې نږدیو کې په اقتصادي چارو کې د ولسمشر خاص سلاکار او د ماليې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په منځګړتوب د ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر کرزي تر منځ یو څه د تفاهم فضا را منځ ته شوې .
بې له شکه له طالبانو سره مذاکرات یو ستونزمن کار دی . ځینې انتقاد لري چې ممکن افغان حکومت دطالبانو يوې مشخصې ډلې سره سولې ته ورسېږي او نورې ډلې دهر وخت په سیر د دولت په وړاندي د یوې ستره ننګونې په توګه پاتې شي . خو اساسې خبره دا ده چې د سولې په پروسه کې پاکستان د ځینې محدودیتونو سره سره ټاکونکی نقش لري او ولسمشر غنی پدې اړه پوره درک لري . که چیرې اسلام اباد یې د منځه وړلو نهايې پریکړه اوکړي ، هيڅ یوه ډله چې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو پورې ځان منسوب بولی خپله بقا نه ویني . د ولسمشر اشرف غنی د سولې لپاره د کوښښونو ټول منطق پر هم دې ټکي ولاړ دی .
د سولې په بهیر کې د چين راښکیلول د ولسمشر اشرف غنی تر ټولو ستره د خارجه پالیسۍ لاسته راوړنه ده . په مذاکراتو کې چين راښکيلول په داسی حال کې چې چين او پاکستان په تاریخی لحاظ ملګري هیوادونه او په یو بل کې خپلې مشخصې سیاسي ګټې لري مهم انکشاف دی . طالبانو سره سوله د چین په ګټه ده . پدې اساس د پاکستان لپاره به ګرانه تمامه شي چې طالبان بالاخره د افغان حکومت سره سولې ته چمتو نکړي .
تر ټولو مهمه دا ده چې دسولې پروسې په دی کوښښونو کې ولسمشر اشرف غنی د ملت پوره ملاتړ لري . افغانان پوهېږي چې د سولی او امنیت پرته د دوي په ژوندکې مثبت بدلون نشي راتلی . دا چې په عمومي توګه د سولې بهیر یو پیچلی سیاسي جریان دی او متعدد لوبغاړي لري نو ځکه سولي ته د رسیدو وخت اټکل به ګران وي . خو یوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې روان بهیر د طالبانو په تدریجي ډول د صحنې نه وتل او پر ځای یې د داعش پیل دی . همدا ټکی دسیمې هیوادونه او په خاص ډول افغانستان، پاکستان او چین دې ته مجبوروي چې سولې ته کار وکړي او په ګډه همکارۍ د داعش مخه ونیسي . د افغانستان لپاره دا ډیره مهمه ده چې امریکه او پاکستان دواړه د سولې پدې بهیر کې شریک دي . همدې نقطې د سولې لپاره نوې هیلې را پیدا کړې دي .