Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
قهرمان افغان
[08.Nov.2019 - 14:24]سپیڅلی او قهرمان افـغان ته
ټولو ته څرګنده ده چې په هیواد کې د بې عدالتۍ ، فساو او انسان وژنې اصلي عاملین خپل سري ، لنډغر ټوپکماران دي چې کلونه ، کلونه یې زمونږ د خلکو په سر نوشت لوبې کړي او زمونږ ډیری هیوادوال یې د مظالمو ، بدبختیو او مصیبتونو سره مخ کړي دي په خاصه توګه په هیواد کې د ګډوډۍ ، فساد او انتهار عاملین همدا یو شمیر وطنفروشه او لنډغر وکیلان دي چې زما په اند یواځینۍ د حل لاره یې داده چې په لمړي سر کې د دوئ څخه د استیضی صلاحیت وځنډول شي ځکه دوئ په همدې بهانه د همدې لارې ډیری په حساسو او کلیدي چوکیو کې خپل خپلوان وګمارل چې په نتیجه کې ټوله بې نظمي ، ګډوډۍ او فساد عاملین همدوئ ګرځیدلي دي له بلې خوا دوئ چې خپله هم د پيسو په زور وکیلان شوي بیا په غیر قانوني ټوګه خپل مصرف شوی پیسو فکر لا څه چې دوئ پدې فکر دي څنګه به د قصرونو او بلډونګونو مالکان شي ۰ ژوندۍ بیلګه یې د پارلمان ریس دی چې خپله د رشوت په ورکولو تعین شو اوس به هغه خپل مصرف شوی پیسې څنګه پوره کوي دا به د هیوادوالو د سر په بیه پوره کوي۰
زما په اند اساسي د حل لاره به همدا وي چې بو با صلاحیته ارګان جوړ شي او دا ارګان دی مبارزه علیه لنډغري ونومول شي او د خپل سرو او لنډغرو وکیلانو د استیضی صلاحیت دې ولري غیر لدي نه دوئ هیوادوالو ته خپل امتحان ورکړی او نن سبا د کابل ښار د خود کشو او یا ځانمرګو انتقال په همدو د تورو شیشه لرونکو موټرو کې تر سره کیږي چې همدا یو شمیر لنډغر او خپل سر وکیلان یی تر سره کوي تر څو دا د تورې شیشو وسایط د کابل او نورو ښارونو کې موجود وي هره ورځ به زمونږ هیواد وال د نویو تراژیدیو شاهدان وي۰
نو لازمه ده چې د سپیڅلو هیوادوالو څخه په ځانګړي توګه دهغه هیوادولو څخه چې شپه او ورڅ د هیواد په دفاع کې یې شپه او ورځ یوه کړې او د سر په بیه د خپل هیواد اوهیوادوالو څخه ساتنه کوي په میړانه ملاتړ وکړو۰
با دردو هیوادوالو! هرچیرې چې یاست خپله ایماني، افغاني او انساني وجایبو ته په نظر کې نیولو سره د خپلو میړنو، په وطن مین اتلانو څخه ملاتړ وکړئ ، مه پریږدئ چې دا داړه ماران نور هم زمونږ ځوریدلۍ هیوادوال د مصیبتونو او بدبختیو سره مخ کړي۰
و من الله التوفیق
هـڅــــه ده ټینــګ عــــزم ارادې لــري
ګــوره دافــغان زړه څــه اسـرې لــري
څوک دی چې بېرته شاته