(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له سپرغۍ تر پښتونخوا

[18.Jun.2024 - 11:29]

"سپرغۍ" Sparghay/ Sporghai Magazine

(Organ of General Union of Afghan Student  /Germany -Frankfurt a.M)

 

"سپرغۍپه بهر کښې د افغاني پوهېدونکو/ زده کړیالانو (محصلینو) خپرونه وه, چې لومړۍ ګڼه یې د 1972کال د جولایي په میاشت کښې په  20 مخونو کښې د (ډېن ای 5 په کچ) په سپین کاغذ خپره شوې ده.

د سپرغۍ دویمه ګڼه راسره نه شته.

 

دریېمه ګڼه یې په سنبله 1356 کال کښې څلورمه او پېنځمه ګڼه یې هم راسره نه شته

 

په  1975 کال کښې یې شپږمه ګڼه په 24 مخونو کښې په سپین کاغذ د اتریش د ویانا له ښار  څخه  (د ډېنا ای 4 په کچ) خپره  شوېده

 

 1976 د مۍ میاشت کې یې 7مه ګڼه بې له پوښتۍ په 26 مخونو کښې (د ډېنا ای 5 په کچ) چاپ شوېده

  

 1976 کال ډسمبر کښې یې 8 مه ګڼه بې له پوښتۍ په 32 مخونو کښې (د ډېنا ای 4 په کچ) چاپ شوېده

 

 1978 اپریل کښې یې 9 مه ګڼه بې له پوښتۍ په 40 مخونو کښې د ډین ای 5 په کچ چاپ شوېده 

 

او په 1978 کال ډسمبر کښې یې   لسمه ګڼه بې له پوښتۍ په 30 DIN A5 مخونو کښې چاپ شوېده.

 

د سپرغۍپته : د سپرغۍ پتې (ادرسونه) په بیلابېلو وختونو کښې​ ,  فرانکفورت, برلین, بن, مونسټر او کولن  ښارونه ورکړل شویدي, چې د هرې ګڼې د سرلیکونو سره د پوښتۍ پر شا یې پتې  لیکل شوي دي.

______

یادونه: کېدای شي, چې  د "سپرغۍ" نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښېهمدا څو ګڼې وموندلې .   

په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

_________________

 

Walas Ghag Magazine

Organ of National Liberation Union of Pashtoons and Baluchs in Germany -Frankfurt/ a.M

 "لس غږ

 

​ ​"ولس غږ" او "لمبه" د پښتنو

 بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونې 

​ ​"ولس غږ" او "لمبه" د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې د خپرونې دي

د "ولس غږ لومړۍ ګڼه په 1977 ع کال د نوامبر په میاشت کښې  بې له پوښتۍ په 68 مخونو کښې ( د ډین ای5په کچچاپ شوېده 

 

د ولس غږ موخې او غوښتنې د "ولس غږ" مجلې پر پوښتۍلیکل شوي دي

 

د " ولس غږ" دویېمه ګڼه د 1979 کال د مۍپه میاشت کښې بې له پوښتۍ په 51 مخونو کښې په ډینا 5 کچ په سپین کاغذ چاپ شوېده

 

د " ولس غږ" درېیه ګڼه په 1980 کال ډسمبر میاشت کښې په سپین  

کاغذ په 39 مخونو کښې ( ډینا 4 په کچخپره شوېده

 

یادونه: کېدای شي, چې  د " ولس غږ " نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي. ما  د (ستوري کتابتون) کښېهمدا څو ګڼې وموندلې. په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

____________________

 

"لمبه" Lamba Monthly Magazine

(Organ of National Liberation Union of Pashtoons and Baluchs in Frankfurt/ a.M)

 

د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې خپرونه "لمبه " په ورکوټې اخباري بڼه   DIN A4 په کچ په سپین کاغذ په څلورو مخونو کښېهره میاشت خپریدله

لومړۍ ګڼه ېا لومړۍ میاشتینۍ خپرونه یې د 1980 کال د جون په میاشت کښې تیت/خپره  کړه.

 

 په " لمبه "کښې  ځینې لیکوالانو په بدلو نومونو (مستعارو نومونو) لیکنې کړي دي.

 

د"لمبې" پته د لمبې په4م مخ کښې لیکل شوې ده 

 

یادونه: کېدای شي, چې  د "لمبه " نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي

ما د (ستوري کتابتون) کښېهمدا څو ګڼې وموندلې .   

په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

___________________

 

"پیر روښان"  Pir Rokhan/pir roshan

(Chief Editers Advocate Ali Khan Maseed (Mahsood) and Dr.Jalaludin Khan)

 

د پیر روښان مجله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر قانونپوه علي خان محسود ( مسید) او د ګوند د مشرانو جرګېغړي ډاکتر جلال الدین د "خاورین مخاورینپه بدلو نومونو (مستعار نومونوچلوله

 

د " پیر روښان" لومړۍ ګڼه په د 1988 کال د مۍپه میاشت کښې د DIN A5 په کچ په سپین کاغذ د مجلې په بڼه په 8 مخونو کښې چاپ شوېده

 

د " پیر روښان" دویېمه ګڼه د اګست میاشت 1988 کښې په DIN A4 کاغذ پر 8 مخونو کښې چاپ شوېده

 

د " پیر روښان" 3 مه  ګڼه د نوامبر  میاشت 1988 کښې په (DIN A4 په کچ) په سپین کاغذ پر 14 مخونو کښې چاپ شوېده

 

څلورمه ګڼه یې نه لرم, پېنځمه ګڼه یې (د DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه په سپین کاغذ په 28 مخونو کښې خپره شوېده

 

شپږمه ګڼه یې نه لرم, 7 مه  ګڼه یې د DIN A5 په کچه د مجلې په بڼه په سپین کاغذ په 38 مخونو کښې خپره شوېده

 

په کال 1991 جنورۍ کښې د باچا خان ځانګړې ګڼه په 26 مخونو(د DIN A5  په کچ) د مجلې په بڼه خپره شوېده.

 

او په جنورۍ 1992 کښې یې د پیرروښان ځانګړې ګڼې د (د DIN A5 په کچ) مجلې په بڼه په 29 مخونو کښې خپره شوېده

 

یادونه: کېدای شي, چې  د "پیر روښان" نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښېهمدا څو ګڼې وموندلې . په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

_______________

 

"د خیبر وږمه " Khyber Wagma 

 

 د پښتنو او بلوڅو د ملي  ازادۍ د ټولنې د ملګرو له خوا " د خیبر وږمهپښتو  او د خیبر وږمه الماني  د "Khyber" تر نامه لاندې په  مونشن ښار کښې د پښتونستان او بلوچستان کومیټې د (DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه  په 14 مخونو کښې په سپین کاغذ  خپروله

 

د " خیبر وږمه " څلورمه ګڼه په 1975 کال اګست کښېخپره شوېده.

 

شپږمه ګڼه یې په 1975 اکتوبر کښې خپره شوې 

 

د خیبر وږمې الماني خپرونه هم په DIN A5 کچ د مجلې په بڼه په 14 مخونو کښې په 

سپین کاغذچاپ شوي دي.

 

لومړنۍالماني ګڼه یې په 1975 کال د مۍ په میاشت کښې او تر نومبر 1975 پورې یې 7 ګڼې چاپ شویده

 

د خیبر وږمې او Khyber پته د"خیبر وږمې" او "خیبر" پر پوښتۍهم لیکل شوي دي

 

یادونه: کېدای شي, چې  د " خیبر وږمې " او Khyber نورې ګڼې  هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښېهمداګڼې وموندلې

په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

______________

 

 

" پښتون رساله" 

 Pakhtun Magazine in  Germany 

Founder: Bacha Khan

__________

 

د « پښتون رسالې» د بنسټ ایښودونکي (باني) فخرافغان باچاخان بابا په غوښتنه او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د مشر ډاکتر کبیر ستوري په لارښونه د پښتون سوشل دیموکراټیک پارټۍ(PSDP)  د خپرونو څانګې په  المان  کې د  پښتون رسالې  خپرولو ته ملا وتړله

په 1981 ع کال کې ئې یوه ګڼه په الماني ژبه په DIN A4 کچه په 8 مخونو کښې په سپین کاغذ چاپ او خپره کړه

 

په (1982 ع کال) د مارچ په میاشت کې ئې لمړنۍ ګڼه ، چې اخباري بڼه ئې لرله په DIN A4 کچه په 4 مخونو کښې په سپین کاغذ   چاپ او تیته  شوه. 

 

په کال 1982 ډسمبر کښې چې ډاکتر کبیر ستوری پښتونخوا ته د خپلوانو او سیاسي مشرانو لیدلو لپاره راغی، نو د ضیاالحق د پوځي رژیم له خوا د پاکستان د ماتېدو او سېاسي  فعالیت په پلمه ونیول شو، چې پدغه وخت کښې ضیاالحق رژېم  د" پښتون رساله" چې په جرمنی کې چاپیدله او خپرېدله هم د قابل اعتراض موادوپه پلمه ضبط کړه. 

 

کله چې ډاکتر کبیر ستوری د ضیاالحق پوځي رژیم له  تور زندان راخلاص شو او جرمنی ته راغی، نو د پښتون رسالې د چاپ لړۍ یې بیا پیل کړه او په 1984ع د اګست میاشت کښې د پښتون رسالې (مجلې)  دویمه ګڼه  په DIN A4 کچه په سپین کاغذ په 4 مخونو کښې چاپ شوه   

 

په 1985 ع کال په فرورۍ کې  ئې دریېمه ګڼه

 

په 1986ع کال جنورۍ کې  ئې 4مه ګڼه, چې بشپړه اخباري بڼه یې لرله په څلورو مخونو کښې چاپ شوه

 

5مه ګڼه یې هم بشپړه اخباري په 4 مخونو کښې چاپ شوه په 1987ع کال نوامبر میاشت کې ئې  6 مه ګڼه د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ  چاپ  او تیت (خپره) شوه 

 

او په 1989ع کال فرورۍ  میاشت کې ئې 7 مه ګڼه  د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ  چاپ شوه.

 

په 1990ع کال جنورۍ کې ئې 8 مه ګڼه د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ خپره  شوه.

 

یادونه: د " پښتون رسالې " نهمه او لسمه ګڼه مې د (ستوري کتابتون) کښې  ونه موندله

 یولسمه ګڼه یې په 1995 کال د جنورۍ​ په میاشت کې  د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ خپره  شوه

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

(de Pakhtanu tolaniz Walaswaliz gund -PSDP) د"پښتون  رسالې"  خپرولو لړۍ وغزوله او د 1995 ع کال  تر جنورۍ ئې تر یولسمې ګڼې پورې هم خپره شوه, چې په دې سره ئې  دخپلی ګوندی مجلی "' پښتونخوا Pashtoonkhwa "' تر څنګ د باچا خان د پښتون رسالې توغ (جنډا/ بیرغ) هم اوچت وساته او د باچا خان بابا د عدم تشدد د نظرئې په عامولو او خپرولو کښې پوره ونډه ولرله.

 

د "پښتون رسالې" خپرونکی او  زمه وار

Hrsg. Und Verantwortlich: Sozialdemokratische Partei der Pashtunen {Pashtoon Social Democratic Party PSDP}

 

دخپرونې جرګه او کتونکې ډله 

Editorial Bord: 

Mohammad Shirin Gerdeawal 

Ali Khan Mahsood (Maseed)

Aziz Sarshar

Nasir Stori

 

په درنښت

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

______________

 

" پښتونخوا

Pakhtunkhwa  Pashtoonkhwa Paschtunkhwa

 

"پښتونخوا" د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP  خپرونه ده, چې  لومړۍ ګڼه یې په 1987 ع کال کښې د DIN A5 په کچه په 100 مخونو کښې په سپین کاغذ په پښتو, جرمني او انګرېزي ژبو چاپ او خپره شوه.

د  لومړۍګڼې پښتو برخه  52 مخونهد جرمني برخه 17 مخونه او د انګرېزي برخه یې 21 مخونه لري

 

یادونه : د "پښتونخوا" ټولې ګڼې د DIN A5 په کچه په سپین کاغذ چاپ او خپرې شوي

 

2 مه ګڼه اپریل  1988 (38 مخونه)

3مه ګڼه اګست 1988  (39 مخونه)

 4 مه ګڼه جنوري  1989 (35مخونه)

 5 مه ګڼه اپریل  1989  (31 مخونه)

 6 مه ګڼه  نومبر  1989  (27 مخونه)

 7 مه ګڼه اګست  1990 (31 مخونه)

8 مه ګڼه ډسمبر 1990  (35مخونه)

 9 مه ګڼه اپریل  1991  (35 مخونه)

 10مه ګڼه مارچ  1992 (43 مخونه)

 11 مه ګڼه نومبر  199  (38 مخونه)

 12مه ګڼه اګست 1993 (39 مخونه)

 

د " پښتونخوا" ځانګړې ګڼه  د پښتنو د یووالي د ورځې په ویاړ 12نوامبر 1993(51 مخونه)

 

13 مه ګڼه اګست 1994 (27 مخونه)

 14 مه ګڼه اکتوبر 1994(27 مخونه)

 15 مه  ګڼه  جون 1995 (36مخونه)

 16مه ګڼه اګست 1995  (32مخونه)

17  مه   ګڼه   1996   (28 مخونه)

 18  مه     ګڼه   1997  (32 مخونه)

  19  مه  ګڼه    1998   (32 مخونه)

   20   مه  ګڼه  1999  (36 مخونه)

 21 مه  ګڼه   2000 (36 مخونه)

  22/23   مه ګڼه 2001/2002 (40مخونه)

 24/25 مه ګڼه 2003/2004(44 مخونه)

 26 مه ګڼه 2005  (60 مخونه)

 27 مه ګڼه 2005  (60 مخونه)

 28 مه ګڼه  2006 (60 مخونه)

29 مه ګڼه 2007  (83مخونه)

 30 مه ګڼه 2007   (60مخونه)

——————-

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د " پښتونخوا " د دېرشمې ګڼې وروسته پر انټرنېټي جال کښې   www.pashtoonkhwa.com وېبپاڼې پرمټ په پښتو، انګرېزي او الماني خپرونې کوي

——————

 

د پښتونخوا د خپرونې جرګه 

 

علي خان محسود

هدایت بنګش

ډاکتر شاه جهان 

عبدالحبیب ستومان

ګل غوټۍ  کونړۍ

مبارز څاپی

عزیز سرشار 

نصیر ستوری

 

Editorial Board

 

Ali Khan Mahsood

Hidayat Bangash

Abdul Habib Stoman

Gulghutai Kunarai

Mabariz Zapi

Aziz Sarshar

Nasir Stori

_________

 (Pashtoonkhwa M  Magazine, Germany)

Herausgerer: Sozlaldemokratische Partei der Paschtunen

Paschtoonchwa / Afghanistan

Publisher: Pashtoon Social Democratic Party (PSDP)

Pashtoonkhwa / Afghanistan

 

V. S. I. P.

RESPONSIBLE FOR CONTENTS

 

DR. KABIR STORI

Kiebitzweg 12

50389 WESSELNG

GERMANY

Tel.: 0049 2236 841930

___________

لیکونکی  : نصیر ستوری

Nasir Stori

Marianne-Andras-Weg 12

50389 Wesseling-Germany 

Mob./Handy:00491621356202

نصیر ستوری Nasir Stori 

جرمني: ویسلینګ ښار

18.06.2024 

29غبرګولی 1403

-
بېرته شاته