Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پېژند
[24.Apr.2019 - 09:42]دا د ستــور دی چــې لــــومــــړی پــــیـژنــــد د ځـان شي
پـــس له هــغې بــیــا پــیــژنـــد د نــــــور جــــهان شــــي
چـــې پـــخــــپلـه پـــــښـتــو ژبــــه لــــیـکــل نـــکــــړي
دالـــــیکـــوال دې د نــــا لــــوســتي نـــــه قــــربــان شي
******
چــا ویـل تـش د پــــــوهـــــــــېــــدو نـــــــــښــه ده؟
ژبــه د قـــــــام د پـــېــــژنــــــــدو نــــــــــښـــه ده
ســـــوچ هــــم د ژبــې یــوه بـــڼـــــه ښـــــکــــاري
ژبـه د ســـوچ د لــــــــوئـــــیــــدونـــــــــښــــــه ده
چــې خــــپـــلې ژبـــې تـــــه قــام پـام نــــه کـوي
نـــو یې هـــــــمــــدا د ورکــېـــــدو نـــــښــــه ده
بــې ژبــې قـــــــام وده کــولــــی نــــه شـــــــي
ژبـه د قـــــــام د پــرمخــــــتــــــلـو نـــــښــــه ده
ســـــتـوری پــښـتـــو بـانـدې پــښتـــو په کار ده
پـــه ژبـه نـــنـــګ د نــنــګــیـــالـــــو نـــښـــه ده
****************
سیاسي واکمن که پښتانه شي،پښتوکانـدي دسرکار ژبه
هــــــم د ښــــوونــځـي ، هم د دفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـه
بـیا بـــه پــوهــان او امیان حس کړي ضــرورت د پـښتـو
پـښتو بـه شي بیا د پوهنـې ، تـجـارت او د روزګار ژبـه
------------
کــه ګـــــلان وکـــــرې د ژونـــــد د ســــردرو پــــه څـــوکــو
زه بـــه ئـــی سیل لـــــره درځــم د جـګــو غــرو پــه څـوکــو
چې طبیعی ( ۱ ) ښایست دی وران نشی سینګار مه کـوه
پــیــوی دی خــیــر دی چې ځنګــیږی د کمڅو په څوکو
کــه چــا خــــبــر دی د راتــلــو زمــونــــږ مــالــــت تــه راوړ
لار بـــــه جـــــارو کـــــړم ســتا د پــاره د بــڼــو پــه څــوکــو
چـــــې دی نــــظـــر د تــورو ســتــرګـو د نــظــره نــــه شــــی
د نـظـر مــاتــی اور بــه بــل کــړم سـپـیـلـنـو پـــه څــوکــــو
مــیــنــه د زړړه خــبــره ده، د زور قــانـــــون نــــــه مــــــنــی
سـتوری ګواه ( ۲ ) دی مینه نه شی د بر چو ( ۳ ) په څــوکـو
دا د ستــور دی چــې لــــومــــړی پــــیـژنــــد د ځـان شي
پـــس له هــغې بــیــا پــیــژنـــد د نــــــور جــــهان شــــي
چـــې پـــخــــپلـه پـــــښـتــو ژبــــه لــــیـکــل نـــکــــړي
دالـــــیکـــوال دې د نــــا لــــوســتي نـــــه قــــربــان شي
******
د نفـاق رنځ
اوس که خپل جنت وطن کښې بې وطن ېم
خو اخر ددې وطن اصلي څښتن ېم
د نفاق رنځ راکې ګډ دی ناتوان ېم
که یو ځل په اتفاق شوم توانمن ېم
د نفاق د رنځ له درده, که زه روغ شم
بېا مې ګوره, چې د خپل وطن واکمن ېم
د غاټول د ګل په بوي کښې ېم لوې شوی
پروت د دنګو, دنګو غرونو په لمن ېم
ساه مې واخله , خو پښتو رانه وانخلې
زه پښتون ېم په پښتو باندې پتمن ېم
که زما ستوري په قبر چیرې راشې
په پښتو راته دعا کړه پرې مین ېم
---------------
د باچا خان سیاسي بچي که ډیر ټولي ټولي دي
بـیـرغ د سـولي خو ئې هر ټولی اوچـت ساتـي
(کبیر ستوری)