Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ذهني غلام
[26.Aug.2019 - 10:18]نـــــه د ځـــــــان پـــــــکـــارېـــــــدی شـــــــي نــــــه د قــــــــــام
خــــــــدای دې مـــــه کــــــړه د پــــــردو ذهــــــنــی غــــــــلام
د پــــــردو ذهـــــنــــی غـــــــلام ځـــــــان ازاد بــــــــولـــــــــی
مــــــــــــا د ســـــتـــوری اورېـــــــــد لــــــــــــی دا کــــــــلام
..........
راتـــــه پــــــاتـــــــی لــــــه لــــویــــانـــــو دا پــــیـــــغــــام دی
چـــې د بــل پـــــــه درنـــــاوی کــــې درونـــــد مـــقــــام دی
کــــه نــــظـر دی خــپـل اوچـــت ســاتــــی نــــو پــــوه شـــــه
چـــــــــې لازم د بــــــــل نــــــــــظــــر تــــه احـــــــــــــتــرام دی
د نــیـم ډک او د نـــیــم تـــــش جــــام بــیـــلــــګــــه ګـــــوره
چـــــې مــــنــــفـــی او هـــــم مـــثـــبـت رنــــګ د کــــلام دی
خــېـرخــــواهـــــان وايــــي جـــام ډک نـــــیـــم د اوبــــو دی
بــــــدخــــواهــــان وايــي نــیـم تـــــش د اوبـــــو جـــــام دی
چــې د بــل پــــه ســــپــکـــاوی کــې درنـــښـــت غــــواړی
درونــــد بــــه نـــه شـــــي تــل پــــدې کـــارکې نـــاکـام دی
چـــــې د بـــــل د غــــلامــــۍ ســـــوچ لــــــری ســــــرکـــــــې
ازاد نـــــــــه دی، د ده هـــــــــــم ذهــــــــــــن غـــــــــــلام دی
ســــتـوری وايـــــې دا مـــنــلــــی ټــــــــول جــــــــهـــان دی
خــپـلــواکـــــې بــنــیـادی حـــــق د هــــر یـــــــو قـــــــــام دی
.................
دپــــــښـــــتـون د کـــــور لــوګـــیــه
شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه
وریـځـی راولـه تـیـاره کـه دا خـپل ځان اوبـه اوبـه کـه
د رحــمت شـــه بــارانــونـه پــــه ډاګــونــــو راوریـــــــږه
دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه
شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه
چې ډاګونه مو زرغـون شـي ښاد آباد پکـې پښتون شي
چـې کـري پــکـــې ګلــونــه غـږ بـلـبـل تـه کـړم نڅـیـږه
دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه
شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه
د پــښــتـون ښـکـلـې وطــن دغـیـرت او نــنـګ چـمــن
خـالی مه شـه ئې سـیـنـدونه اوبــه تــل پـکـــې بـهـیــږه
دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه
شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه
د ښــــــــکـــلا ډکـــې دری چې لـري درنــي حــجــري
ښایسته ئې دی دنګ غرونه غره په سرستـوری ځلیږه
دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه
شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه
.............
خپل کلتور
هــــــره څـــــانــــګــه خــــپــلــــه ونـــــه کـــــې لــــــوئـــــیـــږی
چــې لــه ونـــــې څــــانـــــګــه غـــوڅـــــه شـــــی وچــیـــــږی
عـــــاقـــبــــــت ئــــــی ورکـــېـــده دی ســـــتـوری وائـــــــی
چـــــــې د خــــــپـــل کلـــــــتـور او ژبـــــې پــــردی کــیــــږی