د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او...
[16.Oct.2015 - 20:47]د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ نهمه برخه
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
لیکوال : اېټالیوي مورخ، تاریخپوه، سیاستپوه او توکمپوه ښاغلي اندرې چیوندادی.
ښاغلي لیکوال د اېټالیا په وسله وال پوځ کې د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۴ کالونو پوري په بوسنیا، کوسوا، افغانستان او عراق کې د دنده تر سره کړي ده. ده د یو تکړه خبریال په توګه د نوموړو هیوادونو څخه خبرونه او رپوټونه چمتو کول او را لیږل. دی اوس مهال د خپلي دوکتورا په لیکلوباندې کار کوي.
د ده دوکتورا موضوع ٬٬د پښتني دودونو او نورمونو اړیکې له مډرن حقوقي سیسټم سره پرتله کول٬٬ دي. ژباړه : د انګلیسي ژبې څخه الماني ته میرمن انا لتڅ او له المان ژبې څخه پښتو ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د افغان په ځوان دولت کې د پښتونولۍ زوړ دودیزه قانون
لر او بر افغانستان کې د پښتونولۍ لرغوني موجود دودنه، ارزښتونه، د منځګړتوب خبرې اترې او د روغې جوړې ښکاره نرخونه او نورمونه له پیړیو پیړیو راهیسې د پښتنو تر منځ د یو نسل څخه بل ته لیږدول کیږي او د دوی د ټولنیز ژوندانه اړیکې او راکړه ورکرې تنظیموي او شکل ورکوي. دغه دودیزه ارزښتونه او نرخونه د پریکړو پر مهال انعطاف منونکي او بدلون منونکي هم دي. پښتني ارزښتونو کې بدلو ن نه یواځي د اوږدې جګړې د پایلو له امله را منځته شوي. بلکې افغانستان په دې نه دی توانېدلي، د پښتنونولۍ نورمونه، ارزښتونه او د مورال کوډکسونه، چې د یوې زیرمې په حیث موجود دي.د خپل دولت په جوړښت کې په سمه توګه وکاروي.
له همدې امله افغاني مورالي حقوقې نورمونه او کوډکسونه د نړیوالو مډرنو حقوقي نورمونو له سیستم سره سمون نه خوري. د افغانستان په لر او بر کې د پښتونولۍ فلسفې مفهوم یا افغانیت د پښتنو افغانانو تر منځ د یو ګډ ملي پوهاوي په رامنځته کولو کې د ټولولپاره یو مشترک مفهوم دی. له همدې امله پښتونولي ټولو پښتنو ته یو ټولمنلي ارزښتمن مفهوم دی. پښتانه د پښتونولۍ د تورۍ په اوریدو سره خپل سر د موافقي یا هوکړې په توګه ښکته پورته کوي. ځکه د پښتونولي فلسفې مفهوم افغانانو ته د یو ګډ لرغوني پښتني میراث ور په یاد وي.
په واقعیت کې دا پښتني کلمه ٬٬ پښتونولي٬٬ پښتون اوسیدل یا د پښتونتوب مانا ورکوي. په ریښتني ټوګه پښتونولي پښتون ولس ته یو جامع، مفصل تصور وړاندې کوي او د پښتنو افغانانو ترمنځ د یو ګډ ملي، ټولنیز یووالي تړون مانا او مفهوم ارائه کوي. په لر او بر افغانستان کې پښتونولي په همدې مانا او تعریف کې د درست پښتون افغان ولس له خوا پېژندل کیږي. له همدې امله د پښتونولي نوم د همدې قومي ګروپ یا د ټبر د غړو له خوا په ورځنې ژوند کې ډیر نه اخیستل کیږي: ځکه په ښکاره ډول داسې مالومیږي، چې دغه ګډ پښتني میراث د ټولو پښتنو له خوا منلي شوي دی او دوی مجبور نه دي، چې هره ورځ په ځانګړي ټینګار سره ترینه یاده ونه وکړي. د پښتنو په پرتله بهرنیان په ځانګړي توګه لویدیځوال د پښتونولي له نامه څخه ډیره یادونه کوي اوپه دې برخه کې څیړنې کړي دي.
اټکل د ۳۵ څخه تر ۴۰ میلیونه پښتانه په لر او بر افغانستان کې ګډ ژوند کوي. ٬٬ پښتانه په نړۍ کې د خپل قومي او قبایلي نظم سره یو ستر قومي ګروپ پېژندل کیږي ٬٬ پښتانه د خپلي ګډې ژبې او ګډ مذهب تر څنګ خپل یو پښتني مورال او د کوډکسونو یو ګډ سیسټم لري. دوی د خپلو ټولیزو نورمونو او ارزښتونو لپاره خپل یو ګډسیسټم رامنځته کړي دی،تر څو دوی د خپل ژوندانه ورځنۍ ګډې چارې او خپلي راکړه ورکړې او خپل کړه وړه د پښتونولي په ټولنیزه قانونغونډه او ټولمنلي قاعدو کې سره تنظیم کړي. پښتانه د همدې نرخونو او نورمونو مطابق خپل شخصي اوعمومي ژوند اعیار وي.
حداقل پښتانه په دې ګروهه دي، چې پښتونولي د ټولو پښتنو د ژوند په ټولو چارو کې باید عملي شي. اما په حقیقت کې د پښتنو د پښتونولۍ د مورال کوډکسونه لا تر اوسه نه دي لیکلي شوي او بدلون نه مونونکي هم دي. د پښتنو د پښتونولي ډیر بنسټیزه اصول په سویلي اسیا کې له ډیرو نورو قومونو څخه پر مختللي دي.
په لویدیځ کې په لومړي ځل د پښتنو د پښتونولي اصولو ته د یو ځواکمن قانون په ټوګه مشابعت ورکول او یا د قانوني اصولو سره سم پرتله کول تعبیرول او تصور د انګریزي کولونیالیستي چارواکو له خوا شوي دی. کله چې دغه دواړه ولسونه د نولسمې پیړۍ په منځ کې له یوبل سره مخامخ شول. د انګریزانو په کولونیالیستي چارواکې باندې د پښتنو د پښتونولي اصولو ځښت ډیر اغېز کړي وه. سیمې ته د انګریزانو د پلټنو لومړني لیږل شوي ډله او له دوی څخه ورسته د انګریزي امپراتورۍ پوځې افسرانو باندې پښتونولي په جوته توګه د پاموړ اثرات شیندلي وه. ظاهراً په انزوا کې ساتلي شوي پښتانه قبایل، چې د انګریزانو د اشغالي هڅو په وړاندې په پښتني وسله وال مقاومت کې دریدلي وو، دوی انګریزي افسران ځښت ډیر تر خپل شدیداغیز لاندې راوستلي وو. د پښتنو په اړه انګریزانو په خپلو لیکنو او پلټنو کې یو ډیر په زړه پوري، جذاب انځوریزه طرحه وړاندې کړي ده.انګریزانو له همدې امله د پښتنو د زوړفکر څخه یو په زړه پوري انځور، چې د یو شرقي رومنتیکي بهرني کلیشيوي انځور سره سمون خوولو، په نښه کړي دی.
د پښتنو ځیني نورمونه او ارزښتونه له همدې مهاله په نړۍ کې مشهورشول او وپیژندل شول او تر نننه د توکمپوهانو سره خوندي پاتي شوي دي: دپښتنو په اړه باید لومړۍ دې ټکي ځښت ډیر پام وشي، چې د یو پښتون پت او عزت باید خوندي وساتل شي او همداسي د ده د کورني عزت هم باید خوندي وساتل شي.
دا د یو پښتون عزت دی. یو پښتون تل دې ته چمتو دي، چې د هر ناوړه او یا ناروا عمل په وړاندې مقابله وکړي دا هم د ده غیرت دی.هر څوک، چې د ده عزت او د ده د کورنۍ عزت ته د ورنږدې کیدو تکل لري. د داسي یو عمل په وړاندې دی مجبور کیږي، چې په خپل ټول زور سره خپل بدل واخلي. یو پښتون له هغي چا څخه بدل اخلي، چې دی او د ده کورنۍیې بي عزت کړي وي. له دغې غبرګون سره د ده د کورني غړي هم مخامخ کیداي شي. په دغه صورت کې بیا د بدل خبره نه رامنځته کیږي.
یو اصیل اصولي پښتون مجبور دی، چې د هر میلمه څخه میلمه پالنه وکړي او په خلاص زړه ورته میلمستیا ورکړي. هر څوک چې د یو ریښتنې پښتون کور ته پناه وروړي، دی مجبور دی چې پناه ورکوي، ان د خپل سر دښمن ته په خپل کور کې پناه ورکوي. ننواتي اکثراً د یو لړ مراسمو په تر سره کولو سره تر سره کیږي. هر څوک چې یو پښتون ته په ننواتي ورشي، دی خپل ځان د پنا ورکونکي په واک اواختیار کې ورکوي. پښتنه ټولنه کې په همدې ډول ټولنیزې شخړې اوکړکیچونه هواریږي. د بیلګې په ډول د شخړې یوه خوا د بل کور ته په ننواتي ورځي، په تیوريکې لحاظ د شخړې بل اړخ مجبور دی، چې ننواتي ومني او را منځته شوي کړکیچ ته د تل لپاره د پای ټکی کیښودل کیږي.
پښتانه قومي مشران او سپین ګیري په کورني چاپیریال کې او په کلیوالي ټولنه کې بې له قید او شرطه واک او اختیار لري. کله چې په کلیوالي چاپیریال کې یو چا ته مادي او یا منعوي زیان رسیدلي وي او یا څوک د خپل حق غوښتلواراده ولري، دی د عدالت بیرته راوستولپاره سپین ګیړو ته ورځي. په دغه صورت کې سپینګیري یوه جرګه راغواړي، جرګه د لانجې د دواړو غاړو څخه واک او اختیار اخلي او په رامنځته شوي پېښه باندې له سره غور کوي او د حل یوه مناسبه لار ورته مومي.
یوغیر عدلانه چلند، اما هر څوک کولي شي د کلي محکمې ته ورشي.له همدې امله ښځې د کلي جرګې یا محکمې ته ورځي.
دولتي محاکمو ته د ښځو نه ورتګ او عدلي ادارو ته د نه لاسرسی لاملونه ډیر دي. د بیلګې په ډول محاکم ډیر جګ مالي مصارف غواړي،د لرو او اوږدو لارو شتون یې بل لامل دی، د قانون څخه د خلکوناخبري، په ټولنه کې دولتي محاکمو ته په بده سترګه کتل کیږي، رسمې محاکمو ته د ښځو ورتګ دوی په ټولنه کې د ټولنیزې انذواسره مخامخ کیږي او له دې څخه ښځې ویره لري. د جرګو ښه والې د جرګو په ساده توب کې دی. د خلکو سره وخت نشته او په جرګو کې د خلکو د شخړې یا لانجې ډیر ژر فیصله کیږي. داسي نور لاملونه شته دي، چې ښځې په بې وزلو هیوادو کې د شخړو پرمهال رسمې محاکموته له ورتګه ډډه کوي.اکثراً ښځې د شخړو پرمهال سیمه ییزو نارسمې مراجعو ته مراجع کوي، کله چې دوی په کورني چاپیریال کې له شتو ستونزو سره مخامخ شي اویا د یوې ښځې څخه غلا شوي وي، ښځې د کلي مشر ته او یا د کلي دیني عالم یا مذهبې مشر ته ورځې.
International Development Law Organiszation (IDLO)
د دې ادارې د یوې سروې له مخې په ورسته پاتو هیوادو کې د دعوو د پنځوقضیو څخه څلور قضیې د کليوالي محاکمو او یا د کیوالي جرګې له خوا فیصله کیږي .دغې سازمان په افغانستان کې هم سروې تر سره کړي ده. د پوښتل شویو افغانانو څخه ۷۳ سلنه وګړو سیمه ییزو جرګو ته د ورتللو علت داسي بیانوي، دوی ته په سیمه ییزه کچه سیمه ییزه جرګې یا شوراګانې د اعتماد وړ ځکه دي،چې دغه جرګې د سیمه ییزو نورمونو او ارزښتونو پربنسټ خپلي عدلې پریکړې کوي. دغه لار د ښځو لپاره یو دوه اړخیزه توره یا شمشیر دی. دا خبره سمه ده، چې ښځو ته په جوته ټوګه په نارسمې جرګو کې د جوړجاړې خبرې اترې په ګټه تمامیږي، د دغو جرګو موخه دا وي، چې په کورني او ټولنېز چاپیریال کې همغږګي بایدساتل شي.هممهاله په دغه ډول حقوقي سیسټم کې د ښځو سره توپیري چلند کیږي.ځکه په یوه نارینه پاله ټولنه کې دودیزه جوړښتونه تل جوت ساتل کیږي.او د ښځې حقوقو ته په کې په کمه سترګه کتل کیږي. ځینې وخت داسي هم پیښیږي، چې د یو تر سره شوي جرمي جنایت په بدل کې یوه ښځه یا یوه پیغلې نجلۍ د جبران خسارې په ټوګه په بدو کې هم ورکول کیږي.
ښځې مجبورې دي، چې د خپلو حقوقو په اړه پوره مالومات ترلاسه کړي او دوی ته جرئت ورکړل شي، تر څو دا ډول کړنې او فیصلې تر پوښتني لاندې راولي. د دې سروې په اړه د دې نړیوال سازمان جنرال سیکرترۍ اغلي ایرینه خان وایې: ښځې کولالي شي، په دې برخه کې د لانور فشار څخه کار واخلي، تر څو د دوی د حقوقوڅخه په دغه ډول دودیزه سیسټم کې ښه ساتنه وشي. په دغه څیړنه کې د یوې ښې بریالي بیلګې څخه یادونه کیږي، د نامیبیا هیواد د اوکووامبي په ولایت کې ډیرې ښځې په دې توانیدلې دي، چې ځانونه سیمه ییزه دودیزه مشرۍ ته ورسوي. د ښځو شتون په محاکمو کې باید ډیر شي.او د کلي مشر په دې وپوهول شي، چې ښځې هم په مساوي ډول حقوق لري.دا ټول د دې لامل ګرځي، چې په دودیزه نرخونو کې د شخړو د حلوفصلو په بهیرکې د ښځو سره په عدالت کې مساوي چلند وشي.
د لر او بر افغانستان په شمال او جنوب کې دغه ارزښتونه، دودنه، نورمونه او کړه وړه د پښتنو د شخصیت انځور او د پښتنو د نړیوال انځور برخي جوړوي. هو ولې نه پښتنو هم په نړي کې خپل د ارزښتونو یو عالي ایډیالي موډل را منځته کړي دی. دا چې ولي دا نورمونه نه څارل کیږي اویا هم کله کله دغه نورمونه او ارزښتونه په جدي ټوګه پلي کیږي او په ټولنیزو کړه وړو کې ترینه استفاده کیږي، بیا هم دغه ارزښتونه د پرلپسې خبرواترو په بهیر کې د سیمه ییزو شرایطو په وجه او د شخړې د یوې یا بلي خوا د لیوالتیاوو لپاره ټاکل کیږي. ځیني دودیزه ارزښتونه د ځینو ځانګړو ځانګړتیاوې او د ځینو خاصو شرایطو لپاره نوي تفسیر کیږي او نور بیا د تل لپاره له لاسه ورکول کیږي. دا له منځه تللي نورمونه او ارزښتونه نوره د پښتنو د دودیزه رواجونو، سنتونو او عنعناتو برخه نه ګرځي.
د پښتنو په ځواکمنه نارینه پاله ټولنه کې ښځې په سیاسي او عامه چارو کې ډیر لږ رول لوبوي. د ښځو بدمرغي د هغي د کړو وړو او د کورني د عزت سره هم اړه لري. پښتنو کې یوه کورني هغه مهال یوه با عزته کورني شمیرل کیږي، کله چې دوی د کور پر ښځینه غړو باندې قوي نظارت ولري. نجوني ډیر ژر وادیږي او یا اکثراً د یولسو او دولسو کلنو په منځ کې د چا په نوم کیږي. د ژنکیو یا هلکانوسره همداسي چلند کیږي، خو لږ ورسته واده کیږي. نجوني ته د دولسو یا دیارلسو کالونو پوري په کورني چاپیریال کې لږ ازادي ورکول کیږي. ځیني ښوونځیو ته هم ځي. خو کله چې واده وکړو او یا د واده عمر ته ورسږي، دوی بیا له عمومي نظر څخه ورکې کیږي او سطر کوي. دوی د یوې پیغلي ښځې ژوند پیلوي. دا په دې مانا ده، چې دوی باید په خپل کور کې کیني او په کورنیو چارو کې برخه واخلي. دوی اجازه لري او کولي شي د ځانګړو محافلو پر مهال د یو شرعي محرم سره په بورکه کې د کور څخه بهر ووځي.
د پښتنو د کورنۍ ټولیزه سیستم په ( پتري لوکال ) یا د خسرګاني سیسټم باندې بنآ ایښودل شوي دی، په دې مانا چې واده شوي ښځه د میړه د پلار کور ته ورځي. په بله وینا واده شوي ښځې د میړه له کورني سره او یا د میړه له مور سره ګد ژوند کوي. ناوي د میړه په کور کې د کور د مشرۍ ښځې تر څارنې لاندې وي .واده شوي ښځه د خپلي کورنۍ سره هغه مهال اړیکې نیولي شي او یا ورتلي شي. چې کله د میړه د کورنۍ څخه ورته اجازه ورکړل شي. طلاق یواځې د میړه په خوښه شوني دی. ښځه په خپله نشي کولي طلاق واخلي. د واده شوي پیغلي ښځې سره د میړه په کورنۍکې کله نا کله د هغي ښځې له خوا ناوړه چلند کیږي، کومي چې د میړه په کور کې د پخوانه دڅه ویلو برلاسي حقونه ځانته خوندې کړي وي. دود پالنه د ښځې یو مهم معیار دی، چې په هغه کې د ټولې کورنۍ پت او عزت کچه محاسبه کیږي. د ځوانې واده شوي میرمن یوه تیروتنه یا یو بې ځایه قدم کیداي شي، چې د ټولې کورنۍ عزت او درنښت تر پښو لاندې کړي. د بیلګې په ټوګه کله چې یوه ځوانه ښځه یواځې په بازار کې د خوراکې توکې رانیونه کوي او هغه په همدې مهال د کوره بهر د یو پردي سړی سره د خبرو کولو په حال کې ولیدل شي. همدا کافي ده، چې د کورنۍ ښه نوم د تل لپاره بد شي، له دې عمل سره ښخې ته سزا ورکول کیداشي. د ښځو څارنه او ورسره سختګیره چلند هم د پښتونولي یوه برخه ده. دا ټول دې پورې هم اړه لري، چې دوی دغه حالات په څه ډول ویني او ارزوي، دا د پښتنو یوه ځانګړي ځانګړنه ده.
د دې سره سره پښتونولي د نورمونو او ارزښتونو قانونغونډه یوه داسي ټولګه نه ده، چې هر څه په تیږه کې یا لکه د کاڼې کرښې په څیر لیکلي شوي وي او یا د یو قانون کتاب په څیر لیکلي شوي وي او هر څه باید د قانون په څیر خامخا ټکی په ټکی پلي شي.
د پښتونولي د مهمو پرنسیبونو او کانسپټونو په چوکاټ کې د دروغې جوړې او یوې منلي شوي پریکړې ته د رسیدو لپاره ډیر پرګماتیک هراړخیزه عملي توکې شتون لري. پښتونولي د سیمې خلکو د عنعناتو سره سم، د هماغه وخت او زمان د اړتیاوو مطابق د یو کړکیچ په هواري کې د سوله ییزو خبرواترو له لار ې د حل مناسبي طرحي هم لري.
څه شي چې دیرش کاله پخوا د پښتنو په سختګیره اخلاقي اصولوکې او د پښتونولي په مهمو نرخونو او ارزښتونو کې نه منونکې وو، کیداي شي چي نن دوی ته سم وبریښي. کیدای شي چې دوی ته اوس مهال خورا ډیر مهم وګرځي او د دوی د خورا اړینو توکو څخه وشمیرل شي. د یو ولس یا یو ټبر داخلي ټولنیز جوړښتونونه تل د بدلون په حال کې وي او همداسي دوی خپل ځانونه د نویو واقعیتونو او د شرایطو له څرنګوالی سره سم اعیاروي.
د پښتنو په ښارونو کې بهرنۍ اغېز ځښت ډیرجوت لیدل کیږي. که څه هم د دولت کمزورۍ حاکمیت د کلیوالي سیمو په پرتله په ښارونو کې لږ ډیر محسوس کیږي او په ښارونو کې د زده کړي شونتیاوې لږڅه بهتره ده. دلته د یو عالیقدر، دروند،با عزته او قدرمن ښاري پښتون افغان څخه د ښاري ژوند تمه کیږي او دی خپل ټول ژوند او خپله کورنۍ په یوه داسي طریقه تنظیموي، چې یو کلیوال پښتون ته به د ژوند دغه ډول ناسم وښکاري او یا د ژوند دغه بڼه ورته ډیر ازاد خیاله وبریښي. ښاري پښتون خپلي لوڼې ته اجازه ورکوي، چې ښوونځیو ته لاړې شي. ان تر دولسم ټولګې پوري زده کړي کولي شي.ځامن یې پوهنتوني زده کړې کولي شي او نورو ښارونو ته د ژوند لپاره هم تللي شي.
یو ښاري پښتون د کړکیچ یا شخړې په صورت کې کولي شي پولیسو ته ورشي او د سپین ګیرو د جرګو په ځای محاکمو ته تللي شي. دی مجبور نه دی خپله لور په کم عمر کې واده کړي. دی نوره مجبور هم نه دی، چې زوم یا د لور میړه د ده له کورنۍ یا خپلوانو څخه وي.
هغه پښتانه چې خپل ځانونو ته د ژوندانه دغه ډول غوره کړي دی، دوی په هیڅ مانا دا نه احساسوي، چې دوی د نورو پښتنو په پرتله پښتونتوب یا پښتونولي ته لږ وفاداره دي. دا ممکنه ده، چې دوی هغه پښتانه چې په کلیوالي او لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او د پښتونولي په نورمونو او ارزښتنونو باندې ټینګ ولاړ دي، د ناخبره، ورسته پاتي او یا له ښاري تمدن څخه لري پاتي شويو په سترګه وګوري. لنده دا چي په هغه تصوراتو او فکرونو کې چې یو اصیل پښتون چې څه باید وکړي او څه باید ونه کړي د وخت او زمان سره، د استوګنځي یا د ځای بدلیدو سره خامخا په کې بدلون راځي.
له همدې امله تر اوسه ناشوني شوي ده، چې افغان دولت د پښتونولي نورمونه او قاعدې رسماً په یوه قانوني بڼه کې تصویب کړي او یا دولت د پښتونولي د قانون او د اصولو تګلاره په خپل عدلي او قضایي سیسټم کې شامله کړي.
پښتونولي ته اکٍثراً د یو ډول نالیکل شوي جزایې قانون په څیر کتلي شوي دي، دا کتاب په خپل ډول کې د خپلو د ځانګړو طریقو اوکړنلارو له امله د جزأ قانون په نامه هم یادیږي.
اصلاً د پخوانه پښتانه په افغانستان کې پرته له هر ډول دولتي لاسوهنوڅخه خپل ژوند کړي دی. پښتانه اصلاً د يرغلګرو په کولونیالستي مستعمرو کې ژوند نه دی کړي. له همدې امله پښتانه له ډیره موده راهیسې په دې توانیدلي دي، چې یو خپلواک سیسټم د خپلو ټولنیز چارو د کنټرول او سمبالښت لپاره په پښو ودروي. دا خپلواک سیسټم د پښتنو د مشرتوب، د پښتنو د سپین ګیرو اټوریتي حاکمیت او همداسي د پښتني کولتوري ارزښتونو څخه خوندي ساتنه کوي. د پښتنو دغه سیسټم په عمومي توګه پر هغو قانوني هدایاتو، لارښونو او فرمانو باندې ټینګ ولاړ دی، چې تر ټولو د مخه د نارینه او ښځینه د جنسیت ترمنځ د ناوړو اړیکو سزا ټاکي. د پښتونولي قانونغونډه په خپل ماهیت او اساساتو کې د پښتنو خپل لرغوني، کولتوري، دودیزه نرخونو او نورمونو پر بنسټ رامنځته شوي ده.
پښتونولي تر ډیره بریده مشروعیت د اسلام د سپیڅلي دین پر بنسټ خپل ځان ته ارائه کوي، که څه هم د پښتنو ځیني ناوړه دودونه د اسلامي شریعت سر په ټکر کې هم دي.
دا خبره بلکل سمه ده، چې د جرګې په سیسټم کې ځښتي ډیرې دولتي قاعدې او کړنلارې شتون لري. جرګې او مرکې په سیمه ییزه کچه بې شمیره ډولونه لري. دا بیا د سیمې له تاریخي شرایطو او د قبیلو له غوښتنو سره تړو لري، کومو چې د ارزښتونه دغه ډولونه را منځته کړي دي.
د پیړیو په بهیر کې حق او عدالت او د جوړجاړي لپاره د منځګړتوب کړنلارې په محلي او د سیمه ییزه کچه په خپلواکه ډول وده کړي. په عمومي توګه که څه هم دغه حقوقي نورمونه او قومي ارزښتونو پر بنسټ د مورالي هدایتونو په بنسټ یو ډول را منځته شوي دي.
د ساري په ډول د پکتیا ولایت په یوه قبیله کې داسي یو نرخ هم شته، چې د جرګې د پریکړې پر بنسټ یوه نجلي بلي کورنۍ ته د بدو په بدل کې ورکول کیږي. تر څو رامنځته شوي خساره یا ګناه بیرته جبران کړل شي .همدغه ګناه یا جرم د ننګرهار ولایت په یوه بله سیمه کې د پیسو په بدل کي بیرته جبران کیږي. دلته بیاپه بدو کې خپله لور ورکول یو نه بښوونکي جرم دی.
د پښتون په ټولنه کې پریکړه کونکې ارزښتونه اخلاقي ارزښتونه دي، له یوې خوا دا ارزښتونه د پښتنو په ټولنیز ځانګړتیاوې باندې ټینګ ولاړې دي او له بلي خوا د دوی د کړکیچ د حلولو د سیسټم پر بنسټ باندې پریکړه کیږي. د پښتونولي دغه قاعدې د لویدیځ له قوانینو سره تر ډیره بریده سمونه نه خوري. پښتنو کې د نارینه او ښځینه جنسیت اړیکې ډیرې سختګیره نارینه پاله ټاکل شوي دي. له همدې امله ښځې د نارینو په پرتله هیڅ حقوق نه لري.
داسي یو چلند د یو نوي مډرن دولت له حقوقي سیسټم سره اړخ نه لګوي. یو مډرن دولت مجبور دی، د خپلو ټولو وګړو د حقوقو خوندي ساتنه پرته له جنسیت او عمر څخه وکړي. پښتنو ته دا ستر مانا لري، چې د نارینه په شان کړه وړه له ځانه وښیې. اکثره داسي کړوه وړه له تاوتریخوالي سره مل وي. دا ډول ځان ښودنه په عمل کې ښیې، چې په خپل سر بدل اخیستل کیږي او د کورنیو ترمنځ شخړو او دوعوې ته لاره پرانستل کیږي. داسي عملونه په یو قانوني دولت کې نه زغمل کیږي، یواځې دولت کولي شي د یو ځانګړي تعریف له لارې د تشدد انحصار یا د زور استعمال ځواک په خپل لاس کې واخلي او دولت کولي شي قانوناً د سزا ورکولو حق ځانه ته خوندي کړي.په ډاډمنه ټوګه باید وویل شي. چې پښتانه به صبر ونه کړي،کله چې قانون د دوی له لیوالتیاوو سره سمون وخوري، د عمل کوونکې دولتي حقوقي اورګانونو څخه به په شا هم نشي. که څه هم د دولت دغه حقوقي اورګانونه له نیمګړتیاو او بې اغیزتوب څخه کړیږي. خو په دې اړه خپله دوی په خپلواک ډول په یوه یا بله قضیه کې پریکړه کوي.
څه شي چې دیرش کاله مخکې د پښتنو په سختګیره اخلاقي ټولنه کې او د پښتونولي په مهمو نرخونو او ارزښتونو کې نه منونکې وه، کیداي شي چي نن ور ته سم وبریښي او دوی ته به اوس خورا ډیر مهم وي او د دوی د خورا اړینو توکو څخه وشمیرل شي.
د پښتونولي قانون لیکلو په لاره کې او یا پښتونولي د دولت په عدلي او قضایي سیسټم کې رسماً شاملولو په لاره کې یو بل خنډ هم شته. پښتونولي لا تراوسه د دولت د قوانینو په پرنسیبونو کې شامله شوي هم نه ده. پښتونولي همداسي په خپل قوت سره ژوندۍ پاتي شوي ده.او په خپله خپل ځانته ځواک مومي. د افغانستان دې ورستیو پرلپسې پنځه ډیرشو کالونو د بربادوونکې جګړو په پښتونولي کې هم خپل ویجاړونکي اغېزې او علایم پرښودلي دي. د دغو جګړو هم د پښتنو په کړو وړو کې ستر بدلون راوستي دی او جګړو خپل ځواکمن منفي اٍثرات په پښتنو کې پریښیې دي. اوس وخت د دې رارسیدلي دی، چې د پښتنو د اخلاقي ارزښتونه د لمنځه تللو لاملونه رابرسیره شي.
پښتنه ټولنه په افغانستان کې په دې ورستیو دریو لسیزو کې په ډراماټیک ډول بدله شوي ده. په پښتنه ټولنه کې د سلګونو کالونو راهیسې د مشرتوب،مشرولي او د سپین ګیړتوب اغیزمن ځواک شتون درلود، د پرلپسې استراري بیړنۍ حالاتو او د تاوترخولي څخه ډکې خونړۍ جګړې د دې لامل شوې ،چې د ولسي مشرانو ځواک او اغیزې یوې بلې ډلې ته ولیږدول شي، دا ډله یوه د پوځي مشروالي وسله والې ډلې دي.
په افغانستان کې جنګي قوماندان په خپله یوه ټولنیزه طبقه ګرځیدلي ده.د جنګ جګړو پرمهال د دوی هدایات، د دوی اعتبار او ددوی وسله وال ځواک په پرلپسې ټوګه د قومي مشرانوپه اغیز او مشروالي باندې خپله سیوره غوړولي ده. او دا لړۍ ترنننه همداسي دوام لري. تر ټولو مهمه خبردا ده، چې د قوماندانو ډلې اود دوی مخکښ رول لږ تر لږه د پښتنو د راتلونکو دوو ځوانونسلونو ته ورپاتي شو.
صحني ته د وسله والې ډلې داخلیدلو سره د دوی اکثراً خپل کړه وړه او دندې د تشدد او زورزیاتي له لارې په ځان ښودنه کې تر سره کوي. دوی د خلکو دودونو، نرخونو او د عنعنات تر پښولاندې کولو برسیره د مشرانو دودیزه حاکمیت ته هیچ پاملرنه نه کوي.دوی په خپله خپل ځان ته نوې ارزښتونه رامنځ ته کوي .دا ارزښتونه د پخوانیو ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د هرې وسله والې ډلې هر یوه غړي د خپلي ارادې د تحمیلو لپاره کافي ځواک لري، دوی د خپلو څو وسله والو کسانو په زور خپلو ناوړو اعمالو ته برآت هم ورکړي، دا هغه جرمي اعمال دي، چې پخوا به د پښتنو د مشرانو او سپین ګیر له خوا به په جرګو کې محکومیدل.
چیرته چې خبره دومره ډیره ورانه شي، د جرګو کانسپټ خپله مانا او د خپل توازون ساتلو قابلیت په خپله له لاسه ورکوي. همدارنګه پر ټولنیز مساوات او ټولنیز احساس باندې کنټرول لمنځه ځي.دا هغه څه دي،چې پخوا به جرګو د دغو ارزښتونو ساتنه کوله.
لیکوال لیکي. د کومو پښتنو سره چې ما په دې اړه خبرې اترې کړي دي. دوی ماته د تشرح کولوپرمهال دا احساس راکولو لکه چې دوی هم د پخوا په څیر د لویدیځ په وحشت کې اوس ژوند کوي، چیرته چې د امنیت او د شخصي ژوند د ساتني په اړه هیڅ راز ضمیر او وجدان شتون نه درلود .
د دغو ناوړو کړنو پایله دا شوه،چې ډیر دودیزه کړو وړه له منځه ولاړ ل شي، کومو چې په خلکو کې دوه اړخیزه اعتماد او اعتبار را منځته کولو.
دبیلګې په ډول میلمستیا، په پښتنه ټولنه کې د هر انسان میلمه پالنه کیږي، کله چې یو سړی د میلمه په توګه په خپل کور کور ته ورشي، طبعي خبرده چې په دې ډول د دغي ارزښت مخه نیول کیږي او دا ناشوني کیږي او کې میلمه پال سړی نامطمینه کیږي، چې د خپل میلمه امنیت او عزت په ریښتني توګه خوندي کولي شي او کنه، دا ارزښت په دې وجه ناشوني کیږي ځګه چې کوربه کورنۍ د خپل میلمه د ساتلو او میلمه پالنې په بدل کې د انتقام.اخیستلو سره مخامخ کیدي شي. او یا.کله چې څوک په خپل کور کې د یو بهرني او یا یوبل ناسم میلمه میلمه پالنه وکړي. زور ور جګړه مار د خپلو عجیبو غریبوجنایاتونو په بدل کې هیڅ نه مجازات کیږي.دا ډول ناوړه جرایم مخ په زیاتیدو دي .د خوندې امنیت د نشتون له امله دا هم یو دلیل کیداشي، چې ښځه د خپل د کورنۍ د غړو له خوا لانوره وڅارل شي.
څیړنوال د خپلي څیړنې په پای کې دې پایلې ته رسیږي، چې پښتونولي د ټولو لپاره یو منظم، تینګ او واحد سیسټم نه دی،چې په کې دا ټول حقوقي نورمونه او کړو وړو یو ډول وي. بلکې پښتونولي د یو ډینامیک قوت څخه ډک ځواک دی او یوه ځواکمنه بدلون موندونکي قانونغونډه ده او د یوې مورالي پرنسیبي قاعدي ټولګې په څیر ورته کتلي شو. د پښتنو دا قانونغونډه پخپلو اساساتو ولاړه ده. د پښتنو هره یوه ټولنه په خپلو کولتوري اساساتو او پرنسیبونو پر بنسټ ولاړه ده او پښتنې قبیلې پخپلو میراثي دودونو کې په قاعدوي ټوګه سره یوځای متحد ساتي.
افغانستان نن په دې هڅه کې دی،چې یوه نوي مډرنه او د لویدیځ په تصوراتو ولاړله دولتي اداره رامنځته کړي.. دا به ډیره ګرانه پریوځې، چې د پښتونولي په قانونغونډه کې ټول خلاصه شوي نورمونه، دودونه او ارزښتونه ولیکل شي او بیا په نوې قانوني سیسټم کې ور داخل کړل شي.
کله چې ارزښتونه ټولنیز او حقوقي دودنونه او راوجونه ټاکي. او د ارزښتونه د دولت د ایډیالوجیکي موډل سره مغایرت ولري، کوم چې دولت یې د ترلاسه کولوپه لټه کې دی. دا به ناشوني وي، چې دغه دواړه عملي کړنې په دولتي سیسټم کې سره پخوله کړل شي
پای .