Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[02.Jul.2019 - 18:38]که دا ستا سترګې راوجارباسم ځان ته
له ښادۍ به نور شا کړم وَجهان ته
.
یو زمان مې که دا ستا لیدل نصیب شي
نور به سترګې پورته نه کړم ګلستان ته
.
طبیبان دې خپل دارو ورڅخه کېږدي
تا ویشتلی مینه نه کا وَ درمان ته
.
کفرستان د شاه د تورو زلفو ګوره
چې په څه رنګه تاوېږي وَایمان ته
.
چې په ما باندې تېرېږي ستا په عشق کې
خدای دې هسې حال پېښ نه کا مسلمان ته
.
په جورا بورا به هم نه کا وتنه
عاشقان کله خالي دي وَسهمان ته
.
اول ښه شهپر پیدا د الوتو کړه
بیا له پسه الواته کړه وَاسمان ته
.
په فراق د ښو یارانو چې ډېر ژاړم
دواړه سترګې مې پېغور کا وَباران ته
.
چې په خپله افغاني ژبه نادان دی
په تورکي خبرې څه وایې افغان ته
.
ما یې دواړه شونډې بیا موندې په کور کې
نور دې لالونو لره درومي بدخشان ته
.
هغه شونډې چې ځایي بې پانو سرې دي
هغه شونډې څه حاجت لري وَپان ته
.
له خوشاله یې بهرام غوندې پیدا کړ
دم واهه نه شي، څوک څه وایي یزدان ته
.
.
درمان = ۱) درملنه، دارو درمل، دوايي، علاج ۲) معالج، ډاکټر، علاج کوونکی، حکيم، طبيب
جورا بورا = هغه خوا دې خوا
سهمان = د سهم ډېرګړی (جمع)، سهم لکه ۱) وېره، خوف ۲) برخه، ونډه
یزدان = خدای پاک، لوی څښتن
ارمغان خوشال .مخ ۳۴۴
خوشال خټک