Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ېوه ورځ
[30.Jun.2020 - 15:43]یوه ورځ
یوه ورځ وه، موږه دواړه په سفر باندې روان شوو
زه او ته، غاړه په غاړه، په سفر باندې روان شوو
یوه ورځ وه، ما ژړلی سر مې ستا پر ولي کښېښود
ستا په سترګو کښې چې ورک شوم، دا جهان مې واړه پرېښود
یوه ورځ، ته شاه مېرمن وې، زه یواځې ستا پاچا وم
پاچا نه وم ستا بندي وم، بدو سترګو نه پنا وم
یوه ورځ وه، موږه ستړي له دې دومره ډېرو خلکو
لاس په لاس، دوه اوبه وړي، له دې دومره ډېرو خلکو
یوه ورځ وه، عاشقان وو، عارفان وو، زه او ته وو
د زاړه ښار په کوڅو کې، سرګردان وو، زه او ته وو
یوه ورځ وه، په زیارت کښې تر رنګینو جنډو لاندې
تا ستومانه نظر کښېښود، زما پر ستړي ګوګل باندې
یوه ورځ وه، ستا له سترګو څخه اوښکې راروانې
زه حیران درته ولاړ وم، ستا وې زلفې پریشانې
یوه ورځ وه، ما دې سترګې په خپل ورغوي کړلې وچې
تبرک و ستا د عطرو، ما دې اوښکې کړلې پټې
یوه ورځ وه، ستا د اوښکو دوې سکې وې زما په جیب کښې
زنګېدم ستا پر بالیو، شړنګېدمه ستا پایزیب کښې
یوه ورځ وه، ستا پر ژبه د غوسې سندرې شنې وې
زه دې اور ته وم نیولی، ستا په سترګو کښې لمبې وې
یوه ورځ وه ، تا نیولی وم، په غلا د خپلو اوښکو
په تاوان کښې وم در پاتې، د څو سپینو تللو اوښکو
یوه ورځ وه، راسره وې، ستا د اوښکو وږمې ډېرې
ما انکار کولای نه شو، چې کړم سپینې سکې هېرې
یوه ورځ وه، ما راټول کړل خپل خیالونه او فکرونه
د ښکلا په چینه وللي، زما راڼه غمي شعرونه
یوه ورځ وه، ما راوړې ترانې وې او سندرې
د عشق روڼ دریاب نه وتې، مرغلرې، مرغلرې
یوه ورځ وه، ما راوړي د زړه غږ نه مرجانونه
تصویرونه په لفظو کښې، ګلابونه، ګلابونه
یوه ورځ وه، ستا پښو ته مې دا هر څه نذرانه کړل
ستا د اوښکو په تاوان کښې مې، دا ټول دانه دانه کړل
یوه ورځ وه، تا ویلی زما خیالونه په کار نه دي
زه د ژوند شین غمی غواړم، زما لفظونه په کار نه دي
یوه ورځ وه، چې د اوښکو په تاوان کښې دې غوښتلم
بندیوان د خپلو زلفو، په زندان کښې دې غوښتلم
یوه ورځ وه، زما په لاس کښې غزلونه مړاوي شوي