(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کیسه د اوښې،باجې اؤ زما د هندو

[13.Aug.2015 - 17:31]

کیسه د اوخي،باجي او زما د هندو ملګري د مسلمانیدو

میا فاروق فراق

زما ملګري راته ډیر په خوند خپله د مسلمانۍ قیصه را ونیوله ، وې چې کله مونږ د هندوانو نه مسلمانان شو  نو بیا به مې هم مور تر ډیرې مودې عادتاً دبتانو عبادت کولو .

هغه ووې "مور مې اووه بتان په ډیره خوارۍ جوړ کړي وؤ ، د هغې به یې ډیر خیال ساتلو ، په مختلفو وختونو اؤ مختلفو حالاتو کې به یې ددغه بتانو عبادت کولو اؤ هغوئ نه به یې مرسته غو ښته"

ملګري راته وې یوه ورځ مې زړه ټینګ کړو ، نوې د بوسکي جوړه مې په درې زره روپۍ واخسته ، راغلم د مور خوا کې په احترام اؤ  عاجزۍ کښیناستم ورته مې ووې "مورې نو اوس خو مونږ مسلمانان شوي یو، د حضرت کلمه مو په ژبه وئیلې ده ، اجازت راکړه چې نور دا بتان د کور نه وباسم"

وې مور مې حیرانه شوه چې څنګه به یې وباسې؟

"ما ورته وې مورې وګوره ددوئ د احترام دپاره مې په دومره غریبۍ کې دا بوسکي جوړه په درې زره روپۍ اخستې ، دا به پخپله لمنه کې راونغاړم اؤ د سیند په پاکو اوبو کې به یې خوشې کړم"

ملګري مې وې دا اوریدل نه وؤ چې د مور اوښکې مې راماتې شوې اؤ راته یې ووې "پام کوه ګوتې ورنه وړې ګنې لاسونه به دې کاږه شي ، مړ به شې "

ما وې مورې هیڅ نه کیږي بس ته اجازه راکړه

"اؤ چې بیا مې د مور په اوښکو اؤ سلګو کې هاغه بتان په خپله ځولۍ کې راټول کړل نو د پیښور نه مې په څلور زره روپۍ سپیشل ګاډی تر اټکه په کرایه ونیولو، په ټوله لار به مې ددغو بتانو نه معافي غوښته ، په ژړا مې ورته ځان وژلی ؤ ، ورته مې وئیل ما معاف کړئ ، تاسو په ما ګران یئ خو څه وکړم اوس زما لاره جدا ده ، خفه رانه نشئ اؤ بخښنه راته وکړئ"

ملګري مې وې د اټک سیند ته چې ورسیدم ، بیا مې نو په سیند کې د  پاکو اوبو لټون شروع کړو ځکه چې په اټک کې هم څو قسمه اوبه بهیږي اؤ چې پاکو اوبو کې مې کله خپل دغه پخواني بګهوانان بهیول نو دومره مې ژړلي وؤ چې سلګو ورته نیولی ووم ...

خو هغه وې چې بیا کله کور ته راغلم نو څو ورځې وروسته مې یو جګري عیسایي ملګری ؤ ، دهغه خواله ورغلم اؤ ورته مې ووې "روره زه خو اوس مسلمان شوی یم ، اسلام ډیر ښه مذهب دی ، تانه بغیر مې ګزاره نه کیږي ، راځه ته هم راسره مسلمان شه "

وې ملګري مې کله دومره په اسانه منله چې خپل مذهب ما دپاره پریږدي خو بیا مې پرې ډیره خواري وکړه اؤ د ورځو نه یو ورځ مې مسلمانیدو ته تیار کړو ...

"ما هغه یو ملا له بوتلو چې کلمه ورته ووایي اؤ مسلمان یې کړي ، خو ډیره عجیبه دا وه چې ملا ورته کله کلمه ووئیله اؤ مسلمان یې کړو نو خوا کې ناست یو بل مسلمان ورته ووې چې اوس ددې کلیمې نه پس دا دا کلیمات هم ادا کړه"

هغه ووې زه حیران شوم چې کلمه خو یوه ده نو دا پکې لا څه دي چې مسلمانیدو دپاره ضروري دي ؟

 هغه ووې ما خپله دغه پوښتنه د هاغه مسلمان ملګري نه وکړه چې دا خو مسلمان شو اوس دا نوره عربي چې ورته ته ښایې ددې څه مطلب دی ؟

"هغه راته ووې مسلمان خو شو خو سني مسلمان ، اوس ده ته ضروري ده چې دا شیعه هم شي ځکه چې کامیابي د علي رض په لارې راټينګولو کې ده"

ملګري مې وې چې زه حیران شوم چې یه خدایه اوس څه وکړم ما خو صرف د مسلمانۍ اوریدلي وؤ دا شیعه اؤ سني پکې لا څه وي ؟

هغه وې ما فیصله نه شوه کولی چې زه شیعه شم که سني خو بس هم داسې ازاد ژوند مې شروع کړو چې یوازې مسلمان به یم ..

ملګری راته ووې "خو وروستو چې څومره څومره وخت تیریدو دومره زما حیرانتیا سیوا کیده ، یوه ورځ مې یو مسلمان ملګری د لاسه ونیولو چې راځه دې جومات کې نمونځ کوو ، هغه راته ووې چې دې کې خو زمونږ مونځ نه کیږي"

هغه وې زه حق دق پاتې شوم چې جومات کې مو نمونځ څنګه نه کیږي؟

هغه وې ملګري نه چې مې دغه پوښتنه وکړه نو راته یې ووې "دا خو د وهابیانو جومات دی"

ما وې دا وهابیان کوم مذهب دی؟

 "روره دا ټیک خلک نه دي، دین کې یې نوې نوې خبرې د ځان نه راویستي دي"

ملګري راته ووې ماته دغلته بیا سوال راولاړ شو چې که دا وهابیان دي نو زه څه یم ؟

وې بیا راته په بله موقعه چا ووې چې دا ته کوم جومات ته نمونځ له ځې هسې ځان ستړی کوې ، نمونځ دې ورپسې نه کیږي ...

ما وې ولې دا خو مسلمانان دي کنه .

وې مسلمان خو دي خو بریلیان دي

"یه خدایه ! زه خو چې کله مسلمانیدم نو دوئ به راته وې چې په اسلام کې داخل شه ، ماته خو اوس هیڅ نه ده معلومه چې کوم اسلام ته زه راننوتی یم ، دلته خو هر مسلمان د یو خدایې ، یو قران ، یو پیغمبر منونکی دی ،خو هر یو ، یو بل ته کافر وايي اخر زما کومه لار شوه ، خپل مذهب مې هم پریښودو اؤ اوس کافر هم یم ؟؟؟"

هغه راته دا خبرې کولې اؤ ما کولمې نیولې وې د خندا نه ورته شین ووم ..

زما دغه ملګری ډیر ښه سندرغاړی هم دی ، مولانا طارق جمیل صیب یې چرته غږ اوریدلی و اؤ هغه یې په اواز مئین شوی دی.

اوس مولانا طارق جمیل زما د مګري ښه دوست جوړ شوی ، مسلسل یې خبر اخلي ، ټیلفون ورته کوي اؤ کله کله ترې په فون د سندرې اوریدو فرمائش هم کوي.

په دغه ورځ یې راته د مولانا طارق جمیل سره د خپلو خبرو ریکارډ کړی شوی یو ټیلیفوني کال هم واورولو

مولانا صیب زما ملګري نه د مهدي حسن په اواز د هغه د خوښې  د یو غزل اورولو فرمائش وکړو د کوم طرز چې زما ملګري ته یاد ؤ خو شاعري یې ورله نه ورتله ... زما ملګري ته به ددغه غزل یوه یوه استایي اؤ انتره یا سر نامه اؤ ټول شعرونه مولانا طارق جمیل صیب وریادول اؤ هغه به ورته په ترنم کې وئیل .

په وروسته کې ورته مولانا صیب بلنه ورکړه چې هغه خو لسو ورځو دپاره رائیونډ کې دی باید دی هم ورشي.

خو چې ملګري مې ورته ووې "نو رائیونډ ته په باجه اؤ دوکړو دروړلو کې خو به کومه ستونزه نه وي؟"

نو مولانا صیب له خندا شین شو ، وې دا څه کوې ما په چا وژنې څه ؟

"نو زه خو جي د باجې نه بغیر غزل نه شم وئیلی کنه"

زما ملګري مولانا صیب ته ځواب ورکړو

"بیا به داسې چل وکړو چې کله زه کلي کې یم کال به درته وکړم هلته ځان سره دوکړه، باجه راوړه ، ګپ به هم ولګوؤ اؤ موسیقي به هم انجوایی کړو"

مولانا طارق جمیل زما ملګري ته دغه تجویز ورکړو اؤ د مخه خې وئیلو نه پس کال بند شو...

ما خپل ملګري ته ووې دا دې څنګه اشنا کړی ؟

هغه وې "چې کله نوی مسلمان شوم اؤ ددې سړي تقریرونه مې واوریدل نو ډیر مې خوښ شو ، ما وې ده سره به رابطه کوم ، اخر مې پیدا کړو اؤ له نزې ورسره وغږیدم ، په ډیرو مسلو مې ترې ځان پوهه کړو"

هغه وې مولانا صیب هم راته اوله کې وې چې د موسیقۍ کار پریږده دا په اسلام کې حرامه ده ...

وې ما مولانا صیب ته ووې چې ته خو د اسلام ډیر غټ عالم یې خو کله چې د اسلام ستر پیغمبر د اخري خطبې د پاره تشریف راوړلو نو په څه کې راغلی ؤ ؟

وې مولانا صیب راته فوري وویل "په اوښه ناست ؤ اؤ خلکو ورته د هرکلي تمبلونه غږول"

ملګری مې وایي "ما مولانا صیب ته ووې چې که هغه ستر پیغمبر خطبې دپاره په اوښه راتلی شو نو ته ولې خطبې دپاره لینډ کروزر ګاډي کې راځې ؟ اؤ که تا دپاره د نوي دور سهولتونو کې اوښه په لینډ کروزر بدلیدی شي بیا ما دپاره تمبل ولې په طبله نه شي بدلیدی ؟؟؟"

وې ددې خبرې اوریدو سره راته مولانا صیب ووې ښه بس ته پریږه دا خبرې اؤ اوس راته د مهدي حسن یو ښکلی شان غزل واوروه !

-
بېرته شاته