Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نظم
[15.Aug.2020 - 15:16]څوارلس کاله پځوا مې دروېش دراني ته د هغه په ویاړ جوړې غونډه کې چې قلم ټولنې رابللې وه، یو نظم لیکلی و چې د دې لیکنې اخر ته به يې ولولئ. په هغې نظم کې د دروېش دراني د کتابونو د نومونو یادونه په څه نه څه شکل شوې، دا لیکنه هم د غونډې له جوړېدو دوه ورځې وروسته شوې وه. ګه وحت مو لاره ويې ولولئ
درنښټ
باز عابد
کابو ديارلس کاله پخوا چې ما فرهنګي ميدان ته رادانګلي، له هماغه وخته د درويش دراني له نوم سره آشنا شوی يم. هغه وخت د ده د شعرونو لومړۍ ټولګه چې (( ازغنه لار )) نوميده خپره شوې وه، خو ما لا نه وه لوستې، البته د کوټې او پيښور نه خپريدونکو پښتو مجلو کې مې د دراني صاحب شعرونه لوستل او خوند به مې ترې اخيسته.
کله چې د ده د (( هوا او څراغونه )) په نامه کتاب خپور شو، نو پيښور ته يې د څو تنو يارانو په نومونو کتابونو راليږلي وو چې له ښه مرغه زما په نوم هم په کې کتاب و. کله چې ماته کتاب راورسيد او ومې ليدل چې درويش صاحب راته ډالۍ کړی، نوله حده زيات خوښ شوی وم. دا داسې وخت و چې ما لا درويش درانی نه و ليدلی، خو ډېر راته زړه ته نيږدې و.
اته نهه کاله به کيږي چې زه د افغان ادبي بهير او کابل کې ځينو نورو ځانګړو مشاعرو کې ستيج سره نيږدې پاتې شوی يم، له هماغه وخته تر دې دمه د مشاعرو پر مهال به داسې مشاعره نه وي تيره شوي چې زموږ ستيج به د درويش دراني په شعرونو ښکلی شوی نه وي. درويش درانی په خپله ټوله شاعرۍ کې د يوه سوچه افغان په څير راڅرګند شوی دی. په ډېر لوړ قوت سره يې د افغانستان دا لويه غميزه په شعر کې انځور کړې ده. تل يې په افغانستان کې بلواکي غندلې ده، او تر ننه يې غندي، له خپل منځي جنګونو څخه يې کرکه کړې ده او د زړه له درده يې چيغه ويستلې ده چې:
ما خپله توره د خپل ورور زړه کې کړه ماته خدايه
چې دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدايه
يوکال د کوزې پښتونخوا په سوات کې د چاچا کريم بخش د ايوارډ ورکولو په مراسمو کې چې درويش دراني ته يې هم مډال ورکولو، مشتاق مجروح يوسفزي د درويش دراني يوه خاکه ليکلې وه، او بيا په ليکوال مجله کې خپره شوې وه. د مقالې نوم (( پنځم درويش)) و. ليکنه د درويش دراني په کړو وړو او ناستې ولاړې ليکل شوې وه، يو ځای يې ليکلي وو.
(( درويش يو کټر محب وطن پاکستانی دی))
دا خبره زما په زړه کې تر ډېره غوټه وه. له ځانه سره به مې ويل چې په پاکستانو کې خو دا درانی قوم نه شته او بل درانی صاحب په خپل شعر کې يو سوچه افغان ښکاري. نو بيا دا مجروح صاحب ولې دا خبره کوي؟
داسې وخت هم راورسيدو چې درانی صاحب سره مې له نيږدې وپيژندل او هغه به په کال کې د لس پنځه لس ورځو له پاره له کوټې نه پيښور ته، د يارانو د ليدو په خاطر راتلو. پيښور ته چې به راغلو نو په صدر کې به په سيند باد هوټل کې ديره و. او په خپل راتګ به يې له نورو يارانو تر مخه زه ځکه خبرولم چې سيند باد هوټل زما کار ځای ته ډېر نيږدی و. يوه ورځ مې په خبرو خبرو کې دا خبره وریاده کړه:
ـ درويش صاحب ته پاکستانی يې او که افغان؟
ده راته وويل:
ـ لکه څنګه چې په دې خبره کې شک نه شته چې زه په پاکستاني شناختي کارډ ملازمت کوم او په يوه يونيورسټي کې استاد يم، داسې په دې خبره کې هم شک نه شته چې زه يو سوچه افغان يم.
ـ نو بيا مشتاق مجروح چې د چاچا کريم بخش د ايوارډ د ويشلو پر مهال ستاسې پر وړاندې دا خبره د خپلې مقالې برخه ګرځولې وه، تاسې ولې د دې خبرې سپيناوی ونه کړ؟
هغه راته په لنډه توګه ځواب راکړ:
ـ دا سپيناوی ستاسو کار دی.
هغه وخت خو زه دې سپيناوي ته نه وم جوړ خو تيره ورځ چې په کابل کې د قلم نړيوالې ټولنې د ده په وياړ غونډه نيولې وه او درويش صاحب د درې څلورو تلويزيوني شبکو پر وړاندې د خپل افغانيت اعلان وکړ، په کندهار کې يې د ارغستان ولسوالۍ نوم واخيست چې د ده والد صاحب په کې پيدا شوی، ستر شوی او هلته يې اوس هم د خپلو عزيزانو شتون پر ګوته کړ، نو په ايمان دومره خوشحاله شوی يم چې له بيانولو څخه يې زما قلم عاجز دی.
درويش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د خپل شعر پر برکت به تل تر تله وپايي.
اوس به راشو د درويش دراني په دريو بيتونو کې انځورونو ته چې ورسره پيوسته يې د مانا ژوروالی هم په کې په ټول شعري او تغزلي قوت ساتلی، چې لوستونکی يا اوريدونکی په دوه کې حيران کړي چې اوس د دې شعر انځوريزي برخې ته داد ورکړي او که د مانا ژورتيا ته؟
ستا په تندي کې به مې خپله څيره وکتله
په کومه ورځ چې به له ما سره هينداره نه وه
که دلته موږ انځور ته ځير شو نو وبه وينو چې له تندي سره د هيندارې تشبیه کول ډېر پر ځای او مناسب انځور دی بېرته شاته