Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتو
[10.Feb.2020 - 13:00]که گلان وکری د ژوند د سردرو په څوکو
زه به ئی سيل لره درځم د جگو غرو په څوکو
چې طبعي ښايست دی وران نشی سينگار مه کوه
پيوی دی خير دی چې ځنگيږی د کمڅو په څوکو
که چا خبر دی د راتلو زمونږ مالت ته راوړ
لار به جارو کړم ستا د پاره د بڼو په څوکو
چې دی نظر د تورو سترگو د نظره نه شی
د نظر ماتی اور به بل کړم سپيلنو په څوکو
مينه د زړړه خبره ده، د زور قانون نه منی
ستوری ګواه دی مینه نه شي د برچو په څوکو
............
پـښـتـو
ګـــــنـا د بـــــل چــــا نــــه ده، دا زمـونــږ خــپـلـه ګـنـا ده
پــښــتـو، پــښــتـونــــولـۍ تــه اړولــــې چې مــو شـا ده
پــښـتـو تـــش ژبـه نـه ده، دا د ژونـد ښـکـلی قــانـون دي
پــښـتـو اود پــښــتـون تـــــورو کــې ښـــه لـوېه مانــا ده
چـې نـنګ وکـړی جانانه څوک پـښتو باندې پښتون شي
پـــښـتو پــخـپـلــه پـــت، ښـــیــګــړه، تــــوره او وفـــا ده
پــښــتـو چـې د پـتـمـن پــښـتون اولــس د زړګـي سر ده
د خــپــل وزیــر بــاچـا لـــه لاســــه ســــروهــــي تـالا ده
پــښـتون چـې څـوک کـړي مـشر او خاوند شي د کرسۍ
هــغـه بــس مـاتـه کـــړې، دا د خــپـلــې پــښتــو مـلا ده
بــاچــیان خو پښتانه تاریخ کې ډیر زیات دې تیر شوي
خـــو خـپـلـــه پــښـتو ژبــــه پــریـــښودلــې هر بــاچـا ده
بــاچــــا چــې د کـوم قـام، د قـام پــه ژبــه نـه پــوهــیـږي
دنـیـا کـې بـه څـنـګ ســېـال شــي تـمه څه د پرمختیا ده
پــښـتـون نـه ، غـېر بـل قام ســتوری دنیا کې چا لیدلی
چـې قام پــه اقـــــتــــدار وي او د ژبــې وتــــې ســـاده