(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چا بحران؟

[31.Aug.2015 - 16:56]

لیک: محمديار يار

تر هر څه مخکې باید په دې ښکاره واقعیت سم سرونه سره خلاص کړو چې د افغانستان ورانوونکی بحران په ۱۳۵۲ کال د چنګاښ پر ۲۶- مه د مرحوم داوود خان له کودتا سره را پیل شو.

هغه وخت چې بې ښه و بې بده د اسلامپالو په نوم د اسلامي نهضت یو شمېر غړي او مشران د افغانستان، افغاني ارزښتونو او مدني هدفونو پر ضد پاکستان ته وتښتېدل، د پاکستان استخباراتي دستګاه یي خپله پناګاه وبلله، د ذوالفقار علي بوټو د افغان ضد ذوالفقار سیوری یې ظل الله وګاڼه او له هغه ځایه یې د افغانستان پر ضد داسې تخریبي فعالیتونه پیل کړل چې زموږ تر زمانې او تر ننه یې ویجاړوونکي موجونه نه یوازې کښېنستلي نه دي چې لا خونړي شوي دي او دا به نو د هر چا خپل د عقلانیت و بصیرت بحران وي چې زموږ د ټولنیز تاریخ دا ترخه رښتیا ورته د درک وړ نه وي.

دا توپاني بحران د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷- مې له کودتا سره اوج ته ورسېد؛ په ۱۳۷۱ کې د ثور پر ۸- مه یې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب سره یو بل لا تخریبي پړاو را پیل او د ۱۳۷۳ کال د عقرب پر ۱۳- مه د طالبانو د اسلامي تحریک له ایجاد یا په اصطلاح د کندهار له فتحې سره خپلې لوړې څوکې ته وخوت؛ په ۱۳۸۰ کال کې یې، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په راتګ او د حامد کرزي په نړیواله کچه بدنام و فاسد ۱۳- کلن حکومت سره، یوه نوې او لاپېچلې بڼه غوره کړه چې تر ننه یې په مد و جذر کې د افغان انسان ژوند خورا سخت ناآرامه دی.

زه چې اوس د افغانستان د ملي وحدت حکومت او روان بحران په باب د یو شمېر مبصرینو تبصرې و تحلیلونه لولم یا اورم نو د تعجب د جګ غره و سر ته خېژم ځکه:

یو خو دغه منتقدین اکثره یې هغه کسان دي چې خپله د همدغه بحران د ایجاد، تجدد او جریان ورکولو مجریان او مبتکران دي؛ زه باور لرم چې یو انسان مطلق بې وجدانه کېدای نه شي، نو دلته حیرانېږم چې څنګه له خپل آن ذره قدري وجدانه هم نه شرمېږي چې پلانا و ډینګا ته د بحران د عاملینو په توګه د ملامتۍ خوله ور اچوي.

دويم دا چې یو شمېر دغه کم نظره د نظر خاوندان داسې ښیي لکه تر ملي وحدت حکومت مخکې چې خیر و خیریت وو، نه د کرزي مغرضې و مضرې مهرې فعالې وې، نه په سراسر افغانستان کې د طالباني ټروریزم تروم وهل کېده، نه جهادي جنایات په اوج کې ول او نه هم د داوود خان د سپینې کودتا دردوونکيو نتایجو ټول وطن په هر اړخیزه توګه فلج کړی وو؛ بس هر څه ګواکې د ۱۳۹۳ کال له مېزان سره بې توازونه شول او د بحران ببره لکۍ یوازې د ملي وحدت حکومت په شا پورې ورتړي چې دا نه انصاف دی، نه منطق او نه هم عاقلانه چلن.

وايي له واورې چې څومره ږغېږې هغومره سړه ده؛ روان بحران چې څومره یې فکر کېدای شي هغومره ژور دی، اما ډېری هغه وګړي چې په دې باب یې د چیغو له سببه آسمان سمه ورځ نه لري؛ دوی د وطن او ملت له غمه نه دي مړه، دوی ته د افغان انسان اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي بحران، بحران نه ایسي او نه یې په کیسه کې دي، دوی ته آن دا ولسي غمیزه د شخصي ګټو د تضمین یو غوره فرصت دی او همدا اوس- اوس هم د خپلو ناروا مفاداتو د تداوم لپاره له همدغې فاجعې څخه د یوې زبردسته وسیلې په توګه کار اخلي؛ دوی یوازې ګواښ دا ګڼې چې د دوی د غلا و غصب، رشوت و خیانت او فسق و فساد زمینه کمزورې شوې ده.

ما څه وخت پخوا د دغسې کسانو په یوه جالب مجلس کې چې د بحران غم یې ژړل، یوه ګله نخبګانو، مدني فعالانو، ژورنالستانو او سیاسي کارکنانو ته مخامخ او چې رشتیا شي په پوره احساساتي انداز وویل چې اصلاً تاسې ته چوکۍ و امتیازات نه دي رسېدلي. پرونۍ د خارجي موسساتو، مفتو او بې پرسه و بې بازخواسته پروژو په پېخر پیسې مو له لاسه وتې، ځکه د ژور بحران احساس کوئ، که نه نو که رشتیا د خلکو د تکلیف درد در سره وي، نو واقعیت دا دی چې ستاسې دغه ډول مجالس مشکلات نور هم پېچلي او غښتلي کوي په دې دلیل چې تاسې په دغه ډول تخریبي بانډارو سره نور هم ملت مایوسه کوئ، نظام، چې یو ملي ارزښت دی، کمزوری کوئ او ټروریزم و نیابتې جګړې ته مفته ځمکه هواروئ او دا د افغانستان و افغان انسان سره تر ټولو لوی ظلم دی؛ په دې توګه مې د بحران په باب د دوی ناسته ور بحراني کړه او ځنې ولاړم؛ د دغې جلسې بشپړ راپور به پر خپل وخت او ضرورت مهال خپل نسل ته وړاندې کړم. ـ سرخط ـ

 

-
بېرته شاته