(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ټک ټک

[15.Aug.2020 - 15:35]

ټک  ټک د اور 

  ټپ ټپ د باران

آخ آخ د وصال     

اوف اوف د ارمان

وئ وئ د جنون     

وخ وخ د صنم

نا نا    او او          

هر وخت د صنم

قټ قټ د خندا    

بړق بړق د مستی

شرنګ شرنګ د پانزیب   

چڼ چڼ د لښتی

شړ شړ د اوبو          

شغ شغ د نسیم

بس بس د دلبر         

بړ بړ د غلیم

قړ قړ د چیلم           

پر پر د لولۍ

دوم دوم د دوپړ        

ټنګ ټنګ د رباب

غړ غړ د پیالې           

سخ سخ د کباب

چپ چپ د کوکی      

پس پس د دلبر

چړ چق د تارو           

ګو ګو د کمتر

بس بس دی غنی       

بد بد یې روان

ایش ایش د قلم         

هړ هړ د بیان

 

( #غنی_خان )

 

 

ښه ده، اوس د غني واورئ،

په صفا ساده پښتو کښې.

ما له نه راځي خبرې،

په چل ول په اشارو کښې.

ما ته څه مغل مغل کړې؟

ورک مغل او ورک ئ کور دی.

ولې نوم د هغه نه اخلې،

چې دې نن په اوږو سور دی.

د پښتو لاره صفا ده،

پکښې هیڅوک نه تیر وځي.

هر پښتون د ایمل پلار دی،

خو چې یره ترې نه وځي.

د دې خاورې تندر جوړ کړي،

په پښتو کښې دا کمال دے.

د خټک د نرۍ ږیرې،

هر ویښته خوشحال خوشحال دے.

چې غیرت توره ترې لاړ شي،

د زمري نه جوړ ګیدړ شي.

د ګیدړ دله ژوند تیر کړي،

د ګیدړ په شانې مړ شي.

اے زما ننګیالي قامه،

ولې پروت ئ په ایرو کښې؟

د چا یره نن خاني کړي؟،

ستا د پلار نیکه حجرو کښې؟

ستا نه هیر شو چې یو وخت کښې،

لکه باغ ډک د رڼا وې.

ټول جهان د جړۍ شپه وه،

ته ئ ستورے د سبا وې.

د دې سرو ټیکرو لاندې،

پټې لوئ خزانې دي.،

د تاریخ زړه کښې روښانه،

ستا د حسن زمانې دي.

اوس ایرو له ځکه راغلې، 

چې لائق د هیریدو وې.

اے چې خوب کښې په کوهي کښې،

ته به ناست په سر درو کښې.

منزل ګران ډیر د پښتو دے،

خو سړک ئ دے صفا.

تیندکونه پکښې نشته،

خو که ستا ښپو کې وي سا.

که نادر دے که تورزن دے،

که ملا که برهمن دے،

که هټلر که پیر بابا دے

که ګاندهي وی که جناح،

که هندے که جاپانے دے،

که ترکے که ایرانے دے.،

که د روس ښائسته وعدې دي،

د پیرنګ ښائسته دهوکې دي،

خو چې زما د پښتو غل وي،

او زما د ننګ ډاکو.،

دے چې هر څه وي خو ماته، 

دے چنګیز او هلاکو.

دا چې سرې ډیوې ښکاریږي،

دغه ستا وو محلونه،

دغه تورې تورې خاورې،

وو دا ستا بچي ګلونه.

(غني خان)


بېرته شاته