Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دېار غم
[14.Aug.2020 - 14:36]د رحمان بابا دیوان مخ - ۱۵۷
زه د یار په درد او غم کې شادمان یم
لکه ګل د پریشانۍ په وخت خندان یم
.
د یار غم زما ښادي ده سر تر پایه
لکه شمع په سوختن سره روښان یم
.
زه چې ورک په کمینۍ لکه ذره شوم
د خورشید په څېر څرګند په درست جهان یم
.
د طلب سرګرداني زما بزرګي شوه
د تمام جهان په سر لکه آسمان یم
.
له راستیه، شاه، ګدا راباندې یو شوو
مروت د هېچا نه کړمه، میزان یم
.
ته زما وبې کسۍ ته نظر مه کړه
خدای ساتلی لکه ګنج په بیابان یم
.
لکه ونه د ځنګل، په مېوه پوره
په ویرانه ویرانۍ کې آبادان یم
.
یو وېښته مې د صورت بې عشقه نه دی
څوکیدار په هر نفس د خپل کاروان یم
.
د وصال مارغه د اوښکو دانو راکړ
لکه لال او در په غاړه د خوبان یم
.
د کاملې عقیدې له برکته
د دونهې په غاړه ناست یم، شاه جهان یم
.
روښنایي مې په طلب کې شوه حاصله
شپه او ورځ لکه آفتاب په لار روان یم
.
د آشنا د اوږدو زلفو صفت څو کړم
پلی سر په لویه لار د هندوستان یم
.
بې مینه مې هېڅ حال د صورت نشته
لکه بې مال او متاعه تش دوکان یم
.
د هوس بلبل وېسا راباندې نه کا
د افلاس په کبل ډکی د خزان یم
.
و یارانو و ته خاک تر تلي لاندې
د دې نور جهان په سر لکه آسمان یم
.
چې د یار په مینه سر او مال ښندمه
خلکه واورئ زه هغه عبدالرحمان یم
.
په هر دم کې، نوې نوې تماشا کړم
زه رحمان د خدای وکړو وته حیران یم
.
.
شادمان = ښاد، خوښ
خندان = خندا کوونکی، ښاد، خوښ
سوختن = سوځل
روښان = روڼ
کمینۍ = عاجزۍ
خورشید = سپوږمۍ
په څېر = په رنګ، په شان، غوندې
څرګند = ښکاره
درست = ټول، واړه
طلب = غوښتنه، رابلنه
سرګرداني = سربدالي، لالهاندي، نارامي
بزرګي = زبرګي
راست = ۱) ښی ۲) سم، نېغ ۳) رښتين
شاه = باچا
ګدا = سوال کوونکی، خير غوښتونکی، سايل
مروت = مخکته، لحاظ، اعتبار، خاطر
میزان = تله
بې کسۍ = یواځېتوب، هغه کس چې خپلوان نه لري
ګنج = زېرمه، خزانه، ګنجينه، مخزن
بیابان = دښته، صحرا
لال = لعل، يو ډول کاڼی، یاقوت
دُر = ملغلره
خوبان = ښکلي
دونهه = ۱) ډوهي، ډونهي، دونهي، دهه، د ملنګانو تکیه، د ملنګانو ناستې پاستې ځای، د نشو او اور بلولو ځای ۲) هغه سکروټې چې د چرسیانو مخې ته پرتې وي
آفتاب = لمر، نمر
پلی = پیاده
متاع = پانګه، پنګه، مال و اسباب
هوس = ۱) لالچ، حرص ۲) لوږه، ارمان ۳) تمنا، خواهش ۴) خوشالي
وېسا = باور، اعتبار، اعتماد، ډاډ
افلاس = نېستي، غریبي
کبل = ۱) د چمن واښه ۲) کبله، مرغه، مشهوره واښه دی چې په زېمناکو ځايونو کې ډېر شنه کېږي
ډکی = منډکی، کوچنی وچه لښته
خزان = منی
تلی = د پښې لاندېنۍ برخه چې له ځمکې سره نښلي
ښندل = ۱) جارول، ځارول، قربانول، بخښل، قربان او فدا کول ۲) شندل، پاشل، شيندل
.
.راټولونه ( ممتاز خان)