(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون کور

[09.Jun.2024 - 13:25]

په 31.05.2024 نېټه مې د خپل  مشر ایډوکیټ هدایت الله خان بنګش سره لیدنه وکړه

ښاغلی بنګش صیب  تیره اوونۍ له پښتونخوا څخه بیرته راغلی وو، د پښتونخوا په سیاسي حالاتو, د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP او د پښتون کور (کولتوري مرکز بن) د  هلو ځلو په هکله نظرونه, مشورې او مالومات شریک شول

 پښتون کور (کولتوري مرکز بنپه اکتوبر 1991 کښې د جوړولو پریکړه وشوه او په نوامبر 1991 کښې یې ایډوکیټ هدایت الله خان بنګش  مشر وټاکل شوخان محمد مبارز ساپی یې مرستیال او ډاکتر ګل حسن ولیزی, ډاکتر صابر مومند, هېواد اختر, مسعود مرزا او میرمن سوزانه تیېل یې مشورتې / کاري ډله وګومارل شوه

هدایت بنګش وایي: " پښتون کور " په 1992 کال کښې په بن کښې  د ماشومانو لپاره  (د جرمني د سرې میاشتې په مرسته ) د پښتو ژبې د زده کړې کورسونه جوړ کړل 

ددې کورس د ښوونکی دنده  ډاکتر ګل حسن ولیزي په غاړه واخستله, کله چې  ډاکتر ګل حسن ولیزی  وطن ته لاړ, نو بیا د کورس لپاره بل ښوونکی نه وو, نو کورس هم نېمګړی پاتې شو

بنګش صیب وایي : پښتون کور د نوي کډوالو د سیاسي پناه د منلو ( قبلیدو) لپاره د لارو چارو ښودلو او  د انټرویو د پوښتنو او ځوابونو لارښوونه کوله 

پښتون کور د پښتو الماني قاموس ( د ډیکشنرۍ ) د لیکلو کوښښ وکړ او ډاکتر عبدالله ابرههېم خیل ځاځي  ډیکشنري ولیکله.


-
بېرته شاته