دفخرافغان ځانګړنې
[03.Sep.2015 - 17:32]لیک: پروفيسر صادق ژړك
فخر افغان باچاخان په داسې دور ه كښې دې نړۍ ته سترګي وغړولې. چې پرنګي سامراج د خپلو شومو هدفونو دپاره د افغان وطن دو ېشلو وس تر لاسه کړ، باچاخان چې څنګه ځوان شو. د پښتون قام د ښېګړي دپاره ئې د هجرت په غورځنګ كښې په زړه پورې برخه واخيسته، کابل ته ئې هجرت وکړ، بېرته راستون شو، د انجمن اصلاحِ افاغنه تيږه ئې کښېښوده، ترڅه کلونو وروسته ئې افغان جرګه جوړه کړه. ورسره سم ئې پښتون رساله خپره کړه. او يو کال وروسته ئې د خدائي خدمتګار تحريک بنسټ کښېښود او په دغو ګړنديو ګامونو ئې د پښتون قام د تل پاته مبارزې په لاره كښې داسې روڼ او بل مشالونه کښېښود، چې د تاريخ د يوه اوږده پړاو پښتني بهيريې پر پله ګامونه کښېښوده. او د زمان دامام په ارزښت ئې ومانه. دې نوموړي مبارز دا ټول کارونه په داسې شرايطو يا چاپېريال كښې ترسره کړل، چې تر ده وړاندې په پښتني ټولنه كښې هيڅ داسې غورځنګ نه تر سترګو کېږي. يوازي او يوازي ديني مدرسې او جوماتونه وو چې د وخت د سامراج پر ضد به تبليغات پکښي کېدل. باچا خان لومړنی سړی دی چې د جومات او هوجرې د تړون له لاري ئې په پښتنو كښې د قامي شعور د رابر سېره کولو دپاره د نوي پښتون قامي غورځنګ بنسټ کښېښود. ځانګړتيا ئې ځکه په برخه سوه، چې د باچاخان خيال چې د دغه تحريک يا غورځنګ له لاري د پښتون قام د ژوند دتل پاته مبارزې لاره وهله، هغه فکر ته ټول پښتون اولس ځکه ګوته په غاښ پاته وو. چې د چاسد نه په رسېدی. او که په رسېدی هم نو په دې تياره او اغزن چاپېريال كښې لاري وهلو باچاخاني عزم او پخه اراده غوښته. چې له تنکۍ ځوانۍ څخه د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې تر خپل ځان غوښتني او ځاني خواهشاتو ئې د باچاخان په څېر تېرېدل غوښتل. د حضرت باچاخان په اړه تر اوسه پورې ډېری کتابونه ليکل شوي او تر چاپه رسېدلي دي. پي ايچ ډي ډګرۍ ورباندي شوي او کېږي. څېړني ورباندي شوي او کېږي. د پښتو ژبي په ملتيا د نړۍ پر مخ تللو ژبو كښې ئې د ډېرو نوموړو ليکوالو او سياست پوهانو پام ځان ته اړولی او په درنښت ئې منونکي دي، خو زۀ دلته په خپل انداز د درانه فخرافغان باچاخان ځيني ځانګړني (خصوصيات) وړاندې کوم چې په برکت ئې باچاخان د ستر انسان نوم ګټلی دی. لوئ څښتن دي وکړي چې ستا سو د پام وړوګرځي. د پښتو مشهوره ټپه ده چي:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مي تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
باچا خان د نوي قامي غورځنګ بنسټ اېښودونکی
"خان عبدالغفار خان نهايت ساده او بې ساخته پښتون دی، خورا ټينګ ارادي قوت لري کوم کار ته چې ئې اراده وکړه بيا هيڅ شی د دۀ د ارادې مانع کېدلى نه شي، خړ څادر، څپلۍ په پښو، خړ د خمتا کالي اغوستي او لڅ سر د قوم په خدمت لګيا او خپل ژوند ئې په دې لاره كښې وقف کړی دی، بيکاري مطلق د حيوانيت نښه بولي." (عبدالروف بینوا)
سهاک، يما او کنيشکا چې د پښتنو لرغوني پاچهان تېر شوي دي، له هغې دورې څخه ئې رانيولې بيا تر ننه پورې چې په منځ كښې د زرګونو کلونو واټن تېر شوی دی. نو يوه لازمي خبره ده چې په دې جريان كښې به ارومرو پر بېلابېلو وختونو د قام د ښېګړي دپاره غورځنګونه راپورته سوي او ځلېدلي وي او دي چې هر يو پر خپل ځای په خپل وخت كښې د ډېر زيات ارزښت وړدي. نزدې څو پېړۍ وړاندې روښاني پاڅون چې مشر ئې بايزيدروښان چې په خپل وخت كښې ئې د قام په ويښتابه كښې فعال کردار ادا کړی دی. تر دوی را وروسته هوتکي پاڅون چې لومړنی مشر ئې ميرويس خان دی د دۀ د مېړاني او قربانيو له جوري ټول افغانان د ميرويس نيکه په نامه ورته قايل دي. تر دوی وروسته ستر خوشال خټک چې د افغان نېشنليزم بنسټ ئې په شعوري توګه کښېښود، بيا را وروسته احمد شاهي پاڅون دی چې د اوسني ازاد افغانستان او مقبوضه افغانستان(دپاکستان افغاني سيمي) بنسټ کښېښود، له هري لوري ئې د افغان وطن تاريخي پولي يو ځل بيا تازه کړې. خوڅلور پېړۍ وړاندې چې خوشال خان خټک چې د پښتو او پښتنو يو ستر مبارز تېر شوی دی د پښتون نېشنلزم درس ئې مونږ ته راکړئ دی مګر له بده مرغه د دغه نېشنلزم دپلي کولو دپاره هغه وخت د يوتنظيم چوکاټ ورنه کړل شو، کنې نن هم پښتون نېشنلزم د خوشال خټک له شاعرۍ او فکر څخه تومنه اخلي خو بيا را وروسته چې افغان وطن پرنګی سامراج د خپلو مفاداتو دپاره ټوټې کوي نو په دې کلونو كښې ستر څښتن د عبدالغفار په نامه يو کوچنی پر افغانانو لوروي. چې دغه عبدالغفار بيا په باچاخان، فخر افغان او ډول ډول نومونو شهرت موندي. بيا دغه فخر افغان باچاخان د پښتنو دپاره په لومړي سر كښې د افغاني ټولني د سموني دپاره د “انجمن اصلاحِ افاغنه” بنسټ ږدي بيا “افغان جرګه” جوړوي او “پښتون” رساله راباسي او بيا د “خدائي خدمتګار تحريک” يو منظم سياسي، فلاحي او سماجي ګوند راپيل کوي په کړنو كښې ئې تر ټولو ستره کارنامه داده چې په اولسي کچه په پښتنو كښې ډېری ازادي مدرسې (سکولونه) پيلوي. پښتنو ته يوه منظمه تګلاره ورټاکي او باچاخان چې د کومي ټولني تصور ورکوي تر ټولو لومړی هغه پر ځان عملي کوي، بيا ئې قام ته په ګوته کوي چې بايد داسې کارونه وشي چې افغاني ټولنه له دې دومره ستر غوبل څخه راوباسي او پر سمه لاره ئې نېغه کړي، باچاخان د افغاني ټولني دپاره يوه داسې شمع بله کړه چې اوس تر سلو کالو اوړي خودغه شمع چې مړه يا تته شي نوره هم رڼه شوې ده او رڼا ئې لږ شوې نه ده، د دې تر ټولو ستره وجه دا ده چې باچاخان د ملګرو په ملاتړ هغه بنسټيز کارونه وکړل، چې په اولسي کچه ئې د پښتون څرګند تاريخ خو پرېږده په نوره نړۍ كښې ئې هم بېلګه نه شي موندل کېدلى، په دې باب روسی ليکوال ګيورکي فيدو روويچ ګېرس کاږي:
"خان عبدالغفار په حقيقت كښې د نوو اجتماعي ګروپونو د ليبرالي زمکوالو او د ځوانو پښتنو منورينو د ګټو څرګندوی او د دغو مختلفو قشرونو لارښود او مشر وو، د سيمي د مختلفو طبقاتو په منځ كښې د دۀ شهرت او محبوبيت ورځ په ورځ زياتېده او ډېر ژر د پښتنو د آزادۍ د حرکت يو عام مقبول ليډر وګرځيد، په هغه سخت وخت كښې چې استعمار چيانو د خان عبدالغفار په وطنوالو تېری او ظلم کاوه او څوک ئې جلسو او ميټنګونو ته نه پرېښودل. ده د تعليم او روزني لاره غوره کړه او د دۀ په عقيده په هغه وخت كښې دا د کيڼ فعاليت يواځنيۍ قانوني او امکاني لار وه، د قوتونو په منځ كښې د دښمنۍ د لري کولو او د اولس د پوهولو او تنويرولو دپاره د دۀ په ابتکار په پېښور كښې په ۱۹۲۱م کال كښې د “انجمن اصلاحِ افاغنه” په نوم موسسه او سازمان جوړ شو. څو مياشتي وروسته د دغه سازمان له خوا لرو پښتنو او آزادو قبايلو كښې يوه سلسله تعليمي مرکزونه منځته راغلل."(۱)
د باچاخان د مبارزې او غورځنګ په باب يو بل ليکوال ليکي:
"د نورو ملګرو په ملتيا هغه پښتون جرګه جوړه کړه (دغه جرګه د افغان جرګې په نامه وه، ص ژړک) دغه جرګې په ښووني او سياسي مسايلو دتمرکز دپاره يوه ټولنه درلوده، په دغه نوې ټولنه كښې زياتره برخه وال د غفار خان لخوا د جوړوشويو ښوونځيو فارغ شوي وو او نور ئې د ډېر وخت ملګري وو، پښتون جرګې يوه مجله چې پښتون نومېدله، خپرول پيل کړل. نوي تنظيم زور پيدا کړو او په ۱۹۲۹م کال كښې ئې د رضاکارو يوه نوې ډلګۍ جوړه کړه چې د خدائي خدمتګار په نامه يادېدله، دغه ګروپ د پښتنو تر ټولو منظم او باکفايته ګروپ وو او وروسته د برطانييې نه د آزادۍ دلاسته راوړولو دپاره تر ټولو منظم د عدم تشدد پوځ وو."(۲)
باچاخان تل په دې هڅه كښې وو چې خپل قام په جديدو علومو وپوښي او د سيالو قامونو په کتار كښې ئې ودروي، ده په دې لار كښې ډېر څه کړي که په ژورتيا كښې ولاړ شو نو دلۍ دلۍ کتابونه پرې ليکل کېدای شي. خو دلته يو څو کرښي د يوه ليکوال راوړم چې دا ځيني جوتېږي چې په سر درياب کېمپ او نورو کېمپونو كښې بابا پښتون قام په څه ډول روزولو ته اماده کړی وو:
"د عمومي روزنيزو کورسونو (کوم چې د خدائي خدمتګارو د ټريننګ له پروګرام نه جدا وو) د غونډو او د جامو اوبدلو دپاره يوه لويه خيمه جوړه شوې وه. دلته به دوی خپل معمول پوځي ډوله مشقونه کول. يوه بله خيمه د مسجد، کلينک او د ډيپو په توګه کارول کېده. د خدائي خدمتګارو په ورځنيو چارو كښې پوځي مشقونه، جسمي تمرينونه او د اوږدو اعتصابونو او پياده مارش کولو ته د تيارۍ دپاره منډي وهل شامل وو، له دې پرته دوی د عدم تشدد په تحريکونو (خدائي خدمتګارو ته ځانګړې توجه کولوسره) درسونه او د مالوچو د تار جوړولو او مېچني په مټ له غنمو د وړو جوړولو د تدريس صنفونه جوړېدل."(۳)
باچا خان چې کله د نوي پښتون قامي غورځنګ بنسټ ايښودلو نو ئې لومړی له ځان سره پرېکړه کړې وه، چې په دې لاره كښې به له هر ډول قربانۍ څخه ځان نه ژغورم، باچاخان په خپل ژوند كښې نه يواځي د خارجي دښمنانو له خوا و ځورول شو بلکې داخلي تالۍ څټو هم باچاخان په آرامه د قام روزني ته نه پرېښودلو، خو دی بيا هم لکه د خېبر غر کلک ورته ولاړ وو. په دې اړه اروښاد عبدالروف بېنوا داسې کاږي:
"خان عبدالغفار خان نهايت ساده او بې ساخته پښتون دی، خورا ټينګ ارادي قوت لري کوم کار ته چې ئې اراده وکړه بيا هيڅ شی د دۀ د ارادې مانع کېدلى نه شي، خړ څادر، څپلۍ په پښو، خړ د خمتا کالي اغوستي او لڅ سر د قوم په خدمت لګيا او خپل ژوند ئې په دې لاره كښې وقف کړی دی، بيکاري مطلق د حيوانيت نښه بولي."(۴)
د دې ستر او لوړ سوچ او فکر تر شايو ډېر ستر ذهن شتون درلود او د دې سوچ او فکر تر څنګ يو ستر عزم او پخه اراده هم ورسره ملګرې او له دې ستر انساني فکر او پولادي عزم تر څنګ د ملګرو په لوړه کچه روزل او په خپل عمل دا ورته جوتول چې دغه زمونږ يوه قامي فريضه ده او وئېل به ئې چې نه به زۀ پر چا احسان کوم او نه به تاسو پر ما احسان کوئ، بلکې دا زمونږ د ټولو قامي او ملي فريضه ده چې د خپل افغان قام او افغاني خاوري پر مونږ پور ده. نو مونږ بايد د دې مور پور ادا کړو او د مور د پيو پر ځای ژوند بايد د خپلي مور او د هغې د بچيانو په چوپړ (خدمت)کښي تېر کړو دغه ستر انساني او ټولنيز فکر وو، چې په افغاني ټولنه كښې ئې انقلاب راووست. ځينو خلګو ته نن هم دا سوال پيدا کېږي چې مونږ تر اوسه څه لاس له راوړي دي، دغه يوه لاس ته راوړنه ئې بېخي ډېره زياته ده چې په افغاني خاوره كښې چې دا دومره لوی غوبل چې د نړېوالو قوتونو له خوا زمونږ پر خاوره راتپل شوی وو او تر اوسه پورې دوام لري دا د دې تحريک برکت دی چې پښتون قام لا د نړۍ پر مخ ژوندی دی، ژوندی څه چې په دې خونړيو حالاتو كښې هم دپر مختګ پر لور ګامونه اخلي دا ستره ځانګړنه او کريډيټ باچاخان ته رسېږي چې دې نابغه شخصيت پر خپل وخت او پر ځای د نوي پښتون قامي غورځنګ بنسټ کښېښود، چې پښتانۀ ئې تر اوسه پورې ميوه خوري زما د دې پر ځای دعوې دپاره به مونږ او تاسو د مخ په پاڼو كښې ولولو چې د دې ستر شخصيت څومره ځانګړني په برخه وې دغه ټولي ځانګړني نوموړي په خپل همت، مېړانه، پولادي عزم او ستر فکر په دولت په خپل ژوند كښې تر لاسه کړي وې.
باچا خان د يوه تنظيم هم مشر پاته نه شو
"په خدمت كښې اختلا ف نه راځي، اختلاف د خود غرضۍ نه پيدا کيږي"(باچاخان)
د باچا خان د ژوند يوه ستره ځانګړنه داوه چې ده که د “انجمن اصلاحِ افاغنه” بنسټ کښېښود که د “افغان جرګې” او که ئې د “خدائي خدمتګار تحريک” بنسټ کښېښود، خو ده به مشري ملګرو له ورکوله، که څه هم سوچ او فکر د دۀ وو، چې دغه تنظيمونه ئې جوړ کړل، خو مشرۍ به ئې ملګرو ته سپارلې. د”انجمن اصلاحِ افاغنه” لومړی صدر عبدالغفار د چارسدې وو. که څه هم نومونه ئې يو ډول وو خو د غه عبدالغفار د چارسدې د عبدالغفار په نامه مشهور وو. په دې اړه باچاخان په خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” كښې ليکي:
"مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او په كښې د قام ولۍ د ميني او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاح افاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړی وو، د دې انجمن ممبران دا کسان وو:
۱.محمد عباس خان۲.صدر عبدالغفار خان (دواړه د اتمانزو)
۳.حاجي محمد اکرم خان د خان مای۴.جمعدار نور محمد خان د ترنګزو ۵.محمد زرين خان د ترنګزو۶. عبدالاکبر خان د عمر زو ۷. غلام محي الدين خان ۸. فخر قوم ميا صاحب ۹.ميا جعفر شاه د زيارت ۱۰ فضل اکرم د نرۍ کلا ۱۱.فضل ربي د بد رګې ۱۲.ميا احمد شاه د قاضي خېلو ۱۳.ميا عبدالله شاه ۱۴. خادم محمد اکبر د چارسدې ۱۵. تاج محمد خان د چارسدې ۱۶. مولانا شاه رسول د امازو ګړۍ ۱۷. شاد محمد خان د ميرزو. ۱۸ شير بهادر خان د کوتر پاڼ ۱۹. جليل خان د جليل ۲۰. خوشال خان د باريکاب ۲۱. شاه پسند خان د چارغلي ۲۲. امير ممتاز خان ۲۳. بېرسټر محمد جان د بنو ۲۴. محمد رمضان د ډېرو ۲۵. حاکم عبدالسلام د هري پور ۲۶. ميا صاحب د پکلۍ ۲۷. قاضي عطاء الله د مردان ۲۸. ثمين جان خان د محب بانډې ۲۹. علي اصغر وکيل د هزارې ۳۰. افندي صاحب ملاکنډ ۳۱. يو ملګری د ګدر حمزه خان."(۵)
باچاخان هم په پورته بيان كښې له عبدالغفار سره صدر کلمه ليکلې ده د بابا له بيان څخه جوته ده چې د دۀ يو ملګری چې عبدالغفار نومېدی د انجمن اصلاحِ افاغنه صدر وو. لکه وړاندې چې مي ووئېل چې دغه عبدالغفار د چارسدې په عبدالغفار شهرت درلود. په هم دې ځای كښې ځني ليکلوال تېروتلي او باچاخان د انجمن اصلاحِ افاغنه د مشر په توګه په ځيني ځايو كښې ياد کړی دی. چې دغه سمه خبره نه ده، د انجمن صدر عبدالغفار د چارسدې وو.
د افغان جرګې صدر عبدالاکبر خان او احمد شاه ئې سيکرټري وو. د خدائي خدمتګار تحريک لومړنی صدر سرفراز خان او سيکرټري اعجاز ګل وو. له دې نه پرته د کانګريس د صدارت دپاره هم څو ځله باچا خان ته ووئېل شو، خو باچا خان پر خپل اصولي دريځ کلک ولاړ وو. د يوه تنظيم هم رسمي مشري ئې په غاړه نه اخېستله. او تر دې انده چې د “پښتون” مجلې د مشرۍ دپاره ئې خپل نور ملګري په کار ګمارلي وو، د څو ګڼو تر خپرېدو وروسته ئې لومړی دغه کار عبدالخالق خليق ته وسپارلو او هغه تر ډيرو کلونو پورې دغه کار په ډېره مېړانه وکړ او چې بيا راوروسته هغه د ځينو مجبوريو له کبله له دغه کار لاس واخيست. په دې اړه عبدالخالق خليق په خپل کتاب كښې داسې ذکر کوي:
"د پښتون نه د جدايي اعلان
په اول د اپريل اوکړو ما اعلان
چي خدمت د”پښتون”ماته سو اوس ګران
کار مي وسپاره ناظم سرفراز خان ته
اوس ناظم به جواب ده وي باچاخان ته"(۶)
د يادوني وړ ده چې په اپريل ۱۹۴۷م كښې بيا د “پښتون” ذمه واري د ناظم سرفراز خان له غاړي شوه. له دې يادوني څخه مي موخه دا ده چې باچاخان د هر څه له مشرۍ څخه ډډه کوله او تش په عمل ئې باور لرلو. خو کله چې به د قربانۍ ځای راغلو نو بيا باچاخان به لومړنی سړی وو چې قرباني ته به اماده وو خو د يادوني وړ ده چې د باچاخان په ملګرو كښې د اسي په زرګونو ملګري نر او ښځي ول چې د باچاخان دپاره ئې سرونه هم ښندل او داسې څو ځله شوي هم دي چې پر باچاخان ئې سرونه قرباني کړي دي. دغه ټول دباچا خان رښتينولي وه چې قام ئې د ژوند په لاره كښې سرونه هم ښندل.
يوه خبره يادول ضروري ګڼم هغه دا چې باچاخان د ځينو مجبوريو له کبله د خلافت کمېټۍ صدر پاته شوی دی.په دې اړه باچاخان په خپل کتاب كښې ليکي:
"په پېښور كښې د خلافت په کار کنانو كښې اختلاف پيدا شوی وو، دوه ډلي په كښې جوړي شوي وې، يوه ورځ به د حاجي جان محمد صاحب ملګرو په شاهي باغ كښې عامه جلسه جوړه کړه، په جلسه كښې به ئې تجويز وړاندې کړ چې حاجي جان محمد صاحب د خلافت د کمېټۍ د صدارت دپاره ډېر موزون دی، تاسو ته منظور دی؟ خلګو به چيغي کړې چې منظور دی. حاجي صاحب د قام او ملک دپاره ډېر خدمتونه کړي او قيدونه ئې هم تېر کړي وو. د پېښور يو سيد وو، سبا له به د هغه ملګرو جلسه جوړه کړه او تجويز به ئې مخکي کړو، چې سيد صاحب اهل رسول دی او ډېر خدمتونه ئې کړي دي د خلافت د صدارت دپاره د دۀ نه مناسب سړی نۀ شته، تاسو ته منظور دی؟ خلګو به چيغي کړې چې هو! منظور دی.
دغه شان دا قصه روانه وه. يوه ورځ به يو صدر وو، بله ورځ به بل صدر وو. ورځ په ورځ دا کشمکش زياتېده، په منځ كښې هيڅ قسم جوړه نه کېده او د خلافت تحريک ته نقصان رسېده په يوه سړي ئې اتفاق نه برابرېده، د پېښور خلک د کار ډېر تکړه خلک وو، خو دې اختلاف د کاره ايستلي وو او همدارنګه چې په ډلو كښې اختلاف پيدا شي. که ډېر ښه او زورور خلک وي هم بې کاره شي او د هغوی طاقت د يو بله په غورځولو كښې صرف شي، په خدمت كښې اختلاف نه راځي، اختلاف د خود غرضۍ نه پيدا کيږي. زۀ چې به کله ناکله پېښور ته د خلافت دفتر ته ورغلم نو دواړو ډلو به راته قصې کولې، د دواړو ډلو زما سره مينه وه ما ته به ئې وئېل چې زمونږ د دواړو ډلو اتفاق په تا راتلی شي، راشه ته زمونږ دا صدارت واخله، زما په صدارت كښې څه دلچسپي نه وه، د صدارتونو او عهدو شوقي نه وم. د دې شيانو نه به لري تښتېدم، اخر هغوی مجبور کړم او ما د هغوی صدارت په دې شرط ومنلو چې په صوبه سرحد كښې څومره چنده ټولېږي نو هغه به هم دلته د دې ځای د خلګو په تعليم لګېږي. پنجاب ته به ئې نه لېږي ځکه چې په هغه وخت كښې به زمونږ په صوبه كښې په زرګونو روپۍ ټولېدې او پنجاب ته به تلې، د پنجاب ليډرانو به پرې مزې کولې، هغوی دا شرط ومنلو او زۀ د خلافت کمېټۍ صدر شوم."(۷)
باچا خان که د ځينو خلګو د غوښتني له مخې د خلافت کمېټۍ صدر شوی هم دی نو پښتنو ته ئې هغه وخت دوې ګټي رسېدلي دي، لومړی دا چې د خلافت د کمېټۍ اختلاف د دۀ په وجه ختم شو. او دويم دا چې د پښتنو دا روپۍ چې پښتون دښمني سيمي ته به تلې دغه ئې دپښتنو د ښېګړي دپاره راوګرځولې، بله خبره دا چې خلافت کمېټۍ خو باچاخان نه وه جوړه کړې، دی ئې تش غړی وو. خلګو دی صدر ځکه کړو چې خلګو ته د دۀ د ايماندارۍ اندازه وه چې دغه اختلاف لمنځه وړل له باچاخانه پرته په دغسي شرايطو كښې د بل چا دوس خبره نه وه.
کله چې په پېښور كښې د سرحد جرګه جوړېده نو هم باچاخان له صدارت څخه نټه (انکار) کړې وه. او صدارت ئې نه وو قبول کړی. په دې باب باچاخان په خپل کتاب كښې ليکي:
"زمونږ دا خيال وو چې د صوبه سرحد(د کانګرس کمېټۍ) نوم دي جرګه شي. نو دا به ښه وي ولي چې زمونږ خلک په کانګرس نه پوهېږي او دا هم وو چې مونږ خدائي خدمتګار د کانګرس سره ملګري وو او په کانګرس كښې نه وو. او بله خبره دا هم ده چې د صوبه سرحد کانګرسيانو به زمونږ مخالفت کوو او مونږ سره کومک نه کولو نو ځکه مونږ غوښتل چې د کانګرس نوم دي جرګه شي. مونږ د ټولي صوبې کارکنان خدائي خدمتګار او د صوبې کانګرسيان د جرګې جوړ ولو دپاره راجمع شو او مونږ ټولو په شريکه جرګه جوړه کړه، د ټولو کارکنانو دا خيال وو چې زۀ دي صدر شم او صدارت دي منظور کړم، ولي زۀ د دې دپاره نه وم تيار نو په دې وجه د صدارت دپاره دوه (۲) نومونه پېش شول. د ښار خلګو د علي ګل خان نوم پېش کړو او مونږ د کلو خلګو د ميا احمد شاه نوم پېش کړو.ميا احمد شاه د رايې په اکثريت سره صدر مقرر شو، د جنرل سيکرټري دپاره ما د پير بخش وکيل د پېښور نوم پېش کړو او په اتفاق سره هغه منظور شو او کار مي شروع کړو."(۸)
لنډه دا چې باچاخان که “انجمن اصلاحِ افاغنه” جوړه کړه که “افغان جرګه “ که “خدائي خدمتګار تحريک” او د “سرحد جرګه” نو دی د دې واړو تنظيمونو صدر پاته نه شو. خو کردار او عمل بيا يو داسې قوت دی چې که له يو چا سره د يوې ډلي، انجمن، تنظيم، يا ګوند مشرتوب نه وي هم نو د دۀ کردار او عمل دی ژوندی ساتي چې د افغان په څرګند تاريخ كښې ئې باچاخان يو ستره بېلګه ده، چې د ګوندونو له مشرتوب څخه ئې په شعوري ډول ډډه کوله خو بيا هم ټولو پښتنو خپل مشر ګاڼه او د مشرتابه هر ډول درناوی ئې ورته درلود. د افغان په څرګند تاريخ كښې دا ځانګړنه هم د فخر افغان باچاخان په برخه ده.
د جومات او حجرې تړون
د افغان وطن په اړه وئېل کېږي چې افغانستان د مذهبونو زانګو ده. مانا ځيني مذهبونه دلته زېږېدلي او لومړۍ خاړپوڅي ئې دلته کړي دي. د اسلام له راتګ سره سم پښتنو دغه مذهب په ډېره سپېڅلتيا قبول کړی او عمل ئې ورباندي وکړ. مونږ که د پښتنو و سياسي تاريخ ته ځير شو نو هر مشر چې د قامولۍ او پښتنوالي (پښتونولۍ) تر څنګ مذهبي اړخ ته هم پاملرنه کړې ده. نو هغوی په خپل مرام كښې بريالي شوي دي. وئېل کيږي چې احمد شاه بابا له کله د حضرت شا ولي الله ليک راغلی نو دوی پر هندوستان حمله وکړه مذهبي اړخ ئې زورور وو.
باچاخان د مولوي عبدالعزيز په مرسته په اتمانزو كښې په ۱۹۱۰م كښې لومړۍ مدرسه جوړوي(۹). باچا خان د خپل وخت له عالمانو سره ډېري ښې اړيکي وې لکه فضل محمود مخفي صاحب، مولوي عبدالعزيز صاحب د پکلۍ، مولوي فضل ربي صاحب او مولوي تاج محمد صاحب چې د ګدر د دارالعلوم مهتمم وو له دې پرته ئې د دغه علماو له لاري له ديوبند سره هم اړيکي پيدا شوې، کله چې د دۀ تعلق له ديوبند سره پيدا کېده هغه وخت د ديوبند دارلعلوم مشر حضرت مولانا محمود الحسن صاحب و. چې ده هم د آزادۍ دپاره عملي کار کولو. د مولانا محمود الحسن صاحب له لاري ئې له مولانا عبيدالله سيندي سره اړيکي پيدا شوې، دغه اړيکي بيا ورو ورو پسي ټينګېدلې باچا خان په پښتونخوا كښې له علما وو سره ډېر ښه تعلق وو. دترنګزو حاجي صاحب سره ئې پخه ملګرتيا وه نو د دۀ که ويوې خواته له علما وو سره ښې اړيکي وې او په تحريک كښې لوی لوی خانان هم ورسره ملګري و. نو بلي خواته پرنګيانو د دۀ په مقابل كښې نه يواځي خانان ودرول بلکې ځيني ناپوهـ ملايان ئې هم د دۀ خلاف پروپېګنډې ته ودرول، خو د باچاخان اراده ډېره پخه وه هغه په هيڅ قيمت له علماوو سره خپلي اړيکي نه شلولې د جومات سره ئې دومره ټينګي اړيکي وې چې ده به زياتره وخت په جوماتونو كښې ترلمانځه وروسته خپل اولس ته سياسي ويناوي کولې، له دې لاري د پښتني هوجرې(حجرې) او جومات ډېر ښه تړون رامنځته شو چې دغه يو ډېر لوی انقلابي ګام وو. څرګنده دي وي چې هوجره د پښتنو په کليو او بانډو كښې د مرکو او جرګو او د مېلمه پالني ګډ ځای دی د اسلام تر راتګ وړاندې هوجرې بېلا بېل نومونه لرل. په لوی کندهار كښې کوټه(خونه) ورته وائي يو ليکوال په دې اړه داسې کاږي:
"حجره د پښتنو د رواياتو امين ده او د سماجي ژوند او پښتون تهذيب، ثقافت برخه ده لکه څنګه چې معلومه ده په عربي لغت كښې حجره د کاڼي نه جوړ مکان ته وائي، د پښتنو په اصطلاح كښې حجره هغې ګډ (مشترک)مکان يا کوټې ته وائي چې پکښي د برادرۍ يا کلي ټول رشته داران، ګوانډيان، ياران، دوستان، په يو ځای ناسته پاسته کوي او په يو ځای په شريکه خوړل څښل کوي او د يو بل د حالاتونه ځانو نه خبر وي."(۱۰)
د پښتو مشهوره لنډۍ ده
"حجره د قام کلي د سره
د نيمو شپو منګی زما لالی وهينه"(۱۱)
نو باچاخان چې د پښتنو د هوجرو سړی وو. د هوجرې ارزښت ور معلوم وو په هغه ډول ئې سياسي او اصلاحي مبارزې ته دوام ورکړ. کوم دود دستور چې په پښتني هوجرو كښې رواج درلود او د دې تر څنګ د جومات په ارزښت پوهـ وو. نو ځکه ئې د جومات له مخکښانو (علما وو) سره ژوري اړيکي پيدا کړې.
باچاخان چې به کله د ديني مدرسو او جوماتونو دوره کوله نو هلته به د باچاخان ډېر ښه هر کلی کېدی. کله چې د (دواوې)د دورې پر موقع په دارالعلوم احناف ميرزو كښې د دارلالعلوم د غړو له خوا ښاغلي مولوي عبدالقيوم صاحب و باچاخان ته هر کلی په شعر كښې ويلی دي هغه شعر دلته راوړم:
"ګران فخر افغان صاحب ته
د پښتونخواد آسمان لمره ستړی مه شې
د قامي کاروان افسره ستړی مه شې
ته د قام د زړه په سر باندې فايز يې
د دښمن په صفو بره ستړی مه شې
د پښتون قام ئې ته روح فخر افغانه!
د ملت د زړګي سره ستړی مه شې"(12)
د باچاخان له اسلام سره رښتينې مينه وه ځکه ئې د رښتينو علماوو قدر کاوه او د قدر په سترګه به ئې ورته کتل، باچاخان په دې پوهـ وو که چيري د جومات او هوجرې يو له بل سره اړيکي ټينګي نه شي، نو زمونږ دښمنان به له دې څخه ناوړه ګټه پورته کړي، که څه هم هغه وخت د پښتنو دښمنان په دې كښې تر يوې اندازې بريالي شوي وو، ډول ډول پروپاګنډې به ئې د خپلو زرخريدو ملايانو له لاري په دوئ پسي کولې، د دا ډول ملايانو په باب مولانا واصل واسطي وائي
ورک به ئې نه کړي که هر څو واغوندي سپيني جامې
داغ د ملت د ګمراهۍ دی د ملا په لمن
د افغانانو په تېر نږدې تاريخ كښې دغه ځانګړنه د باچاخان په برخه ده چې په افغاني ټولنه كښې ئې د جومات او هوجرې تړون رامنځته کړ، د همدې تړون له لاري ئې د وخت ريښتيني ملايان د خپل غورځنګ ښکومي (دوستان) کړل.
ازادي مدرسې(سکولونه) جوړول
"چاته چې خپله ژبه سپکه شي هغه سپک شي
څوک چې خپله ژبه هېره کړي هغه ورک شي"
باچاخان
باچاخان چې کله هم د پښتنو د پر مختګ دپاره ګامونه اخيستل، نو دا ورته جوته وه چې له تعليم او زدکړي څخه پرته يو قام هم پر مختګ نه شي کولى، باچاخان چې پر علم مين انسان وو. خپل قام له ئې د علم لاره غوره ګڼله نو ځکه ئې دا پروګرام وړاندې کړ چې په پښتنو كښې دي ازادي مدرسې (سکولونه ) جوړ کړل شي په دې اړه باچاخان ليکي:
"زه په مشن سکول كښې د خپل هيډ ماسټر وِګرم او د هغه د ورور ډاکټر وِګرم نه ډېر متاثر شوی وم. د هغوی قربانيو راباندي ډېر اثر کړی وو. زما هم داخيال پيدا شوی وو چې د دې قام او وطن خدمت مي وکړی په دغو ورځو كښې زمونږ د قام د جهالت په وجه ډېر بدحالت و، نه د حکومت له خوا څه انتظام و او نه د قام له خوا د تعليم کولو هيڅ انتظام و، که په کوم کلي كښې به پرائمري سکول و، هغې ته هم ملايانو څوک نه پرېښودل نو ما غوښتل چې د پښتنو د بچو د تعليم دپاره په ملک كښې د اسلامي مدرسې جوړولو کوشش وکړم او خپل ژوند به په خدمت كښې تېروم په ۱۹۱۰ ء كښې ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو كښې جوړه کړه او د نورو مدرسو جوړولو دپاره مو په نورو علاقو كښې دوره شروع کړه، د خلګو توجه مي د علم طرف ته کړه او د پښتنو په زړونو كښې مي د علم د ضرورت احساس پيداکړ او دغه شان مو ورو ورو په مختلفوعلاقو كښې د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږوخت كښې مي ډېري مدرسې جوړي کړې"(13)
باچاخان په ډېرو لږو کلونو كښې ډېرې مدرسې (سکولونه) جوړي کړې، په دې اړه سعادت خان جلبل د عبدالاکبر خان اکبر د کتاب “تراخه خواږه” په مقدمه كښې ليکي:
"د انجمن اصلاحِ افاغنه د انتظام لاندې اووه اتيا (۸۷) اصلاحي جرګې او آزادي مدرسې په ټوله صوبه كښې چلېدې، دې اصلاحي جرګو او مدرسو په ملک كښې يو انقلاب پيدا کړو."(۱۴)
په دومره لږ موده كښې په اولسي کچه ازاد سکولونه جوړول او کاميابه ول دا جوتوي چې د باچاخان او د دۀ د ملګرو دوره د پښتنو په تاريخ كښې هغه زرينه دوره ده چې تردې وړاندې په پښتنو كښې په دومره زياته کچه په اولس كښې د قامي خدمت جذبه پر جديدو بنيادونو باندې نه تر سترګو کېږي پراولسي کچه دومره زياتي مدرسې (سکولونه) چې باچا خان او د دۀ ملګرو جوړي کړې دا که هغه وخت د پښتنو خپل حکومت وای هم دومره مدرسې ئې نه شوې جوړولى، د دغه کار بېلګه په افغاني نړۍ كښې خو پرېږده په نوره نړۍ كښې هم نه ليدل کېږي چې په اولسي کچه ئې دومره مدرسې پرانيستي وې خو د خلګو مينه او پر باچاخان باندې باور وو چې په هغو سختو شرائطو كښې ئې د دۀ او ددۀ د ملګرو ملاتړ کاوۀ کنې په هغه وخت كښې داسې ډېر سرکاري خانان او ملايان موجود وو چې د دغوکارونو په وړاندې به ئې خنډونه رامنځته کول. په دې اړه نورو اسنادو ته نه ځو يوازې له باچاخان له کتاب څخه څو کرښې راوړم چې د پښتنو د تعليم په باب ئې کاږي:
"پېرنګيانو د هندوستان د خلګو د تعليم دپاره په نوي طريقه سکولونه جوړکړي وو، خو د پښتنو دپاره ئې تش په نامه د کمې درجې سکولونه جوړ کړي وو، چرته به په يو نيم کلي كښې پرايمري(ابتدائي) سکول و، په هغې كښې به هم څه دومره هلکان نه داخلېدل. نور هندوستان له ئې ابتدائي تعليم په مورنۍ ژبه كښې ورکولو، خو يو پښتون بد قسمته قام له ئې تعليم په پردۍ ژبه كښې ورکولو. د دې دپاسه ئې ملايان ورپسې لمسولي وو. چې که دا قام تعليم وکړي ستا سو قدر به کم شي. او بازار به موسوړ شي، بيدار شی چې د پښتنو بچي درنه علم و نه کړي. ملايانو به پراپېګنډه کوله چې پښتو دوزخي ژبه ده او دوزخ كښې به پښتو ويلي شي. د ملا صاحب نه هيچا دا پوښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخ نه کله راغلی ئې او کوم دوزخي دا خبري تاته رسولي دي. ملايانو به داهم وئېل چې څوک د مدرسې سبق وائي نو اووه پېړۍ ئې په دوزخ كښې کېږي او دا سندره به ئې ويله:
سبق د مدرسې وی :: دپاره د پيسې وی
جنت كښې به ئې ځای نه وي :: په دوزخ كښې به ګسې وهي".(۱۵)
په هغه وخت كښې دوه مشکله وو يو به ملايانو د انګريز د سکولونو څخه منع کول او په خپله به ئې هم په دې برخه كښې هيڅ ګام نه اخيستو. د مدرسو په جوړه ولو كښې د پېرنګيانو په لمسه ډېرو ملايانو خنډونه اچول، ډول ډول ستونځي به ئې په دې لړ كښې رامنځته کولې. باچا خان په خپل کتاب كښې د يوه ملا چې په چترالي ملا مشهور وو چې د باچاخان د سکولونو مخالف وو کيسه کوي:
"نو زۀ راغلی يم د دۀ سره فيصله کول غواړم چې په کتاب راسره فيصله کوي، که په ټوپک؟ ما ورته ووئېل چې ته ښه پوهېږې چې زۀ د ټوپک کار نه کوم او دغلته چې اتمانزو ته ځې زما يو تربور دې چې محمد خان ئې نوم دی هغه ته د ټوپک نوم واخله نو په خپل ځان به پوهـ شې چې ته څومره سړی يې. ملا صاحب علم خدای ج او رسولﷺپه مونږ مسلمانانو فرض کړی دی. او چې تاسو خلک د دې انګرېزي مدرسونه منع کوئ نو په کار دی چې هغو له پخپله، خو تعليم انتظام وکړئ، نو چې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ او مونږ د دوی خدمت نه منع کوئ نو د دې قام دي خدای مل شي"(۱۶)
له باچاخان سره د آزادو مدروسو(سکولونه) په جوړولو او کاميابولو كښې عبدالاکبر خان اکبر، خادم محمد اکبر، ماسټر عبدالکريم، او نورو ډېرو ملګرو برخه اخيستې ده. د باچاخان په شمول د دۀ ډېرو ملګرو د استادانو په توګه هم په دې سکولونو كښې دندي تر سره کړي دي خو باچاخان د نورو ملګرو تر څنګ د ماسټر کريم زياته ستائنه کوي چې هغوی ته ډېر لالچونه ورکول شول خو هغه د قام د خدمت څخه هيڅ ډول سر غړونه نه ده کړې لنډه دا چې باچاخان او د دۀ ملګرو په داسې حالاتو كښې چې يو خو افغانان انګريزانو د خپلو غرضونو دپاره په انتظامي توګه تقسيم کړي وو او بل ئې ډول ډول نا وړه ظلمونه ورباندي کول او تر څنګ ئې د خپلو تالۍ څټو په ذريعه ډول ډول پروپېګنډې پسي کولې، خو بيا هم باچاخان په دې كښې بريالی شو چې په ډېرو لږو کلونو كښې ئې د ريښتينو ملګرو په ملا تړ اوو ه اتيا (۸۷) ازاد سکولونه جوړ کړل او په درسته انساني نړۍ كښې دغه وياړ او ځانګړنه د باچاخان او د ملګرو په برخه رسېږي. چې د افغانانو د بيدارولو، پوهولو او قامي شعور ورکولو دپاره ئې په اولسي کچه د يوې ټولني دپاره دا ستر کار وکړ.
"پښتون "رساله
"پښتون چې د پښتون د ملي شعور په راويښولو او حساسولو كښې کوم اغېز درلودلی، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده ياد او نمانځل کېدونکی وي." استاد آصف صميم
باچاخان لکه څنګه چې دا حس کړې وه، چې تر څو پورې په خپل اولس كښې تعليم عام نه کړي، په علم ئې ذهنونه ور منور نه کړي، تر هغو پورې دغه سپېڅلی او ساده قام د پر مختګ پر لور نه شي روانېدلى نو باچاخان د نورو کارونو تر څنګ دا لازمي وګڼله چې د دې قام د پوهولو دپاره ديوې رسالې يا اخبار اړتيا ده نو ئې په ۱۹۲۸ م کال كښې د “پښتون” په نامه رساله پخپله پښتو ژبه پيئل کړه په دې اړه د باچاخان د لاري مبارز شاعر او ليکوال ارواښاد عبدالخالق خليق ئې د شعر په ژبه داسې راپېژني:
"۱۹۲۸ پښتون رساله
رساله چې مياشتنۍ وه د “پښتون”
د دې کال نه شوه جاري په ښه مضمون
چلوونکی د دې خان عبدالغفار وو
او خادم صاحب د دې دويم واکدار وو
دې خدمت د وطن اوکړو په ښه شان
هېر به نه کړي پښتانۀ دغه احسان"(۱۷)
تر دوئ وړاندې هم په سيمه كښې اخبارونه او رسالې راايستل شوي وې خو هغه وخت چې کوم اخبارونه يا رسالې راوتلې هغه به په نورو ژبو چاپېدلې او ځينو به ئې تر څنګ د پښتو برخه هم لرله. په دې اړه “د مېړني اولس ادبيات” په پاڼو كښې داسې وينو:
"په کال ۱۹۱۱ء كښې په پېښور كښې په پښتو ژبه يو اخبار (افغان) په خپلو خپرونو پيل وکړ. په دې اخبار كښې پښتو ليکوالو خپلي مقالې او بديعي اثار چاپول، راحت زاخيلي ته هم بلنه ورکړل شوه چې په دغه اخبار كښې برخه واخلي او مضمونونه ورته وليکي، ده هم بلنه ومنله او فعاله برخه ئې په كښې واخيستله او وروسته بيا په خپله د “افغان”مدير شو."(۱۸).
ګ، ف ګېرس د مېړني اولس ادبيات کتاب ډېر په زړه پورې کښلی او د ارزښت وړ کار ئې کړی دی خو په دې برخه كښې ئې معلومات په بشپړه توګه نه دي راوړي، چې دغه اخبار چا او په څو ژبو چاپېدو په دې باب استاد همېش خليل يو څه زيات معلومات په “پښتانۀ ليکوال” كښې راوړي، نوموړی ليکي:
"راحت صاحب په کال ۱۰- ۱۹۱۱ء د پښتو په وړومبي هفت روزه اخبار (افغان) كښې د پښتو برخي مرتب کوونکی وه، د (افغان) د بنديز نه پس څه وخت چې دوباره پنډت امر چند بموال جاري کړو نو بيا ئې هم راحت صاحب د پښتو برخي کاتب او مدير وه. په کال ۱۹۴۷ كښې د هند د وېش نه پس امر چند بموال هند ته لاړ او اخبار راحت صاحب ته پاتې شو، چې وروستو په کال ۱۹۴۸ كښې بند شو."(۱۹)
له دې پرته د پښتو ژبي منلی او تکړه ليکوال حبيب الله رفيع په خپل اثر”پښتو خپروني” کښي. په دې باب داسې معلومات راکوي:
"لومړی ځل د پېښور د (افغان) په جريده كښې د ۱۹۱۱ کال په شاوخوا كښې پښتو برخه پيدا کېږي او بيا په ځيني نورو جريدو او مجلو لکه افغان مجله، سرحد مجله او نورو مجلو كښې د پښتو برخي راځي، څو چې په ۱۹۲۸ کال كښې پاچاخان د پښتون مجله ټوله په پښتو راباسي او بيا نو وخت په وخت زياتي پښتو خپروني خپرېږي."(۲۰)
د درو واړو ليکوالو په حواله دا جوته ده چې (افغان)جرېده چې په پېښور كښې په ۱۹۱۰م کال يا ۱۹۱۱م کال كښې پيل شوه. هغه په اردو ژبه خپرېدله چې د پښتو برخي کار ئې د ارواښاد راحت زاخيلي له غاړي وو، د پښتو ژورناليزم او ادب په بډاينه كښې دا يو ستر کار دی چې د پښتو ژورناليزم په برخه كښې ئې ستره ونډه لرلې ده، خو دا هم بايد ووئېل شي چې افغان جريده پښتو خپرونه نه بلکې پښتو برخه ئې لرله د افغان جريدې ترڅنګ “طلوع افغان” اخبار چې له کندهار څخه خپرېدو، د پارسي ترڅنګ ئې د پښتو برخه لرله چې بيا وروسته په ۱۳۱۱ کال كښې په بشپړه توګه په پښتو ژبه واوښت. په دې باب په “پښتو خپروني” كښې ښاغلی استاد حبيب الله رفيع داسې ليکي:
"د طلوع افغان جريدې له پيل نه د پښتو لږه برخه درلوده او په هره ګڼه كښې به ئې د پښتو نظم يا نثر خپرېده، خو په ۱۳۱۰ كښې ئې پښتو نيما يي ته ورسيده او د ۱۳۱۱ کال دوري له لومړۍ نېټې څخه پښتو خپور شو او په هېواد كښې ئې د پښتو دلومړنۍ بشپړي خپروني وياړ وګاټه."(۲۱)
د يادوني وړ ده چې تر “پښتون” اخبار يا رسالې راوروسته چې په ۱۹۲۸م کال كښې باچاخان راپيل کړ بيا “طلوع افغان” دويم پښتو اخبار دی چې په ۱۳۱۱ کال كښې په پښتو واوښت چې “پښتون” د پښتو ژبي د خپروني په توګه تر طلوع افغان تقريباً څلور کاله مشر پښتو اخبار دی. استاد حبيب الله رفيع په خپل ارزښتناک اثر “پښتو خپروني” كښې هم لومړی اخبار “پښتون” او دويم طلوع افغان ياد کړی دی.[1] باچاخان په زندان كښې لا په دې نتيجه رسېدلی وو چې د خلګو د بيدارۍ او د پوهولو دپاره بايد په خپله مورنۍ ژبه يو اخبار يا مجله را وباسو، نوموړي د دې دپاره ۱۹۲۴ م کال كښې هلي ځلي رواني کړي وې خو د وخت سرکار اجازت ور نه کړ، په دې باب باچاخان پخپله ليکي:
"په جېلخانو كښې ما د خپل قوم په حالاتو باندې په ښه شان سره غور کړی وو، زۀ په دې نتيجه ورسېدم چې په دنيا كښې هيڅ کوم بغير د خپلي ژبي ترقي کولی نه شي او په هغوی كښې علوم او فنون پيدا کېدی نه شي. ما دا اراده کړې وه. چې ضرور به يوه رساله پښتو كښې د خپل قوم د پوهولو، د دنيا د حالاتو نه خبرولو او د خپلي ژبي طرف ته د مايل کولو (مخ کولو) د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن په خپله ژبه كښې د بچو دپاره د ابتدايي تعليم انتظام وکړي، حقيقت دا دی. چې دغه وخت په پښتو ژبه كښې هيڅ نه وو. او نه پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهـ، نادانه وو چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي. او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي. د راتلو سره ما دا دواړي خبري انجمن ته پېش کړې. انجمن دې خبرو سره خو اتفاق وکړو، ليکن د مالي مشکلاتو په وجه پرې عملي قدم فوراً اخيستلی نه شو، د رسالې ذمه واري ما په خپل سر واخيستله او عبدالاکبر خان او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې د رسالې د جاري کولو دپاره اجازت نامه دي دحکومت نه واخلي، ليکن په منځ كښې درې کاله تېر شو او هغوی د اجازت نامې د پاره يو درخواست قدري هم و نه کړی شو. زۀ پوهـ شوم چې بغير زما نه دا کار نه شي کېدی. او د ۱۹۲۷ په اخر كښې ما دې کار ته په خپله ملا وتړله او دا کار مي په خپل لاس كښې واخيستو.
د اجازت نامې دپاره مي حکومت ته درخواست ورکړو، اجازت نامه مي حاصله کړه او په ۱۹۲۸ كښې مي د “پښتون” په نوم يوه رساله په پښتو ژبه د اتمانزو نه جاري کړي افسوس خو په دې دی چې پښتون دومره لوی قوم دی. او خدای ورله نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړی دی، نه د دۀ پخپله ژبه كښې يوه رساله او نه يو اخبار شته، دا د پښتو ژبي اولنۍ رساله ده چې دپښتنو په ملک كښې جاري شوه. پښتون قوم ډېر خراج دی ليکن دې قسم څيزونو باندې پيسې نه لګوي او په دې قسم څيزونو خرڅ کولو سره نا آشنا او نابلده دي، ډېري پيسې ما د خپل جېب نه پرې خرڅي کړې، دې رسالې د پښتنو په ښځو او نرو كښې يوه نوې زندګي پيدا کړه او دا رساله په پښتنو كښې ډېره هر دلعزيزه شوه."(۲۲)
د ښاغلي ګ، ف ګېرس “د مېړني اولس ادبيات” کتاب چې د لرو پښتنو ادبياتو ته ځانګړی دی په ښه توګه ئې د دې سيمي د ادبياتو ذکر کړی دی. چې د ستائني وړ کار دی. يو ځای د “پښتون” مجلې په باب کاږي:
" د پېښور په مطبوعاتو او خصوصاً د سرخپوشانو د وطن دوستۍ نه په ډکو خپرونو كښې د پښتني مطبوعاتو باني “پښتون” مجلې خاص مقام لاره په دغه مجله كښې مترقي او منورو ليکوالو او سر تېرو شاعرانو ګډون کاوه."(۲۳)
د دې مجلې يا اخبار په باب تکړه خدائي خدمتګار ارواښاد عبدالمالک فدا د شعر په ژبه داسې يادونه کوي:
"بيا په وطن ستا اقتدار دی
تا نه ځارېږي موړ که خوار دی
زيات له اختر، ستا انتظار دی
تنده سړه کړه له روژه داره
هرکله راشه پښتون اخباره
خدای دي ورک مه کړه زمونږ غمخواره"(۲۴)
باچاخان ته لکه څنګه چې د پښتون قام د پرمختګ په کار كښې ډيري ستړي مخته پرتې وې. د پښتنو د بيدارۍ دپاره ئې ډېر څه کول غوښت، نو ده دا هم غوښت چې “پښتو ن” مجله يوه ذمه واره ملګري ته وسپاري چې هغه له ده سره په دې کار كښې همکاري وکړي. نو کله چې تکړه ليکوال او شاعر عبدالخالق خليق خپله ډرامه”خدائي خدمتګار” سټېج ته وړاندې کړه نو باچا خان د عبدالخالق خليق ډرامې متاثره کړ او د “پښتون” مجلې دپاره ئې دی غوره وګڼلو. په دې اړه د ارواښاد عبدالخالق خليق په شعرونو كښې ئې داسې وينو:
"ځما ډرامه
ماليکلې په پښتو يوه ډرامه وه
خدائي خدمتګار د دې نامه وه
چي مقصود مي وه تحفه و باچاخان ته
يوه ورځ کړه حواله فخرافغان ته
بلي شپې ته دا ډرامه دوی واورېدله
مقصود جان د بنو دوی ته واوروله
ټوله خوښه دا ډرامه کړله بې شانه
او وې خان چې ډېر خوشحاله شوم لتانه
چي واپس شوو ته ما ووينه ضرور
زه به ستا په ليدو ډېر شمه مسرور
زر تر زره مونږ ته ستا دی ضرورت
ستا د شان سره يو دی قومي خدمت." (۲۵)
د همدې شعر په لمن ليک كښې خليق صاحب ليکي: "دا ډرامه ما په ۱۹۳۰کال كښې د فخر قوم ميا صاحب په خواهش ليکلې وه او د زيارت کاکا صاحب په کلي كښې خدائي خدمتګارو په سټيج ښوولې وه، د دې ډرامې هېرو زما کشر ورور عبدالمالک وو. باچاخان چې زما دا ادبي کارنامه وليده نو فيصله ئې وکړه چې د پښتون اخبار دپاره دا سړی ډېر موزون معلومېږي نو په دې غرض ئې ما ته بلنه راکړه." د خليق صاحب کتاب”زه او ځما زمانه” د هغې دورې يو بشپړه تاريخ دی چې د شعر په ژبه ليکل شوی دی. د مجلې په باب ئې هم هر څه د شعر په ژبه ليکلي دي. دلته که زۀ په تفصيل كښې ځم نو له خپلي موضوع څخه وځم نو د خبرو له اوږدوالي څخه ډډه کوم ځکه چې پښتون مجله يوې ځانګړي څېړني ته ارزښت لري که چيري ژوند وفا وکړه زۀ به بشپړه څېړنه ورباندي کوم. خو د “پښتون” د اجرا په باب به دومره ووايم چې د پښتنو په څرګند تاريخ كښې “پښتون” مجله لومړنۍ خپرونه ده چې په بشپړه توګه په پښتو ژبه خپريږي.خو د باچاخان يوه ځانګړنه دا وه چې دوی له اتمانزو څخه چې هغه يو کلی يا بانډه وه رساله پئيل کړه، د رسالې د ارزښت اندازه مونږ او تاسو له دې لګولى شو، چې هغه په هغو شرايطو كښې له يوې بانډې څخه په ګڼ تيراژ كښې يوه رساله چې آخر ئې تر شلو زرو پورې ګڼي چاپ کېدلې او شل زره اخيستونکي ئې ځانته پيدا کړل.په دې اړه د خليق صاحب يو شعر د حوالې په توګه راوړم:
"وړومبنۍ پرچه د مئ کړه مونږ تياره
په صوبه كښې مو خوره کړه څو هزاره"(۲۶)
لوی استاد ارواښاد علامه عبدالحی حبيبي د "پښتون" مجلې په باب خپل نظر په دې ډول وړاندې کوي:
"د خدائي خدمتګار رسمي ترجمان يوه پښتو مجله وه. چې د اتمانزو څخه په پښتو خپرېده دې مجلې پښتو ادب ته ډېر ښه خدمتونه وکړل، په پښتو كښې د ساده نثر ليکنو او اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانيست او ځيني اصلاحي ډرامې ئې هم په پښتو ادب كښې زياتي کړې د دې مجلې په ليکلو كښې په خپله خان عبدالغفار خان يو بهترين ساده ليکونکی او سياسي او اصلاحي ليکوال ګڼل کېږي چې علاوه پر سياسي تاريخ د پښتو په ادبي تاريخ كښې هم مهم ځای لري."(۲۷)
استاد آصف صميم د “پښتون” مجلې ارزښت په دې ټکو سره کوي:
"پښتون مجله د پښتو صحافت، پښتون ثقافت او قامي سياست په آسمان كښې د هغه ځلاند ستوري نوم دی چې پلوشې ئې د يوه ستر پښتون او ريښتيني انسان د افکارو له لمره خپرې دې. فخرافغان باچاخان “پښتون” د خپل قامي مبارزې د تودې مورچې په توګه څه باندې نيمه سدۍ توده وساتله، “پښتون” چې د پښتون د ملي شعور په راويښولو او حساسولو كښې کوم اغېز درلودلی دی هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده ياد او نمانځل کېدونکی وي."(۲۸)
ديادوني وړ ده چې باچاخان به دغه رساله چاته مفته هم نه ورکوله هر چابه دغه رساله په پيسو اخيستله اوس که مونږ و ننني پر مختللي دور ته ګورو او خپل چاپېريال په نظر كښې وساتو نو په لر او بر افغان وطن كښې د پښتو ژبي يوه داسې رساله يا اخبار نۀ شته چې د هغه تيراژ دي شل زره وي. د پښتون مجلې په باب درې ځانګړني رامنځته کېږي يوه دا چې دا مجله له يوې بانډې څخه را وتله بله دا چې د شل زرو په تيراژ كښې چاپېدله او دريمه ځانګړنه ئې داوه چې دغه مجله په پښتو ژبه چاپېدله ځکه باچاخان ته د ژبي ارزښت جوت وو چې يو قام له خپلي ژبي پرته په بله ژبه كښې پر مختګ نه شي کولى.اوس مونږ ويلی شو چې باچاخان لومړنی افغان دی چې په لومړي ځل ئې په ۱۹۲۸م کال كښې په پښتو ژبه يوه خپرونه د “پښتون” په نامه خپره کړه او د پښتو ژورناليزم د پلار وياړ ئې وګاټه او د پښتو ادب او ژورناليزم په تاريخ كښې د پښتو ژورناليزم د بابا ځانګړنه ور په برخه شوه.د دې سکالو په پای كښې د ارواښاد عبدالمالک فدا يو نظم راوړم چې “پښتون” اخبار ته ئې ليکلی دی:
"چي را ژوندی شو دوباره پښتون اخبار پښتونه!
بيا په همزولو كښې شو ستا د سيالۍ وار پښتونه!
لکه پښتون ستا د عزت دی ذمه وار پښتونه
داسي بل نۀ شته په دنيا كښې ستا غم خوار پښتونه
ښايسته رنګين دي مضامين د سالکانو په كښې
د پاکو خلګو په كښې تل کيږي ديدار پښتونه
د ادب ټوله خزانه په كښې موندی شي ځکه
چي اديبان درته خواږه لېږي اشعار پښتونه
رنځ د نفاق به دي شي ورک د اتفاق په دوا
تل پرې جوړېږي د زخمي زړونو پرهار پښتونه
داسي بل تا سره کوم يو اخبار دوستي کړې ده
لکه پښتون چې شو څو ځله تانه ځار پښتونه
ته، چې د جېل تورو تنبو ته شې د ننه چيري
له تانه مخکي پښتون وخيژي په دار پښتونه
چي ته بهر شې ګېر چاپېره له تاګرځي مدام
په کور بهر درسره تل دی څوکيدار پښتونه
ملاپ، شهباز او ټريبون كښې دنيا ټوله ګوري
خو د خپل ملک د حاله نه شوې خبردار پښتونه
په يو پنجاب كښې روزانه، چې څو اخباره وځي
ته به هفته كښې د هغو ونکړې شمار پښتونه
ستا يو پښتون چې په لسمه ورځ په مخ ولګي
څټ ورته کوږ کړې وار خطا شي درنه لار پښتونه
سول په دوه انې دورځې درته ښکاري ارزان
دوه پايي ورځ د پښتون خرڅ په تا بار پښتون
که دي پښتون اخبار ژوندی کړو ستا ژوندون دی پکي
د پښتون مرګ سره خپل وشماره تيار پښتونه!
تر هغې وخته پورې نه رژي ارمان د فِدا
چي شپږ لکه پوره نۀ شي خريدار پښتونه!"(۲۹)
د خان عبدالغفار خان لقبونه
"که يو ستايم بل پاته کيږي
زما ديار خالونه واړه ستوري دينه"
په نړۍ كښې داسې ډېر ستر مشران تېر شوي دي. چې تر مرګ وروسته ستر نومونه ورکول شوي خو که مونږ ونړۍ ته ځير شو او په ځانګړې توګه پښتني نړۍ په پام كښې ونيسو، نو ډېر لږ خلګ به داسې موندل کېږي چې په ژوند لقبونه ورکول شوي دي، لقبونه دوه ډوله دي يو د دولت له لوري وي يو د اولس له لوري، زما په اند اولسي لقبونه يا نومونه تر دولتي نومونو زيات ارزښت لري، هغه په دې کوم خلګ چې د اولس پر زړونو باچهي کوي د هغوی اولسي لقبونه او نومونه په برخه کېږي لکه په 2003م کال كښې جلال آباد، کونړ، لغمان او نورو ولاياتونو ليکوالو په جلال آباد كښې د استاد اکاډميسين عبدالشکور رشاد په وياړ د علامه بابا د مينه والو له خوا يوه علمي غونډه جوړه شوه او هلته دغه پښتون اولس عبدالشکور رشاد ته د علامه نوم غوره کړ، که څه هم دغه د دولت دنده جوړېده خو چې د اولس له لوري ورکول شو تر دې زيات وياړ نور نه شي کېدلى او ټول افغان ملت په يوه خوله د جلال آباد د ستري غونډي پرېکړه ومنله او د “علامه بابا” په نامه ئې په ژوند ونازوه چې دا د دۀ حق جوړېدئ.
خان عبدالغفار خان لومړنی پښتون دی. چې د اولس له لوري ده ته لقبونه يا نومونه ورکول شوي، چې ټولي پښتني نړۍ دغه لقبونه منلي او تر اوسه پورې ئې په دغه نومونو يادوي، زمونږ دې ستر بابا ته په ژوند كښې ډېر ستر لقبونه ورکول شوي دي. دغو لاندينيو لقبونو زيات شهرت په كښې موندلی دی:
۱: باچاخان :
په دې اړه باچاخان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد كښې ليکي "يوه شپه کور ناست وم ډوډۍ مو خوړله چې د ډول آواز مي تر غوږ شو چې غوږ مي ورته کېښود ډنډورچي ورسره ډنډوره غږوله چې سبا له به د (رولټ ايکټ) بر خلاف د حاجي صاحب په جومات (عيد ګاه) كښې جلسه وي. په دې پوه نه شوم چې د جلسې انتظام چا کړی دی. چې سبا شو چای مو وڅکله د حاجي صاحب جومات ته روان شوم، د جلسې نوم د کلي خلګو نه ؤ اورېدلی دا ورته يو عجيبه څيز ښکارېدو، ډېر خلګ ورته روان وو، د تحقيق نه راته معلومه شوه چې د جلسې اعلان زمونږ د کلي يو خان چې نوم ئې محمد اکرم خان ؤ، کړی دی، دا راته معلومه شوه چې د جلسې د اعلان په وخت كښې د پوليس يو افسر راغلی ؤ، د خان او افسر په منځ كښې څه ګفتګو او کشمکش شوی ؤ. خان د هغه له ضده د جلسې اعلان کړی دی. د قدرت کارونه هم د حکمت نه خالي نه وي، چرته دا خان او چرته د جلسې اعلان، د جلسې په ورځ مونږ وليدل چې دغه اکرم خان پخپله جلسې له رانغلی، وروسته معلومه شوه چې د جلسې په وخت كښې هغه د مردان د اسټنټ کمشنر ګريفټ صاحب سره وو، د کلي اکثر لوی خانان او غټ غټ ملايان راغلي وو، زۀ پاڅېدم او خلګو ته مي ووئېل چې دغه شان جلسو كښې د صدارت ضرورت وي. يو مشر سړی د دې جلسې صدر مقررول په کار دي، خلګو ووې چې ته صدر شوې، ماوې چې يو مشر سړی به صدر کړو خو دوی ټينګ شو، زۀ ئې صدر کړم عام خلګ خو د صدر په معني نه پوهېدل، هغوی چې د جلسې نه ستانه شول دا ئې خوره کړه چې ګوندي زۀ د پښتنو باچا شوم"(۳۰)
تر دې جلسې راوروسته په پښتنو كښې عبدالغفار خان په باچاخان مشهوره شو په ټپو، چاربيتو او شعرونو كښې به ئې د باچاخان په نامه ياداوه د هغه وخت يوه ټپه چې تر اوسه پورې مشهوره ده:
د اشنغر نه خبر راغی
د باچا خان لښکري ځان سمبالوينه
ښاغلی رحمت شاه سايل باچاخان په دا ډول ستايي:
چي عظمت ته ئې د غيرو سترګي برېښي
هر پښتون دي باچاخان غوندې بد نام شي
منلي ليکوال او انقلابي شاعر سليمان لايق د باچا خان نوم پخپلو اشعارو كښې زيات راوړئ دی. چې دلته د بېلګي په ډول درې څلوريځي راوړم:
"باچاخانه ستا د منډو په پېشکش کې
د خېبر په پښو کې مات شول زنځيرونه
ستا د ميني لېونتوب ته هک حيران شول
د فرنګ د جادوګرو يرغلونه
زمونږ د اوښکو او د وينو له بارانه
د پېړيو وچي وني زرغونې شوې
باچاخانه! ستا د سره ارمان دپاره
ټول وطن د انقلاب ګرمي مورچې شوې
باچاخانه زمانه چې ستا فرمان وړي
ته د خلګو د کوګل سوی آواز يې
ته زمونږ د هلو ځلو انجام نه ئې
ته زموږه د ننګونو سر آغاز يې"(۳۱)
د باچاخان نوم په پښتو شاعري كښې بېخي زيات راغلی دی چې دلته ما يوازي د باچاخان د لقب د سپيناوي په خاطر څو نومونې وړاندې کړې. د شعر په برخه كښې بشپړه رڼا ورباندي اچول شوې ده.
۲: فخر افغان:
باچاخان په درسته افغاني نړۍ كښې لومړنی انسان دی چې د فخر افغان لقب ورکول شوی دی. رحمت شاه شايل په خپل کتاب “د باچاخان د افکارو معنوي تصويرونه” كښې داسې يادوي:
" چې باچاخان د جېل نه راتلو نو د انجمن خلګو ئې دومره تود هر کلی وکړو چې د هغه بيمار او هډوکي هډوکي وجود له ئې په زرګونو ساګاني ورکړې هغه ته د انجمن خلګو جلسه جوړه کړه او دومره خلک ورته راغله چې شمارل ئې هم ممکن نه وو. او هم په دغه جلسه كښې د خپل قام غيرتي او ننګيالو پښتنو ورته د فخر افغان د لقب پګړۍ په سر کړه دا وړه پېرزوينه نه وه دا د پښتنو د شپږو زرو کالو په تاريخ كښې وړمبی د يو قوم له خوا داسې پېرزوينه وه چې د بل چا په نصيب شوې نه وه، خو باچاخان په دغه لږه موده كښې د خپل قد او قامت نه هم دومره لوړ شوی وو، چې دغه لوی او عظيم اعزاز هم پورې وړوکی ښکارېدو او دا هم عجيبه تصور دی چې تر دغه وخته پورې يو دغسي اعزاز ته په کروړونو پښتو كښې او ډيرو لویو لويو پښتنو كښې هم داسې سر نه ښکارېدو چې دغه اعزاز پرې ښکلی او مناسب ښکاره شوی وای."(۳۲)
هم دا ډول د هغه وخت تکړه شاعر او ليکوال ارواښاد عبدالروف بېنوا په خپل اثر “پښتونستان” كښې په دې باب داسې کاږي:
" ده ته عموماً “باچاخان” وائي خو پښتنو ورته “فخر افغان” لقب هم ورکړی دی."(۳۳)
باچاخان ته چې د اولس لخوا فخر افغان لقب ورکول شوی ډېرو سياسيانو، ليکوالانو، او شاعرانو دا کار ستائلی دی. زۀ تر نورو حوالو تېرېږم يواځي د باچاخان خپله حواله راوړم چې د ارزښت وړ ده. په دې اړه باچا خان په کتاب كښې داسې ليکي:
" انجمن اصلاح الافاغنه زما د راتلو په خوشحالۍ كښې د يوې لويي جلسې انتظام وکړو او د ټولي صوبې خلګوته ئې د شرکت دپاره د عوت نامې ولېږلې د جلسې په ورځ په زرګونو خلک په ډېر شوق او مينه محبت شريک شو په اتمانزو كښې د ټول قوم يوه (عظيم الشانه) لويه جلسه وشوه چې په هغې كښې ماله د قوم د طرف نه يوه سپاسنامه (Well Come Address)راکړې شوه يوه تمغه او جوبه هم د قوم د طرف نه راکړې شوه او بله دا چې د ټول قوم له طرف نه ئې ماله د فخر افغان خطاب راکړو"(۳۴)
ديادوني وړ ده چې دغه سپاسنامه منظومه سپاسنامه وه چې پر مخ به ئې ذکر په تفصيل سره وشي کله چې باباته د فخرافغان لقب ورکړل شو، نو لر او بر افغانانو ورته فخر افغان وايه، د استاد آصف صميم د خولې خبره چې هغه وئېل ما يوځای لوستي چې غازي امان الله خان هم بيا د دولت له خوا فخر افغان ورته وايه، د دې تر څنګ د هغه وخت ټولو شاعرانو په شعرونو كښې دی فخر افغان ياداوه. فخر افغان نوم په پښتو اولسي شاعري كښې هم لېدل کېږي لکه:
که د زلمو نه پوره نه شوه
فخر افغانه! جينکۍ به دي ګټينه
ارواښاد شاد محمد مېږی ئې په دوو ټپو كښې داسې يادوي:
"فخر افغانه بهادره
د غيرت زغره دي فولاد اوبه کوينه
فخر افغانه بهادره
هره خبره دي د کاڼي کرښه وينه"(۳۵)
د شاد محمد مېږي ټوله شاعري باچاخان ته ځانګړنې ده خو د نمونې په ډول د يوه نظم لومړي دوه بيتونه راوړم:
"فخر افغان در پسي بيا ګوري کورونه
د خوبه پورته شه پښتونه
صبا به بيا په رايې عامه کيږي ووټونه
چي ورنږدې نه شې پښتونه"(۳۶)
د يادوني وړ ده چې پورته شعرونه چې ما ئې تشه نمونه وړاندې کړه. شاد محمد مېږي هغه وخت ليکلې چې له باچاخان سره د ټولي سيمي په دوره تللی وو چې له پښتنو څخه به ئې دغه غوښتنه کوله، چې په ريفرنډم كښې برخه مه اخلی. داسې په زرګونو شعرونه ليکل شوي، چې فخر افغان پکښي ياد شوی دی.د بېلګو له را وړولو څخه ئې دلته ډډه کوم. د شعر په برخه كښې به ئې ډېري نمونې ولولو.
۳. فخرِ ايشياء:
د خپل دور تکړه مبارز او عالم حضرت مولانا ابوالکلام آزاد چې له باچا خان سره ډېر نږدې پاته شوی دی، په ګډه ئې د افغان او هند په آزادۍ كښې مبارزه کړې ده. نوموړي و باچاخان ته د “فخرِ ايشياء”لقب ورکړی دی، په دې اړه ارواښاد عبدالروف بېنوا په خپل کتاب “پښتونستان” كښې ليکي چي:
"جواهر لال نهرو د “فخرهند” په لقب ياد کړی دی او مولانا آزاد ورباندي “فخر اسياء” لقب ايښی دی"(۳۷)
۴: فخر هند:
کله چې په کال 193۷ كښې د خدائي خدمتګارانو حکومت جوړ شو جواهر لال نهرو پېښور ته راغلو د خدائي خدمتګارانو تحريک له خوا په شاهي باغ كښې يوه ستره جلسه ورته جوړه شوه خان عبدالولي خان په خپل کتاب” باچاخان اوخدائي خدمتګاري” كښې ليکلي دي چې په دې جلسه كښې ښاغلي نهرو ووئېل " چې باچاخان د دې ملک څومره خدمت کړېدې خو تاسو به او س پس د دې نه ده ته "فخر افغان" نه وايې بلکې " فخر هند " به ورته وايې" پر مخ ليکي:
" ما د هندوستان د نورو صوبو د طرف نه پښتنو له د عقيدت او احترام ډالۍ راوړي دي د دې شريک تړون دپاره چې کومي قربانۍ شويدي په هغې ټول هندوستان فخر کوي او بيا چې دلته په کومه طريقه زما هر کلی شوی دی هغې دا تړون نور هم ټينګ کړلو"(۳۸)
د يادوني وړده چې د هند له لوري باچاخان ته فخر هند لقب ورکول کېدل نه يواځي د باچا خان بلکې د ټول افغان قام دپاره دوياړ خبره ده چې لومړنی افغان دی چې هنديان ئې خپل مشرګڼي او د دۀ په برکت هنديانو له پښتنو سره ټولي زړې تربګنۍ پرېښوولې او تر اوسه پورې ټول هنديان له لر او بر پښتنو سره ډېري ښې اړيکي ساتي او د باچاخان د مبارزې په برکت هغه ټولي زړې خبري چې د تاريخ په اوږدو كښې د افغان او هند تر منځ راغلي وې له منځه يووړل شوې.
۵ سرحدي ګاندي:
د هندوستان ډېر خلک باچاخان ته سرحدي ګاندي هم وائي، دوئ سرحدي ګاندي ځکه ورته وائي چې د ګاندي جي وروسته که يو چا ته هم دوئ د قدر په سترګه قايل دي، نو هغه باچاخان دی. خو باچاخان بيا د ګاندي جي زيات احترام کاوه او د هند وخلګو ته به ئې وئېل چې ګاندي يو دی. ماته ګاندي مه واياست ځکه بيا به ګانديان ډېر شي، ګډوډي به رامنځته شي. په دې اړه باچاخان پخپل کتاب كښې ليکلي هم دي.خو د يادوني وړ ده چې باچاخان په هند كښې په سرحدي ګاندي هم شهرت لري.
۶ سرتور بابا:
باچاخان به په سر تور سر خپله مبارزه کوله، ځکه چې د پښتنو کره که يو څوک په سر تور سر ورشي، نو که هغه سر تورسری يا سر تورسرې هر څه له هغو څخه وغواړي نو پښتانۀ نټه (انکار) نه ورته کوي. د پښتنو په کليو كښې که اوس هم څوک د چا کره په سر تور سر ورشي،هلته له سر څخه پټکی يا ټيکری تس کړي، يعني خپل سر ورسته سر تور کړي نو که ئې څوک وروژلي هم وي، پښتانۀ ئې بخښي. باچاخان چې پخپل قام كښې هغه وخت په سر تور سر مبارزه کوله دا ئې په شعوري توګه کوله، باچاخان د پښتو او پښتونوالي په ارزښت پوهـ وو. نو له همدې کبله چې باچاخان به په سر تور سر ګرځېدی نو خلګو به “سر تور بابا” ورته ويلو. په دې باب ارواښاد فارغ بخاري په خپل کتاب “باچاخان”کښي ليکي:
"چونکہ آپ ہمیشہ ننگے سر رہا کرتے اس لیے سر تور بابا (ننگے سر والا) کے نام سے بھی آپ مشہور ہیں"(۳۹)
ژباړه: تاسو به هر وخت په سر تور سر ګرځېدلاست ځکه په سر تور بابا باندې مو شهرت وموند.
باچاخان د پښتنو له غمه پګړۍ نه پر سر کوله، مشهور شاعر ارواښاد ملنګ جان ورته داسې اشاره کړې ده:
"را يادوئ د ميرويس خان وختونه
مه هېروئ د خوشال خان وختونه
زلمو تيار شئ چې نا کام نه شوو
ډېر دي نژدې د امتحان وختونه
ستا سو په غم كښې خان پټکی نه تړي
تېرشوو سر تور د باچاخان وختونه
پښتونستان ګلان به کله بوئ کړي؟
په تمه تېر کړل ملنګ جان وختونه"(۴۰)
ډېر شعرونه شته چې باچاخان ئې سر تور پکښي ياد کړی دی خو دلته به د باچاخان د نږدې ملګري تکړه خدائي خدمت ګار ارواښاد شاد محمد مېږي د شعر نمونه راوړم چې دی د باچاخان سره وکوټي ته د عبدالصمد خان کاکا (خان شهيد) او شهزاده عبدالکريم په غوښتنه راغلی وو. نو ښاغلي مېږي به د پښتنو او بلوڅو په ګډو جلسو كښې دغه شعر وايه:
"تاله راغلی باچاخان غازي سر تور دی
بلوچ او پښتون رور دی لږ پام اوکړه پښتونه
يوه ښادي او يو ئې غم او يو ئې کور دی
بلوچ او پښتون رور دی لږ پام اوکړه پښتونه
(تر پايه)"(۴۱)
لنډه دا چې باچا خان ته نه يواځي اولس “سر تور بابا” ويلو بلکې پښتنو شاعرانو هم په دغه نامه په شعرونو كښې راوړی دی.
۷. لوړ بابا:
باچاخان ته ستر څښتن ستر قد و قامت ورکړی وو، يعني په ونه ډېر جګ (لوړ) وو. د يوسفزيو په ګړدود (لهجه) كښې وجګ ته لوړ يا دنګ وائي. نو باچاخان به ځينو پښتنو “لوړ بابا” باله اوس ئې هم د خېبر پښتونخوا زيات خلک د “ لوړ بابا” په نامه يادوي. په دې باب فارغ بخاري په خپل اثر كښې ليکي:
"اسی طرح آپ کا قد از بسکہ کچھ غیر معمولی طور پر لمبا ہے اس لیے آپ بعض حلقو میں “لوړ بابا” ( لمبے قد والا) بحي کهلاتے تھے۔"(۴۲)
ژباړه: دغه ډول ئې ونه تر نورو خلګو بېخي جګه وه. ځکه له دغه کبله خلګو ورته په لوړ بابا هم ويل.
څرګنده دي وي چې باچاخان د خپل وخت يعني مبارزې په لومړنيو کلونو كښې په لوړ بابا ئې هم شهرت موندلی و.
۸. رئيس الاحرار:
“ د آزادي غوښتونکو مشر"
کله چې د ديوبند مدرسې له لوري وباچاخان ته د رئيس الاحرار يعني د آزادي غوښتونکو د مشر لقب ورکول شو، له هغه وخته څخه ئې ډېر ليکوالان په ليکنو كښې د باچاخان له نامه سره رئيس الاحرار کاږي. په ځانګړې توګه ديني علما ئې هر ځای د رئيس الاحرار په نامه يادوي. يعني د ليک په نړۍ كښې په ريئس الاحرار سره اوس شهرت لري، مانا دا چې رئيس الاحرار د عبدالغفار خان لقب دی. چې د ديوبند مدرسې له لوري ورکول شوي جائزې نوم دی.
پښتنو شاعرانو خان عبدالغفار خان له فخر افغان باچاخان، فخر ايشيا، او سر تور بابا پرته په نورو ډيرو نومونو په شعرونو كښې ياد کړی دی، خو لنډه دا چې خان عبدالغفار خان په باچاخان او فخر افغان سر زيات شهرت لري او ډېری خلک ئې بيا فخر افغان باچاخان يادوي.
باچاخان ديوۀ مصلح په حېث
باچاخان چې کله انجمن اصلاحِ افاغنه (د افغانانو د سموني ټولنه) پيل کړه نو ئې د خپل قام د سموني دپاره ډېرو کارونو ته مخه کړه، تر ټولو لوی کار ئې دا وکړ چې د نوی نسل د روزني دپاره ئې مدرسې پېل کړې اصلاحي پروګرامونه روان شو. د پښتنو د ټولني اصلاح او د هغوی تر منځ د ښمنۍ لېري کول په هغوی كښې ورورولي او وڼه (اتفاق) راوستل، د انجمن غړو به سټېج ډرامې وړاندې کولې چې په هغوي كښې به د ناوړو دودونو غندنه او د وړ دودونو ستائنه وه چې پر ټولنه به ئې ښه اغيزه ښندله، چې د دۀ بنيادي موخه او هدف وو، د نوموړي پر دې اړخ ډېر څه ليکل شوي، خوزه به د خپلي سيمي، (سوهېلي پښتونخوا) او سوابۍ (صوابۍ) يو څو پېښي دلته وړاندې کړم چې باچاخان په لوی لاس د خپلو خلګو سمونه په ساده او څرګند ډول کوله يو ځل د پښتون سټوډنټس فيډريشن يو وفد باچاخان ته په ۱۹۷۷ كښې چارسدې ته ورغلی چې د کوټي او صوبې د دورې بلنه ئې ورکړې. وه ملګرو چې کله رخصت ځيني اخيستی نو ده ورته ويلي چې دا د پښتنو کور دی بې ډوډۍ نه شئ تللى. لږ وخت وروسته چې ئې ډوډۍ ورته راوړې وه. نو چې ډوډۍ خوړل شوې وه له يو ه ملګري څخه په غاب كښې يوڅه بوړ پاته شوی وو، نو باچا خان ورته ويلي وو چې دغه وخوره، هغه ورته ويلې چې موړ شوم، نو هغه ورته ويل: چې دغه اوس نه په ډونګه كښې اچولى شو نه ئې غورځولى شو، نور ټينګار ئې هم ورته وکړئ، خو هغه موړ وو نور ئې نه شوای خوړلى، باچاخان ورته ويلي وو چې دومره خواړه بايد سړی په غاب كښې واچوي چې خوړلى ئې شي.
کله چې په دغه وار باچاخان کوټي ته راغلی نو له کوټي هوايي ډګر څخه د ارواښاد سرور ياسين زي کور له راغلی وو هلته به تقريباً شل ۲۰ کسه ناست وو شربت ملګرو له راوړل شوی وو يوه ملګري يو ګلاس شربت چښلی وو، د دوهم ګلاس هڅه ئې کوله نو باچاخان پر ږغ کړي وو "بس ئې که شربت سړی دوه ګلاسه نه څکي که ډېر تږی ئې نوري ساده اوبه وڅکه" دغه ډول هڅه باچاخان په لوی لاس کوله، چې ټولنه د سموني ولور ته نېغه کړي، کنې هغه وخت خو پرېږده نن هم په پښتني ټولنه كښې چې د چا يوڅوک مېلمه وي، نو مېلمه ته احتراماً ږغ نه کوي. يا دی د يو چا مېلمه وي نو د بل پر کور هم په چا کار نه لري د بل د کمبلي خيال ساتي خو باچاخان دغه دود مات کړی وو د ټولني د سموني دپاره به ئې بې ځايه دودونو ته ارزښت نه ورکاوه.
باچاخان په عام ژوند كښې بې ځايه مصلحت نه خو ښاوه يو ځل په کوټه كښې په يوه موټرکښي سپرېدی يو مشر ملګري دروازه ورپسي بندوله په دغه جريان كښې د باچاخان ګوتي په دروازه كښې بندي شوې او ولاړو خلګو وليدئ ګوتي ئې په بل لاس كښې ونيولې چې درد لږ کرار کړي. دروازه بندوونکي ځيني وپوښتل چې باچا خان خوږ خو نه شوې، نو ده ورته ووئېل چې ولي زۀ انسان نه يم خود خوږ شوم. اوس که د باچاخان پر ځای بل څوک وای نو هغه به مصلحتاً ورته ويلي وای چي، نه هيڅ خبره نه ده پروا نه کوي. د باچاخان په وړاندې چې به کوم کار بې ځايه وشو ده به يو دم ورته ووئېل چې دادي غلط کار وکړو، هغه به پر هغه وخت سم ته سم او نا سم ته ناسم ويل. په داسې کولو سره به په خلګو كښې اصلاح راتله. په همدغه وار خانوزۍ ته په دوره تللی وو په خانوزۍ كښې د جلسې وروسته په يوه باغ كښې مېلمستيا شوې وه، يوه سپين ږيري سړي په پتونس كښې يو ښه پوخ دپسه ورون چې په اوبو كښې پوخ شوی وو باچاخان له ئې راوړ او ورته ويې وئېل چې باچاخانه! دا ورون ما په خپل لاس درته تيار کړئ دی، باچاخان په ځواب كښې ورته ووئېل چې. زۀ خو غوښه نه خورم سبزي خورم، هغه سپين ږيري ورغبرګه کړه چې دابه لازماً ته خورې، باچا خان ورته ووئېل چي: ته پاګل ئې ستا دپاره زۀ ځان بيمار کړم. زۀ ستا دپاره ځان نه شم بيمارولى. له مېلمستيا څخه د روانېدو پر وخت چې له ده سره په موټر كښې خلګ سپرېدل نو باچاخان ورته وئېل چې لماسره به دوه تنه نور کښېني ځکه دغه موټر خارجيانو د څلور تنو دپاره جوړ کړی دی مونږ بايد تر څلورو زيات سفر پکښي ونه کړو. بيا چې کله له دورې څخه کوټي ته راستون شو، نو د ټهيکيدار عبدالله جان په کور كښې اوسېدئ، د يادوني وړ ده چې د دغي دورې په جريان كښې چې څومره شپې ئې په کوټه كښې کړي وې هغه ئې د ټهيکيدار عبدالله جان چې دشهيد ايمل کاسي پلار وو د هغه په کور كښې کړي دي.
د دورې په ورستيو شپو كښې باچا خان ناروغه شوی وو، ملګرو د ډاکټر بندوبست ورله کړی وو نو ده منع کړي وو. چې دلته به ډاکټر نه راولی زۀ پخپله ډاکټر ته ځم او سرکاري ډاکټر ته ځم پرائيوټ ته نه ځم ځکه پرائيوټ ډاکټر روپۍ غواړي بيا له ملګرو سره پخپله ډاکټر له تللی وو د باچاخان ملګرو د قام دپاره سرونه قربانول نو د دۀ دپاره هر څه ډېر وو خو ده دا کار ځکه نه کاوه چې د افغاني ټولني سمونه د دۀ غرض او موخه وه.
باچاخان چې به په ژوند كښې هر ځای تلی نو د ډوډۍ پر وخت به ئې له ځانه سره تر ۳ کسانو زيات نه پريښوول، ده دا کار ځکه کاوه چې دی پر خلګو بوج نه شي او دغه ډوډۍ به ئې هم د خوار غريب اوبزګر کره خوړله او يا به ئې په يوه جومات كښې له طالبانو سره شپه کوله، د دۀ په مېلمستيا به غريبان ملګري زيات خوشحاله وو. هغه په دې چې لومړی خو ده د خانانو او سرمايه دارانو پر ځای غريبانو ته ارزښت ورکاوه، دوهم دا چې د دۀ او ۳ ملګرو خدمت د هر چا دوس خبره وه. يو ځل له کوټي څخه غوڅکۍ (زيارت) ته له ملګرو سره په دوره تللی وو، هلته په ريسټ هاوس كښې دشپې بندوست شوی ؤ. خو باچاخان ريسټ هاوس ته نه ورتلی ملګرو ته ئې ويلي وو چې زۀ په دې جومات كښې له طالبانو سره شپه کوم. تاسو ريسټ هاوس ته ولاړ شی. باچاخان چې په جومات كښې له طالبانو سره شپه تېره کړې وه، سهار يوه طالب ګوره له کومه ځايه لږ بسکټ ورته برابر کړي وو او له چای سره ئې ورته ايښي وو. باچاخان ورته ويلې چې طالبه! ته په بسکټ باندې چا اموخته کړې هغه ورته ويلې چې باچاخان دامي تاله راوړل مونږ بسکټ چيري خورو بيا ده هلته ښه نصحيت ورته کړی وو چې له دې څيزونو څخه ځانونه ساتی.
د باچاخان يوه ځانګړنه داوه چې ده به بې بيي شی نه غوښت او نه به ئې چاته بې بيې څه ورکول، دا کار باچا خان په پښتنو كښې ځکه کاوه چې زمونږ ټولنه يو ډول د مفت خورۍ په مرض اخته شوې وه او ده. يو ځل په کوټه كښې باچاخان د صوبې تر دورې وروسته رخصتېدی نو چې ملګرو رخصتاوه هلته ده خپله غوټه وکتله په غوټه كښې چې هر وخت به دوې جوړې کپړې دوه څادره او دوې جوړې جراپي به پکښې وې. ده چې خپله غوټه وکتله يوه جوړه جراپي پکښي نه وې، نو باچاخان د خپلو جرابو پوښتنه وکړه چې زما جراپي ولي نسته. نو لږ پرېشاني جوړه شوې وه. کوربه په منډه له جناح روډ څخه يوه جوړه نوي جراپي ورله راوړې کوربه ورته ووئېل چې باچاخان دادی نوي جراپي مي درله راوړې، ده ورته ووئېل: نه دا خو زما جراپي نه دي ما په ژوند د چا څيز نه دی اخيستی تا دا کار ولي وکړو بالکل ئې نه کوم، بيا چې پېښور ته رسېدلی وو، د کوټي هغه کوربه ته ئې ليک ليکلی وو، چې په يوه ډول نه ډول زما جراپي راواستوه.
مونږ که د باچاخان دې عمل ته په څرګنده سترګه ګورو نو کېدای شي چې مونږ او تاسي ته خوند را نه کړي، خو د دې ډول کار پر خپل قام ډېر ښه وړ (اثر) پرېوتی، د باچاخان په ملګرو كښې نن هم ډېری ملګري شته چې هغوي باچاخاني خو يو نه په ځان كښې لري.(۴۳)
اوس به د باچاخان ځيني اصلاحي کيسې چې په سوابۍ (صوابۍ)کښي شوي دي دلته وړاندې کړم، چې دا ورڅخه جوتيږي چې نوموړی د خپلي ټولني د اصلاح دپاره د ژوند هر اړخ په پام كښې نيولی ؤ.
تر ۱۹۸۰م کال وړاندې باچاخان يو ځل د سوابۍ د شاه منصور کلي ته ورغلی هلته د امير نواز په کور كښې دېره وو. امير نواز په امير نواز سيکرټري صاحب باندې شهرت درلود، چې اوس مړ دی خدای دي پر و رحميږي. د امير نواز خبره چې باچاخان وئېل چې تر څو زۀ د ماښام لمونځ کوم، تاسو ماله قهوه چای پخې کړئ. د لمانځه په منځ كښې چای راوړل شوي وې. تر فرضو وروسته باچاخان ورته ويلي وو. چې تر څو زۀ سنت کوم تاسو چای لږ تودې کړئ، چې لمونځ وکړم نو به ئې وڅکم، امير نواز د باچاخان سره مينه وه نو نوري تازه چای ئې ورله پخې کړي وې. باچاخان له چې چای راوړل شوې، نو باچاخان ورته ووئېل چې داخو هغه چای نه دي تازه پخې شوي دي. او زنانه به وائي چې دا ظالم څوک راغلی ؤ. چې دوه ځله ئې چای راباندي پخې کړې. د امير نواز د خولې خبره چې باچاخان بيا چای ونه څکلې. زما په دې عمل ئې خفګان ښکاره کړو.
سليم خان د سوابۍ ضلعې د اې. اين. پي صدر او بيا صوبائي سيکرټري هم پاته شوی او اوس هم ژوندی دی. د دۀ د خولې خبره چې په ۱۹۸۰ م کال كښې د باچاخان له ماسره شپه وه. د زېدي عبدالعزيز خان کاکا چې په بهايي کاکا مشهور وو په انتخاباتو كښې ئې صاحبزاده عبدالقيوم ته ماته ورکړې وه. د دې خدائي خدمتګار هم په دا شپه له دوی سره شه وه. سليم خان وئېل چې په کور كښې سپي غپا وکړه، نو باچاخان وئېل چې هلکه سليمه! سپی ساتې، نو ماورته ووئېل چي؛ جي نو هغه راته وئېل چې "دا سپی ډېر وفادار وي، که ته ده ته ډوډۍ (خواړه) هم ورنه کړې، نو دی به دلته موجود وي او ځي به نه، او دا راته ووايه چې د دې سپي له خولې سره څه ونښلي نو هغه به بيا صفا کوې، ځکه وئېل کيږي، چې دا خوله ئې نجسه وي، نو دا راته ووايه چې دا ولي نجسه وي؟" سليم وئېل چې ماورته ووئېل چې بابا نه يم خبر. نو ده راته وئېل چې سپی خو ساتې او په دې مسلو خبر نه ئې، نو باچاخان وئېل چي:
" کله هم دا سپی ډېر کمزوری شي، تش يو اځي سر خو ځولى شي نو که ئې د خاوند کور له بېګانه سپي راشي نو دی به غپا ضرور ورته کوي، نو دی د خپل قام دښمن دی، ځکه خو ئې خوله پليته ده"
عبدالقادر کاکا د باچا د سوابۍ اوسېدونکی او خدائي خدمتګار دی د دۀ يوه کيسه وه چې باچاخان يو وخت په کابل كښې ناست وو، مونږ ورسره وو او مونږ ته ئې ووئېل چي:
"دا خټک ته وواياست چې پښتنو له پريس جوړکړي چې يو منظم اخبار ولري، ځکه چې د پريس او اخبار نه پرته قام ترقي نه شي کولى"نو مونږ تپوس ځيني وکړ چې اجمل خټک صاحب ښه ياست، نو هغه وئېل نه دا کشر خټک (افراسياب) درته ښيم، دې ته وواياست چې اخبار راوباسي.
نو باچاخان په دغو شپو كښې سپين ږيری وو او ناروغه وو نو ورته د اخبار او پريس ارزښت ئې په پام كښې وو او دغه ځيرکتيا ئې په افراسياب خټک كښې ليدلې وه چې دا د قلم سړی دی.
اميرنواز د شاه منصور يوه کيسه کوله چې زمونږ به کله زړه خپه شو نو مونږ چارسدې له باچاخان له تلو، نو يو وخت باچاخان له ورغلم، باچاخان پټي (کروندې) له تللی وو، سره (امبار) ئې خوروله، نو ما هم په پټي كښې ورسره سره خوروله. داوړې وړې کوړي مو خورې کړې، زما او د دۀ په منځ كښې يوه کوړه سره پاته وه، دباچاخان و څنګ ته را ډيو هم پرته وه نو په راډ يو كښې اعلان وشو، چې ايوب خان مارشلاء ولګوله، باچاخان دواړه لاسونه له سري وڅنډل او ماته ئې ووئېل " امير نواز خانه! فوج اوس سياست ته راننووت او دی (فوج) اوس نه ځي"
دا د ۱۹۵۸م کال خبره ده باچاخان په ۱۹۵۸م کال پکښي دا خبره کړې ده، نونن هم د پاکستان په سياست كښې پوځ بشپړ لاس لري، نه يواځي لاس لري بلکې د ملک په چلولو كښې اصل اختيارات اوس هم له پوځ سره دي. او زما نظر دادی چې تر څو پورې دا پاکستانګی وو نو اصل واک او اختيار به ئې له دې پوځ سره وي.
سليم خان د سوابۍ د خولې خبره چې په ۱۹۵۸م کال كښې باچاخان سوابۍ ته راغلی وو د خدائي خدمتګار فردوس خان کاکا په ځای كښې جلسه وه. دا جلسه د کالا باغ ډيم خلاف وه، نو ما د باچاخان نه وړاندې ښه جذباتي تقرير وکړو، ما په خپله ونيا كښې ويل،که دا کالا باغ ډيم جوړشي، دا به د اوبو ډيم نه د وينو ډنډ وي، خلګ ډېر جذباتي شول، نو په دې تحريک كښې چې د کالاباغ ډيم خلاف وو نوري جلسې هم وې، نو زۀ او باچاخان په موټر كښې رځړو ته تلو، کښېناستو.زه ئې ډرائيور وم نو باچاخان راته وئېل چي:" صدر صاحب ډيري بدرنګي خبري دي وکړې، داسې ښکاري چې زما په پروګرام نه ئې پوهـ، زۀ خو د عدم تشدد سړی يم، خپل حق نه پرېږدم، خو د نورو انسانانو دويني هم نه بيووم".
عبدالخالق کاکا د مانېرۍ (د سوابۍ يو کلی) ژوندی دی. تقريباً د نيوي (۹۰) کالو دی. د هغه د خولې کيسه ده چي: مونږ د تحريک په کار كښې يوه کلي ته تلو. په ژمي كښې د خوړ نه اوړېدو، نو باچاخان راته ووئېل چې د چا بوټان او جراپي په پښو وي، هغوي دي بوټان او جراپي نه او باسي او چې د چا څپلۍ دي هغوي دي خپلي څپلۍ اوباسي او د بوټانو والا دي په شا را واړوي، ځکه چې د بوټانو والا به پښې تودې سړې شي، نو د باچاخان هم څپلۍ په پښو وې او هغه ئې وايستلې، نجو بابا چې د باچاخان تکړه ملګری وو هغه ئې په شا راواړولو هغه پښې غور ځولې، چې زۀ نه سو رېږم، خو با چا خان په زوره په شا راواړلو او تر اوبو ئې پورې ايسته. نو زۀ او ملګري هم دې ته مجبور شو چې نورو بوټا نو والا په شا راواړوو.
امير نواز سيکرټري صاحب وئېل چې يو ځل زۀ او عبدالعزيز کاکا د مندڼو خان، باچاخان له اتمازنزو ته ورغلي وو. نو هلته باچاخان مونږ ته چای اچولې، نو عبدالعزيز خان کاکا ته ئې ويل: عبدالعزيز جانه ستا چای زياتي خوښي وي، ته دويمه پياله اوڅکه، نو هغه ورته وئېل چې مونږ غني خان سره هم وڅکلې. نوري چای نه څکم، نو باچاخان ورته وئېل چي: "خېټيه شرموليه! تا خو به هلته هم دوه پيالې څکلي وي اول به دي وئېل دغه پياله به مي هم نه درکوله دابه ملګري څکلي وای."
طالب کاکا د وړوکي لاهور دی هغه کيسه کوله چې زۀ ډېر وړوکی وم، د څاه يوې څنډي ته د بيري لاندې ناست وم، څاوري مي څرېدل او ما دمه ورته کوله، په دې دوران كښې پنځه شپږ مشران کسان په كښې راغلل، چې يو ډېر دنګ، لوړ مشروو، هلته ودرېدل، دې دنګ سړي دې نورو ته وئېل چې : "اوس خوغرمه ده، د ډوډۍ وخت دی که مونږ دې کلي ته ورځو، نو پښتانۀ دي ډوډۍ به راباندي خوري، نو دا به دوئ له تکليف وي او که ورته وايو چې مونږ خوړلې ده، نو بيا دروغ دي. نو دروغ هم ښه خبره نه ده، راځئ چې خپله خپله ډوډۍ دلته وخورو. " نو هر يوه له خپلي خپلي غوټي څخه يوه يوه ډوډۍ راوايستله. دې رنګ سړي ورته وئېل چې نيمه نيمه ځيني پرېږدئ. ډوډۍ څه کلکه شوې وه خو کټوری هم نه وو، نو دې دنګ سړي د څاه بوکې ته لاس کړ او به ئې راکښلې، نو په دې دوران يو سړي ورته ووئېل، باچا خان پرېږده زۀ ئې راباسم. نو مادلته د باچاخان نوم په لومړي ځل واورېدو، نو باچا خان ورته ويل، چې نه، دا ځل کار زمادی، تاسو هر يوه خپل خپل کار کړی دی نو بيا هره يوه خپله وچه ډوډۍ په اوبو كښې لمده(نوده) کړه و ئې خوړله. ماته باچاخان وئېل چې راسه ته هم له مونږ سره ډوډۍ وخوره. ماته ئې څه ډوډۍ راکړه، ماتپوس ترې نه وکړ، چې تاسو څوک ياست؟ هغوي كښې يوه کس ووئېل چې دا باچاخان دی، د پښتنو مشردی، نو باچاخان په مخ لاس راتېر کړو چي: "نه بچيه! زۀ د پښتنو مشر نه يم زۀ ستا سو خادم يم.(۴۴)
ديادوني وړ ده چې طالب اکا اوس هم ژوندی دی. رب دې ښاد او آباد لري.
مونږ که د باچا خان دې کړونو ته څير شو نو ځني کړني به ئې ډيري عجيبي راته برېښي کېدای شي. چې ځيني خلک به ئې عام خبري ګڼي، خو باچا خان چې دا هر څه کول هغه ئې په دې نيت کول چې بايد دا افغاني ټولني په هره برخه كښې اصلاح وشي. باچاخان هر ډول بې ځايه روايات تر پښو لاندې کول، کوم چې د دۀ د قام په پر مختک كښې خنډ ؤ. د باچاخان دغه کړني هغه وخت په خلګو ته ډيري عجيبه ايسدې خو چې د باچاخان په بيا بيا کړونو چې د اصلاح دپاره به ئې کول پښتانۀ ورو، ورو ورسره ولد شول او باچاخان په ډېر لږ وخت كښې له زړو رواياتو څخه راوايستل، هر چا چې باچاخان ليدلی او له هغه سره ئې ملګرتيا کړې وه هغوی په بشپړه توګه باچا خاني خو يو نه په ځان كښې راوستلي وو. او که د هغو د جملې څخه نن هم ځيني خدائي خدمتګاران ژوندي وي نو هغوی د باچاخان پر ښودل شوې لار ژوند تېروي او خپل نوی نسل دې ته رابولي چې د باچاخان پرښوول شوې لار ئې روان کړي.
داسي ډيري کيسې له باچاخان څخه راپاتي دي او د افغانستان په لړ مانه كښې خورې ورې پرتي دي. چې په ليکلي بڼه منظم کار نه دی ورباندي شوی. ماتش د سوهيلي پښتونخوا ځيني کيسې مو له تکړه مبارز ښاغلي اورنګ زېب کاسي صاحب له خولې څخه رانقل کړي او ځيني مي د سوابۍ د شاه منصور سيمي دتکړه کيسه ليکونکي، ليکوال او شاعر ښاغلي استاد نور الامين يوسفزي له خولې څخه رانقل کړي چې خپل د کتاب څپرکی مي ورباندي رغولی دی. که چيري يو څوک له امو تر اباسينه او بيا د افغان له پولو تر هنده پورې وګرځي او پښې ورپسي تڼاکي کړي، نو د باچاخان داسې ډيري کيسې به په لاس ورشي چې زمونږ دپاره په ننني حالاتو كښې د مشالونو کار وکړي او زمونږ د افغاني ټولني اصلاح به په ښه توګه ورباندي وشي.
باچاخان دطبقاتي تضاد ضد مبارز
"که پوره وي که سپوره وي په شريکه به وي" باچاخان
لکه څنګه چې اسلام مونږ ته د برابرۍدرس راکوي نوله بده مرغه زياتره انسانان د ځينو غرضونو له جوري د اسلام دې اړخ ته زياته پاملرنه نه کوي او هر څه د ځان دپاره خوښوي داسې ډېر لږ خلګ لېدل کېږي چې د ژوند دې اهم اړخ ته څه نه څه پاملرنه کړې ده، خو کله کله مېندي داسې زامن او لوڼي هم وزېږوي چې هغوی د ژوند دې اړخ ته په ډېره سنجيدګۍ سره پام شوی وي. د پښتنو په تاريخ كښې باچاخان يو داسې کردار دی چاچي په خپل ژوند كښې پردې اړخ باندې ډېر زيات عمل کړی دی، د باچاخان يو قول ډېر زيات مشهور دی چې وئېل به ئې ( که پوره وي او که سپوره وي په شريکه به وي).
باچاخان د امير او غريب تو پير نه کاوه، د باچاخان په وړاندې نواب، خان ،بزګر، موڅي او هر څوک يو ډول وو. په خدائي خدمتګار غورځنګ كښې له باچاخان سره څلور ډېر اهم کسان ملګري وو چې دوه د چارسدې وو او دوه د بنو وو. له ښه مرغه يو خان د چارسدې وو چې سالار امين جان نومېدی او بل سالار يعقوب خان د بنو. دوی دواړه ډېر لوی لوی خانان وو او د دوی په مقابله كښې په غورځنګ كښې دوه نور ستر شخصيتونه جلياخان د چارسدې او بل وطني چاچا د بنو چې دواړه ددغو خانان په مقابل كښې د ډېرې غريبې طبقې خلګ وو. خو په دې غورځنګ كښې په دوی كښې هيڅ توپيرنه ليدل کېده، هغه په دې چې دلته تول (مېزان) کار او قرباني وه چې تقريباً د دوی څلور واړو کارونه او قربانۍ يو ډول وې کله چې خان قلي خان په اليکشن كښې برخه اخستله نو باچاخان او ملګرو د خدائي خدمتګارانوله خوا وطني چاچا له ټکټ ورکړو. د پردۍ ډلي په مقابله كښې له خپلي خوا يو موڅي ته ټکټ ورکول هم د باچاخان غوندې خلګو کار وو، باچاخان په خپل کتاب كښې ديوه خان واقعه داسې بيا نوي.
"زمونږ د چارسدې يو خان و هغه به وې چې زۀ په داسې يوه ډله كښې نه شريکېږم چې دکومي ډلي مشر چې بنجاری، قصاب او شاخېل وي، زمونږ د اتمانزو جرنېل شاخېل و. زيارت ګل نوم ئې و. د دوی ماتحت ډېر خانان، اربابان، مياګان او ملايان وو، د دوی حکم به ئې لکه د تنخواه دارو نوکرانو په شان منلو او دا يوازي د دوی نه وو د هر افسر چې هغه به هر څوک و، په خدائي خدمتګارو كښې يوه ښکلې ورورولي وه"(۴۵)
د باچاخان داکمال وو چې څه به ئې وئېل هغه به ئې کول، په قول او فعل كښې ئې تضاد نه و، د خوشال بابا دغه شعرله ده سره ښايي:
وګفتارو ته ئې مه غړوه سترګي
په کرده په عمل ګوره کس نا کس
باچا خان چې به هر ځای دوره کوله نو ده به زياتره وخت شپې د غريبانو ملګرو کره کولې او که به چيري يو ځای د ډوډۍ وخت شو چې هلته به ډوډۍ خوړل ضروري وو. نو باچاخان به زياتره وخت د غريبو ملګرو کورونو ته ارزښت ورکاوه او له دې پرته به ئې په جوماتونو كښې له طالبانو سره شپې کولې. دغه کار ئې ځکه کاوه چې د غريبانو ملګرو په ذهن كښې ورنه شي چې باچاخان د اميرانو کره ورځې او د غريبانو کره نه ورځې. د باچاخان دې عمل غورځنګ (تحريک) ته زياته ګټه رسوله، د دۀ د کردار او عمل له جوري پښتنو په غورځنګ كښې په ډېره شوق برخه اخيستله. د باچاخان پېمانه سرمايه نه وه. د هغه پېمانه يواځي او يواځي قربانی وه. د هر چا که به په غورځنګ كښې زياته قرباني وه نو باچاخان به هغوی ته ارزښت ورکاوه. باچاخان د ټولو ملګرو دپاره يو ډول جامې، څپلۍ او څادر استعمالول دود کړل او دا ئې د تنظيم پر هر وګړي لازمي کړي وو. نو دې عمل په ملګرو كښې دغريبانو او شتمنو خلګو توپير د منځه وړی وو. ټول ملګري يو ډول ښکارېدل، چا تميز نه شوای پکښي کولى چې په دوی كښې شتمن څوک دي او غريبان څوک دي. باچاخان به د پښتنو تر منځ د برابرۍ او انصاف راوستلو دپاره شپه و ورځ هلي ځلي کولې تل ئې دا هڅه وه، چې د پښتنو تر منځ برابري او انصاف راولي. باچاخان د خپلي يوې دورې ذکر په دې ډول کوي:
"خلک مي په دې پوهـ کړل،. چې دا تا سو چې زما د باچا يۍ چغې وهئ نو چې دا تحريک مونږ شروع کړی دی، دا خو د باچايۍ دپاره نه دی، چې زۀ دي بادشاه شم او که چيري تاسو ما بادشاه کړئ. نو اول خو په اسلام كښې باچايۍ نۀ شته او بله دا چې ستا سو به خاوري په سر شي او زما به مزې وي نو تاسو پوهـ شئ، چې نه ما او نه بل خپل باچا کړئ مونږ باچايان جوړول نه غواړو، باچايانو ته مو ضرورت نۀ شته، زمونږ به يو مشر وي او د قوم په رايه او مرضي او مشوره به وي او هغه سړی به وي چې د قوم خدمتګار وي. د خان، غريب او ميا، ملا فرق به نه وي بلکې هر هغه سړی به وي چې هغه نېک او ايماندار او د قوم او ملک خيرخواه وي، تکليفونه او قربانۍ او ډير خدمت ئې د قام او ملک کړی وي. او چې ددې مشرۍ اهليت او پوهـ هم په كښې وي. زمونږ حکومت به د جماعت تابع وي. جماعت به د حکومت تابع وي، بادشاهي خراب شی دی. او د قوم او ملک په کې ډېر نقصان دی. او که چيري نن يو باچا ښه هم وي. نو سبا به ئې زوی باچاوي نو څوک ويلي شي چې ګوندي هغه به هم ښه وي. او باچايان کله د خپل قوم ترقي غواړي؟ ولي چې هروخت دا خيال کوي چې که دا خلک پوهـ شول نو ما به لري کړي نو هغه هر وخت د قوم د پوهي لاره كښې خنډان اچوي. دا ملک زمونږ د ټولو پښتنو دی، نو مونږ يو سړی نه خان کوو. زمونږ به کوشش داوي چې ټول خانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغه كښې مساوات وي او د ټولو خلګو په كښې يو شان خير او فايده وي. که پوره وي او که سپوره وي په شريکه به وي، امن وي، انصاف وي. زمونږ به د تول قوم يوه جرګه وي او د هغوی په خوښه به يو صدر وي."(۴۶)
د باچاخان له پورته بيان څخه جوته شوه چې باچاخان د پښتنو هېواد د ټولو پښتنو شريک او ګډ هېواد ګڼلو. هغوی د ټولو پښتنو تر منځ انصاف، برابري او مساوات غوښتلو، په هرناسته، هره وينا او هره غونډه كښې به ئې په ډاګه وئېل چي" که پوره وي او که سپوره وي په شريکه به وي" نو موړي په خپل کردار او عمل په خپل دور كښې جوته کړه چې د پښتنو او ټولو انسانانو تر منځ هيڅ قسم طبقاتي تصاد نه شته. او خپل ټول ژوند ئې د طبقاتي تضاد په ضد مبارزه كښې تېر کړ.
د باچاخان په غورځنګ كښې د ښځو ارزښت
"که د ځلمو نه پوره نه شوه
فخر افغانه جينکۍ به دي ګټينه"
باچاخان د نوي پښتون قامي غورځنګ له بنسټ ښوولو سره سم ئې دغه په پام كښې وو چې د نرګاړو تر څنګ ښځينه چې زمونږ د آبادۍ نيمه برخه ده هغوی ته له زلميانو سره سم ونډه ورکول او د ښځو د تعليم بندوبست او هغوی ته په کار او سياست كښې برخه ورکول وو، دغه کار باچاخان په عملي توګه په خپلو تنظيمونه كښې وکړ او د پښتنو په تاريخ كښې ئې په لومړي ځل و ښځو ته خپل حقوق نه يوازي ورپه ګوته کړل بلکې حقوق ئې ورهم کړل. او حتی د نرګاړو تر څنګ ئې وښځو ته هم دپوره پوره برخي اخيستو اجازه ورکوله، د باچاخان په غورځنګ كښې سيده بشری بيګم، الف جان خټکه، خورکۍ رنګينه، مېرمن نسيم ولي خان او يو شمېر نور هغه نومونه دي چې د نرګاړو سره سم ئې د سياست او ادب په ډګر كښې کردار اداکړ، د باچاخان شخصيت يو داسې عملي شخصيت وو که به چاليدلی هم نه وو خوله کارنامو څخه ئې خبروو په دې اړه يوه واقعه د باچاخان له کتاب څخه را نقلوم چې د باچاخان سره په غورځنګ كښې ښځوهم په څومره مينه برخه اخيستله.
"بهادره ښځه
يوه ورځ چوټا صاحب راغی او خندل ئې او ماته ئې ووې چې تا ته نن ديوې ښځي کيسه کوم چې دلته قيده ده. نن جېلخانې له د هغې وکيل خاوند ملاقات له راغلی وو او له هغه سره پينځه بچي وو، د ملاقات په وخت كښې خپلي ښځي ته ئې ډېر منت وکړو چې دا دوه واړه ته واخله او دادوې لوی به ماسره وي، ښځي ورته ووې چې دا ټول به ته ساتې ما خو دا ټول ساتل، خو تا زما خبره ونه منله نو اوس ئې ساته، چوټا صاحب ووې چې ماهغي ښځي ته ووې چې دا بچي ولي نه ساتې؟ نو هغې ځواب راکړو چې څه وخت د کانګريس د جنګ بيګل ووهل شو نو ما دې خاوند ته ووې چې دا د ملک او قوم جنګ دی ته هم لاړ شه خو ده وې چې زما يودوه مقدمې دي چې دا ختمي شي نوبيا به لاړشم. څه ورځې پس مې ترې پوښتنه وکړه چې مقدمې ختمي شوې که نه ؟ نو ده ووې چې لږ غوندې پاته دي. څه ورځې پس مي بيا ترې تپوس وکړو، نو هغه دغه ځواب راکړو چې دې بچو سره څه وکړو؟ ماوې چې دا بچي به زۀ ساتم ولي دی قيد ته تيار نه وو او زۀ پوهـ شوم چې جېلخانې له نه ځي نو زۀ پخپله راغلم پکټينګ مي وکړو او قيد شوم او بچي مي ده ته پرېښودل، د کوم قوم ښځو كښې چې دومره د قوميت او بهادري وي نو هغوی ضرور خپل منزل ته رسي او دغه وجه ده چې انګرېز مجبوره شو او زمونږ ملک ئې پرېښود"(۴۷)
د پښتو دا ټپه شايد پر دې موقع وئېل شوې وه:
د جېلخانې کړکۍ ته راسه
د زولنو به مي شرنګی دروبه وزمه
باچاخان او د دۀ ملګرو په ښځو كښې د قومي شعور دپاره ډېر کارکړی وو په ځانګړې توګه غلام محمد خان او زرين خان چې باچاخان په خپل کتاب كښې ياد کړي دي. په دې اړه ډېر څه شته خوزه دلته يواځي د باچاخان له کتاب څخه څو کرښي رانقلوم چې دوی په ښځو كښې څومره کار کړی او د پښتنو ښځو له باچاخان سره څومره مينه وه:
"په لوند خوړکي د ښځو جلسه وشوه، په زرګونو ښځي ورله راغلي وي او ماله ئې سپاسنامه هم راکړه او تقريرونه ئې هم وکړل په دې زۀ خوشحاله شوم، ولي چې بغير د ښځو نه يو قوم ترقي کولی نه شي، ولي چې زمونږ د کور او بچو ټول پرورش د هغوی په لاس كښې وی او زمونږ د ګاډي چې کومي دوه پايې دي نو يوسړی دی او بله ښځه ده، نو تاسو پخپله خيال وکړئ چې يوه پايه پنچروي نه ګاډۍ به څنګه لاړشي؟ په سپاسنامه كښې دوی دا مصرع ليکلې وه:
که د ځلمو نه پوره نه شوه
فخر افغانه جينکۍ به دي ګټينه"(۴۸)
باچاخان چې څومره ژوند تېر کړی دی. هغه ئې د پښتنو په بيدارولو او ويښولو كښې تېر کړی دی. له نرګاړو سره سم ئې د ښځمنو و تعليم ته بشپړه پاملرنه وه. په هغه دور كښې که پېرنګي تالۍ څټو زمونږ پاچا امان الله خان په دې تور کافر کاوه چې ملکه ثريا ئې ولي جلسې ته راوستې ده. باچاخان چې په همدغه دور كښې د ښځو تعليم او د هغوی اولسي غونډي رابلل او قامي شعور ورکول څومره سترکار دی. ځکه خو به پېرنګيانو سره له ملګرو زندان ته اچول او يا به ئې په سپينه ورځ وژل.نو لنډه دا چې د باچاخان په غورځنګ كښې نه يواځي ښځي ئې په علم پسوللې بلکې د نرګاړو تر څنګ د ژوند په هر برخه كښې بشپړه برخه ورکول وو. د باچاخان بريالتوب هم په دې كښې وو چې د ښځوو روزنه او په ورځني ژوند كښې د برخي اخيستلو حق ئې ورکړ. و يوې خواته ئې د ښځو د کردار له کبله په قام كښې شعور ډېر ژر پيدا کړو او د پښتنو په تاريخ كښې ورته د ښځو د روزني او حق ورکولو ځانګړنه په برخه شوه. باچاخان په پښتون مجله كښې د ښځو دپاره ډېري زياتي ليکني چاپ شوي دي. او ډېرو خوندو په خپلو او مستعارو نومونه ليکني پکښي کړي پر دې اړخ ځانته کتاب ليکل كېدلى شي خو زۀ به يواځي دلته د ارواښاد شاد محمد مېږي يو نظم راوړم که څه هم اوږد دی چې د يوې پښتنې خور د غيرت او مېړاني او ارزو ذکر ئې د لور او مور تر منځ د يوې مکالمې په بڼه په كښې کړی دی.
"د يوې پښتنې بېغلي د خپلي مور سره د جنګ بابت كښې خبري:
سر راله غوړکه موري زۀ بابا ملنګ له ځمه
موري زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن
پتنګان شمعي له ځي زۀ شمع پتنګ له ځمه
موري زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن
لور
سر راله غوړ که سترګې تورې که
غوړ سټوکې مي په سر سورې که
موري نکريزې هم راله پورې که
زه د وطن په ننګ ناموس توپ او توپنګ له ځمه
موري زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن
مور
بچيه! جنګ شهد او شکرې نه دي
دا د سرخې خوا كښې سندرې نه دي
جنګ له ورتله د خولې خبرې نه دي
ته زنانه ئې زنانه توپ او توپنګ له نه ځي
جينکۍ جنګ له نه ځي قلاري کينه"(۴۹)
تر پايه
پښتني صنعت ته وده ورکول
" د پيپلو پاڼي خوره په غره كښې اوسه
نه چې پان د هند وستان خورې زما جنده"
خوشال خان خټک
باچا خان په لومړي ځل يوه زرعي ټولنه چې په هغه كښې يواځي کرهڼه او مالداري دود وه، نوموړي له نوي دوره سره سم ئې د خپلي ټولني پام د صنعت ولور ته راواړاوه، باچاخان د دې دپاره يو داسې کاروکړه چې تر ټولو لومړی ئې د خپلي سيمي هغه ټوکر چې خامتار ورته وائي چې هغه په کورونو كښې به ځای په ځای جوړ ېدله، باچاخان به د دغه خامتا کالي اغوستل او دد غه خامتا څادر او د خپلي سيمي څپلۍ يا بوټان به ئې کارول، نو پښتون اولس چې په هر توګه له باچاخان څخه متاثره شوي وو، هغوی ته د باچاخان دغه کار زيات خوند ورکړ، بيا ټولو پښتنو دغه د خامتا کالي او څادر او د خپل صنعت څپلۍ او بوټان په کار راوستل له خارجي شيانو څخه ئې پښتانۀ منع کړل، و وطني صنعت ته وده ورکول شوه. باچاخان له هند څخه د سپڼسي جوړېدو ماشينان په خپله سيمه كښې وخپلو خلګو ته معرفي کړل، پر دغو ماشينانو به باچاخان پخپله هم کار کاوه، سپڼسي به ئې جوړول د باچاخان دغه عمل ويوې خواته وخلګو ته د کار کولو درس ورکاوه او ورسره د دغو ماشينانو په ذريعه سپڼسي ژر ژر جوړېدل او د خپلي سيمي د خلګو اړتيا ئې پر وخت پوره کوله، دغه صنعت په دغه دوره كښې له چارسدې څخه نه يواځي مردان، سوابۍ، پېښور ته غځېدلی وو. بلکې دغه صنعت تر بنو پورې ورسېدی نن هم په دې سيمه او خطه كښې د چارسدې، مردان، پېښور، سوات او بنو کپړې، څادر، څپلۍ، خولۍ او نور شيانو ډېر زيات مشهور دي.په پښتني نړۍ كښې په زيات شمېر كښې و خپل صنعت ته وده ورکول او د خپلي سيمي څېزونه په کار راويستل وياړ هم د باچاخان په برخه رسېږي چې د باچاخان په ځانګړنو كښې يوه ستره ځانګړنه ده، چې د پښتنو په تاريخ كښې د صنعت په څانګه كښې يوه زرينه دوره ګڼل کېږي، د يادوني وړ ده چې د باچاخان دې عمل نه يواځي پښتني صنعت په سيمه كښې راژوندی کړ، بلکې په داسې کولو ئې خپل قام د پرديو له کلتور څخه وژغوره او خپل کلتورته ئې دوام ورکړ.
د باچاخان د دې کار په باب محمد رقيب ليکي:
"په اقتصادي لحاظ د ښکيلاک ګرځواک نه ازاد شي د دې دپاره چې د ولس د جامو اوبدلو، لاسي صنعت ته وده ورکړي. او وګړو ته ئې د هغه د کارولو روزنه ورکړه او همدارنګه د تخمونو نه د غوړو ايستل"(۵۰)
باچاخان چې کله د پښتنو خپل صنعت په لوړه کچه راژوندی کړ او تر اوسه پورې دغه لړۍ روانه ده او انشاء الله روانه به وي. او پښتون قام به د باچاخان دغه احسان د تل دپاره نه هېروي چې پر پښتنو ئې کړی دی.
د نېشنل ازم لومړی کار هم دا دی چې قام بايد پر خپلو پښو ودرېږي. د هغي دورې ځيني شاعران چې د باچاخان د فکر ترجمان دي. هغوی تقريباً د باچاخان هراړخ په شعرونو كښې راخيستی دی خو د دې څپرکي په اړه به د ارواښاد ملنګ جان يو څو بيتونه دلته راوړم چې خبره ښه روښانه شي.
"ځان ته ودروه پښتو پښتونه وروره
هر ګز مه غواړه پولاو دبل له کوره
له هزار نعمت نه دا انسان ته ښه وي
سوړ سوکړک چې د چاوي د خپله کوره
ځار قربان د خپل وطن د توت سنځلي
ام، کېلې ته زړه ښه نه کړې د لاهوره"(۵۱)
تر پايه
د خپلې کورنۍ روزنه
"باچا خان نور، رڼا، ښايست، ښکلا وو بختور وو
په رڼا د خدای د مينې منور وو
د غني، ولي، علي سيوری د سر وو
په خوشبو ئې سمه غر ټول معطر وو"
نور الاسلام سنګر
په نړۍ كښې ډېر ستر ستر انسانان تېر شوي، په خپل عمل ئې ډېر څه د انسانيت دپاره کړي دي، نن هم د نړۍ ټول انسانان ورباندي وياړي. خو له زياترو سترو انسانانو سره دا ستونزه هم وي چې پخپله خود ډېر لوی نامه څښتنان شي. شاوخوا ډېر څه وروزي خو خپل کور ځيني پاته وي په پښتنو كښې باچاخان يو داسې ستر شخصيت تېر شوی دی چې د ټولي پښتني نړۍ ترڅنګ ئې خپل کور ته هم زياته پاملرنه کړې ده، داسې نه ده لکه پښتانۀ چې وائي چې اکبر باچا ټوله نړۍ سمه کړه. خو د خپل نغري غاړه ئې نه کړه سمه. باچا خان د خپل نغري درې واړه زامن داسې وروزل چې د دۀ غوندې برداري وني په سايه كښې د ځانګړي حيثيت څښتنان شول. او د پښتنو دغه متل ئې غلط ثابت کړ چې " له بدو ښه زېږي، له ښو واښه زېږي.
د منظومو سپاسنامو وياړ
کله چې باچاخان ته په اتمانزنو كښې يوه ستره جلسه جوړه شوې وه نو هلته يوه منظومه سپاسنامه وړاندې کړل شوی وه چې باچا خان ئې په خپل کتاب كښې ذکر کړی دی له ښه مرغه دغه اصلی منظومه سپاسنامه د سخاکوټ فضل زمان شلمان چې نر پښتون اوتکړه ليکوال دی ورسره خوندي ده او وماته ئې ددې کاپۍ راکړې ده، زۀ ئې مننه کوم، خو يوه خبره چې د يادوني وړده هغه دا چې په سياسي جلسو كښې دا لومړنۍ سپاسنامه ده چې هغه په منظومه بڼه كښې باچاخان ته وړاندې شوي ده، نو دغه ځانګړنه هم د باچا خان له مبارزې سره مينه څرګندوي چې باچا خان په لنډ وخت كښې په خپل عمل خپل افغان اولس څومره متاثره کړی وو د سپاسنامې سرليک دی: "په خدمت د فخرافغان عبدالغغارخان کښي" د يادوني وړده چې دغه سپاسنامه راحت نومي سړي ليکلې ځکه دپاڼي په پای كښې ليکلي شوي دي" نو شته راحت" ديادوني وړده چې کله د "رولټ ايکټ" په خلاف په جلسه كښې باچاخان له نورو مشرانو سره په اپريل ۱۹۱۹ كښې دشپږو مياشتو دپاره بندي کړل شو نو چې کله په اکتوبر كښې دوی له بند څخه آزاد شو د اتمانزو په دغه لويه جلسه كښې جلسه كښې لاندينۍ سپاسنامه ورته وړاندې کړل شوې ده :
سپاسنامه منظوم
په خدمت د فخر افغان عبدالغفار خان کښي
خان عبدالغفار خاونده تل فخر افغان لرې
تل د دۀ قومي ژړا په قوم ابرنيسيان لرې
سختي د رولټ بل د هجرت واړه په ده تېري شوې
خدايه تل حيات ته د اسلام داسې خپلوان لرې
نن د قوم دپاره ده سختي د زندان تېره کړه
خدايه هرنوسی ته د خالد د دۀ پشان لرې
تر پايه
کله چې باچاخان په کال ۱۹۵۷ دمئ پر ۳ مه نېټه د کاکاصاحب په زيارت كښې په يوه ستره جلسه كښې برخه لرله هلته د پښتنې خورکۍ س.ب.ب له خوا منظومه سپاسنامه يعني هر کلی ئې په منظوم ډول وشو.
" هرکلی
اې د قوم ملت غمخواره ستړی مه شې
د پښتون روحاني پلاره ستړه مه شې
ستا راتله دي زمونږ بيا بيا مبارک وي
په بيا بيا له بل دياره ستړی مه شې
اتيا لکه پښتانۀ په تامين دي
د هر يو پښتون دلداره ستړی مه شې"(۵۳)
تر پايه
په دې اړه د ارواښاد عبدالخالق خليق صاحب په خپله شاعري كښې په ځينو شعرونو كښې ورته اشاره کړې وه چې ځيني بېلګي به ئې دلته راوړم:
"(د کانګريس د کراچۍ کليزه جلسه)
په دويمه ورځ راتلونکی باچاخان وه
استقبال ته ئې راغلی يو جهان وه
مونږ هم لاړو د صدر اسټېشن ته
دګلونو هار مو يوړو روئين ته
پښتنو د کراچۍ اوويل ماته
زه ئې اوبللم بېل ئې کړم يو خواته(۵۴)
تر پايه
د يادوني وړده چې تر دې ورورسته بيا دا رواج جوړشو چې باچاخان ته به زياتره وخت منظومي سپاسنامې وړاندې کېدلې.
داسي ډېر شعرونه شته چې د سپاسنامو په توګه باچاخان ته د شاعرانو له خوا وړاندې شوي دي. اوس که د هغوی نمونې دلته راوړم خبره ډېره اوږدېږي. او يواځي به دومره ووايم چې د منظومو سپاسنامو ځانګړنه چې د باچاخان په برخه ده نو رښتيا هم داسې وياړ د دې ډول ستر انسان سره ښايي.
رئيس الاحرار ايوارډ
"د وطن په آزادۍ که پوهېدو څوک
دکانګرس په ملګرۍ نه دی هندو څوک"
قاضي ملا عبدالسلام اشېزی
د ديوبند مدرسه په ۱۸۶۸ م کال كښې جوړه شوه. د همدې مدرسې په برکت په دې سيمه كښې نه يواځي د ديني زدکړو دپاره زمينه برابره شوه، بلکې دې مدرسې بنيادي کار دا وکړو چې د دې سيمي د قامونو په آزادۍ كښې ئې مهم کردار ادا کړ، پرنګيانو که به له هر ځايه تش په نامه ملايان د خپلو شومو هدفونو دپاره راپيدا کړل او د آزادۍ غوښتونکو په وړاندې ئې ودرول او ډول ډول پروپاګنډ به ئې په ازادۍ غوښتونکو پسې کولو. خو د ديوبند علماو بيا هغه کردار ادا کړ، چې هغه د قامونو په ازادۍ په ځانګړې توګه د پښتنو په ويښتا به او بيدارۍ كښې ئې ښه ونډه اخيستې ده.
فخر افغان باچاخان يو لوی کار دا وکړ چې د ديوبند له علماوو سره ئې ډيري ښې اړيکي وساتلې. ډېر کارونه ئې يو د بل په مشاورت سره کول. باچاخان د ريښتنو علماوو ډېر قدر کاوه له ديوبند سره اړيکي لرونکو علماوو له باچاخان سره د ازادۍ په مبارزه كښې بشپړه ونډه واخيسته.
کله چې د ديوبند مدرسې سل کلن جشن وو په دې سل کلنه غونډه كښې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه علماوو ګډون کړی وو. د علماوو تر څنګ د پښتنو قامي مشران ئې هم دې غونډي له بللي وو. د ديوبند په دې سلمه کليزه كښې “سل کلنه جائزه” چې “ رئيس الاحرار” رئيس. د مشر په معنا او “حر” آزاد ته وئېل کيږي احرار د حر جمع دی. "“رئيس الاحرار” د ازادو خلګو مشر يعني د ازادۍ غوښتونکو مشر نوم ئې ورته غوره کړی وو. او دا جائزه به ئې په دې پروګرام كښې يو چا ته ورکوله، دې پروګرام له ئې د بېلا بېلو هېوادونو څخه خلک ورغوښتي وو، چې له دې سيمي څخه ارواښاد خان عبدالولي خان، مولانا فضل الرحمن او نورو مشرانو پکښي برخه لرله خان عبدالولي خان وئېل چې د ټولو سيمو د علماوو يوه اوږده غونډه شوې وه او هغوی دا پرېکړه کړې وه چې مونږ به يو ايوارډ (جايزه ) چې نو م ئې "رئيس الاحرار" دی دغه مونږ د څو ګهنټو وروسته فېصله کړه چې دغه به باچاخان ته ورکوو، نو بيا دغه د باچا خان په نوم جائزه " رئيس الااحرار " خان عبدالولي خان تر لاسه کړه.
د ديوبند مدرسې سل کلنه جائزه " رئيس الاحرار " چې باچاخان ته ورکول شوه دا د ډېرو خلګو دپاره د حېرانۍ خبره وه چې د دومره سترو سترو علماوو او نورو مشرانو د قربانيو په شتون كښې دا خبره جو توي چې باچاخان د خپلي پېړۍ هغه ستر شخصيت وو چې په سيمه او خطه كښې ئې په دې برخه كښې سيال نه وو.او دغه د ازادي غوښتونکو د مشر “رئيس الاحرار” ځانګړنه ئې په برخه شوه.
باچاخان او زندان
پرېږده چې ټوله ترې قربان شم
زما په سر ئې جېلخانې خوړلي دينه
باچاخان چې د کله نه د افغانانو د اصلاح دپاره هلي ځلي رواني کړې نو د پېرنګيانو تر سترګو دغه ځوان ښه نه ايسدو لومړی ئې دی د خپل پلار بهرام خان او نورو خواخووږو له لاري دی منع کاوه، خو باچاخان له خپل کار او مبارزي څخه لاس نه اخستلو، نو پېرنګيانو بيا د خپل زاړه دود له مخې په وار وار په زندانونو كښې بندي کړي دی. باچاخان په لومړي ځل په اپريل ۱۹۱۹م کال كښې د شپږ مياشتو دپاره سزا شو. چې بيا په اکتوبر ۱۹۱۹م كښې بېرته خلاص شو. بيا دغه لړۍ د پاکستان تر جوړېدو او بيا د پاکستان له جوړېدو سره سم دغه لړۍ بيا پسي پئيل شوه، د باچاخان تر څنګ په زرګونو خدائي خدمتګارانو هم دپېرنګي په دوره كښې او هم په پاکستان كښې په زندانونو كښې بنديوان شوي. نه يواځي بنديوان شوي بلکې هغه ډول ناوړي پېښي ورسره شوي، چې هر هغه انسان چې د باچاخان او د خدائي خدمتګارانو د زندان ظلمونه ولولي، ارومرو به ئې سترګي له اوښکو ډکېږي. د خدائي خدمتګارانو زندان زمونږ پر شاعري زيات اثر واچولو ملګرو شاعرانو به په زندانونو كښې شعرونه ليکل، نثرنګارانو به نثرونه ليکل باچاخان بابا به پخپله (زه په جېل خانه کي) تر سر ليک لاندې ليکني کولې چې بيا به په پښتون مجله كښې خپرېدلې. د عبدالاکبر اکبر شعرونه، او د نورو ملګرو شعرونه او نثرونه زيات مشهور شول. خو د ارواښاد غني خان “ د پنجرې چيغار” (شاعري) او د ارواښاد اجمل خټک “دا زۀ پاګل وم” (نثر) هغه کتابونه دي چې نړيوال شهکار ئې ګڼلى شو، په زندانو نو كښې ويوې خواته پر باچاخان او ملګروظلمونه کېدل، نو بلي خواته ښه ادب هم تخليق کېدو.پر اولسي شاعري ئې هم ژور وړ (اثر) لوېدلی وو. کله چې په چارسده كښې په سونو پښتانۀ شهيدان شول او باچاخان زندان ته تللی وو. نو بابا چې کله له زندان نه راوځي. نو يوې پښتنې خورته داسې ارمان درېږي:
بابا واپس د جېله راغی
زما جانان له چارسدې نه، نه راځينه
دا لنډۍ په دې ډول هم ده:
بابا واپس د جېل نه راغی
زما لالی د چارسدې نه، نه راځينه
يوه بله لنډۍ ده:
د جېل خانې کړکۍ ته راسه
د زولنو به مي شرنګی در وبوزمه
باچاخان چې په زندان كښې بند وو. نو ارواښاد ملنګ جان داسې د ارمان سندري پسي ويلې:
عجيب محفل دی راټول شوي عزيزان پکي
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکي
(ترپايه)
د باچاخان ټولو ملګرو ډېر زيات زندان تېرکړی دی. خو د باچاخان د زندان موده تر ټولو زياته ده په دې بابا ښاغلی افراسياب خټک ليکي:
"باچاخان د پېرنګي په دور كښې شپاړس کاله جېل تېر کړی وو او په پاکستان كښې اتلس کاله بندي وو ټول جېل ئې څلور دېرش کاله تېر کړی وو. غالباً چې باچاخان په ټولي دنيا كښې تر ټولو اوږده سياسي قيد تېرونکی سياسي رهبر وي."(۵۵)
له دې پرته باچاخان څو کاله له خپلو پښتنو څخه ليري وساتل شو په اوسنۍ خېبر پښتونخوا او په پنجاب كښې څو ځله بنديز پرولګېدو همدا ډول د سوهيلي پښتونخوا له پښتنو څخه څو څو ځله ليري وساتل شو يو ځل خو تر سيوۍ پورې راغلو بيا ئې له هغه ځايه بېرته ستون کړو.له دې پرته له ۱۹۶۲ م کال څخه تر ۱۹۷۲ م کال پورې له خپل کور ليري وساتل شو او په اوسني افغانستان كښې ئې شپې سبا کولې خو دومره وو چې په دې لسو (۱۰) کلونو كښې ئې په ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني، زابل، کندهار، هلمند او په نورو ولايتونو كښې پښتنو له ورغلی او هغوی ته ئې ويناوي وکړې او هغوی ئې په دې پو هول چې مونږ او تاسي يو، يو. خو دې پېرنګي ظالم يو د بل نه بېل کړي يو.
له دې پرته باچاخان ته ئې څو ځله د نظر بندۍ سزا هم ورکړه. اوس که د باچاخان د جېل کيسې دلته بيان کړو چې نوموړي په خپله په خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” كښې راوړي دي يا د خدائي خدمتګار غورځنګ د نورو ملګرو له کتابونو څخه ئې رانقل کړو نو کتابونو کتابونه به ځيني جوړشي. نو په لنډوټکو كښې دومره ووايم چې باچاخان نه يواځي په پښتنو كښې بلکې د ټولي نړۍ په سياسي قيديانو كښې تر ټول زيات زندان تېرکړی دی.
دنړۍ د مشهور سياسي ليډر نيلسن منډيلا چې تقريباً ۲۷ کاله زندان ئې تېر کړی دی. د باچاخان هر دويم دريم ملګري دومره زندان تېر کړی دی. او ځينو ملګرو خو ئې تر نيلسن منډيله هم زيات زندان تېر کړی دی. تر اوسه پورې د نړۍ د اوږده زندان تېرونکي ځانګړنه هم د باچاخان په برخه ده ځکه خو هغه وخت يو شاعر ويلي وو چي:
چين به فخر په ماو، روس به په لينن کوي
په چرچل باندې به ناز خپل پرنګيان کوي
چاچي پۍ د پښتنې ادې رودلي وي
تل به فخر په بابا فخرافغان کوي.
د خدائي خدمتګار غورځنګ ادبي دوره
"که هر څو په خوی ترخه وه يا خوږه وه
د خوشال د خيال او فکر چنغله وه
نوی کول ئې دا دی مخ نه پلو واخيست
که پښتو پلو په مخ بِکره پرته وه"
لطيف وهمي
و پښتو ادب ته که مونږ ځير شو نو په پښتو ادب كښې ډېري ادبي دورې تېري شوي دي او ډېري ادبي دورې د تاريخ په اوږدو كښې دوخت په ګړځونو كښې له مونږ څخه ورکي خزانې دي. خو ځيني بيا داسې دورې شته چې هغه څر ګندي دي او د ادبياتو په تاريخ كښې ثبت شوي دي، د امير پولاد او امير کروړ ادبي دوره چې په پټه خزانه كښې ئې ذکر راغلی دی، دغه تاريخي اسناد مونږ ته د هوتکي دورې په برکت تر لاسه راغلی دي، محمد هوتک وو چې د نارنج ماڼۍ په ادبي ماحول كښې راوټوکېدی او د پټي خزانې په برکت ئې مونږ ته ډېر څه د ادب په ډګر كښې راپېژني او که خدای مه کړه که دغه پټه خزانه هم د تاريخ په ګړځونو كښې پټه پاته شوې وای نو بيا به زمونږ څرګند ادب نور هم رالنډ وای، له دې پرته د پير روښان دوره ده چې پښتو ادب ته ئې ډېر څه ورکړل. تر روښاني دوره را وروسته هوتکي دوره ده چې پښتو ژبي ته ډېر څه پکښي وشول. په دغه دوره كښې محمد هوتک پټه خزانه وليکله. بيا را وروسته د خوشال خان او کورنۍ قامي او ادبي غورځنګ وو چې پښتو ادب ته ئې ډېره زياته ګټه ورسوله، زمو ږ مشرانو ليکوالونو دغه دوره د پښتو ادب زرينه دوره بللې ده. د دې دورې په شاوخوا كښې د پښتو ستر ستر شاعران او ليکوالان رازيږي، چې د پښتو ادب بنيادي ستني ګڼل کيږي. لکه رحمان بابا، حميد بابا او يو لړ نور شاعران راپيدا کيږي چې په خپلو شعرونو او نثرونو د پښتو پاڼي زرينې کړې. تر دې زرينه دوره راوروسته بيا پر تاريخ تياره غوړېدلې ده، تر دې دورې وروسته بيا د احمد شاه بابا دوره پيل کيږي، په دې دوره كښې هم د پښتو ژبي وده او پراختيا په پام كښې نيول شوې. پير محمد کاکړ په همدې دوره كښې کندهار ته بلل کېږي او د معارف په برخه كښې کار ځيني اخيستل کيږي، د احمد شاه بابا تر مرګ څو کاله راوروسته بيا د پښتو د ودې کيسه سړيږي، د دې سړې دورې په پای كښې له بده مرغه افغان وطن ته پرنګيان مخه کوي او افغان وطن په دوو لويو برخو ويښي، د د غو کلونو په شاوخوا كښې د پښتو ژبي د ودې او پراختيا دپاره ګړندي ګامونه اخيستل کېږي، زما سکالو د خدائي خدمتګار غورځنګ ادبي دوره ده، نو په دې اړه به څه نه څه رڼا واچوم، فخر افغان باچاخان چې کله د نوي پښتون قامي غورځنګ بنيادونه ږدي. نو په دې دور كښې دوی او د دوی ملګري وپښتو ژبي ته په خاص ډول پام راګرځوي د "پښتون" رسالې تر څنګ آزادي مدرسې جو ړيږي په دې دوره كښې د ماشومانو تر څنګ د هر عمر خلګ روزل کېږي، په دې دوره كښې شاعري انقلابي اړخ ته راګرځي. نوي ادبي ژانرونه په پښتو كښې په منظم ډول دوديږي او په ځانګړې ډول پام ور اوړي، سټېج ډرامې وړاندې کېږي. په هغو كښې د ټولني د سموني او د دښمن پر ضد تبليغات په كښې کېږي. د دي دورې اثر نه يوازي تر صوبه پښتونخوا پورې پاتيږي بلکې د دې دورې ريښې تر کندهار او شالکوټ پورې رارسيږي په ډغه دوره كښې په سوونو خلګ د پښتو ادب په ډګر كښې روزل کېږي، په دغه انقلابي دوره كښې ډېر ستر ستر ليکوالان، کيسه ليکونکي او شاعران روزل کيږي، چې د خوشال خان تر زريني دورې راوروسته دا يو داسې دوره ده چې پښتو ژبي ته ډېر څه په كښې ليکل شوي، د خوشال خان بابا دغه ګيله چې په خپل دورکښي ئې کړې وه:
چا ئې پلو له مخه وانه خيست
پښتو لا هسي بِکره پرته ده
خو د خدائي خدمتګار غورځنګ د ادبي دورې يو تکړه شاعر لطيف وهمي د بابا دغه ګيله د شعر په ژبه داسې ځوابوي:
"که هر څو په خوی ترخه وه يا خوږه وه
د خوشال د خيال او فکر چنغله وه
نوی کول ئې دادی مخ نه پلو واخيست
که پښتو پلو په مخ بِکره پرته وه"(۵۶)
د خدائي خدمتګار غورځنګ ادبي دوره چې د يوه بېل مکتب په توګه معرفي شوه، ځانته يو اوږد بحث غواړي او که زۀ دلته د دې دورې او مکتب پر بېلا بېلو اړخو نو رڼا اچوم نو خبره بلي خواته ځي. زۀ يواځي دلته پر هغو اړخو رڼا اچوم چې په دې دوره كښې ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده، په دې دوره كښې د پښتو د ودې دپاره د ادب په دواړو برخو نثر او نظم كښې کار شوی دی.
باچاخان چې د نوي قامي غورځنګ بنسټ کښېښود، نو ده د پښتنو د ازادۍ ستره وسيله قلم وګڼلو، له توري او توپک څخه ئې په شعوري ډول ډډه وکړه، په افغانانو كښې ئې د عدم تشدد لاره په لومړې ځل معرفي کړه، خلګو ته ئې دا درس ورکاوه چې ديوه انسان ددپاره تر ټولو ستره وسله قلم دی خلګ ئې په قلم او کتاب زني (اموخته) کړل. باچاخان چې به څه وئېل لومړی به ئې هغه په خپل ځان كښې راوستل. نو باچاخان پخپله هم د قلم په څوکه د قام د بيدارۍ دپاره ګامونه واخيستل. لوی استاد ارواښاد د علامه عبدالحی حبيبي د باچاخان په دې باب ليکي:
"عبدالغفار خان د خپل نثر ليکلو اساس په هغه معيار ايښی دئ په کوم چې پښتانۀ په خپلو دېرو او حجرو كښې خبري کوي، د عبدالغفارخان په نظر كښې ليکنه او ادب فقط د خپل اصلي مقصد دپاره چې هغه د خلګو پو هول دي استعمالېږي او د دۀ د ليک مقصد صرف دادئ، چې په خپل اصلاحي او سياسي فکر عام خلک پوهوي. نو ځکه دی تل په داسې ژبه ليکنه کوي چې په کومه ژبه دی په حجره كښې د پښتنو سره ږغيږي، د دۀ نثر داسې ساده او روان او بې تکلفه دی، چې هر پښتون ښه په پوهېدلى شي او هم د دغه سبک په تعقيب ډېر نور ليکوال راوتلي دي. چې نور پښتو اخبارونه او مجلې ئې نشر کړي دي. لکه (آزاد پښتون) چې مير احمد شاه نشرا وه يا دخېبر مجله چې د اسلاميه کالج څخه خپرېده يا (ستړی مه شې) مجله چې سيد راحت زاخپلي خپروله."(۵۷)
لوی استاد علامه حبيبي د باچاخان نثر ډېر ښه يادکړی او دی د خپل نثر موسس ګڼي او دی يو ريالسټ ليکوال ګڼي. په دې باب لوی استاد کاږي:
"په پښتونستان كښې چې تر اوسه پورې د نثر ليکلو طرز او ډول روان دئ هغه د عبدالغفار خان او د دۀ د ملګرو لکه ماسټر عبدالکريم مرحوم او قاضي عطاءالله خان مرحوم کړې لار طی کوي.
د عبدالغفار مسلسل مضمونونه چې د “زه په جېل خانه کي” تر عنوان لاندې خپرېدل ډېر خواږه او د واقعيت نګارۍ ښه مثالونه دي، دی شاعر او خيالپرست ليکوال نه دئ. مګر د اجتماع د ژوندانه واقعيتونه د يوه ريالسټ په ډول په ساده ژبه ليکلى شي او هروخت ادب د ژوند دپاره استعمالوي."(۵۸)
قاضي عطاء الله خان چې يوه ښه عالم او پوهـ انسان وو د سياسي مبارزې تر څنګ ئې قلمي مبارزه کړې ده، ډېر څه ئې پښتنو ته په ميراث كښې پرې ايښي دي چې پښتانۀ تل پرې وياړي. نوموړي د ژوند ډېره برخه په زندان كښې تېره کړې ده، خو په زندان كښې ئې له لټۍ څخه کار نه دی اخيستی، هلته ئې هم د قلم مبارزه توده ساتلي ده، په دې باب لوی استاد کاږي:
"قاضي عطاء الله په بنديخانه كښې هم يو لوی اجتماعي خدمت کړی دئ، ده له انګريزي مهمو کتابو څخه يو د پښتنو تاريخ په څلور جلده كښې ليکلی دئ، چې په پښتو تاليفاتو كښې لومړۍ درجه لري، دا کتاب دوې لويي ښېګڼي لري: اول دا چې ژبه ئې روانه او خوږه او عام فهمه، مګر د ادب پر اصولو برابره پښتو ده. دوهم داچي د کتاب موضوع هم د تاريخ ليکلو پر عصري معيار برابره ده، يعنی دی له ځانه تاريخ نه جوړوي، بلکې د مستندو کتابو په حواله خبري کوي. د پښتنو مفاخر او د پښتونوالي ښېګڼي په ښه ډول په تاريخ كښې ساتي."(۵۹)
د خدائي خدمتګار غورځنګ پر ادبي دوره ډېرڅه ليکل شوي دي. او ډېر څه به ورباندي ليکل کېږي. ودې ادبي دورې ته ښاغلي سليم راز په دې ټکو سره قايل دی:
"د خدائي خدمتګار د سياسي تحريک په نتيجه كښې راپيدا شوی يو ادبي بهير وو چې په پښتو ادب كښې ئې نماياں انقلابي تبديلۍ راوستې دا تبديلۍ د هيت او اسلوب په لحاظ هم چې پښتو ادب، خصوصاً شاعري ئې په هرلحاظ غني او د عصري تقاضو مطابق کړه پښتو كښې ئې د جديد نظم ابتدا هم له دغه ځايه کيږي او د نظم په فارم اوخيال كښې نوي نوي تجربې کيږي پښتو افسانه او ډرامه هم د دغه دور پيداوار دی. د سټيج ډرامو آغاز هم دغه تحريک کوي، د موضوع، اسلوب او جدت په لحاظ هم ادبي صنفونه د غي تاريخ مرحلې روزلي دي. د روايتي حسن او عشق د تصوراتو په ځای شعر افسانه او ډرامه خپل سماجي معاشي بنياد وپيژندو، دې نه علاوه د وخت او حالاتو مطابق د انقلابي و ضعي، ادبي تنقيد، علمي، سماجي او سياسي مضامين، تبصرې او کالمونه هم د دغي دور يادګار دی."(۶۰)
ښاغلي سليم راز پر مخ خپله خبره راغونډوي او وائي:
"خدائي خدمتګار تحريک چې د ژبي او ادب په ترقۍ كښې څومره کارکړی دی. هغه هومره لا په دې سيمه بل يوادبي، سماجي يا سياسي تحريک نه دی کړی "(۶۱)
روسي ليکوال ګ ف، ګېرس لومړنی غير پښتون ليکوال دی چې د لري پښتونخوا (مقبوضه افغانستان) ادبياتو ته ئې ځانګړې پاملرنه وکړه او دلري پښتونخوا پرلتو وګرځېد. پښې ئې پسي تڼاکي کړې بيا ئې “د مېړني اوس دبيات” په نامه کتاب وليکئ، چې بيا د سر محقق محمد اکبر معتمد شينواری له خوا په پښتو وژباړل شو. ښاغلي ګېرس په خپل ارزښتناک اثر كښې د افغان وطن د دې سيمي پر ادبياتو باندې بشپړه رڼا اچلوې ده، ټول پښتانۀ ورته د قدر په سترګه ګوري د نوموړي له کتاب څخه هره کرښه د ماخذ په توګه مونږ راوړلى شو. ځکه چې ټول کتاب دې دورې ته ځانګړی دی. د دې ادبياتو په باب يو ځای کاږي:
"په دغو ازادو سکولونو كښې د پښتنو د ازادۍ دپاره د سر تيرو نوی نسل روزل کېده او د نورو منورينو هغه نمائنده ګان پکي تربيه کېدل، چې د پښتنو د اوسني ادب په انکشاف كښې ئې لويه برخه اخيستې ده، لکه عبدالاکبرخان اکبر، محمد خان مير هلالي، ماسټر عبدالکريم، سعادت خان جلبل او نور، ازادو سکولونو د دغو ليکوالو دپاره (چي څوک پکي معلمان وو، څوک پکي شاګردان وو) لومړني ادبي مکتبونه وګرځېدل او دوی اثارو او د دوی استعداد پکي رشد موند"(۶۲)
نورالامين يوسفزی چې د خدائي خدمتګار ادبي دورې د اوسنيو ليکوالو او شاعرانو له جملې څخه دی نوموړی د دې دورې په باب ليکي:
"هغه اديبان او شاعران چې د علي خان او معزالله خان نه پس ئې کار او لار د خانانو حجرې ساتل، د هغوی محفلونه ښايسته کول او قصيدې وئيل وو، بابا دوی د دغه حجرو نه راپاڅول او د قامي ازادۍ، وحدت او شناخت کاروان كښې ئې ورله د عزت ځای ورکړو. ځکه مونږ مولانا فضل محمود مخفي نه تر اجمل خټک او د اجمل بابا نه تر دې دمه دقوم پرستو، انسان پرستو، او کمېټيډ اديبانو، شاعرانو دغه دروندکار ته د خدائي خدمتګار ادبي تحريک نوم ورکوی شو، چاچي دا قسمه شاعري شروع کړه:
مرګيه مه راځه درځمه
او دا چي:
زهر راله راکړه د شفا پياله دې لرې کړه
خېرنه مي توبه شه خوداسپي دي رانه کري کړه
يا داچي:
باز که دغماز په منګل ناست دی هيڅ پروا نۀ شته
ما د زړه په غوښو باتوران ورله ساتلي دي"(۶۳)
په هم دې باب بيا داسې ليکي:
"او چاچي د ډرامې او افسانې په لار د ازادۍ د کاروان وينه ګرمه هم کړه اولار ئې ورته روښانه هم کړه. دغه ټول تخليق کار د بابا پرورده وو او نن که مونږ د پښتو ادب د کاروان نه د مخفي، جليا، فِدا، عبدالاکبرخان، خليق، شاد محمد مېږي، اجمل خټک، قلندر مومند، مهدي شاه باچا، رحمت شاه سايل او د دغه دکاروان د سوونو شاعرانو اديبانو نومونه يو خواته کړو نو بيا د شلمې پېړۍ په ادب كښې زمونږ لاس له يو چون په زکوا ۃ هم نه راځي"(۶۴)
په دې دوره كښې داستان ته کار روان شو، په لومړي ځل پښتو لنډه کيسه، ناول او ډرامه وليکل شوه، او دغه لړۍ د دې دورې په لومړنيو کلونو كښې زياته وځلېدله، د پښتو لومړۍ لنډي کيسې او ناول وياړ د ارواښاد راحت زاخېلي او د ډرامې وياړ د عبدالاکبرخان په برخه دی راحت زاخېلي لومړۍ لنډه کيسه شلېد لې پڼه او بيا کونډه جينۍ وليکلې لومړی ناول ئې د "ماه رخي" په نامه وليکو.چي بيا دغه لنډو کيسو او ډرامو لړۍ پسي روانه شوه او په دې لړ كښې په لومړنيو ليکوالو كښې راحت زاخېلي، صاحبزاده ادريس، عبدالخالق خليق، اميرنواز جليا، سمندر خان سمند، ماسټر عبدالکريم، سيد رسول رسا، حمزه شينواری، عبدالاکبر خان اکبر، اجمل خټک، قلندر مومند، مهدي شاه مهدي، همېش خليل او نورو ليکوالو لنډي کيسې ډرامې او ناولونه وليکل، د دې دورې اثرات پر ټوله پښتونخوا پريوتل د پښتو د دويم ناول وياړ د انقلابي لارښود ارواښاد نور محمد تره كښې په برخه دی چې "بې تربيته زوی" ناول ئې وليکلو چې بيا په کابل مجله كښې ئې درې برخي خپرې شوې چې بيا شاه ظاهر شاه بنديز ورباندي ولګاوه. ځينو ليکوالو دغه سياسي ناول يادکړی دی. خو دغه ناول سياسي نه بلکې اصلاحي دی. ټوله کيسه ئې د کوچني پر زدکړه راګرځي. چا چې دا ناول لوستی نه وي نو ئې سياسي ګڼي کنې دغه يو اصلاحي ناول دی. چې زۀ ئې د انجمن اصلاحِ افاغنه وړ (اثر) ګڼم چې د هغه وخت پرټولو ليکوالو دغه وړ (اثر) پريوتلی وو. زياترو ليکوالو به په کيسو او ډرامو كښې د اصلاحِ برخه په پام كښې ساتله.
سټيج ډرامې له هم دې دور څخه پل اخلي، دغه لړۍ چې له ۱۹۲۷ څخه پل اخلي بيا تر ۱۹۷۰پورې دوام لري چې په دې اوږده موده كښې نه يواځي پښتو ادب بډای کيږي بلکې د افغان قوم په ويښتابه كښې بشپړه ونډه اخلي. په لومړي ځل "درې يتيمان" ډرامه چې عبدالاکبر خان اکبر ليکلې د اتمانزو په ازاد سکول كښې په ۱۹۲۷ كښې سټېج کيږي. په دې اړه افضل رضا ليکي:
"دې كښې هيڅ شک نۀ شته چې د پښتو ابتدائي ډرامې چې عبدالاکبر خان اکبر، امير نواز جليا، عبدالخالق خليق او نورو ښاغلو ليکلي دي"(۶۵)
له دې پرته د سټيج شوو ډرامو نومونو، ليکوال، سټيج ځای او کال په دې ترتيب وړاندې کوي:
"ډرامه |
ليکوال |
د سټېج ځای |
کال |
درې يتيمان |
عبدالااکبر خان اکبر |
د اتمانزو سکول |
۱۹۲۷ |
تهذيب جديد |
عبدالااکبر خان اکبر |
د اتمانزو سکول |
۱۹۲۷ |
تعليم جديد |
عبدالااکبر خان اکبر |
د اتمانزو سکول |
۱۹۲۹ |
درد |
اميرنولزجليا |
د اتمانزو سکول |
۱۹۳۰ |
خدائي خدمتګار |
عبدالخالق خليق |
زيارت کاکاصاحب |
۱۹۳۰ |
د جنت ماڼۍ |
ميا عبدالرازق |
اسلاميه کالج پېښور |
۱۹۳۰ |
د کليو ښايست |
بهادر شاه ظفر |
تهکال |
۱۹۳۴ |
دوينو جام |
اسلم خټک |
پېښور |
۱۹۳۵ |
شهيد ه سکينه |
عبدالخالق خليق |
پبۍ او مردان اسلاميه سکول |
۱۹۳۶ |
جونګړه |
عبدالاکبر خان اکبر |
شاهي باغ پېښور |
۱۹۴۵ |
کاروان روان دی |
عبدالاکبرخان اکبر |
شاهي باغ پېښور |
۱۹۵۷"(۶۶)
|
د يادوني وړده چې جونګړه ډرامه په کال ۱۹۴۴ كښې سټېج شوې ده د سعادت خان جلبل د عبدالاکبر خان اکبرشعري اثر "تراخه خواږه" په سريزه كښې ليکي:
" ۱۹۴۴ كښې د دوئ مشهوره انقلابي ډرامه "جونګړه" په کانفرنس كښې سټېج شوه. تر نن ورځې پورې اګر که صحت اجازت نۀ ورکوي، بيا هم د پښتو ژبي او پښتون قام د ترقۍ، اصلا دپاره د باچاخان سره څنګ په څنګ داسې بې غرضه، بې لوسه خدمت کوي چې نۀ د ممبرۍ په طمعه دی او نۀ د وزيرۍ" (۶۷)
له ډرامې پرته په لنډه کيسه كښې زيات کار وشو لکه وړاندې چې مي ئې نومونه ياد کړل، ډېرو ليکوالو پښتو لنډي کيسې وليکلې چې بيا په کتابي بڼو چاپ شوې، په دې برخه كښې اساسي کار ماسټر عبدالکريم وکړ بيا دا لړۍ پسي را اوږده شوه. او مير مهدي شاه مهدي ډيري زياتي پښتو لنډي کيسې وليکلې. چې دا کتابونه لکه: د قيامت نښه، لاله ګلونه، نشان، پت، او روڼ سحر، ئې زيات مشهور دي. د خليق صاحب "شهيده سکينه" هم کتابي بڼه چاپ شوې ده. د يادوني وړده چې د خدائي خدمتګارو ليکوالو زياتره لنډي کيسې محمد ګلاب ننګرهاري په لومړي ځل په "بهير" نومي کتاب كښې چاپ کړي دي. چې له لنډو کيسو سره انځورنه هم ورکول شوي دي. له دې پرته سفر نامې په دې دور كښې وليکل شوې.
ددې دور بشپړ تاريخ د باچاخان په ”زما ژوند او جدوجهد”، احمد کاکا په “د خدائي خدمتګار تحريک”لومړی او دويم ټوک، د عبدالخالق خليق شعري مجموعه “زه او ځما زما”(په شعر كښې ئې ټول تاريخ ليکلی) او د “د آزادۍ جنګ” د خان عبدالولي خان “رښتيا رښتيا دي” چې بيا په اردو او انګريزو ژبوکښي هم ترجمه شوی دی. له دې علاوه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” څلور ټوکه، د ګ ف ګېرس، “دمېړني اولس ادبيات” د عبدالقيوم خان “ګولډ اينډ ګن” چې بيا په پښتو كښې د “زر او زور” په نامه ياسين اقبال يوسفزي وژباړی. ( د يادوني وړ ده چې کله قيوم مسلم ليګی شو بيا ئې پر خپل کتاب بنديز ولګاوه) له دې علاوه د خانمير هلالي کتابونه ( که څه هم بيا وروسته مسلم ليګی شو) د فضل الرحيم ساقي صاحب کتاب” د خدائي خدمتګارۍ په تحريک كښې زما ژوندون” د فارغ بخاري کتاب “باچاخان” د فهيم سرحدي کتاب”خدائی خدمتگارتحريک کے گمنام ہیرو” او يو لړ نور کتابونه دي. چې د تاريخ دغه څپرکی رغوي.د ساقي صاحب کتاب " د خدائي خدمتګارو په تحريک كښې زما ژوندون" چې يو تاريخي کتاب دئ د ساقي صاحب د دې تاريخي کتاب په باب باچا خان ليکي:
"ماخپلو تعليمافنه ملګرو (دا خبره څو ځله او کړه چې تاسو چې د پښتنو کوم خدمت کوی) چې د هغې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ. په دې شان به زمونږ د دې تحريک تاريخ هم جوړشي او د پښتو ژبي خدمت به هم اوشي لکه څرنګي چې ساقي صيب په دې لار كښې کوشش کړی دی. که دغه شان زمونږ نورو ملګرو اديبانو کوشش کړی وې يا اوکړي نو دې سره به پښتو ژبه ترقي وکړي. او دا د پښتو او پښتنو لوی خدمت دی" (۶۸)
د خدائي خدمتګار غورځنګ ادبي دوره د پښتنو په تاريخ كښې لومړنۍ دوره ده چې د پښتو د نثر او نظم په دواړو برخو كښې اندازاً يو ډول کارورته وشو، چې تر اوسه پورې دغه لړۍ دوام لري. د شعرپه برخه كښې له فضل محمود مخفي څخه ئې نيولې بيا تر اوسه پورې له دې غورځنګ سره تړلي شاعران شعرونه ليکلي لکه:
فضل محمود مخفي صاحب، عبدالاکبر خان اکبر، عبدالمالک فدا، شاد محمد مېږی، امير نواز جليا، عبدالحکيم ستي، سعادت خان جلبل، عبدالخالق خليق، لطيف وهمي، غني خان، سيده بشری بيګم، الف جانه خټک، اجمل خټک، همېش خليل، ولي محمد طوفان، قلندر مومند، اشرف خان مفتون، مهدي شاه مهدي، ملا سلام اشيزی، حافظ خان محمد، ملنګ جان، عبدالله بختاني خدمتګار، سيد محمد رسول فريادي، سيال کاکړ، او بيا راوروسته شمس القمر انديش، رحمت شاه سايل، سليم راز، افراسياب خټک، ډاکټر اسرار، ډاکټر صاحب شاه صابر، ډاکټر خورشيد عالم، ناظر صادق، درويش درانی او داسې نورو په سوونو شاعرانو چې له دې دورې او غورځنګ سره تړلي پاته شوي دي يا د دې تر اثرلاندي راغلي دي. ډېره خوندوره شاعري کړې ده، د ذکر شوو شاعرانو زياتره څو څو شعري مجموعې او کليات چاپ شوي دي. د پښتو نوې شاعري هغه که غزل وي او که نظم ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده. په پښتو غزل او نظم كښې داسې ستر ستر شخصيتونه په دې دوره كښې راوپيدا شول چې ټول عمر به پښتانۀ پرې وياړي.
په هم دې دوره كښې شاعري د مقصديت وخواته وده وکړه. په دې اړه پروفېسر عزيز قريشي ليکي:
" د ارتقا په دغه سفر كښې پښتو د يوبل سنګ مېل نه راتېره شوه په دې جديد ادب كښې په شلمه پېړۍ كښې د وخت دتقاضو سره هم آهنګ ډېرو ليکوالو پښتو ته ډېر څه ورکړل. په دې ليکوالو كښې غني خان پښتو د ځوانۍ او مستۍ په درشل ودروله. پښتو ئې داسې غني کړه چې دسيالۍ په لحاظ ئې مونږ د دنيا د ابياتو سره په مقابل كښې کېښودې شو"(۶۹)
ارواښاد غني خان د دې دورې له هغو شاعرانو څخه دی چې پښتو شاعري يو وار بيا خپل معراج ته ورسوله. د دۀ د شاعرۍ ډېر څه انتخاب دي، خو زۀ ئې يو نظم دلته راوړم چې “ژوند “نومېږي"
"ژوند
چي خمار مستي تې وزي :: شراب شې ترخې اوبه وي
چي سرور غرور ئې نۀ وي :: دا ژوندون ژوندون د څه وي
چي د ميني زړه شي پاتې :: لکه ګل وي رژېدلی "(۷۰)
ارواښاد اجمل خټک د سياست د ډګر هغه غازي دی. چې په پښتو نثر او نظم دواړو كښې ئې هغه ستر کار ترسر کړی دی. چې ټوله پښتانۀ ليکوال ئې د نوي نظم باني ګڼي، خو په نثر كښې ئې هم داسې شاهکار راپاته دي لکه "دا زۀ پاګل وم؟" چې د نثر په ډګر كښې ئې په لومړي کتار كښې دروي، د خوشال خان د نغري دې بڅرکي چې باچاخاني خويونه خپل کړل نو په پښتو نظم كښې ئې هغه څه پښتو ته ورکړل. چې د ټولو پښتنو پر ژبه د اجمل خټک شعرونه ونڅېدل. داسې پښتون به نۀ وي چې د اجمل خټک شعرونه دي ئې نۀ وي زده، نور که ئې زده وي او که نۀ خو دا شعر به ئې ضرور زده وي:
"پېښور دی او که کوټه زما کور دی
که کابل که کندهار دی زما ورور دی
هرغاصب چې دې كښې خنډ اچول غواري
که د لر د ی که د بر دی مخ ئې تور دی"(۷۱)
او دا شعر خو ئې د هر پښتون زلمي او پښتنې پېغلي پرژبو تکرارېږي چي:
"که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تېره شوه
تورۍ څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه
اوس که نر وي نو غوږنو دي خپل پرې کړي
چي زما نغمه سړه نۀ شوله سره شوه" (۷۲)
د هم دې دورې ستر شاعر ارواښاد سيف الرحمن سليم بيا وائي:
"د وړو وړو خدايانو دي بنده کړم
لويه خدايه ! زۀ به چا چا ته سجده کړم
ملګرتيا که څو رندان راسره وکړي
دا حرم به يوه لويه مېکده کړم
قافله د پسرلي دي په دې راشي
خپل ژندون به ئې په لاره كښې ډيوه کړم"(۷۳)
د سيف الرحمن سليم هر غزل او هر شعر انتخاب دی. خو دا څو بيتونو ئې ولولئ:
"کله نا کله ست د جام کوه
په تامين په ما پام کوه
در قيب مخکښي راته مه وايه څه
بس زما دومره احترام کوه
د سحر باده! سره ګلونو سره
مړاو غونچو ته هم سلام کوه
"سليمه"! سم دي کره غزل شرعي ته
لږ په كښې ذکر د خپل قام کوه"(۷۴)
اوس که زۀ د دې دورې د ښو شاعرانو يو يو شعر هم دلته راوړم يو زخيم کتاب به ځيني جوړشي او ياد نثر يا کيسو او يا نوري بېلګي راوړم نو بېخي زيات کتابونه ځيني جوړېد لى شي. خو زۀ په لنډو ټکو كښې دومره وايم چې د خدائي خدمتګار غورځنګ ادبي دوره په افغاني تاريخ كښې هغه درنه، له نظم او نثر دواړو نه ډک دوره ده، چې هم د دې سياسي غورځنګ په دې دوره كښې هغه ستر ستر کيسه ليکوونکي، ناول ليکوونکي، ډرامه ليکوونکي، ژوند ليک ليکوونکي، تاريخ ليکوونکي، سفرنامه ليکوونکي، کره کتونکي ليکوالان، شاعران، د ډرامې او فلم هنرمندان، او خواږه سندرغاړي راپيدا کړل چې د دې مثال د پښتنو په تېر څرګند تاريخ كښې نه تر سترګو کيږي او د ښۀ مرغه دغه لړۍ تر اوسه پورې په ښه توګه دوام لري.
د دې ادبي دورې پر هر ژانر او هره څانګه دوکتوره "Phd" كېدلى شي. له ښه مرغه اوس ځوانان لګيادي په دې برخه كښې ئې کار روان کړی دی. خو د دې ټولي تاريخي ادبي دورې وياړ او ځانګړنه د دې سياسي او ادبي غورځنګ ستر لاري او ستر لارښود فخرافغان باچاخان په برخه ده، چې د دوی د پئيل شوي سياسي، صحافتي او ادبي غورځنګ په برکت د پښتنو په تاريخ كښې دغه روانه دوره چې تقريباً اوس تر سلو کالو اوړي او که خدای کول روانه به وي. يوه روښانه او ځلېدلې دوره ده.لکه وړاندې چې مي ووئېل چې د دې ادبي دورې په باب ډېر څه ليکل کېدلى شي. زۀ تر نور هر څه تېرېږم او دا څپرکی د استاد سليمان لايق په يوه څلوريځه راغونډوم چې د باچاخان پېغام ئې په كښې راغونډ کړی دی:
"د باچاخان خبره
نه ئې مرګ شته، نه ئې ورکه، نه ئې سپکه
هر وګړی چې د خلګو په لار سم شي
يو غنم چې کرونده كښې ځان قربان کړي
تک شين بوټی شي بيا زردانې غنم شي"(۷
په پښتو شاعري کښي د باچاخان يادونه او ستائنه
لکه په تېر څپرکي چې ووئېل شو چې د خدائي خدمتګار غورځنګ نه يوازي سياسي غورځنګ وو، بلکې د دې غورځنګ د ازادۍ له مبارزې سره سم ډېر پښتانۀ ئې په ادبي ډګر كښې و روزل، ډېر ستر ستر نومونه د ادب، تاريخ، ډرامې، افسانې، شاعرۍ او په نوروژانرونو كښې وځلېدل، دغه ټول کارونه د باچاخان پئيل شوي مجلې “پښتون”، په سايسي غونډو كښې مشاعرې او سټېج ډرامې وې چې په سوونو خلګ ئې دډېرو لوړو نومو خاوندان کړل خو دغو ليکوالاانو په خپل خپل انداز د زړه له درده چاپه سټېج ډرامه، چاپه افسانه، چاپه ناول او ډېری شاعرانو بيا په شعرونو كښې باچاخان بېخي زيات ستائلی دی. او دغه لړۍ تر اوسه پورې روانه ده او روانه به وي. په پښتو ادب او شاعري كښې به ډېر مشران او حقدار خلګ ستائل شوي او يادشوي وي، او ستائل کېږي به، خو زما د معلوماتو او مطالعې له مخې فخرافغان باچاخان چې په پښتو شاعرۍ كښې څومره ستائل شوی او ياد شوی دی ښايي دغه وياړ او ځانګرنه به دبل پښتون مشر په برخه نه وي رسېدلې.
باچاخان يو داسې باعمله او با کردار انسان وو چې هغه له دې ډول څيزونو څخه ډډه کوله. هغه نه غوښت چې د دۀ دکارنامو تشهيردي وشي. يا دي په شعرونو او نورو برخوکښي يادشي. خو د باچاخان له شاعرانو او ليکوالو سره بې کچه مينه وه، هر کله چې باچاخان او د دۀ ملګرو سياسي غونډي او جلسې کولې نو په هغو كښې به مشاعرې او سټيج ډرامې کېدلې. د دغو ليکوالونو او شاعرانو د تشويق دپاره به انعامونه ورکول کېدل. چې د هر چا شعر به په مشاعره كښې لومړی، دويم او دريم راغلی نو هغوی ته به ئې جائزې او انعامونه ورکول، په دې باب عبدالخالق خليق په يو شعر كښې داسې وائي:
"د اتمانزو يوه شانداره جلسه
په دې کال كښې چې موسم وه د بهار
اتمانزو كښې يو اجلاس اوشو شاندار
دا کليزه وه جلسه د انجمن
وو راغلي ورته ډېر اهل وطن
علاوه د ډېرو ښو ښو تقريرونو
ډېرو ښو ښو ترانو قومي نظمونو"(۷۶)
ددې شعر په لمن ليک كښې خليق صاحب يادونه کړې ده. "چي په دې مشاعره كښې دويم انعام، د فضل محمود مخفي او دريم انعام ډاکټر احمد ګل د کوهاټ ته ورکړی شوی وو."
دباچاخان او ملګرو له خوا د شاعرانو روزنه او پالنه او هغوی ته انعامونه او جائزې ورکول شاعران دومره منظم کړل، چې هغوی د قام د بيدارۍ دپاره هر ډول قربانيوته اماده وو او هر ډول ستونځي او کړاوونو ئې پر ځان زغمل او د قام د بيدارۍ دپاره ئې انقلابي نظمونه او ترانې جوړولې او بيا به ئې په جلسو كښې برخه والوته اورولې په دې باب ولي محمد طوفان ليکي:
"د پښتون قام ناګتيا او خوب چې قام کوم بدحالت ته رسولی وو، داد خان عبدالاکبر خان او ځينو نورو شاعرانو چې ډېر ترې اوس په مونږ كښې نۀ شته، کاردی چې دوی دلوی پښتون بابا باچاخان په مشرۍ كښې ټول پښتانۀ د انقلاب سره بلد کړل او چې بيا مونږ کتل نو د پښتونخوا د ټولو شاعرانو ترخولې انقلابي سندرو انګازې کولې؟(۷۷)
لکه وړاندې چې مي ووئېل چې باچاخان ته د ځان صفت هيڅ خوند نه ورکاوه، په دې باب استاد عبدالله بختاني خدمتګار په خپل ارزښتناک اثر "فخر افغان او افغانستان" كښې کاږي:
"يوه ورځ د پښتونخوا يو مشهور خدائي خدمتګار شاعر خپل يو خوندور شعر واوراوه. شعر زمونږ د ټولو اورېدونکو خوښ شو او هر يو په په خپل رنګ كښې ورته شاباشی ورکړ. بابا ووئېل : شعر دي ډېر ښکلی او بامعناو، زما ډېر خوښ شو. بايد ته او زمونږ نور شاعرانو هر وخت قام ته په دغه انداز د هغه د خير اوښېګڼي خبري وکړې. مګر زما په يوه خبره تا سو ځان نه پوهوئ، ماسل ځله درته ويلي دي. چې زما نوم پکښي مه اخله. زۀ په دې نه خوښېږم...
هغه شاعر ويل:بابا زۀ ستا د خوښۍ يا ناخوښۍ دپاره ستانوم پکښي نه راوړم. زۀ شاعر يم او حقيقت وايم.
بيا شاعر موسکی شو او زياته ئې کړه: او که رښتيا ووايم، بابا بې ستا د نامه نه زما شعر نه جوړيږي. که ته مي له دې نه منع کړې بيا نو ماته شعر نه راځي او زۀ د شعر ويلو نه محرومېږم...
دا د يو وطنپال، ازادي خوا، خدائي خدمتګار د ښاغلي فضل الرحيم ساقي، د زړه وينا وه چې له خولې نه ئې ووتله. دغسي شاعران ډېر دي او دغسي ډېر شعرونه ئې ويلي دي چې په هغو كښې د پښتنو د يووالي، پر مخ تګ او ترقۍ ارزو څرګنده ده او د بابا ياد هم پکښي شوی دی"(۷۸)
رښتيا هم د باچاخان په باب ډېر شعرونه وئېل شوي او ليکل شوي دي. او په ډيرو شعرونو كښې باچاخان ياد شوی دی. د عبدالمالک فدا “دېوان فدا”، د شاد محمد مېږی” مئينتوب” د ملنګ جان “د ملنګ جان خوږې نغمې”، د عبدالخالق خليق “زه او ځما زمانه” د ګلاب ننګرهاری ټولونه “ پښتني ارمان” د عبدالله بختاني خدمتګار صاحب ټولونه” اخلاص هديه” د شمس القمر انديش صاحب”فخر افغان حضرت باچا خان” او د رحمت شاه سايل “د باچاخان په نوم خط” دغه ټول کتابونه چې ځيني ئې شعري مجموعې دي.او په ځينو كښې د بېلا بېلو شاعرانو شعرونه پکښي راغونډ شوي تقريباً ټوله باچاخان ته ځانګړي دي او د باچاخان يادونه ئې په هر شعر كښې شوې. اوس که يواځي دغه مجموعې سره راغونډي کړو او يو کتاب ځيني جوړ کړو نو په زرګونو پاڼي پرې ډکېږي. له دې علاوه باچاخان په سوونو شاعرانو په شعرونو كښې ستائلی او ياد کړی دی. او که دا ټول راټول شي نو زما په اندچي په څو کتابونو كښې هم نه ځانېږي ما وړاندې يادونه وکړ. چې زما د مطالعې له مخې باچاخان د پښتنو تاريخ كښې لومړنی انسان دی، چې تر هر چا زيات په شعرونو كښې ستائل شوی او ياد شوی دی. او دغه وياړ او ځانګړنه د باچاخان په برخه ده چې په دومره ګڼ شمېر كښې په شعرونو كښې يادشوی او ستائل شوی دی. د يادوني وړ ده چې د ۲۰۱۱ م کال د مارچ په مياشت كښې سوابۍ ته تللی وم. هلته مي له يوه شاعر سره وليدل چې امير شاد محبوب نومېدئ. په خبرو خبرو كښې د باچاخان له يادوني سره امير شاه محبوب راته داسې ووئېل چې زۀ لومړی د باچاخان ملګری وم. خو بيا مي قامي لاره پرېښودله او د مسلم ليګ په غازي پښتون كښې وم، له دې لاري مي دباچاخان او د قامي غورځنګ په مخالفت كښې ډېر څه وکړل. خو يوه ورځ داسې هم راغله چې په ۱۹۸۷م کل كښې په ګورنر هاوس پېښور كښې مي د ۱۴ اګست په غونډه كښې يو شعر وړاندې کړو چې په هغه كښې مي د خپلي تېروتني اعتراف څه داسې وکړو:
وطنه ژوند مي په تا ځار که تې منې او کنه
ته مي شتمن کړې ځان مي خوار که تې منې او کنه
د پېرنګي د نظريې د استحکام دپاره
ما د پښتون ضمير اذار کو تې منې او کنه
هغه رهبر، د ازادۍ هغه د امن بابا
تا له مي څو ځله غدار کو تې منې او کنه
باچاخان له پښتو ژبي پرته د سيمي په نورو ژبولکه اردو، براهوي، بلوڅي، سيندي، هندي، پنجابي، سرائيکي او فارسی ژبو كښې ستائل شوی دی. له دې سره سره باچاخان په پښتو اولسي شاعري كښې هم زيات ستائل شوی او يادشوی دی. چې دغه اړخ ئې بېل کار غواړي. د پښتنو زلميانو ترڅنګ پېغلو هم له باچاخان سره مينه وه او دابه ئې ويل:
که د زلمو نه پوره نه شوه
فخرافغانه! جينکۍ به دي ګټينه
يوه بله ټپه ده:
نامردان ستا په لار وېرېږي
فخر افغانه! ټول جهان دي يادوينه(۷۹)
فدائې په يوه بله ټپه كښې داسې ستايي:
خدای به وطن له غيرو خلاص کړي
د باچاخان لښکر پرې ځان قربانوينه(۸۰)
له ټپو پرته باچاخان د پښتو په نورو اولسي ژانرونو كښې ياد شوی دی. چې بېل کار غواړي. خو زۀ به دلته د پښتو د څو شاعرانو شعرونه راوړم چې لږ تر لږه زما پو رتنۍ دعوه په اثبات ورسېږي. او دغو شاعرانو لکه :
عبدالرحمان پهلوان، پوهاند زيار، حضرت ګل، غمخور د اکوړې، غلام حبيب د پړانکو، علي حيدر جوشي، مولانا غنچه ګل، غلام حيدر د دوه سرو، سعدالله جان برق، درويش درانی، عبدالواحد ټهيکيدار، ماه علم کاکا خېل، روغ لېونی، کرامت پولاد، محمد دين مقيد، شير بهادر د نوښار، پير غلام، دلباز خان د بنو، محمد طبيب د نوښار، همېش خليل، مولوی عبدالقيوم، غضنفر الله جاويد، امان الله شاهين، فضل اکبر سېلاب، علي حيدربهادر، افراسياب خټک، رازیقي نړيوال، کبرا مظهري، عطايي، نورالاسلام سنګر، خان جان مومند، ستائلی دی. له دې پرته او داسې نورو په سوونو شاعرانو په شعرونو كښې باچاخان ستائلی او ياد کړی دي.
حوالې
- د مېړني اولس ادبيات ۱۱۲مخ ګ، ف ګېرس ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمدشينواری، دويم چاپ ۲۰۰۸م کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
- په منځني ختيځ كښې اولسي مبارزه ۱۲۰ مخ، ايډيټور: ماريه جي سټيفن، ژباړن : احمد الله ارچيوال، د محمد رقيب ليکنه چاپ ۲۰۱۱م کال.
- همدا اثر ۱۲۳ مخ
- پښتونستان ۴۵۵مخ، عبدالروف بېنوا، ۱۳۳۰ کابل چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۱۷۰مخ عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- زۀ او زما زمانه، ۱۰۴ مخ، عبدالخالق خليق،چاپ ۱۹۶۸م
- زما ژوند او جدوجهد، ۱۷۲- ۱۷۳مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- همدا اثر ۴۵۱، ۴۵۲، مخونه
- همدا اثر ۶۲ مخ
- د پښتون په اولسي ژوند كښې حجره او مېلمستيا ليکنه، عبدالمالک عابد، ۳۱مخ، شاه تار مجله، اکتوبر، دسمبر ۲۰۱۱، پېښور.
- شاه تار مجله، ۲۱ مخ اکتوبر، دسمبر ۲۰۱۱، پېښور.
- پښتني ارمان، ۲۳۱ مخ، ټولوونکی محمد ګلاب ننګرهاری کابل چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۶۲- ۶۳مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- تراخۀ خواږۀ، عبدالاکبر خان اکبر، د سعادت خان جلبل مقدمه، (ز) مخ
- زما ژوند او جدوجهد، ۱۴مخ عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- همدا اثر ۶۲ مخ
- زۀ او زما زمانه، ۴۶ مخ، عبدالخالق خليق،چاپ ۱۹۶۸م
- د مېړني اولس ادبيات ۸۳-۸۴مخونه ګ، ف ګېرس ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمدشينواری، دويم چاپ ۲۰۰۸م کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
- پښتانۀ ليکوال لومړی ټوک ۶۱ مخ، همېش خليل، دريم چاپ ۲۰۱۰م کال، پېښور.
- پښتو خپرونې ۲مخ حبيب الله رفيع چاپ کال ۱۳۵۶، دولتي مطبع کابل.
- همدا اثر ۱۶ مخ
- زما ژوند او جدوجهد، ۳۳۲ - ۳۳۳ - ۳۳۴مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- د مېړني اولس ادبيات ۱۴۹مخ ګ، ف ګېرس ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمدشينواری، دويم چاپ ۲۰۰۸م کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
- همدا اثر ۱۴۹مخ
- زۀ او زما زمانه، ۷۳ - ۷۴ مخونه، عبدالخالق خليق،چاپ ۱۹۶۸م
- همدا اثر ۷۵ مخ
- د پښتو ادب لنډ تاريخ، ۲۰۹مخ، علامه عبدالحی حبيبی.علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۲۰۰۸م کال
- د پښتون درېم راژونديتوب ليکنه آصف صميم، ۷۳ مخ، پښتون مجله، جنوري ۲۰۰۶ ګڼه
- ديوان فِدا، ۱۰۸ – ۱۰۹ مخ عبدالمالک فِدا، ۱۹۷۲ چاپ
- زما ژوند او جدوجهد، ۱۲۶ - ۱۲۷ مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- د اخلاص هديه، ۶-۷- ۸ مخونه، ټولوونکی عبدالله بختانی، کابل چاپ، ۱۴۰۸هـ ق
- دباچاخان د افکارو معنوي تصويرونه، ۵۲ – ۵۳ مخونه، رحمت شاه سايل چاپ، دسمبر ۲۰۱۰، پېښور.
- پښتونستان ۴۵۵مخ عبدالروف بېنوا ۱۳۳۰، کابل چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۳۰۴ - ۳۰۵ مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- مئينتوب ۱۳ مخ شاد محمد مېږی، ترتيب و ديباچه پروفېسر جهانزيب نياز، پېښور.
- همدا اثر ۸۷ مخ
- پښتونستان ۴۵۵مخ عبدالروف بېنوا ۱۳۳۰، کابل چاپ.
- باچاخان او خدائي خدمتګاري، لومړی ټوک، ۱۶۹ – ۱۷۰مخونه، عبدالولي خان، چاپ ۱۹۹۳م کال پېښور.
- باچاخان ۳۸۳مخ، فارغ بخاري، پېښور چاپ.
- د ملنګ جان خوږې نغمې، ۲۵۳ مخ، دريم چاپ، ۱۹۹۱، د لال پاچاازمون په زيار.
- مئينتوب ۴۹ مخ شاد محمد مېږی، ترتيب و ديباچه پروفېسر جهانزيب نياز، پېښور.
- باچاخان ۳۸۳مخ، فارغ بخاري، پېښور چاپ.
- په دې څپرکي كښې چې ما د سوهيلي پښتونخوا کومي کيسې راوړي دي، دا ما د ښاغلي اورنګ زېب کاسي څخه اورېدلي دي.
- په دې څپرکي كښې چې ما د سوابۍ کومي کيسې راوړي دي. دا ما په سوابۍ كښې د نورالامين يوسفزي له يادښتونو څخه نقل کړي دي.
- زما ژوند او جدوجهد، ۶۵۶ مخ عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۵۴۹ مخ عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۵۸۲ - ۵۸۳ مخونه عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- زما ژوند او جدوجهد، ۴۶۹ مخ عبدالغفار دويم چاپ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني ۲۰۰۸م کال، پېښور چاپ.
- مئينتوب ۳۷ - ۴۲ مخونه شاد محمد مېږی، ترتيب و ديباچه پروفېسر جهانزيب نياز، پېښور.
- په منځني ختيځ كښې ولسي مبارزه ۱۲۲ مخ، ايډيټور: ماريه جي سټيفن، ژباړن : احمد الله ارچيوال، د محمد رقيب ليکنه چاپ ۲۰۱۱م کال.
- د ملنګ جان خوږې نغمې، ۳۷۵ مخ، دريم چاپ، ۱۹۹۱، د لال پاچاازمون په زيار.
- د غني کليات، ۱۶۴ مخ، غني خان، ۱۹۸۵، کابل چاپ
- پښتني ارمان، ۲۲۵ مخ، ټولوونکی محمد ګلاب ننګرهاری کابل چاپ.
- زۀ او ځما زمانه، ۷۲ مخ، عبدالخالق خليق،چاپ ۱۹۶۸م
- باچاخان او يوويشتمه پېړۍ، افراسياب خټک، ۱۳ مخ پښتون مجله، جنوري ۲۰۰۶ ګڼه.
- پښتني ارمان، ۱۸۵ مخ، ټولوونکی محمد ګلاب ننګرهاری کابل چاپ.
- د پښتو ادب لنډ تاريخ، ۲۰۹ - ۲۱۰مخونه، علامه عبدالحی حبيبی.علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۲۰۰۸م کال
- د پښتو ادب لنډ تاريخ، ۲۱۰مخ، علامه عبدالحی حبيبی.علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۲۰۰۸م کال
- د پښتو ادب لنډ تاريخ، ۲۱۲مخ، علامه عبدالحی حبيبی.علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۲۰۰۸م کال
- خدائي خدمتګار تحريک او پښتو ادب، سليم راز، ۱۹مخ پښتون مجله، ۱۵ فروري ۱۹۹۹، ګڼه.
- همدا ليکنه ۲۰ مخ
- د مېړني اولس ادبيات ۱۱۳مخ ګ، ف ګېرس ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمدشينواری، دويم چاپ ۲۰۰۸م کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
- باچا خان او د هغۀ تربيه شوي کردارونه، نورالامين يوسفزی، ۲۴ – ۲۵ مخونه پښتون مجله، جون ۲۰۱۰ګڼه
- همدا ليکنه ۲۵ مخ
- ډرامه، ۶۶مخ افضل رضا، دريم چاپ ۱۹۹۵، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور.
- همدا اثر ۶۷ مخ
- تراخۀ خواږۀ، عبدالاکبر خان اکبر، د سعادت خان جلبل مقدمه، (ح) مخ
- د خدائي خدمتګارو تحريک كښې زما ژوند، فضل الرحيم ساقي، د باچاخان سريزه ۸ مخ پېښور چاپ
- د غني د شاعرۍ يوه تقابلي جائزه، پروفېسر عزيز قرېشي، ۶۳ مخ پښتون مجله، دسمبر، ۲۰۰۹ ګڼه.
- د غني کليات ۵ – ۶ مخ غني خان ۱۹۸۵ کابل چاپ
- ګل پرهر ۱۴۰ مخ اجمل خټک، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، ۱۹۹۰.
- د غيرت چيغه (س) مخ اجمل خټک
- د وړو وړو خدايانو دي بنده کړم، ۴۷، سيف الرحمان سليم، ۲۰۰۸ ،پېښور چاپ
- همدا اثر ۲۵.
- د اخلاص هديه، ۶ مخ ټولوونکی عبدالله بختانی، کابل چاپ
- زۀ او زما زمانه، ۴۰ مخ، عبدالخالق خليق،چاپ ۱۹۶۸م
- تراخۀ خواږۀ، عبدالاکبر خان اکبر، د ولي محمد طوفان سريزه، س مخ، پېښور چاپ.
- فخر افغان او افغانستان ۵۵ مخ، عبدالله بختانی خدمتګار، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني، ۲۰۰۸، پېښور چاپ.
- ديوان فِدا،۶۱ مخ عبدالمالک فِدا، ۱۹۷۲ چاپ
- همدا اثر
[1]استاد حبيب الله رفيع که څه هم په پښتو خپروني کتاب كښې د باچاخان پښتون اخبار لومړی ياد کړی او رواړی دی خو د هېواد لومړی پښتو اخبار طلو ع افغان ګڼي. د استاد رفيع صاحب خبره تر يوې اندېزې سمه ده خو په ننني حالاتو كښې چې مونږ په پښتو ادبياتو كښې ګورو نو د ډيورنډ د کرغېړني کرښي دواړو خواته ځيني ليکوال په غير شعوري او ځيني بيا په شعوري ډول د افغانستان او مقبوضه افغانستان (اوسنۍ جنوبي او خېبر پښتونخوا)ادبيات سره بېلوي چې زمونږ په اند دغه سمه خبره نه ده. يوه ورځ زما نزدې ملګري نعيم آزاد راته وئېل چې يوه مذهبي فرقه ده چې هغوی ته که څوک ووايي چې خدای يو دی، نو هغوی په دې خوا بدوي چې تاسو ته دغه پوښتنه ولي در پيدا شوه. چې خدای يو دی.
نو په کار دی چې څوک د ډيورنډ کرښه نه مني نو هغوی بايد پښتو ادبيات پر افغانستان او پښتونخوا نه ووېشي. ځيني ياران خو بيا د پښتونخوا پر ځای پاکستان يادوی چې دغه عمل مونږ افغانان سره بېلوي نو که مونږ پښتو ادبيات پر افغانستان او پښتونخوا يا پاکستان سره وبېشو نو د دښمن دغه کار چې مونږ ئې سره بېل کړي يو، خدای مه کړه د دوی دغه کړنه به مونږ عملي کړي وي.