Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شعر
[26.Aug.2019 - 10:53]
چېرې د عقل کیسه مکوه د زړه سړي ته
ژڼي دې نه ښايي سبق چرې زاړه سړي ته
نن خو دې اوکړه خو اختیاط کوه چې بیا ونشي
چېرې به ستره کیسه نه کوې واړه سړي ته
ژونده د خوند په فلسفه دې له تر اوسه پورې
پوهه څوک نشول نغاره غږوې مړه سړي ته
مینه د وینې مقام نه پېژني قام نه ويني
هسې نارې وهې د ننګ یوه کاڼه سړي ته
نن مې په خپلو ګنهګارو سترګو ولیدو چې
یوه سړي په مرۍ ایښې وه چاړه سړي ته
له حېرانۍ نه یې راپورته کړلې سپینې سترګې
چې د بریا کیسه مې اوکړله یوه پړه سړي ته
په نېغو سترګو یې د حق پوښتنه نه شوه کوۍ
وږی ولاړ وو ټیټې سترګې نن ماړه سړي ته
نن مې احساس راته په بړچو بړچو وژاړل چې
مه غږوه تاوده سازونه نور ساړه سړي ته
احساس خټک