Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سولې ته
[30.Jun.2020 - 15:51]سولي ته
تا ته مونږ سترګي په لار یو ته راځې که نه راځې
بی صبرې کې انتــــظار یو ،ته راځـې که نه راځـې
مبـارک قـــــدم دې کیږده ، د غمـــجنو په لیــــــــمو
قدمو څخــــــه دې ځار یو ، ته راځــې که نه راځې
دَم په ډَم مـــو راتشــــــــیږي ، د صـــبرونو پیمانې
ستا راتلــــو ته په تلوار یو ، ته راځې که نه راځــې
زمانې هومره ویشــــــتلي ، په کـــــــاڼو د جفـــا یو
کړیدلي له روزګار یو ، ته راځـــــــې که نه راځې
ډیر کلونه شــــــول چې سوځو ، په لمبو کې د فراق
د بیلتون ځینــــــې ، بیزار یو، ته راځې که نه راځې
له حالاتو نه مو ساه ، رســـــــیدلي ده تر ســــــتونې
د منصور غوندي ، په دار یو ، ته راځې که نه راځې
کال ۱۳۷۶پیښاور د هجرت کلونه
د طالبانو د واکمنئ پر مهال
بیده ضمیرونه
دلـــــــــــته نه اوریدل کیږي د انسان غږ
نه څوک اوري ، د دردمنو د دوران غږ
دیانت دومره کم زوری دی دي ښار کي
چی هر چاته نه رسیږي د ایمـــــــان غږ
په کو څـو کي د ضـــــمیر غو غا ده ګډه
ځکه نه راځي غوږو ته ، د وجـــدان غږ
زاهدان هومره د نفس هوی کی ډوب دي
چي د زړه په غو ږو اوري د شیطان غږ
څوک عبرت نه اخـلي تاریخ او زمانی نه
غــافل غوږو ته، نه رســی ، د زمـــان غږ
پر هارونه یو د بل پســـــي زیاتیــــــــږي
نه راووځــي دي بیدیا نه د درمــــــان غږ
هو ښیـــــاران یي یو د بل پسي زندي کړه
ځکه اورو د هر ګوټ نه ،د نــادان غږ
مګر نشــــــته دی ،اثر مو په دعـــــــا کي
چی نه رسي آسمــــــــــان ته ،د افغان غږ
سید عبیدالله نادر
۱۳۷۷کال پیښاو