(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسې زه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسار زه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهم ته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې د ښار غرمې چې لنډوم ستا د اوربل سيوري ته تا راولم ړنګ دېوالونه به څارم درپسې منګله! ته چې کومو ډوبو سترګو يوړې رانه ما دې هم يوسي دا سيندونه به څارم درپسې
![](http://www.kabirstori.com/images/storipaaraleekaney/thumbs/ProfAsserMangal.jpg)
Professor Asir Mangal د پروفېسر اسير منګل د نوې شعري ټولګې "ايشمه" څخه په مننه
بېرته شاته |