(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه زموږ د وطن

[28.May.2016 - 10:32]

لیک: خالق رشید
داستاد روهي یاد دې تلپا تې وې
لنډه کیسه
(د استاد روهي د یوې تاریخي کتنې په اړوند)
نه پوهیدم چې څنګه اود څه په خاطر مې بیایي؟ په پوره درناوي یې له کوره راویستم، کله چې په زینو کې را کښته  کیدم، څوڅو وارې هغه سړي چې پرما پسې را استول شوی و دا خبره تکرارکړه ...
ـ صاحبه ډیره بښنه غواړم ... څه وکړو وظیفه ده که نه ...
ما یوازې دومره ورته وویل چې:
ـ پوهیږم ، پوهیږم ...
د کور په دروازه کې یو ښکلی، یو ډیرښکلی موټر تیار ولاړ و، هغه لوړ منصبدار مې مخې او یو بل چې دروازه یې راته خلاص کړه څنګ ته کیناستل ...
ماښام تیاره و، د آسمایي څوکه د موټرله منځه را ته مخامخ شوه، پرسر یې پیکه سپوږمۍ مخ په ځوړ وه، خو ستورو لا  خپله رڼایي درلوده او سترګکونه یې راته وهل. زه پوهیدم چې چیرې ځم، خو په دې نه پوهیدم چې د څه په خاطر؟ یوازې په دې سوچ کې وم چې یو څه خو باید ورته ووایم، هو، داسې چې یوازې دومره پوه شي چې د ده په شاوخواکې (ټول ړانده او کاڼه) لکه دی  نه دي ...
د دغه فکر لړۍ مې لا پای ته نه وه رسیدلې چې زموږ د موټرمخې ته دوه غبرګ روسان و دریدل، پوه شوم، چې اوس نو د  (ارګ ) په دروازه کې وو، د څراغونو د رڼایي په اوږدو او لنډو کې یوه آشنا څیره، یو آشنا غږ او بالاخره یو آشنا عسکر، دا یو هم نه ښکاریدل، او یوازې زه وم چې اوس د زړه په زور پر دغه دروازه باندې ننوتم، ترسترګو مې توره شپه کیده، که څه هم پردغه دروازه زه په پخوانو وختو کې څوڅو ځلې تللي راغلي وم  خو نن ګرد سره بل ډول راته ښکاریده، د موټر په مخکې ناست منصبدار پیره دار ته په روسي ژبه چې زه نه پرې پوهیدم څه وویل، زما نوم یي واخیست ... روخي ...  یو یې هغې خوا خونې ته ور نژدې شو، یوه جمله یې ورته وویله چې یوازې یوه کلمه یې چې زما دنامه (ه) یې په  (خ) واړوله، زه پوه شوم  او هغه مې واوریده.  دروازه خلاصه شوه، هو، داسې چې نه یې غنګ و اونه غونګ. په همدغه شیبه  کې مې په زړه کې یوه خبره  را تیره شوه او د مخي منصبدار ته مې په خندنۍ ژبه وویله:
ـ دروازه خو لکه زموږ د وطن د دروازو په شان نه ده !
هغه مخ را واړاوه :
ـ څنګه صاحب ؟
ـ هغه زموږ  د وطن دروازې چې یوه دړه یې خلاصیږي بیانیم کلي خبروي، او چې بله دړه یې خلاصوئ نیم نور ...
پښتون منصبدار لکه چې کوم روس ضد خلقی و زما په خبره ورسید ، زر یې زما خبره ترما هم په یوه جالبه بڼه را غبرګه کړه:  
ـ هو، هغه مې لیدلې، دهغو دروازو ساتونکي پښتانه دي او د دې روسان ... هغه او دا خو کله هم یو شان نه شي کیدای ...
سمې زموږ خبرې پای ته و رسیدې چې د موټر دروازې خلاصي شوې، مو ږ ترې  را کښته شو، همدغه منصبدار مې  تر یو ځایه ترمخ و، او زما لارښوونه یې کوله. د یوې ښکلې ماڼۍ په دروازه چې آسمایی مخامخ تر ې ښکاریده  لارښوونه کړم، د پراخ دهلیز په دغه او هغه سر کې مې بیا سترګې پر غبرګو روسانو ولګیدې، چې د چا خبره په ماشه سپاره ولاړ وو.  د هغه ځای (ارګ ) هر څه اوس په دوی پورې اړه درلوده، یوه شیبه  هم نه وه تیره چې درېیمه دروازه پرانیستل شوه، هم هغه لوړ منصبدار غوندي یوه بل زه پرمخامخ لور بدرګه کړم. دا وروستۍ دروازه وه چې زه یې په تور ماښام کې له خپل کوره هلته ورغوښتی وم .  ما لا سم ګام دننه نه و ایښی  چې هغه د ځوانۍ د شپو ورځو آشنا (اوسني واکمن) را د مخه شو او زه یې کلک په خپله غیږه کې ونیوم:
ـ خوښ یم، چې له کلونو وروسته  دې روغ  رمټ وینم.
ما هم په دغه ترڅ کې څو تشریفاتی کلمې په مقابل کې وویلي او دواړه د میلمستون لورته دوه په دوه  ولاړو او هلته کیناستو، لومړی یې زما خورا عزت وکړ، هرکلي یې راته ووایه او بیا مخامخ په همدغه ټاکلي میز را ته کیناست او را ته یې وویل:
ـ پرون شپه مې هغه پخوانۍ  شپې ورځې، پخوانۍ خاطرې او پخواني دوستان لکه تاسې غوندې فکر ته راغلل، ته را یاد شوې، ستا لویي، پوهه، په زړه کې  راتیره شوه چې دا ټول یاران د تاسې په ګډون به اوس وایې چې ګواکي زه اوس ...
رښتیا خبره خو داوه چې د هغه دا یو عادت ماته معلوم و هغه دا چې ده ده ان په ځوانۍ کې هم د دوستي او ملګرۍ پروا نه ساتله، ځکه که دا خبره وای نو دا څوکاله چې پر واکمنۍ و، ولې، یې د تیرو یادو، زموږ د ځوانۍ د شپو ورځو او زموږ د پوهې پوښتنه نه کوله؟  خو زه پوهیدم چې اوس په دنیا کې هرڅه د بدلون پرخوا شوي وو، او، اوس روسان پوه شوي وو چې د ده په شته والی او د ده په ملاتړ کې هره شیبه د بدمرغیو او سختو ماتو زیرې اوري، دی هم اوس پردغه ټکي باندې پوه شوی و، او پوهیده چې هغوی به یې په ډیره ناځوانۍ سره له نا چارۍ په یوازې ډګر باندې پریږدي . خو د چا خبره له دی سره سره هم دی لا هم به خپله کې و ...
په هغه شپه ما ډوډۍ هم له ده سره وخوړه، زما او د ده مرکه هم ډیره توده شوه، ما خپله نرمي وساتله، ده هغه ټول څه را ته وویل چې دی ورسره مخامخ و، یو ځل یې د خبرو په منځ کې یوه د زړه خبره هم له خولې را ووته:
ـ افغانان ( پښتانه) نه غواړي چې زه د دې وطن واکمن وم، اخر زه څوک یم،  هیله من یم چې په دغه باره کې مرسته را سره وکړئ ...
دی لا راته ګډ و، خو ما دد ه د خبرو لړۍ په ډیرې آرامۍ سره پرې کړه، ورته موسکی شوم  او ورته ومې ویل:
ـ ... صاحب ! زه فکر کوم خبره داسې نه ده چې ګواکي تا افغانان نه غواړي، اوس ترهرڅه د مخه د روسانو سوال مطرح دی، او دا هغه سوال دی چې دهغه په وړاندې د (ملت) د غوښتنې اونه غوښتنې خبره طرحه ده ...
په ډیره وارخطایئ سره یې زما خبرې پرې کړي:  
ـ نه زما خبره سمه ده، نور ما غواړي، یوازې پښتانه مانه غواړي ...
ما یو ځل بیا خپلې خبرې له یوې بلې زاویې را پیل کړې، په دې منځ کې یو روسي عسکر پرته له اجازې نیع راننوت او ده ته یې یوه پاڼه په مخ کې  کیښوده، په خندا کې مې ورته وویل:
- که له دغو سرو خدای خلاص کړو نور به هرڅه خدای آسانه کړي .
فکر کوم چې زما خبره ښه پرې ونه لګیده، ځکه یې دا ځل (تاسو) کلمه زما پرمخ راویسته:
ـ تاسې هم د ( آزادۍ) او (خپلواکۍ) هم هغه کلاسیکه مانا له یاده نه ده ایستلې،  پوهیږې چې آزادۍ اوس خپل پخوانی مفهوم له لاسه ورکړی دی، نه  پوهیږم چې دا زموږ پوهان ولې مترقي آثار نه لولي ...
یوشمیر لکه تاسو او (اعتمادي) په واقعیتونو هم ښه پوهیږئ خو بیاهم ځانونه ناګاروئ، اعتمادي څه موده مخکې  ماته مخامخ وویل:
ـ ... جانه تا باید امین په روسانو نه وای مات کړي...
خو ما د ده خبره ورته راغبرګه کړه:
ـ فکرکوم چې د آزادۍ کلمه په خپله کلاسیکه کلمه ده او هروخت په یوه مانا دهرچا ل ه خوا کارول شوې ده، اوس زموږ په عصرکې هم په هم هغه خپله مانا کارول کیږي، همداوجه ده چې د هرچا خوښیږي  او ...
خو ده بیا په جدی ژبه خپله خبره وکړه:
ـ آزادۍ ته اوس کلاسیکه مانا کارول د زمان غوښتنه نه ده ...
ما بیا د ده خبره د خپلې خندا ملګرې کړه ورته موسکی شو م:
ـ له بده مرغه موږ پښتانه له زمان او زمانې څخه خورا  وروسته پاتې یو، دا چې زه د آزادۍ او سنۍ او کلاسیکه مانا نه شم درک کولای یو لامل یې هم کیدای شي همدا وي ...
دا ځل ده ته هم خندا ورغله، رښتیا د ده خندا هم عجیبه وه، موږ به د ځوانۍ په شپو  ورځو کې تل ده ته ویل چې ډیره هڅه مه کوه، چې د چا په مخ کې  وخاندې، ځکه ستا تر خندیدو نه خندیدل ښه دي، د ده په خندا ماته هم هغه خبره رایاده شوه، ماته هم خندا راغله او زما خندایې دا ځل د خپلې خبرې ملګرې کړه، هغه خبره چې دد ه  د زړه له هغو یوه وه:
ـ زه نه پوهیږم چې دا تاسې پښتانه پر دې آزادۍ څه کوئ ؟  
څو شیبې مې خپلې خبرې تر ژبه لاندې ونیوې، ورته موسکی شوم، خو داسې  ښکاریده چې دی د خپلې پوښتنې ځواب ته سترګې په لاره دی، ځکه مې د ده دخبرې په ځواب  کې یو څه په جدي توګه خپله خبره ورغبرګه کړه:
ـ کوم خوند چې تاسې په غلامۍ کې لیدلی، هغه موږ په آزادۍ کې وینو...
له ښه مرغه که له بده مرغه زما په دغه لنډه جمله یې یوڅه رنګ ته وینه ورغله، دومره وینه چې ما په رښتیا هم په دغه سړه شپه کې د ده له لیدو څخه د پوره تودوالی او سوروالي احساس وکړ. ښی لاس يې د خپل سر پر ښئ خوا باندې ونیو، په ځیرځیر یې راته وکتل:
ـ ته امریکایانو پیژندلي وې چې په بیروت کې داکتري ته پرینښودې ...  آزادی، دریغه چې تاسې تراوسه هم د زمانې په بدلون کې سمندرونه په خپل پټم ایساروئ ... دا آزادۍ که زما په لاس کې وه او یا ستا، هغه نوره له دغه وطنه تللې دربوله ... نوره یې په خوبونو کې لاره څارئ ...
رښتیا ، ما نور ځان ونه خوځاوه، ده یو څو نوي نصحتونه نورهم را ته وکړل، خو زما خوا دومره سړه شوې وه چې هغه مې یوهم وانه ورید، خو سرمې ترپایه ورته ښوراوه ...
شپه ترنمایې واوښته، یوځل بیایې له خپل استاد اعتمادي څخه سرټکونه راته وکړه چې ګواکي هغه د امین ملا ورته تړلې وه، هغه دا هم ورته ویلي وو:
ـ زه ډیربدمرغه یم چې زما شاګرد  د پردیو پرمټو باندې  پرافغانانو واکمني کوي، او پردي پوځونه یې زموږ پرهیواد باندې د تاریخ په دغه عصرکې را وبلوسول ... زه ډیربدمرغه یم ... ډیر...
هغه ماته د خپل ځان د سپیناوي په اړوند  په دغه توره شپه کې نږدې یو کتاب خبرې وکړې، داسې چې  ماته هغه یوه هم رښتیا نه ښکاریده ...  
شپه وه، تورتم و، چې زه یې له درباره راووتم، زه پوهیدم چې هغه زما په لیدو ډیرخواشیني او آن پښیمانه و.  زه پرهم هغه دروازه لکه چې زموږ د وطن د دروازو په شان نه وه، په هغه تورتم کې راووتم، د څراغ په رڼایي کې هم هغه روسي پوځیان په خپلو ځایونو کې څوک ناست او څوک ولاړ ول ... او زه ترې راووتم ...
زه په هغه شپه ډیرآرام وم ، هغه د ځوانۍ دشپو ورځو آشنا چې د چا خبره  اوس د نورو په زور د خلکو په وینا په بله کې و،  بیا ترهغه چې پر واک و، زما پوښتنه ونه کړه، او زه له اعتمادي وروسته دویم څوک وم چې د ده کږو وږو پوښتنو ته مې سیخ، رښتیاني او روښانه ځوابونه ورکړل، هو، روښانه ، ډیر روښانه ...  
ـ کوم خوند چې تاسې په غلامۍ کې لیدلی، هغه موږ په آزادۍ کې وینو... !!
خالق رشید
نوی ډیلی ،
د ۱۳۷۵ کال دغویی  ۳۱  

 

-
بېرته شاته