(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړه ستړی اجمل خټک

[14.Sep.2015 - 17:40]

لیک: عصمت الله زهیر

اې د ګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګینه وي             

ما غوندي زړه ستړی به دي سوري ته دمې کوي

د غلامو قومونو ادب د نړۍ ځان ته ازاد او بشر دوست ویونکو خلکو تر ادب په څو چنده جمهوري هم روښنفکره وي که څه هم په ټولنیزه او کلتوري توګه غلام قومونه د استعمار د کلکي ناروا سره مخامخ وي خو په تیارو کي مشالونه بلوي په دا هیله چي تیارې غوړیږي ستوري به حتمماً ځلیږي ، کټ مټ دا ډول استعماریت چي اوج ته ورسي نو به مشالونه بلیږي او عقل به بغاوت ته اماده کیږي .

څوک چي ځانونه روڼاندي انګیري حتماً به د روڼاندۍ قیمت هم ادا کوي ٫٫سقراط ٬٬ وایي ٫٫ زما مور دایی ده او زه د خپلي مور لار تعقیبوم خو زما تړاو د ذهني زیږوني د چارو سره دی زه د نورو وګړو سره د خیالونو په زیږولو کي مرسته کوم چي خپل خیالونه وزیږوي !

فرانس بیکن خو په دې عقیده وو،  ویل به یې ٫٫ د انسان ښیګړه زما وظیفه او د عقل د دې نوي کلتور تاداو ایښودل زما مسولیت دی !

د عقل د دې نوي کلتور د تاداو تکیا او پیلامه روڼاندي وي محترم اجمل خټک د ترقي پسند ، مزاحمتي روش او روڼاندۍ له لاري د پښتو نوي ادب ته یو داسي فکري او نظریاتي سکام  ورکړ چي د جدید پښتو نظم ځانګړي او ترقي پسند بنسټ یې کښېښود د نوو فکرونو په ځلولو او د نوو مشالونو په بلولو کي د یوه نسل وروسته د بل نوي نسل په روزلو کي د یو سپېڅلي پیغامبر وظیفه اجرا کوي :

د ۱۹۱۸ ء څخه تر ۱۹۷۷ ء کلونو پښتون ولس او پښتو ادب د یوې نوي مبارزې له پاره دمزاحمتي ادب (ترقي پسند مقاومتي ادب )په وسیله پښتو ژبي ته د وینو څراغونه وبلول هم دا مهال د مزاحمتي ادب لویه ونډه د هر پېر په نسبت تخلیق سوه هم لوی او تاریخ سازه څیرې د پښتو ادب پر هسک لکه ستوري را وځلیدل  :

مزاحمتي ادب د هر دور  و ادب ته اجتماعیت هم  د نوي فکر توان وربخښلی دی ولي چي د ادب د تخلیق برخه او مرحله پخپله د مزاحمت پیلامه وي د محترم سلیم راز په قول ٫٫:

 مزاحمتي ادب په خلکو کي د بدۍ او جبر د قوتونو خلاف د را پورته کېدو احساس جرات او قوت پیدا کوي !

 د نوموړي اردو ژبي ادیب سردار جعفري په اند ٫٫ ډېر لیکوال مزاحمتي ادب سیاست بولي مګر سیاست خو هر چیري او هر ځای کي سته د هنر او ادب په هره تخلیقي ټوټه کي سیاست میشت دی ، توپیر یې همدا دی چیري سیاست روښنفکره او چیري بنیادګر دی .

که په یوه هنري ټوټه کي روښنفکره سیاست وویني نو سمدستي ګوته ورته ونیسي چي دا هنر نه دی سیاست دی او که چیري سیاست بنیادګر وو نو یې په ډیر افتخار سره د لوړي درجې ادب ونوموي ٬٬

زه یې مثال په روانو حالاتو کي دا ډول راوړلی سم د معاصر ادب ځیني تجارتي لیکوال او انجویانه دانشوران چي په سرکاري مرعاتو  او توابونو خپل ضمیرونه مطمین ساتي هغو ته د سرو زرو  هارونه تر ورغاړه کول ولي سیاست نه دی ؟

 د لوږي ، غربت ، غلامۍ ، دیکتاتورۍ (امریت) او استعمارګرۍ په ضد احتجاج کول بیا ادب نه سیاست وریاد سي د فن او فنکار پر ځای جنګي ترانې ور یادي سي همدا چي ورته د جنګي ترانو خالقان وایي هم دې ملنګانو پښتو او د ملي حاکمیت د غوښتونو غرور په ټارچر سیلونو ، مقتلونو او په غرونو کي وړانګه وړانګه وساتلو  او نن پښتانه دا خپل ملنګان په لیمو کي ګرځوي او پزړونو کي یې ساتي !

نن هم د مزاحمتي ادب په مقابل کي د جدیدیت پسندۍ ( انجوګانه روښنفکري ) په نوم په خلکو کي د مستندو اثارو او تاریخي شخصیاتو په اړه منفي رجهانات او قبیلوي بدګمانۍ خپریږي او یو جنوني ماحول ورځني رغول کیږي . زموږ د ټیلي وژن پروګرامونه د پردیو په ولکه کي دي ، خپل ځانګړي مطبوعات نلرو ، په مکتب کي ژبه نلرو ، په سرکار او دربار کي بې ژبي یو ، منډۍ نه لرو ، کتابخانې نلرو برعکس قمارخانې او فاحشه خانې یې په درځنو راپکي جوړي کړي دي د کرکي ، مریتوب او بدمرغیو په تیارو کي به څوک ډیوې بلوي او ځان به څوک کبابوي ، د جابرواو خودسرو  حاکمانو په سترګو کي به څوک سترګي ور اچوي د دار په وړاندي به اناالحق څوک وایي هم هغه څوک چي ځان پتنګ او وطن شمع ونوموي لکه چي اجمل صاحب چي دا اعتراف دا ډول کوي :

په پتنګ مه زیریږﺉ شمع لرکړﺉ

لوغړن ښه دی سوی سکور نسي

د یو پوهاند په قول ٫٫ د اجمل خټک په شعر کي د مظلوم ولس د ژوند ټول اړخونه او د خپل وطن سره د میني او قربانۍ ښې بیلګي لیدلای سو !

وو!دخلکو اجمل د ولس ترجمان اجمل د خلکو په زړونو حکمران اجمل څومره ویړه د میني شتمني لري ټول عمر یې د میني اوخپلواکۍ  سپېڅلي سرودونه وږغول په زندانونو کې د فکرونو رڼاوي وکرلې هم یې په زولنو کي د مریتوب څخه د کرکي په خاطر د سپېڅلي پښتنې ویني څاڅکي وڅڅول اوسپنیزي زولنې یې خپلو را تلونکو نسلونو ته مالوچ کړل ( دا زه پاګل وم ) څوک سنګدله به وي یا به هډو انسان نه وي چي په لوستو یې لکه واوره توئ نسي دا د چا په خاطر ؟

دا زما او زما د راتلونکو د روڼ سباوون د خوبونو په خاطر د کرکي او مریتوب څخه د کرکي په خاطر !

٫٫ قمر راهي ٬٬ په حقه وایی ٫٫ اجمل خټک یو داسي رښتونی فنکار دی چي د لیک نه یې د خپلي ویني بوی راځي ٬٬ د ویني دا بوی چي تر اور ژبي شاعر سلیمان لایق پوري ور رسي نو چیغه کړي او ووایي

زړه را نږدې که چي څه اور درکم

د شور د پاسه نوی شور درکم

مټ له پولادو سره وجنګوه

زه به دې جنګ ته نوی زور درکم

سترګور بینوا داسي لیکي ٫٫ د اجمل صاحب حقیقي شخصیت هغه وخت تبارز کړی دی چي د سیاسي فعالیتونو میدان ته را وتی دی – د ده د ټولو سیاسي فعالیتونو نصب العین فقط او فقط د خپل وطن آزادي او د خپل ولس نیکمرغي او ښیګڼه غوښتل دي د ده ټول فعالیتونه یا د استعمار پر ضد مبارزې دي او یا د خپل قوم د ویښولو د پاره چیغي او سورې دي چي په دې لاره کي ښاغلي اجمل د استعمار چیانو د لاسه ډېر تکلیفونه او کړاونه لیدلي او ډېر بامشقته جیلونه یې ګاللي دي خو د ده ټینګ پښتني عزم هیڅکله تزلزل نه دی موندلی او تر هر زحمت وروسته یې دا نارې وهلي دي٬٬

                                               اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي

                                               چي زما نغمه سړه نشوله سره شوه

او د اجمل صاحب دا شعرونه وګورﺉ

                                                               د وینو په ورشو مو د سپرلي قافلې راغلې

                                                               یو ګل ترې را ګزار کړﺉ د خټک په هغه څلي

                                                               لاره د ګودر خو مو په سرو وینو وینځلې ده

                                                               کله به همزولو سره راشي ړنګه بنګه

 

                                                               لاره د زلفو ول په ول کوڅه تر داره هم رسي

                                                               زړه چي منصور نسي کله رسي تر دې څنګه

 

                               اې د ګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګینه وي

                               ما غوندي زړه ستړی به دي سوري ته دمې کوي

اجمل صاحب په پښتني ویړ جهان کي د ګلونو د داسي ګلدستې سمبول ګرځیدلی د ی چي هر باشعوره پښتون یې تش په رنګ او خوشبو معطره کیږي نه ، د دې رنګ او خوشبو په اړه یو تصور ساتي او  دا تصور هر ویښ او باضمیره پښتون ژوندی ساتل غواړي دا په څه – دا ولي ؟

د  دې ولي لپاره د اجمل صاحب دا شعر کافي بولم

                                               هم شعر یې هیواد کي د ملالي لوپټه شوه

                                               خټک د غره د سره خپل نظمونو وته ګوري

زه اته کلن یا نه کلن وم چي اجمل صاحب ما په لومړي ځل ۱۹۷۱ ء د پښین په زاړه ځنګل باغ کي ولیدو – خان شهید، غوث بخش بزنجو او د کچلاغ میرابو شاعر چي په غاړه یې توره ځړیدله د شعر لوستلو مهال به یې توره د پوښه راوکښله دا مي پیاد نسي چي اجمل صاحب څه وویل خو هغه مهال یې زما حافظې یو شعر ثبت کړو شعر څه و زما د فکري بدلون یو پیلامه وګرځیده :

                                               خدایه سپرلی کړې چي دا سرې غوټۍ ګلونه سي بیا

                                               د خویندو میندو دوپټې سره نښانونه سي بیا

د ۱۹۷۷ ء په کلونو کي غرونو ته ختل وو – زموږ او د عزیزماما کورونه په پښین کي په یوه کوڅه کي دي نو ثناءالله ماماد ٫٫ دغیرت چیغه ٬٬ ٫٫ دا زه پاګل وم ٬٬ او د باچا خان لومړی چاپ ٫٫ زما ژوند او مبارزه ٬٬ کتابونو سره بلد کړم دا یو عجبه غوندي اتفاق و راسره کله چي دغیرت چیغه یا دا زه پاګل وم  لوستل به مي پیل کړو داسي به مي انګیرله ما ویل چي دا زماژوند او مبارزه لولم او څه مهال چي به مي زما ژوند او مبارزه لوستل پیل کړو ما ویل چي د غیرت چیغه یا دا زه پاګل وم لولم ډیر کلونه پس چي مي د ډاکټر همایون هما دا خبره ولوستله چي( اجمل خټک زموږ د ادبي تاریخ یو ډېر اهم سړی بلکې لوی سړی دی) زه اجمل خټک د فخر افغان عبدالغفار خان ( چي په پښتنو کي د باچاخان په نوم یادیږي) د سیاسي فکر وارث ګڼم هله نن ورځ په دې ویلو کوم باک نکوم چي د باچا خان د عملي او فکري ژوند سپېڅلې نمونه هم دا سپین ږیری اجمل خټک دی ، اجمل صاحب که د دې سپېڅلي ژوند او فکر عملي نمونه نه وایي نو به یې دا ډول بر ملا اعتراف نکولو  :

                                                               باچاخانه ! ملامت راباندي مکړه

                                                               دبهرام په کور به څه خوشحال خانی سم

                                                               زه خټک هغه د مچ د جیل خټک یم

                                                               خو چي ستا کاله ته راشم قالینی سم

د ۱۹۸۷ء د اکتوبر میاشت وه د پولتخنیک کابل په تالار کي د ٫٫ حسن ناصرشهید٬٬ ورځ نمانځل کېدله او اجمل صاحب د غونډي صدارت کولو ، ما دې غونډي ته نظم واورولو وروسته اجمل صاحب خپل کور ( وزیر اکبر خان ) ته وبللم زه او ډاکټر ګوهر ( دسلیم راز خوری دی ) د اجمل صاحب کور ته ولاړو ، د اجمل صاحب د کور په لاره کي د باچاخان په نوم یو مهمان خانه مي تر سترګو سوه ، یوې څنډي ته مري بلوڅان توپکان په غاړه د نواب خیر بخش مري د کور و مخ ته ناست وو ، ځینو ټوپک په غاړو د نواب صاحب څاروي څارل ، د اجمل صاحب کور هغه ډول نه و لکه څه ډول چي د اجمل صاحب د نورو ملګرو کورونه وو د اجمل صاحب هغه سپین زوړ والګا موټر هم د هیرولو نه دی ، د اجمل صاحب د میلمنو د کوټې پر دیوالونو په دوړو لړلي درې یا څلور تور بخملي ټوکران راځړیدل پر یوه  تور ټوکر په سپینو تارونو دا څلوریځه لیکلې وه :

                                                               ملګرو تش په لوګیدو ونشوه

                                               ځی چي لمبه سو دا خپل ځان وسوځو

                                               د نوي ګل د خسمانې لپاره

                                               دا ویر خوړلی ګلستان وسوځو

او پر دا بل تور بخملي ټوکر هغه تاریخي څلوریځه لیکلې وه چي د پښتون ملي تحریک په تاداو کي د روښنفکرۍ او پښتونولۍ هغه توږلې ډبره وګرځېده چي نن بهانده سړه چينه سوه ، د دې سړې چینې سړې اوبه او زړه وړونکي نغمې نن روغه پښتونخوا سیرابوي هم یې مستوي هغه څلوریځه دا ده چي پښتون ځلمی، ماشوم،نراو ښځه ټول یې په ورځنیو کلماتو کي د ضرب المثل په توګه نن ورځ کاروي:

                                             غټان، غټان ، نیکان ،نیکان پیدا دي

                                               دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي

                                               ځۍ هغه خوارو له جنت وګټو

                                               څوک چي له موره دوږخیان پیدا دي

اجمل صاحب غا لباً په پښین کي د سردار بشیر ترین سره بلد و د هغه په باب یې حال احوال را څخه وکړو ، په ادبي او سیاسي حواله یې را سره هر اړخیز مجلس وکړو وروسته مي د کابل په ډېرو مشاعرو او پروګرامونو کي د اجمل صاحب دیدنونه په برخه کېدل .

د ۱۹۷۷ء را وروسته پښتون ملي تحریک خپل منځي آخ و ډب ته د پای ټکی کښېښود او د افغان ثور انقلاب په سر اختلافاتو تحریک د پاته توانه هم بې برخي کړو په نتیجه کي یې په پښتني سیمو کي مذهبي لار ورکي تر پخوا زښت قوي سو  ، د ثور انقلاب تر وروستۍ ورځي د افغانستان په باب ملي تحریک یوه خوله او په یوه لاره نسو د ملي تحریک د هم دا لسیزي ډېري ترخې او د بېلتون نغمې په برخه سوې د اجتماعي پښتونولۍ  فکر په قبیلوي فکر بدل سو نن یې انجام د خپلو موټرانو پر هیندارو ( چیري ، چیري چي پښتانه  میشت دي ) لیکلي قبیلوي نومونه او شعارونه دي نن پخپلو غوږو د خپلو خلکو د خولو پخپلو ملي اتلانو او مبارزینو پسي نا اوریدلي هم اورو د کمښت او سکښت ګنجایش به وي د نورو ملي اتلانو په مقابل کي د پښتونولۍ  د ملي مفکورې بنسټ خوشحال بابا زښت پراخ او روښان تراشلی دی خوشحال بابا اجتماعیت او ملي حاکمیت کي د پښتون بقا لیدله او د دې بقاد حاصلولو لپاره تر نن ورځي اجمل صاحب په ډېر لوی زړه سره وایي:

                                               خټک په پښتنو کي بې کچکوله یو ملنګ دی

                                               شمله یې اوسنۍ ده خو بټکی یې خوشحالی دی

د حساس نظر خاوندان پوهیږي چي پښتون د ځان وژني کوم پړاو ته رسېدلی دی ، دا د قبیلوي فکر د تشیر بلا تر هغه توره بلا هم بد تره ده چي جابر جلاد ضیاءالحق د هیروین او کلاشنکوف کلچر په نوم زموږ په خړو کورونو وتپله هم دا زموږ خړمخو آزار و چي نتیجه یې ټولي نړۍ د ٫٫ اجړي کیمپ ٬٬ په بڼه ولېدله ، د پښتون ملي تحریک څخه په حساسو او نازکو وختونو کي د بېلتون وروسته په ملي روحیه نه په قبیلوي اساس باندي سازمانونه او ګوندونه تاسیس سول تر پرده وډر خیرن لاسونه نور هم را اوږده سول ولي چي د ارټ بک والډ  په قول ( هیڅوک نه غواړي چي جنګ دي اوسي خو ډېر خلک دا ډول شیان جوړول غواړي چي دهغو د حاصلولو لپاره تاجګړې  ته په یوه یا په بله پلمه اړ ایستېدلی سي ) ګویا اړتیا یوه داسي حربه ده چي یو انسان بادار او بل یې مرییی وګرځي :

پښتون ملي تحریک د ۱۹۷۷ء کلونو وروسته شعوراً مفلوجه وساتل سو د خپل ټاکلي هدف څخه لیري د سیاسي او ساینسي اړتیاوو بې برخي کړل سو هم دا لسیزه د پښتون ملي تحریک د عروج او  زوال لسیزه به ونوموو وروسته د ملي تحریک تګلاره تغیر سوه هر څه بدل سو ، ارمانونه ورژیدل ،احساس لمبه سو ، هیلي د باد سره باد سوې ، سرو کفنونو کي د شهیدو ارمانونو مړي دا ډول ونغښتل سو لکه څه ډول چي موږ په دسمالونو کي قرآنونه  په تاخچو کي نغښتي ایښي دي ، نور ملي تحریک انقلابي نه بلکې پارلیماني ډول تحریک وګرځول سو یو ژوندی او د قام له درده ډک زړه لرونکی مبارز او د مبارزې دلاري سور مشال اجمل خټک څنګه چپ پاته کېدلی سي او پوښتي :

                                               چي د ګلو په ارمان چمن ته لاړم

                                               په هر پل مي راته غني زرغونې سوې

                                               دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده ؟

                                               چي منزل لنډ سو نو ستړي قافلې سوې

هم دې اړخ ته سیف الرحمن سلیم داسي اشاره کوي :

                                               قافله دي هم منزل نه ځان خبر کړي

                                               کله، کله رهنما نه لار خطا سي

سایل صاحب خو نوره هم خبره صفا کړه :

                                               هغه نظر اوس په هغو سترګو کي پاتي نسو

                                               نه ځو زړګیه نور په دغه لاره نه ځو

د اجمل صاحب خو دا پوره غزل به د هغې سیاسي دورې او سیاسي موقعه پرستۍ یو تاریخي دستاویز په حیث ونومول سي :

 نورو د منزل او د کاروان خبري هیري کړې

  موږه د کاسو او د جانان خبري هیري کړې

 ځان یې د یوسف نه خلاصوو هغه یې خلاص کړو ترې

 روڼو د کوهي او د کنعان خبري هیري کړې

 مات سول، غرضیان سول ،که بدل ،که د نظره سول

ډیرو شهسوارو د میدان خبري هیري کړې

ناوې درخو ناسته ده ګودر کي د سینګار سره

ولي ښو ځلمو د آدم خان خبري هیري کړې

اې د حسن خیاله ته خو راسه اوس یوازي یم

خلکو خو د پت او د ګزران خبري هیري کړې

ما خو د باړې د ملنګۍ کچکول تړلی دی

تا که د دوهې او د رحمان خبري هیري کړې

په همدغه شالید کي دا یو بیت بل هم وړاندي کوم :

                                          ما چي ستا سره لوپټه وليده په بر ګودر کي

                                         د آختر میاشت وه چي ښکاره شوه د مرام په شفق

فکر نکوم چي د پښتون واک په نشتوالي کي دي پښتو سیاله او پښتون سیال سي پښتو خو تر اوسمهاله په بې مرکزیت کي لیکواو او شاعرانو ساکښه هم سیاله ګرځولې ده ، دا زموږ اوږده سیاسي مبارزه چي موږ د ملي حاکمیت خاوندان یې تر اوسه نکړو نو څه پارلیماني ډوله سیاست به موږ د ملي واک خاوندان وګرځوي او که به خپل رښتوني هدف ته بیرته پام اړوو انقلابي او ملي مبارزه به مو د ملي خلاصوه لاره وي ، د اسلام آباد څخه ډیلي ته د بمبۍ څخه لاهور ته څوک په جهازونو څوک په بسونو کي ځي راځي نور خو نور د یوه پنجاب وزیر اعلیْ په شپه کي دبل پنجاب وزیراعلیْ کور ته ځي راځي تور بوټان او خړي دریشۍ لرونکي پوهیږي چي څه به کیږي خو پټه خوله ځکه دي چي دا ټول څه دا واري دوی پخپله د امپورټ سوي پارلیمان او وزیر اعظم په مرسته کوي ولي چي دې غټوتورو بوټانو  لرونکو د خپلو دومره ویني څښلي دي چي نور د خلکو په سترګو کي سترګي اچولو د توانه هم لویدلي دي دا به د سرحدانو څه زیرمه وکړي دوی خو همیش خپل محکوم خلک فتح کړي دي :

 د مثال په توګه د بولدک او طورخم پر پولو چي زموږ د سپین سرو ،سپین ږیرو ، میندو ، خویندو او ځوانانو سره کوم ناروا غېرانساني چلندونه روا ساتي سړي ته وریاد سي چي رښتیا هم زه تر اوسه یو غلام یم ، ازادي خاوري ته ورتلل همداسي کړاونه لري ، یوه ناروا منوسه کرښه خو یې راباندي تپلې وه چي د ٫٫ باب دوستي ٬٬  په نوم نوره هم خپلواکه خاوره د ( تور لیوه )  په خوله کي ورکول سوه همدا د ملي حاکمیت د نشتوالي غمیزه ده چي د صدیو مي په ځان ده او اجمل صاحب ډېره  څرګنده اشاره ورته کوي :

                      د خاوري سره څو چي یې د چتي مالک نشې

                     میوې به درنه بل خوري ملا به ستا پکي ماتیږي

د فلسفې په نړۍ کي د (سپیو نوزا ) مقدر تر ټولو حیرانونکی دی هغه عقل پرست وو، په هم دې خاطر هیواد والو هغه دخپلي ورورولۍ وشړئ ، خلکو به هغه ته یهودي ویل نو ځکه ناوړه چلند به یې ورسره روا ساتلو ، داسي بل څوک به خال – خال پیدا سي چي د سپیو نوزا په رنګ د یوازیتوب خوراک دي ګرځیدلی وي خو دا تنهایي او ویراني د سپیو نوزا د ځانګړي فکري نظام د رغوني لپاره اړینه وه که چیري خلکو هغه خلوتونو ته ټیلولی نه وای نو ښکاره ده چي نن به یې نړۍ له فلسفې بې برخي پاته وای زه منم چي د بې وطنۍ احساس کاڼي توږي خو اجمل صاحب چي د سختو او د استبداد د زور ګیریو په مقابل کي همیش لکه د میوند څلی دنګه غاړه ودریدلی دی اجمل صاحب که د اوږدې بې وطنۍ ( د افغاني روحیې له کبله د بې وطنۍ ټکی نه کاروم د منوسي کرښي په شالید کي دا ټکی کاروم ) کړاوونه نه وای ګاللي شاید چي موږ به له ( ګلونه تکلونه ) او د افغان ننګ غوندي تخلیقاتو بې برخي پاته سوي وای او دا درد  اجمل صاحب څه دا راز ګاللو :

                       د ګلو په بازار کي د خپل زړه زخمونه شماري

                        جانان له دې خټکه په هیڅ شان هیریږي نه

زه چی د خپل (   چي هرڅه په مصنوعیت پکي رنګیدلي دي ) خپلاسي چاپیریال تر زړو دربچو دباندي ګورم د اجمل صاحب د ژوند او مبارزې ډیر مشترکات د سپیونوزا په مبارزه فلسفه او ژوند کي راته ورته ښکاري برعکس له دې چي د دواړو ترمنځ توپیر هم په هره توګه موجود دی د مطلب په لا سپړنګ کي د رحمان بابا  دا شعر کومک راسره کولی سي :

                           نسي د خانانو ، ملنګانو سره کلي

                           چرته عزیز خان چرته ملنګ عبدالرحمان

زښته مشترکه خبره د دواړو تر منځ هم دا ده چي دواړه لوږي هم نهر ګرځیدلي دي خو رښتینتوب چي یې څه راز انګیرلی دی هغه ډول یې اظهار کړی هم  دی سپونوزا  یوار په کوچنیوالي د ( اریل اکوسټا ) قبر ته ولاړ هغه یهودي متشکک و چی خپلوانو د الحاد او بدعت لکبله د خپلي ورورولۍ شړلی وو ( اکوسټا ) د خلکو دا سپکاوی ونه زغملو خپل ځان یې پخپله ووژلو ، دې پیښي د سپیو نوزا ذهن ته ژور ټکان ورکړ اوس هغه هر وخت په دې فکرونو کي غرق  وو چي هغه کوم عوامل دي چي خلک د منحرفو عقایدو د قبلولو او د عقیدې د اختلاف په خاطر یو او پر بل تشدد ته را پاروي د رښتینتوب څخه په بشپړه توګه تر اوسه بې برخي د ٫٫ ایمسټر ډیم ٬٬ هم دې ماشوم خپل ژوند د تحقیق او جستجو په نوم کړو :

 اجمل صاحب د ډاکټر هما سره د مرکې په یوه برخه کي داسي وایی ٫٫:

 زه چي ماشوم وم نو زموږ په کور کي یوه کوټه وه په هغې کي به پنځه ، شپږ کټونه پراته وو هم به پکي بیزه تړلې وه هم به پکي میچن وه ، څو پکي کتابونه وه ، کټوۍ مټوۍ به پرتې وې ، ماته داسي یاد شي چي زه به د مور په غېږ کي پروت وم او هغې به میچن اوړوله ، دا هم راته یاد شي چي دا میچن به یې اکثر د بل د پاره په بیعه اوړوله ، بیا چي روان شوم پښې مي وکړې نو یو ورځ زموږ د کور خوا ته زما د خور کور دی پخوا دغلته زموږ عزیزان اوسیده نو ماشوم وم نیمي خړپوسي ، نیم روان په دیوال به مي لاس کېښوده ، دغي کور ته تلم نو په دې کي د دې حجرې د مخي نه ٫٫ باچا خان ٬٬ راغلو سره د جلوسه نو زه  و ویریدم او د دیوال سره ودریدم نو هغه چي ږما خوا ته را ورسېده نو هغه راته په سر لاس کېښوده او راته ویې ویل چي بچو موږ دا هر څه ستاسو د پاره کوو هر څه چي وو په مایې داسي چل وکړو ٬٬!

 ګویا د سپیونوزا د فکري دنیا غوړولو پیلامه اکوسټا او د اجمل صاحب د فکرونو او کردار په ځلولو کي  باچا خان او د باچاخان فلسفه بنسټیزه تیږه توږي ، جیلونه، زولنې او ریاستي تشدد د جبر او اختیار په مقابل کي لکه څلی ودریدلی دی ، د اجمل صاحب عقیده ده لکه چي وایي :

                                               خټک د ملنګۍ کچکول د میني یو کاسه ده

                                               د چا سر کي نشه به د خټکو د خانۍ وي

                                 دا خو یې لا ډیر پخوا ویلي و :

                                                               چي نشه د استبداد لري په سر کي

                                                               ما ته یو دی که مغل دی که افغان

د نوي استعماري ځواکونو توسیع پسندانه هلي ځلي تر منځنۍ اسیا رسېدل په خلیج کي واک اخیستل او فارس ته سترګي سرې-  سرې کول ، ګمان کوم لکه چي تاریخ مهم پړاو ته ور ګډیږي ، اقتصادي حرص مندي د دوو تهذیبونو (کلتورونو )  د خاورو سره خاوري کول ، خاوره د انسانانو په وینو لمبول ، مکتبونه په مقتلونو اړول ، تنکي ماشومان په وینو کي لغړول ، د ډوډۍ په لټون ستومانه خلک په مرمۍ بیدول بیا هم اورو موږ بشر دوستان یو ، سوله غواړو، مینه، ورورولي غواړو د ټولي نړۍ بنیادګر او ترهګر ټولول غواړو دا یو عجبه غوندي اتفاق دی پرون د ثور انقلاب د ناکامولو او د ویتنام د ماتي د بدل اخیستو لپاره د ټول جهان جهادیان یې په پښتني سیمو کي وروزل  ،یو شمېر فسادونه یې په وخورول او نن ورته ترهګر وایي یا القاعده وایي په  واڼه ،         وزیرستان کي یې اورونه پر بل کړو ، په زور کورونه کنډوالې ، ځوانان ، سپین ږیري ، ماشومان، شهیدان ، خویندي میندي کونډي سوې ، څه وسو ؟ چا وکړو؟

او هغه څوک کولای څه سي چي بې مرکزه په درو ټوټو د خپل اصل وجوده را بېل سوي او هغه هم تورو ګیدړانو خوړلي د اجمل صاحب دا شعر وګوری :

نور خپل منزل ته غاړه وتل موږ ګیدړو مات کړو

د څڼو د اوربل موسم مو نه دی د سیالۍ دی

 اخستونځیnawasht.com/?c=6&i=349

-
بېرته شاته