(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځنکدن

[23.Dec.2015 - 23:02]

ليک : فاروق سرور
د خان د پېغلي لور دي د ځان غوښي په خله سي .زه له لوږي مرم خو دا ما ونيسي ، خپلي خوني ته مي بوزي او له ما پوښتني کوي چي ګراني پيشوګۍ زه ښايسته يمه ، که يه ؟
ټوله شپه يې د خپل سنګار په خونه کښي کونډۍ کړي ومه . په خپله خو ولاړه بې سما ، خو زه تر سحاره په دې انتظار ومه چي اوس به يو څه راوړي اوس ، دا دي له لوږي در پدره سي ، تر سپېدو بلکه تر لمر ختو يې هيڅ نه راوړل . څه ووايم ، دا دي داسي دوزغ ته ولوېږي چي د وږو وي او ټول عمر دي له لوږي په ځان خلې لګوي ، د ځان غوښي دي خوري ، خو مړېږي دي نه . دا دي له بې خوراکۍ د موږک په شان سي ، بلکه د چينجي په راز چي بس په يو ګړي کښي يې داسي ساه و خېزي چي ګرسره څوک په پوه نه سي .
څه وکړم ، دروازه له دباندي کونډۍ وه او زه وتي نه سومه . په دېولو ، روشندانونو او کړکيو مي چمبې ولګولې ، خو په دغو کښي يو ظالم هم ددباندي د وتو اجازه نه راکوله . په دغه حال کښي به هر وخت د خان خروړي سپي راغلل او دباندي کونډۍ دروازې ته به ودرېدل ، بلکه تله او راتله به ، غرږي به يې تلي، ځکه نو ما ناري نه سوې وهلي ، په خپله خواره ساه به ووېرېدم او چپ به سوم چي دروازه ماته نه کړي او را ننه نه وزي.
اوس سحار چي څنګه مذدوري دروازه خلاصه کړه ، دغسي منا ته په منډه ولاړم چي د بېګاه يو څه پس خورده به پيدا کړم ، خو تر دې دمخه هغه مذدوره راغله او زه يې د غاړي تر زنځير ونيولم چي راځه خواره سې ، د خان ماينه په غضب ده ، هغه مرداره يې ژاړي چي ور دي ولم .
دا ډول بيرته د خان لور سي او زه سم . هغه د لوي اينداري و مخته ناسته وي چي خواري پيشوګۍ ته ولي نن هم څه نه واې چي زه ښايسته يمه که يه ، خو تا دغه ناسي خله بنده نيولي ده .
ليونو سترګي پټي کړي وي او ژاړي چي زه بيرته ځني وتښتېږم او سمه په يوې درختي وخېږم چي يوه مرغي به ونيسم او وبه يې خورم چي کړپ سي ، يو بل مذدور يې اوني ته راخېزي او بيرته مي سنګار خانې ته ورولي .
کمال دي ، زه له لوږي مرم ، له خلې مي ږغ نه وزي او د خان لور راته ژاړي چي زه په خپل مياو دا تسلي کړم . ددې دا غوټه لکه پکوړا پوزه دي له خاورو ډکه سي . دا غارۍ د موږک سترګي دي يې اور واخلي بلکه وړندې دي سي . دغه پنډ لکه د اوښي شونډان دي يې ټوکر ټوکر سي . په دا داسي مخ لکه د سرې بيزو ، کاشکي چي ما ژبه درلودېدي ، نو به مي ودې ته ور ښوولي واي . رنګ يې څه دي ، جوله دي يې ورکه سي ، پوره اوخو ده اوخو چي سړي په خوب کښي وېروي . دا دي کريابه سي ، يوه زه مينځه ور پاته سوي يمه چي زما په يو مياو دا بې سما او پاګله خوشحاله کېږي ، ولي چي د انسانانو د مجلس خو دا نه ده ، بس له ما يې خپله خوندکۍ جوړه کړي ده ، خو خواره خستکه په خوندکي توب لا نه بوهېږي .
اوس ددې چيغي زياتي سي او سترګي يې پټي سي . اي مرګ دي ووهه ، لويه سوې ، خو د ماشوم عقل دي لا نه کړي پيدا . په دې هم د مرکو رش وي ، باران وي ، ټوله يې د پلار دنيا ده ، کني خو د دوو خرو دانه نه سي جلا کوي ، تر دې ښې ښايستې او کمال داري څوک نه پوښتي .
په دغه حال کښي بيا موقعه و لاس ته راسي او دغسي ځني وځغلم . اوس راسم د يو موږک و غاري ته کښېنم چي په ده به مي لږ سترګي روڼي سي او ماغزه به مي کار وکړي .
الله دي يې ووهي ، مذدورګي يې دلته هم راورسېږي او بيرته زه او خونه سم ، خو اوس هلته زړه مذدوره او غوړه مور يې هم وي چي واي ماڼو وږي ده او نس يې تش دي . مور يې په مذدورانو سترګي سرې سرې کوي چي ددوي له بې غورۍ زه وږي يمه او يواځنۍ نازولي يې په ژړا ده .
دا ډول مذدور يې په لږ وخت کښي له تازه غوښو ډکه لويه کاسه راوړي او څالاکه څالاکه کېږي چي ماڼو اوس نو مزې کوه مزې .
اوس حال دا دي چي بې سما ژاړي ، خو زه مرم او غوښي نه خورم .
هغه په سرو سترګو وواي چي وې خوره ، خو زه يې نه خورم ، بلکه وار په وار مرګ ته نږدې کېږم ، بې دمه کېږم او د ساه په غوټو اخته کېږم ، خو څکه يې لا نه کوم .
هغه دغسي د خوني کيړکۍ خلاصه کړي . دا څه ، دباندي په کوڅه کښي ډلي ډلي خلګ ناست وي او تازه تازه غوښي خوري .
لېونو واي چي وې خوره خو مرداره به سې . وګوره خلګ څنګه په خوراک لګيا دي .
اوس و ماته د مذدور يوه بله خبره را ياده سي چي زما دپاره يې غوښي راوړي وي .
لېونو بيا ناري کړي .
زه ستا دپاره د کومه د پسه يا غوي غوښي پيدا کړم ، و ګوره انسانان ټول ناست دي ، د انسانانو غوښه خوري ، خو ته يې ولي نه خورې .
اوس زه په زکندن سم ، مرګ مي قبول وي ،آ هو تاسي انصاف وکړي يوه پيښي څنګه د نورو پيښيانو غوښه وخوري ؟
پاي
دسمبر
کال دوه زره پنځلس .

-
بېرته شاته