(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحیم شاه کنسرت او د پښتنو

[17.Apr.2025 - 06:16]

د رحیم شاه کنسرت او د پښتنو/ افغانانو بې پروایي

د پښتو ژبې نوموتي او نوښتګر سندرغاړي ښاغلي رحیم شاه لپاره د 2025 کال د اپریل پر 4 مه د فرانکفورت  او پر 11 مه نېټه د کولن په ښارونو کښې د ښاغليو شیرشاه، ضیا’ او ګیلاني له خوا کنسرتونه جوړ شوي وو. 
د جرمني فیدرالي  سرشمېرنې ادارې  (Destatis) له مخې د 2023 کال د ډسمبر ترپایې  پورې  په جرمني کې نژدې 419000 افغانان مېشت وو. 
که د هغو افغانانو شمېر چې جرمني تابعیت لري او د هغه کډوالو چې په  2024 او په روان 2025  کال کښې راغلي ورزیات کړو ، نو تر پېنځه سوه زره افغانانو رسېږي
  د هیسن ولایت کښې، چې فرانکفورت یې لوې ښار دی  62260 او د نارډ راین ویسټفالن ولایت کښې چې کولن یې غټ ښار دی 93000  افغانان میشت دي (*1)
 
رحیم شاه  د پښتو دودیزو نغمو او پاپ سټایل له امله د پښتو، اردو او نورو ژبو د ټنګ ټکور  په ډګر کې  یو پېژندل شوی پښتون سندرغاړی، کمپوزر او د موسیقي طرز  جوړوونکی دی، چې  ځانګړي غږ، نوښتګره لاره ( سبک) او ژور هنري احساس لري، خو له بده شامته  لکه څنګه، چې تمه کېده، هغومره پښتانه/ افغانان دغه کنسرتونو ته نه وو راغلي او له پښتنو مینه والو یې غیر پښتانه ډېر وو.

رحیم شاه د 1975 کال د اپرېل په 3مه نېټه په کراچۍ کې د ترمذي ساداتو یوې پښتنې کورنۍ کې زېږېدلی، چې اصلي ټاټوبی یې  د سوات سیمه ده. هغه اوسمهال په کراچۍ کښې میشت دی 
رحیم شاه پښتو ټنګ ټکور او هنر ته  د 1990مو کلونو په پایې کې مخه وکړه. 

د هغه لومړنی مشهور البوم “غم” و، چې د پښتو دودیزې ټپې یې په نوې ټنګ ټکور (موسېقۍ) کښې رانغاړلې وې،( د پښتو نوموتي سندرغاړي هارون باچا دغه رنګه  دودېزې ټپې مخکې هم ویلې وې ).
 د”غم” البوم   په افغانستان ، پښتونخوا ،  پاکستان او هند کې ډېر مشهور شو، چې  هندي سندرغاړي الطاف راجا هم دده د موسیقۍ لاره (طرز)  کاپي کړه.
 هغه د 2002 کال د بالي ووډ فلم انډسترۍ  د Yeh Dil Aap Ka Huwa فلم لپاره سندرې رېکارډ  کړې دي د Pehle To Kabhi Kabhi Gham Tha  سندره  یې د فلم له غورو سندرو څخه ده. 

په 2023  کال کې د Yaariyan2 فلم او د  ARY-Digital د „اولاد“ ډرامې لپاره دده سندرې غوره شوې دي

همدارنګه، په 2011 کال کې یې اعلان وکړ چې د پښتو ژبې په یوه فلم کې به د مرکزي رول لوبولو ترڅنګ د پښتني کولتور ریښتینی انځور وړاندې کړي. (*2) 

هغه خپلو ویډیوګانو ته هم د نړیوال  کچ (معیار) فلمبرداري ورکړي، او د نغمو د جوړښت لپاره یې کارپوه (مسلکي) ټنګ ټکور جوړونکي ( کمپوزران) او پروډیوسران وکارول، چې پدې سره یې پښتو موسیقۍ ته نړیوال رنګ ورکړ.

رحیم شاه د موسیقۍ ترڅنګ د خیریه کارونو سره هم مینه لري او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي.

د رحیم شاه ټنګ ټکور (موسیقي)  یوازې نغمه او ساز نه دی – دا زموږ د کولتور، ژبې، احساس او تاریخ ښکارندوی  دی. 
که موږ  دغسې بې حسي او بې ‌پروایي وکړو، نو زموږ کولتوري او هنري  شتمني به یوازې د کړکېښ /پېښلیک (تاریخ ) تړلې  پاڼه وي.
درنښت
نصیر ستوری
15.04.2025

(*1) destatis.de
(*2) wikipedia.org

-
بېرته شاته