Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ېار دېدن
[15.Aug.2020 - 15:25]ارمغان خوشال خټک
مخ - ۴۳۰
.
د ښه یار دیدن وای تل
سره ځای چمن وای تل
.
تر کنار او تر آغوش مې
هغه ګلبدن وای تل
.
لکه سېب، زما په خوله کې
هغه شیرین ذقن وای تل
.
رقیبان ولاړ له وړایه
له ما هم سخن وای تل
.
جدایي نه وای له یاره
سره ځان او تن وای تل
.
مه ماڼې وای، نه عتاب وای
په رقیب شېون وای تل
.
د خپل یار د کوڅې خاورې
د خوشال وطن وای تل
.
.
وای = د ناپوره کېدونکي ارمانونو د څرګندولو لپاره د “وې” په ځای “وای” کاروو
کنار = کناره، ژۍ، څنډه، طرف، غاړه
آغوش = غېږه
سېب = مڼه
ذقن = زنه
له ورایه = لیرې، جدا، بيرته، په ډېر واټن (فاصله)، ها خوا، ډډې ته
هم سخن = هم ګفتګو
ماڼه = شکوه، ګيله
عتاب = ۱) غصه، ملامتيا، رټنه ٢) بدمزاجي، بدخوی ۳) ناز
شېون = سانده، فریاد، ګریه او غم
.( دممتازخان په زېار)
...........
خوشال بابا = 1613 - 1689
.
مومن خان مومن = 1800 - 1852
مرزا اسدالله خان غالب = 1797 - 1869
.
خوشال بابا د مومن خان مومن له زېږنېټې څخه یو سل یوولس (۱۱۱) کاله پخوا په حق رسېدلی دی.
.
مومن خان مومن د اردو ژبې یو پېژندوی (مشهور) هندوستانی شاعر و. مومن خان مومن د مرزا اسدالله خان غالب همپېری (هم عصر) هم ؤ.
.
د مومن خان مومن او مرزا اسدالله خان غالب په اړه مې دا هم اورېدلی چې هغوی افغان توکم (افغان نسله) لکه په خټه پښتانه وو خو په هندوستان کې زېږېدلي او رالوی شوي وو نو ځکه پر پښتو باندې غږېدای نه شوو.
.
د مومن خان یو ډېر پېژندوی بیت دی. دغه بیت مرزا اسدالله خان غالب ته دومره خوښ ؤ چې مرزا اسدالله خان غالب یو ځل مومن خان مومن ته وویل چې زما غونډ دیوان واخله او دا بیت ما ته راکړه.
.
د مومن خان مومن هغه پېژندوی بیت دا دی:
.
تم میرے پاس ہوتے ہو گویا
جب کوئی دوسرا نہیں ہوتا
.
زه یې تاسو وګړو لپاره ژباړم. مومن خان مومن وایي، کس چې یواځې (تنها) وي نو بیا په ښکاره توګه خو هېڅوک هم ورسره نه وي خو شاعر مومن خان مومن خپل جانان ته وایي چې په یواځېتوب (تنهایي) کې هم جانانه ته له ما سره یې، لکه زما په اندونو (فکرونه) کې یې نو ځکه هر وخت راسره مل یې او هېڅکله یواځې نه یم. کېدای شي، دغه نړۍ ته ښکارېږم چې زه یو تن یواځې ناست یم خو له آره (اصلاً) زه یواځې نه یم ځکه چې راسره ته په اندونو کې یې.
.
نن مې د خوشال بابا دا بیت ولوست، وایي:
.
ظاهر تن له تا جدا یم
عین ما ته برابرې
.
نو د خوشال بابا دغه بیت هم د مومن خان مومن اند (فکر) څرګندوي خو دا اند لومړی د خوشال بابا ؤ، نه د نورو شاعرانو. د خوشال بابا د دیوان یو یو توری (حرف) لکه ګل دی. د ژوند فلسفه، پښتو او بریا، هر څه پکې پراته دي خو له بده مرغه موږ نالوستي یو، خپله پښتو مو پخپله شا ته غورځولې ده او په نورو پسې ګرځو. ګرم موږه یو. خدای دې زموږ لارښوونه (هدایت) وکړي.
.
لیک - ممتازخان
.