ماشوم ښه وم، که اوس؟
[24.Feb.2018 - 14:37]ماشوم ښه وم، که اوس؟
لیک: ډاکتر فاروق اعظم
چې ماشوم وم، له لرګي می سړی جوړاوه، اوس چې غټ یم له سړي لرګی جوړوم. له ډیرو مې بتان جوړ کړی او خرڅ کړي مې دي. چې ماشوم وم، له تیارې ویریدم، اوس چې لوی یم له رڼا ویریږم. چې ماشوم وم، دروغ او فریب می بد ګڼل، اوس چې لوی یم، هنر یې بولم.
چې ماشوم وم، خبره مې نه پټوله، څه مې چې په زړه و، هغه مي ویل. زما په خبرو د خلکو باور ؤ. نو ځکه هرچا ویل چې په ماشوم کې پټه نسته. اوس چې لوی یم، خلک مې خبرو ته په شک ګوري. دا ځکه زما د زړه او خولې لار یوه نه ګڼي.
د فطرت تقاضا داده چې ماشوم باید د عمر په تیریدو غټ او لوی سي، موږ غټیږو، خواکثره لوئیږو نه. موږ اکثره لوړ ناست خلک لوی ګڼو او احترام یې کوو. دې کې څه تأمل په کار دی. ها چې لوړ ناست دي، حتمي نه ده چې لوی دې ھم وي! ډیر کوچني کسان مي د لویو خلکو پرځای ناست لیدلي دي. ماشومان اکثره د لویانو پر اوږو سپاره وي. باښه او ټپوس هم لوړ ځای ناست وي او یا په هوا ګرځي. دوی هغه وخت مځکې ته راکوزیږي چې مرداره وویني.
دا د فطرت کار دی چې عمر تیریږي، بدن غټیږي او جګیږي. خو د شخصیت جوړیده په کورنۍ تربیه، مدرسه، چاپیریال او د کار په محیط اړه لري. ډیر وخت تربیه د بدن دغټیدو سره په متناسب ډول موازي نه ځي. دغه توپیر دغسې تفاوت منځته راوړي چې غټیږو ټول، خو لوئیږو ټول نه. انسان اشرف المخلوقات دی. که خبره د شرافت اوفضیلت وي، نو آیا ماشوم ښه وم او که اوس؟
د نااهله حال بجلي ته پاتیږي - چي پر آس باندي سپریږي نو خر کیږي
قام او ملک ټول په خواریږي او ټییټیږي - څومره دی چي لا لوئیږي او غټیږي
فاروق اعظم