Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نورلبشر نوید 19/8/2020
[19.Aug.2020 - 15:58]نظم ..ګران نُورالبشر نويد صاحب ته ډالۍ
نُورالاسلام سنګر
زما د پښتونخوا د بُخارا * عظيم بشره
نويد د ازادۍ پښتون اولس شے د زړه سره
په ورکو ورکو لارو د رڼا پلوُنه روښان کړه
د وخت تورو تيرو کښې د مرام د فکر نمره
د فکر (مشالوُنه ) دې د عزم ګواهان دي
د حرف د تقدس د لفظ د قرض نه باخبره
شعوُر به راټوُکيږي سوځېدلی پښتونخوا کښې
ستا خوب به شي رښتيا دپلوشو کرونده ګره
(ليکوال)دې آئينه ده د ريښتیا سپينو خبرو
منصور دې د هر دَور شي لوګے ستا له نظره
لاسونه ولې سرۀ ساتي حالات زمونږ په وينو
د درد زبيرګي راخيژي هره خوا له پېښوره
غُنچې د ګُلو نه لرمه ، څه به درډالۍ کړم
د مينی د سنګر دغه يؤ زړۀ به درډالۍ کړم
*..طورو معيار مردان
۱..زُول او مشالونه ...ځانګړی شعری مجموعه
۲..ليکوال.....ځانګړې مياشتنيزه مجله
سنګر ...۲۷ اکتوبر ۲۰۱۳