Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
باتور ملت
[04.Jun.2020 - 15:00]
پروني مُلا ته ګوره، چي ټوک خور وو سقاط خور وو
اوس چي خصم د افغان شو؛ په سرو زرو کي ډوبېږي
لويه خېټه، غټه کونه، نرۍ پښې، ببره ږیره
ويته خوله، بې شرمه سترګي، لکه مچ هر څه کي لوېږي
مټکور ماغزه د تيږي، بې فرهنګه، بې ادبه
چي تبليغ کوي نڅېږي، چي قران لولي ششنېږي
په اسلام کي لاری باسي، زموږ د خاوری بربادۍ ته
دين اخوان ته يو دکان دی، چي هر څه په کي خرڅېږي
دا دي څه بلا اخته کړه، زموږ په دې بدمرغو خلکو
نه له تا څخه ډارېږي، نه له دوې څخه شرمېږي
اوس چي حُکم د مُلا شو، د کابل په پاچايې کی
هر ساعت په چا وردانګي، هره ورځ په چا ورلوېږي
د افغان په قتل اخلي؛ سره پونډونه، شنې ډالري
پښتو پرېږده چي تری تللې؛ له ایمان سره خرڅېږي
باندي سپین په منځ کې تور دی؛ نګه اور دی، نګه اور دی
په هر تار کي یې د ږیري؛ شیطان سپور دی او زنګېږي
هر چړي په چړچوبۍ کي، باچایې خوبونه ویني
انګریزي لنچر په غاړه؛ په لار ځي ته وا نڅېږي
چي پرون یې دمولې؛ خړي خاورې خوسکو ته
اوس په بره پښتونخوا کي؛ په انسان باندي سپرېږي
زما زړه پولۍ پولۍ دی؛ زما سا لمبه لمبه ده
چي دا توره خپکۍ به؛ له موږ کله پورته کېږي
جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه برباد شو، د ده زړه لا نه سړېږي
زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زموږ د سترګو وړاندي؛ «غني» ګوره! څه تېرېږي
موږ زغمل چي رانه لوټ شي، څه چي شته دي بې ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټېږي
د یوې میاشتي تانده ناوې، د شهید په قبر ژاړي
وایې کوم جهاد ته مړ شوې؟ ځواب وایه چي ځنډېږي
تا چي سر په چا دو کړی، هغه غواړي چي ما لوټ کړي
ما وربولي هغه ځای ته، چي شیطان ځني شرمېږي
افغاني درنې بی بیاني، چي په پت عزت خوندي وي
د جهاد تر بیرغ لاندې، بربنډېږی، لیلامېږي
هر عرب خریدار شوی؛ زموږ د خوندو او خورلڼو
مولانا صاحب یې پلوري، نه شرمېږي، نه ځورېږي
دا زموږ د سترګو وړاندې، «غني» ګوره څه تېرېږي؟
یو باتور ملت غرقېږي، یو مضبوط وطن نړېږي
سلیمان لایق