(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

هغه ځوان

[24.Apr.2019 - 09:53]

هغه ځوان راپیدا شوی

 باچا خان راپیدا شوی

ترډهلی دبدبه ده احمدخان راپیدا شوی

 

په هر ځایی کی احتجاج دی 

په هر خوا ژړا فریا دی 

غورزنګونه دی جوړشوی 

په تاریخ کی نو باب دی

اباسینه غږ یی اوری 

قام جوړکړی انقلاب دی

 

کجوخان راپیدا شوی 

کالو خان را پیدا شوی

تر ډهلی دبدبه ده احمد خان را پیدا شوی

 

ای دانشه تا ویل چی

دکمڅوبدل به اخلی 

دجومات تپوس به کیږی

دحجرو بدل به اخلی

که دسوات که باجوړ وی 

دسړوبدل به اخلی

ستا خبره خو رشتیا شوه

دوړو بدل به اخلی

 

خوشحال خان راپیداشوی

ایمل خان را پیدا شوی

تر ډهلی یی دبدبه ده احمدخان را پیداشوی

 

ورشی څوک تراب خبر کړی 

لراوبر راپاڅیدلی 

په کابل کی شورماشور دی 

خړ خیبر راپاڅیدلی

کنړی که ننګرهاری دی

پیښور راپاڅیدلی

بیا وزیر مسید لښکر شول

اشنغرراپاڅیدلی

 

میرزمان خان راپیدا شوی ببرک خان راپیداشوی

تر ډهلی دبدبه ده احمد خان راپیداشوی

 

کلی کلی چم په چم دی 

هرپښتون سره په جنګ دی

اتفاق یوالی غواړی

هر ګفتار یی ډک دننګدی 

څه ساده باده زلمی دی 

دقام مینه کی ملنګ دی

دصادق دزړه اوازدی

ببرک ځکه یی ترڅنګ دی

 

ستر افغان راپیداشوی منظور خان راپیداشوی

 

تر ډهلی یی دبدبه ده احمد خان راپیداشوی 

 

بېرته شاته