Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مورې
[10.May.2020 - 17:13]ای خوږې مورې په ما ګرانې مورې
ای قدردانې مهربانې مورې
بغیر له تا د ژوند خوندونه نشته
بغیر له تا د ژوند رنګونه نشته
ته رانه لاړې مونږ دې چاته پریښو
تکي تنها دې دې دُنیا ته پریښو
دغه دُنیا چې د مطلبه ډکه
دغه دُنیا چې د غرضه ډکه
دې کړه جُدا د څو ټکو په خاطِر
د یو ابئ دادا راوړي بچي
آن تر پرونه چې باله ورونه
نن دې دُنیا کړه له یو بله پردي
نو ګرانې مورې قدردانې مورې
اې خوږې مورې مهربانې مورې
چاته مې حال د خُوږ زړګي کړم بیان
څوک مې د زړه د راز ویئلو نشته
چاته په چغو چغو وژاړمه
څوک د تسل د راکولو نشته
ځکه تصویر ته دې ګویان شومه زه
په چغو چغو په ګریان شومه زه
یمه ولاړ ستا د تصویر مخې ته
خو دا د چا سره خبرې نه کړي
نه په ځیګر پورې نیولې شي څوک
نه یې په سر د شفقت لاس راښکی شي
نه په تندي څوک ښکلولی شي دا
نه له چا زار قربانیدلی شي دا
ای خوږې مورې په ما ګرانې مورې
ای قدردانې مهربانې مورې
غواړم چې بیا یوځل ماشوم شولی زه
ستا په زنګون باندې مې سر کیښودی
تا ټپولی په پستو لاسونو
په خوږ اواز دې الاهو ویئلی
خو ولې داځلې وُده شوی داسې
چې نه مې سترګې غړَولی وی بیا
نه مې د مکره د فریبه ډکه
دغه سپیره دُنیا لیدلی وی بیا
تیمورشاه مست خیل