پښتون قامي جرګه
[17.Oct.2024 - 20:46]د خیبر - پښتون قامي جرګې/ عدالت په هکله رسنیزه څرګندونه (اعلامیه)
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (#PSDP) , چې د کرښې دواړو خواوو پښتانه پکې په یوه ټغر راټول شوې د خپل تارېخي رسالت له مخې، چې د خپل قام او هېواد پر وړاندې یې لري، تل د هغه شخصیتونو، ډلو ټپلو، ټولنېزو کړیو ولسي غورځنګونو اوسیاسي ګوندونو, چې د پښتون قام د یووالي (قامي وحدت), تاریخي افغتنستان خپلواکۍ, سوکالۍ او پرمختېا لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کړی او کوي یې .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM د پیاوړي مشر منظور پشتین په بلنه او د غورځنګ په کوربه توب د 2024 کال د اکتوبر په 11 مه 12مه او 13 مه نېټه د خیبر په تارېخي سیمه کښې ترسره شوې پښتون قامي جرګې/ عدالت هر اړخیز ملاتړ کړی دی.
په اوسني حساس ، سیمه اېز او نړیوال پړاو کښې پښتانه د ډېرو ننګونو( چېلنیجونو) سره مخ دي, تارېخ دا په ثبوت رسولې ده، چې کله هم پښتون ولس د خپلو ورپېښو ستونزو پر وړاندې د ورورګلوۍ په یو ټغر راټول شوي، نو د بري او درنښت مقام یې خپل کړیدی.
مونږ د خیبر ستره تارېخي قامي جرګه پښتنو ته د موجوده ننګونو پر وړاندې ګټوره بولو، د جرګې د پریکړو, چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند موخې او ارمانونه پکې هم ځای شوي د پښتنو د یووالي ( قامي وحدت), تارېخي افغانستان او خپلواكۍ لپاره یې نیک فال ګڼو, د پرېکړو ملاتړ یې کوو, د پلي کولو لپاره یې د هر اړخېزې مرستې ډاډ ورکوو او له دوۍ سره اوږه پر اوږه ولاړ یو
هیله لرو، چې د پښتنو د سوکالۍ فکر لرونکي خلک ټول پښتانه او د جرګې له خوا ټاکل شوې اتېا کسېزه ځواکمنه ډله د جرګې د پریکړو د پلي کولو او لاسته راوړنو لپاره نور کوټلي ګامونه هم واخلي.
مونږ پر پاکستاني واکمنو یو ځل بیا غږ کوو, چې د پښتون قامي جرګې په پنډال کښې د شهیدانو او ټپي شوي پښتنو لپاره دې عدالتي پلټنې کمیشن جوړ او قاتلینو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
په درنښت
د پښتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ
جرمني: 15 اکتوبر 2024
پښتون قامي عدالت یولسم , دولسم, دیارلسم اکتوبر2024