Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتو
[10.Feb.2020 - 11:41]پښتو متلونه
هرچاته خپل وطن کشمير دی
خپل کورساته ګاونډي غل مه نيسه .
د ورغومي تڼاکه مرغلره ده .
خپله ژبه هم کلاده هم بلا.
مه کوه په چا، چې وبه شي په تا .
مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .
ديولاس څخه ټک نه خيژي .
موړ د وږي له حاله څه خبر دے .
که غر لوړدے په سرلارلري .
کوږ بار تر منزله نه رسېږي
څه چې کرې هغه به رېبې .
مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .
چه غورځي هغه پرځي .
خپل عمل د لارې مل .
دګورشپه نه په کورکېږي .
مارخوړلی له پړي بيرېږي
چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي .
بنده ترخپل وس پړ دے .
اوبه په ډانګ نه بېلېږي .
اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي .
خوشحال خټک! په درنو دروند، په سپکو سپک .
دکبرکاسه نسکوره ده
خپل عيب دولومينځ دے .
نه د دين شو او نه د سادين
میم زر ما او ټوله ځما
كه غر لوي دي په سر ي لار ده
چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه
توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي
كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده
چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ
بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-
وار وار كله د ځوي كله د پلار-
نمر په دوه ګوتو نه پټيږي-
د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-
د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه-
په جنګ كي اسونه نه څربيږي
د كور جل سپكه وي-
وطن په خلكو ښايسته وي-
د خرۀ مينه لته وي
خر د خيد(شنو) په خوراك څه پوهيږي-
سل په لالي پوري، يوه پرې د بنګړو-
د دروغو مزل لنډ وي-
د لامدو به څه لامدۀ كي-
دلمدو خټو لږې اوبه دارو وي
د زورور اوبه په لوړه ځي-
چې ته هم راڼۍ شې ، زه هم ، خټې به څوک کا-
زما پېدا په ما لګيا-
كږه خوله سوك سموي-
سينځخ په لوټه اوختو، كشمير ئې وليدو-
په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي ګورګوري نه خوړي-
نر هغه ده چي كټي ګپي وهي-
د غل مخ تور وي- د سنډګا نو په جنګ كي چيندخ مري- سنډا ته سريندي مه وهه-
په بېرته شاته