Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتونخوا
[06.Jul.2020 - 13:21]- د امن باده پښتونخوا باندې راوانهٔ لوتې
چاپېره الوځې په ما باندې راوانهٔ لوتې
ګولو، بارودو د وطن مارغان ستي پتي کړل
لکه کونتره په هوا باندې راوانهٔ لوتې
هر مازیګر په وینو سور دی، هر سهار خونړی
چېرته کابل او پکتیا باندې راوانهٔ لوتې
د کونډې خور، د بورې مور په خاطر راشه کنه؟
د امن غمه په رښتیا باندې راوانهٔ لوتې
د خوشالۍ، د ودانۍ، د سوکالۍ سپرلیه
د پښتنو په خوا او شا باندې راوانهٔ لوتې
مینه سندره کړه شاعره د خیبر د سره
عزیزه یاره په چغا باندې راوانهٔ لوتې
چغا = چغه
عزیز مانېروال
دا لېونی لېونی ګرځه
مخ - ۸۸