Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
جومات
[07.Aug.2020 - 15:14]هله جومات مو مناره نه لري
په کې ماشوم څونډی سپاره نه لري
هله میله د راکټ کور نه راوړه
ورانه دېره مو کټاره نه لري
راشه دا لس گوتې کړو لس بزغلي
د زړه پر للمه چې باران ووري
که له آسمانه څاڅکي نه پریوتل
اوبه به ورکړو اوښکې څاڅکي څاڅکي
د ټوپک ماته شپیلۍ وشرنگوه
د توت پر شنه څانگه یې ونڅوه
چې ښوونځي ته ترې ټالۍ جوړه کړو
هله گولۍ د ټانگ راوځړوه
Abdul Ghafoor Lewal