پښتونستان له کومه شو؟
[01.Sep.2015 - 05:18]لیک : استاد حبيب الله رفيع
په ۱۱۶۰لېږديز سپوږميز کال کې چې احمد شاه بابا له شېر سرخ څخه د قومي مشرانو د جرګې له لارې قدرت ته ورسول شو، ده تر هر څه وړاندې پر خپل هېواد ګوتې ووهلې او د دې هېواد سياسي پولې يې د هغه له طبيعي پولو سره برابرې کړې او بيا يې لويه امپراتوري جوړه کړه.
کله چې انګرېزانو د شرقي هند تجاري کمپنۍ په نامه هند ته په پټه وسلې راوړې او هندوستان يې په غدر او خيانت لاندې کړ، ډېر ژر د افغانستان دې طبيعي پولې ته هم را ورسېدل، دوی د خنلې له لارې د دې هېواد د نيولو زړه و نه کړ؛ نو د سيمې له لارې يې د دغو هېوادونو د نيولو منصوبه جوړه کړه.
دا وخت پر پنجاب د رنجېت سينګهـ واکمني وه او د افغانستان تښتېدلي پاچا شاه شجاع هم ده ته پنا ور وړې وه. هندي نماينده مکناټن له شاه شجاع سره غوږونه وجنګول او ورته و يې ويل:
د افغانستان حکومت ستا د نيکه احمدشاه ميراث دی، موږ او سکهان به له تا سره ملګري شو چې بېرته دې خپل تخت ته ورسوو؛ خو ته به هم ژمنه کوې چې د خپل هېواد يو شمېر ختيځې سيمې سکهانو ته ورکړې.
ده ومنله او په ۱۸۳۸ کال د مخلوع شاه شجاع، رنجيت سينګهـ او مکناټن تر منځ د لاهور درې ګوټيز تړون وشو او د همدې تړون له مخې په ۱۸۳۹ کال د انګرېزانو او سکهانو ګډې لښکرې پر افغانستان د خيبر او بولان له لارې را واوښتې. لومړی يې شاه شجاع په کندهار کې پر تخت کښېناوه او بيا يې په کابل کې پاچا کړ؛ خو داسې تش په نامه پاچا چې پر هېواد واکمني مکناټن کوله.
د انګرېزانو واکمني افغانانو نه شوای منلای؛ نو پر دې اساس د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ولاړېدنې وشوې، څو د ۱۸۴۱ کال د نومبر د دويمې نېټې د کابل پاڅون د انګرېزانو ښکيلاکي ځواک مات کړ او مکناټن يې داسې وواژه چې په فارسي يې کوکې وهلې :«از برای خدا مرا چرا میکشید، مه چه کرده ام؟»
انګرېزان تر درنو تلفاتو وروسته د اوولس زره لښکر په وژل کېدلو سره مات شول، خو يوه برخه يې شرقي هند سيمې د لوی افغانستان له وجوده بېلې شوې.
انګرېزانو شپږ دېرش کاله تياری وکړ او په ۱۸۷۸ کال يې يو ځل بيا پر افغانستان تېری وکړ او به يوه بل ګوډاګي پاچا يعقوب خان سره يې د ګندمک تړون وکړ او د هېواد يو شمېر جنوبي سيمې لکه ژوب، پښين، کوټه او نور يې د افغانستان له وجوده بېل کړل؛ خو په ميوند کې يې د دوولس زره لښکر په له لاسه ورکولو سره، بيا له افغانستانه د تېښتې لاره ونيوله او بيا يې هم د هېواد جنوبي سيمې ورسره بېلې کړې.
په درېيم ځل يې امير عبدالرحمن د تحت الحمايه پاچا په توګه پر تخت کښېناوه او د ډېورنډ د مفاهمې له مخې يې د هېواد نورې سيمې هم بېلې کړې او موجوده افغانستان را منځ ته شو.
په دې ترتيب د پښتونستان موضوع د افغانستان له وجوده د خاورو له بېلېدلو سره را پيل شوه او د کرښې دواړو غاړو افغانانو د بېلو شويو سيمو د سره بېرته يو ځای کولو مبارزې روانې وساتلې.
انګرېزانو په دې هم بسنه و نه کړه. کله چې په ۱۹۴۷ کال له هندوستانه وتل، نو د افغانستان بېلې کړې خاورې يې پاکستان ته وسپارلې او د هند او پاکستان په نامه يې تش په نامه ريفرانډوم وکړ.
د پښتونستان مشرانو د بنو په جرګه کې دا ريفرانډوم رد کړ او رډ ځواب يې ورکړ چې موږ نه هندوستان غواړو نه پاکستان، بلکې خپل ازاد هېواد غواړو.
نو په دې ترتيب پښتونستان د لوی افغانستان په لمن کې را منځ ته شو او تر څو چې د روغ افغانستان زخمي وجود رغېدلی نه وي، تر هغې به د پښتونستان مبارزه روانه وي.
زموږ په هېواد کې اوس يو شمېر له پردو سره تړلي او د پردو په ناړو لړلي کسان پيدا شوي او په وطنفروشانه ډول وايي چې موږ تر کرښه ها خوا، يوه لوېشت خاوره هم حق نه لرو؛ خو دا هغه وطنفروشان دي چې يو وخت يې په روس هېواد خرڅ کړی و، بيا يې ايران او اوس يې له پاکستان سره غوږونه جنګولي دي:
د وطن د خرڅوونکيو مرګ روا دی
که پلورلی يې په روبل، که په ډالر دی
د افغان په پاک هېواد کې يې ځای نه شته
که د سره دی، که د تور ښکېلاک نوکر دی