Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پېښور
[08.Jul.2020 - 21:17]پېښور
ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
ستا تصویر مې تل د زړه په وران کور کې ساتلی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
.
چا که د لندن د ښار د حسن کیسه کړې ده
ستا تصویر مې غلی شان په زړه کې خندېدلی دی
چا که د پېرس مازیګري سندرې کړې دي
ستا صدر زما په زړه بلها راورېدلی دی
.
چا هم که ماڼۍ د واشنګټن په خوند ستایلې دي
زه ستا دلربا کیسه خانۍ غېږ کې اخیستی یم
چا که د ډیلي د ماښامونو ذکر کړی دی
زه ستا ماښامونو په کوڅه کوڅه کې نوستی یم
ما ته خو دې ګرد هم د سپرلي د رنګه ښکلی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
.
زه چې به د غرونو د فطرت تماشو سټری کړم
ستا شور له به راغلم چې به سټری شوم، دمه به شوم
ما چې به د خپلې تنهایۍ شوګیرې جمع کړې
تا چې به شوګیر کړم داسې وه لکه ویده به شوم
.
زه به د سیند خوا او د چینو د غاړو تږی وم
تا له چې به راغلم، زما تنده به سړه شوله
تریخ چې به مې ذهن شو، په غرونو، په ګلونو کې
خیال ته به مې ستا خاورې خځلې غېږ خوره شوله
ما سره دې ټول عمر د مینې پت پاللی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
.
زه د خپل جنت د نظارو نه هم راوتښتم
ستا لوګو کې وخاندم او ستا ګردونه ښکل کړم
ځان سره د پولو پټو رنګ او رڼا راوړمه
دلته د معصوم جانان قاتل انداز غزل کړمه
.
ستا د ښکلو غوښې چې ګل پاڼې پاڼې الوځي
زه یې تماشه په چوپه خوله کوم، بې وسه یم
ستا د ښکلو وینې چې د ګلو بارانونه شي
زه چې پرې د اوښکو جنازه کوم، بې وسه یم
.
ستا او زما مینه پېښوره د پېړیو مینه
دا نه وه چې ته دې شې لوګی، زه درته ګورمه
ستا او زما وینه پېښوره، د یو تن وینه
دا نه وه چې ته شې داسې توی، زه درته ګورمه
خو دا د تاریخ جبر دی او جبر نازولی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
.
ګرانه پېښوره، زه ګونګی نه یم خو څه وکړم
هېڅ ویلای نه شم چې د وس ژبه مې غوڅه ده
شل ځله د نن د مرګ او ژوند په برید ولاړ یمه
څوک به ژبه راکړي د ولس ژبه مې غوڅه ده
څو پورې چې وانخلي شعور اجتماعي غیرت
سوځي به جونګړې، بنګله وال به تماشې کوي
څو چې مې وحدت وي تار په تار د پښتني غیرت
مري به غریبان او لیډران به تبصرې کوي
.
موږ ته خپل نصیب په وینو سور رارسېدلی دی
څنګ به مې پېرزو شې په بمونو پېښوره
ښاغلی رحمت شاه سایل
د ښایستونو د پسرلي بادونه
مخ - ۲۵
( خوښنه: له ښاغلي ممتاز خان)