Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ژوبل ژوبل
[02.Aug.2019 - 09:27]
ژوبل ژوبل د تُرکانو په نګاه یم
تر دا لا په دا غوڅېږم چې پنا یم
.
چې یوسف غوندې هزار پکې پراتهٔ دي
بندیوان د هغه سیم ذقن په چاه یم
.
چې یې قد او قامت نه وینم په سترګو
عندلیب په سر د سروې د خپل آه یم
.
د سپين مخ، د تورو څڼو له رغبته
منت بار د هر سفید او هر سياه یم
.
لکه څوک چې په خره سور وي، مخ یې تور وي
زه هم هسې تر خپل خدای پورې رُو سیاه یم
.
د رقيب خبرې وړم د یار د پاره
دعاګو یې هم د نېک خوا هم د بدخوا یم
.
بې له عشقه، که مې عیب، که مې هنر دی
نه خبر په عبادت، نه په ګناه یم
.
ښاخ د زلفو یې په خپله خدای راټيټ کړ
ګڼه زهٔ د یار تر قد پورې کوتاه یم
.
ځان هر ګوره ناآګاه راڅرګندېږي
له هغې ورځې راهسې چې آګاه یم
.
بې صبرۍ د یار په وصل کې مهجور کړم
د پسرلي په مرغزار کې وچ ګیا یم
.
له اوله ټټر ووهم، بیا آه کړم
په نارو نارو خروس د صبحګاه یم
.
په جذبو جذبو یې راکښوم وَځان ته
هغه یار مې کهربا دی، زه یې کاه یم
.
لکه بار د ونې پوخ شي ځینې ریژي
زه هم هسې بار تړلی سربراه یم
.
اوس مې ځای په دا جهان کې پاتې نه شو
خوځېدلی تر چهل او تر پنجاه یم
.
د رقيب علاج آسان دی، بلا دا وشوه
زه رحمان له خپله یاره ناوېسا یم
د رحمان بابا دیوان
مخ - ۱۵۸
....
تُرک = ۱) ښکلی ۲) د ترکیې هېواد اوسېدونکی، تورک، تورکی
سیم = سپین زر
ذقن = زنه
سیم ذقن = ښکلی، سیم تن، سیم اندام، سیم عذار
چاه = څا، څاه، کوهی
رغبت = ۱) غوښتنه، مېل مېلان، ارزو، هيله، علاقه، توجه ٢) خوښه، مینه لرنه، دوستي، خپلولي
سروه = سرو، د سبر ونه
منت بار = احسان مند، شکر ګزار، پاسلېیلی، پاسګر، پوروړی
سفید = سپین
سیاه = تور
رُو = مخ
عیب = ویار، نقص
قد = ونه، لوړه، جګه، جګواله، لوړوالی، زانګه، زانګۍ
آګاه = هوښیار، ویښیار، پوه، هوشیار، هوشمند
کوتاه = وړوکی، لږ، کم، لنډ
وصل =
مهجور = ۱) جدا، بېل، جلا ۲) کم نصيبه، محروم
مرغزار = چمن، ورشو، روغه
ټټر = سينه، ټټخه، ګوګل
خروس = چرګ
صبحګاه = ګهیځ مهال، سهار مهال
ناره = نعره، چیغه
کهربا = خس او خاشه راښکونکې تيږه، وسپنکښ، مقناطیس، آهنربا، اکربه، ابیر
کاه = وچ واښه، واښه، خسڼی
چهل = څلوېښت
پنجاه = پنځوس
ناوېسا = ۱) بې اعتباره ، ناقابل اعتبار ۲) يقين نه کوونکی، اعتبار نه کوونکی
.