(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان لاره د نن ضرورت

[31.Aug.2015 - 17:44]

لیک: اصغر خان اڅكزى

د بهرام خان په كور كښې چې كله باچا خان سترګې رڼې كړې نو هغه يوه خوشحاله او اسوده كورنۍ وه، د دستور او رواج په بنسټ د ښۀ او ارام ژوند خاوندان خلګ وو. د دې كورنۍ خپل د خانۍ او معتبرۍ هغه ټول لوازمات سالم وو. بهرام خان چې په خپله يو ډېر لوئې مشر او خان ؤ. د علاقې په خلګو كښې ئې عزت او احترام موجود ؤ. لېكن چې كله باچا خان په ښۀ او بد پوهيږي او د هغۀ شعور وسعت پيدا كوي نو د يو عجبه صورت حال سره مخامخ كيږي. هغه د روانو رواجونو او په معاشره كښې بدي، دښمني، د غريب او امير تر مينځه توپير او تر ټولو زيات د وخت سركار چې كومه رويه د خلګو په باره كښې خپله كړې وه هغه خان عبدالغفار خان ته هيڅكله منظوره نۀ شوه، د خان عبدالغفار خان مخالف دومره ډېر شول چې يوه ورځ انګرېز سركار د هغۀ پلار ته ووئېل چې دا ستا زوئ پوه كړه چې دا كوم څۀ دى كوي، دا دې پرېږدي، د هغۀ پلار بهرام خان باچاخان راغواړي او د انګرېز سركار دا فرمان ورته بيانوي چې دا د خلګو سره ليدنه كتنه دي قطع كړه، خپل كار سره كار لره او داسې ئې نورې ډېرې خبرې ورته وكړې نو باچاخان ورته په جواب كښې وائي چې ټهيك ده، كه صبا له انګرېز سامراج ووئېل تاسو لمونځ پرېږدئ نو مونږ به ئې پرېږدو؟ نو پلار په جواب كښې ورته ووئېل: نا، هيڅكله نا، نو باچا خان ورته وائي چې زۀ د خلګو د حق دپاره خبره كوم، زۀ څۀ ګناه يا بل غلط كار خو نۀ كوم. پلار ورته وائي چې: "ځه زويه چې څۀ كوې هغه ښۀ كوې.

باچا خان د يوې كلكې او پخې عقيدې سړى ؤ او يو باعمله انسان ؤ، هغۀ چې كله د خپل قام حال وكوت نو ډېر زيات پرې خفه ؤ. تربورګلوي، دښمني، ناپوهي او جهالت ډېره وده په كښې كړې وه. چې د تباهۍ او بربادۍ نه علاوه بل هيڅ نتيجه نۀ وه، نو ئې فيصله وكړه چې پښتون له ټوپكه خلاص كړي او د قلم خاوند ئې كړي. په دې كار كښې د پردو نه علاوه خپلو هم ډېر اعتراض كولو، شايد چې نن هم ډېر خلګ نورې رائې پرې وركوي خو باچاخان په خپل عزم كښې دومره سوچه ؤ چې هيڅ يو تخريب ئې د لارې خنډ نۀ شو.

عدم تشدد يوه داسې فلسفه وه چې د پښتنو پر ژوند ئې ډېر زيات اثر واچولو، پښتون قام چې د دنګو غرو په لمن كښې مېشته ؤ. د توپك سره ئې مينه په خمير كښې اخښلې  وه، داسې قام د عدم تشدد دومره اشنا كول يقيناً اسان كار نۀ ؤ خو هغۀ په خپل اخلاص او د قام سره د مينې په درلود دا ګران كار په عمل ثابت كړ، د همدې فلسفې له وجې د انګرېز سامراج باچاهي ونړېده او انګرېز په دې ملك څخه لاړ، راشئ نن په دې وږغېږو چې د باچا خان د فلسفې په ننني حالاتو كښې څومره ارزښت شته.

عدم تشدد نۀ صرف دا وخت د پښتنو ضرورت دى بلكې نړۍ ټوله نن د امن طلبګاره ده هغه ترقي يافته ملكونه چې د توپ او توپنګ جهازونه او نورې جديد ټيكنالوجي څخه ورك دي چې څۀ وغواړي نو پرې پره ده، زورور ملكونه او قامونه ټول په دې نتيجه رسېدلي دي چې نړۍ او قامونه كه چرې يو د بل حقوق، يو د بل په دننه معاملاتو كښې د لاس وهنې غندنه، عدم تشدد لاره خپله نۀ كړي نو دا ټوله ترقي چې شوې ده، دا ټوله بې كاره او بې سوده ده. ځكه چې امن نۀ وي، تحفظ نۀ وي نو نۀ يكي يواځې سړى او نۀ ټولنه او نۀ ملكونه په ارام ژوند تېروى شي، نو اوس چې مونږ ورته ګورو نو د باچا خان د امن فلسفه له نن څخه 90 كاله مخكښې باچاخان كوم ضرورت محسوس كړى ؤ څومره دور اندېشي او ژورتيا په كښې ليدل كيږي.

په دې كښې شك نۀ شته چې د پښتنو ټولنه هر وخت د ملي اتلانو بغېر نۀ ده پاته شوې خو د باچاخان د تحريك دا يو خصوصيت خپل امتياز لري، هغه دا چې باچا خان يو باقاعده تنظيم او تنظيمي بڼه وركړه چې تراوسه پورې خپل تسلسل لري، دا د تنظيم بركت دى، چې د باچاخان دا تحريك نن څلورم نسل ته حواله كيږي، پروني تحريكونه به د هغه ملي اتل سره ضم شو، ولې د باچا خان تحريك نن نور هم پراخ شوى دى.

باچاخان چې په يوۀ وخت د دې ټولو قوتونو سره په جنګ ؤ، بيا هغه كوم شى ؤ چې باچاخان ئې واقعي باچاخان كړو، هغه دا چې باچاخان سره مضبوط عزم ؤ، فلسفه وه او اخلاص ؤ، باعمله انسان ؤ. د خپل ژوند 33 كاله ئې د زندان نظر كړو، نو چې حساب ئې وركړى نو هره درېمه ورځ هره درېمه هنځر ئې د زندان نظر كړو، صرف او صرف د قام په خاطر هغه ذكر شي، هم نور نمائش مخه ډېر لرې ؤ. خدمت كاوۀ او صرف او صرف خدمت، پښتۍ ماتې، پښې په وينو كښې رنګ، سر سر تور، وهل ټكول، خو بيا هم خدمت او صرف خدمت جاري ساتل واخلي اسانه كار نۀ ؤ، هغه د حمزه بابا خبره چې:

سلسله د نبوت كه ختم نۀ واى
پېغمبر د پښتنو به باچاخان واى

د باچاخان ژوند دومره زياته پراختيا لري چې په يو معين وخت كښې څۀ پرې  ليكل يا پرې وئېل انتهائي ګران كار دى. چې هر اړخ ئې څېړې نو د قلم سياهي  به ختم شي، د كاغذو مخونه به ختم نۀ شي، خو د باچاخان ځانګړتياوې به ختم نۀ شي هغه د پښتو ټپه ده چې:

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
جولۍ مي تنګه زۀ به كوم  كوم ټولومه

باچاخان او زمونږ نورو ملي اتلانو خو پر خپل وخت خپله مبارزه، جدوجهد، ننګ و غيرت قامي لاره نۀ صرف ښكاره كړه بلكې په هغه لاره كښې پراتۀ اغزي ئې په خپلو پښو پورې يووړل. منزل او هدف ښكاره دى، و منزل ته د رسېدو لاره هم نېغه ده، بس اوس خپل  منزل ګټل دى، خپل دوست او دښمن پېژندل دى. خپلو كښې اتفاق او اتحاد راوستل دي، د پرديو له شره څخه ځان ساتل دى، هغه څۀ كول دي چې د قام په كښې ګټه وي. د  سود او زيان ترازو د ځان په حواله نۀ د قام پر حواله مخې ته اېښوول دي، نن مونږ د ډېرې ستومانۍ، درپدري، پس په دې ملك كښې قامي تشخص ترلاسه كړى دى.پښتونخوا نن د نړۍ پر افق راښكاره شوې ده، دا پښتونخوا ابادول غواړي، دا  پښتونخوا د ګلونو ډكول غواړي، د پښتونخوا د دنګو غرونو سرونه، د پښتونخوا ټول ملي اننات را ټولېدل په كار دى. له كومې وجې چې زمونږ قام پېژندنه د نړۍ پر افق ځليږي، نن باچاخان په مونږ كښې نۀ شته، خو د هغۀ د لارې پلويان په زرګونو، لكهونو ژوندي دي او د باچاخان د لارې څارندوئ دي.

نن كه مونږ د خپلو هغو ملي اتلانو ورځ لمانځل په دې نيت ولمانځو چې مونږ په عملي توګه د هغو اتلانو د ارمانو تكميل خپل ملي او قامي هدف ګڼو، نو هيڅ وجه به نۀ وي چې مونږ خپل منزل نۀ ومومو. يو شى ضرورت هغه ؤ چې قامي يووالى، هر پښتون افغان به د خپلې حصې مبارزه كوي، كه هغه د ادب د لارې وي، كه د سياست د لارې وي او كه په عملي ژوند كښې د تعليم، صحت غرض دا چې هر څوك به په خپل خپل مېدان كښې د پښتون افغان درد نۀ صرف لري بلكې د قامي تحريك دپاره په عملي توګه وخت باسي، او دې ځپلي اولس به خپله ملي  فريضه ګڼي، خداى پاك دې وكړي چې د پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون مخ ته هم داسې سيمنارونه ترتيب كړي او زمونږ ملي اتلان و نوي نسل ته وروښيي، زۀ به د باچاخان هغه قول رانقل كړم چې وائي: "چې په خدمت كښې اختلاف نۀ شته، اختلاف د خود غرضي علامت دى، لهٰذا مونږ له په كار دى چې قامي خدمت ته ملا وتړو.

-
بېرته شاته