(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میوند اتله ملالۍ

[27.Jul.2016 - 17:56]

ليك: ډاکټر لطیف یاد 
د امير شېر علي خان تر مرګ وروسته د کابل حالت ډېر خراب و. انګرېزانو د افغانستان په خاوره کې پر مختګ کاوه څو په پای کې سردارانو امير محمد يعقوب خان تر ٨ کالو بند نه وروسته د بنديخانې نه راو ايست او پاچا يې کړ.
امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی و انګرېزانو ونيوه او ګندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دی بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي يې یو ناوړه تړون ورباندې لاسلیک کړ. په دې تړون کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې
 جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .د ګندمک د تړون له مخي افغانستان د پشين، کورمې او خيبر سیمې له لاسه ورکړې ا و هم د دې تړون له مخي د انګرېزانو استازی په کابل کي ځای پر ځای شو.
دا کار افغان ملت ته د منلو وړ نه و ځکه نو افغانانو په میړانه د انګرېز سره جنګ پيل کړ او د انګرېزانو استازی کیوناری یې د خپلو ټولو ملګرو سره د کابل په بالاحصار کي مړ کړ او د بلي خوا د میوند په دښته کې د امیر شیر علی خان د زوی سردار محمد ایوب خان تر مشرتابه لاندې د خپلواکۍ مبارزین چې نارینه او ښځې ول سره راټول شول. ټکنده غرمه وه، غازيان تږي، ستړي او ستومانه ښکارېدل، د ميوند پر دښتّه اوبه هم نه وې، نژدې و چي لښکرې له تندي ماتې وکړي. له بلي خوا د دښمن لښکر ډېر پیاوړی او په راز راز وسلو سنبال وو. په دغه وخت کي د پښتنو بيرغچي هم ټپي شو، چي دې وضعيت انګرېزانو ته د يوې سختې حملې جراٌت ورکړ. خو په دې حال کي يوه پښتنه پیغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په خپلو سرو منګلو له مځکي پورته کړ او دا لنډۍ يې و ويل :

که په میوند کې شهید نه شوې
« خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

( ۲۷ د جولای ۱۸۸۰ م ) 

د دې پیغلي غږ لکه يو آسماني غږ و چي د پښتنو غازيانو ويني يې په جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم حمله و کړه او خپله خاوره يې د پرديو متجاوزينو له ناپاکو قدمو نه خلاصه کړه. د ملالې د ژوند دپیښو په اړه چې دا نومیالۍ پیغله څوک، د چا لور او د کومي سیمي کلي اوسېدونکې وه، پوره معلومات په ﻻس کې نشته، خو د مېوند د فتحې د ننګ او جنګ په معرکه کې د دغې نومیالۍ پیغلې کردار او نقش لکه د لمر په څیر څرګند دی. ملي او ولسي روایات او هم تاریخي آثار په دې هکله تقریبا په یوه خوله دي او د عباراتو په ډیر لږ توپیر او بدلون د میوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي.
 د ( پښتنې میرمنې ) کتاب لیکوال عبدالرؤف بینوا لیکي چې: ( د دوشنبې په ورځ د برات د میاشتي په اوولسمه، ۱۲۹۷ هجري قمري کال چې افغاني زلمیانو، میړونو او ښځو د خپل وطن د ساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او د میوند ډګر په د قربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږي او ستړي ستومانه وو ... د میوند پر دښت هیڅ اوبه هم نه وې، نږدې وه چې افغاني لښکر له تندي څخه ماتې وکړي. په داسي حال کې چې د لښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له ﻻسه ولوېد، یوه پیغله راغله، بیرغ یې په سرو منګولو واخیست، ناره یې کړه:
د دې پېغلي دا غږ یو آسماني غږ و چې د افغاني زلمیانو وینې یې په جوش راوستلې، او ټولو د الله اکبر په ناره پر غلیم یرغل وکړ او دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوی له قدمونو نه وژغورله ... دا پیغله ملاله نومیدله.) 
په ځینو روایتونو کې همدغه پورتنی مفهوم د الفاظو په لږ و ډیر بدلون سره راغلی دی : ( د یوه خوا د پرنګي پوځونه دمیوند پر دښته پراته، په هر ډول وسلو او وسیلو سمبال وو، بله خوا افغانان په تش ﻻس، خو د ایمان او عقیدې په وسله سمبال د هغوی مقابلې ته راوتلي وو او په دې نیت او تکل وو چې دغه کفري لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسي او هيواد د دوی له ناولو منګولو څخه آزاد کړي . له افغانانو سره په دغه جګړه کې افغاني پیغلي او میرمنې هم شاملې وې، چې ځینو یې غازیانو ته خواړه، اوبه او باروت وررسول او ځینې له خپلو پلرونو، ورونواو میړونو سره اوږه په اوږه د دښمن مقابلې ته وﻻړې وې. یوه له دغو نومیالیو څخه ملاله وه. ټکنده غرمه وه، ملالې ولیدل چې له یوې خوا د دښمن د پوځونو شمیر زیات او په ډول ډول وسلو او وسیلو سمبال دي، او له بلې خوا د هغوی په وړاندې د افغاني غازیانو شمیر لږ، تش ﻻسي او نږدې و چې له ډیرې ګرمۍ، تندې او ستړیا څخه له ماتې سره مخامخ شوي واي .نو یو هسک ځای ته وختله او د زړه له جوشه یې افغاني غازیانو ته دا لنډۍ وویله:

که په میوند کې شهید نه شوې
« خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د ملالې د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولګید، وینې یې په جوش راغلې، مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر) په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پرې جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه:

خال به د یار له وینو کیږدم
« چې شینکی باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

د دښمن پر پوځونو ماته ګډه او ډیر زیاته مرګ ژوبله پکې وشوه .د ( افغانستان درمسیر تاریخ ) لیکوال د هغه وخت د یو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي د کتاب په حواله لیکي چې په دغه جګړه کې له د ولس زره انګریزي پوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې ۲۵تنه ژوندي د جګړې له ډګر څخه په تیښته بریالي شول او میوند فتحه شو.
د ( زموږ غازیان ) کتاب لیکوال محمدولي ځلمې د نفتوﻻ خالفین د کتاب ( شیپورهای پیروزی میوند ) ۴۵۳مخ په حواله لیکي : ( کله چې د زیاتي مرګ ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان د خپلو شهیدانو د ښخولو په تکل کې وو، غازي سردار محمدایوب خان پوښتنه وکړه چې دغه شهیده نجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کې یې پخپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننګ او غورځنګ راوست . ځواب ورکړل شو چې دا (ملاله) د یو شپونکی لور او د میوند اوسیدونکې ده. بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه، دغازیانو تر څنګ یې باید ښخه کړو. ایوب خان وویل : ښه وایاست. ملایانو او ملي مجاهدینو د بخښنې دعا ورته وکړه او هلته یې خاورو ته وسپارله .) 
همدارنګه میر غلام محمد غبار په ( افغانستان درمسیرتاريخ ) او لویس دوپري په خپل اثر (افغانستان) کې د ملالې سرښندنه او ننګیالیتوب ستایي او تائیدوي. له دغه پورته څرګنددونو څخه دا ښکاري چې (ملاله) د همدغه میوند په تاریخي جګړه کې د شهادت مقام ته رسیدلې او تل پاتې نوم یې په برخه شوی دی. دغه ستره کارنامه یې زموږ د هیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي، له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي. د دې نومیالۍاو ننګیالۍ پیغلې قبر د میوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي، روح دې ښاد او یاد دی تازه وې
#MaiwandDay

-
بېرته شاته