(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیبر وږمه

[18.Jun.2024 - 09:17]

 

 

"د خیبر وږمه

 د پښتنو او بلوڅو د ملي  ازادۍ د ټولنې د ملګرو له خوا " د خیبر وږمهپښتو  او د خیبر وږمه الماني  د " Khyber " تر نامه لاندې په  مونشن ښار کښې د پښتونستان او بلوچستان کومیټې   (د DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه  په 14 مخونو کښې په سپین کاغذ  خپروله

 

د " خیبر وږمه " څلورمه ګڼه په 1975 کال اګست کښېخپره شوېده.

 

شپږمه ګڼه یې په 1975 اکتوبر کښې خپره شوې 

 

د خیبر وږمې الماني خپرونه هم په DIN A5 کچ د مجلې په بڼه په 14 مخونو کښې په 

سپین کاغذچاپ شوي دي.

 

لومړنۍالماني ګڼه یې په 1975 کال د مۍ په میاشت کښې او تر نومبر 1975 پورې یې 7 ګڼې چاپ شویده

 

د خیبر وږمې او Khyber پته د"خیبر وږمې" او "خیبر" پر پوښتۍهم لیکل شوي دي

 

یادونه: کېدای شي, چې  د " خیبر وږمې " او Khyber نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښېهمداګڼې وموندلې

په درنښت

نصیر ستوری

جرمني: ویسلینګ ښار 22.05.2024          

02 جوزا 1403

-

-
بېرته شاته