Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غوره لار
[03.Sep.2020 - 15:28]تر ټو لو غِوره لار
لیک: سید عبیدالله نادر
یوه شیبه سر په خپل ګریوانه کې ښکته کول ، او خپل حال او ماحول باندی ژور سوچ کول
انسان ته دعاجزئ د پوهیدو او درک مو قع برابروی . او دانسان په مافی الضمیر کې بدلون
راولي د یو ټکي د معني په رسیدو او پو هیدو سره انسان ټکان خوری او د غفلت له خوبه
راویښیږي او د انسان په روحیاتو ژور اثر کوی خکه د روحی قوت د اخیستو سره د اعمالو بد لون
ضروری دی . داسی کله کله په خپل حال نظر کول تر ټو لو غوره لار ده .
کله کله په خپل عجز باندی نظر
په حالت د هر انســـان کوي اثر
بزرګــــــانو لدې لارې نه هر کله
په حــــــریم د ولایت ، کړی ګذر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ژور سوچ
بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.
د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د افسوس عالم
سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟ با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
یو قدم تر بهشته
درویش چی په فلسفی سو چونو کې ،ددنیا د غوغا او شر و شور څخه لیری ، په یوګوټ کې ناست وو ، او په روښانه زړه رڼو او پرانستلو سترګو یي د دنیا په چارو سوچ کاوه ،او په ژور سوچ کې ډوب وو چې د درویشانو خاصه ده . یو تن د روښانه زړه خاوند او د حقایقو پلټونکی چی پرې تیریده ،په صاحبدلانه انداز کې یي ترې و پوښتل : درویشه ! تر بهشته څومره لار ده ؟ درویش وویيل یو قدم . سړی هک حیران شو . ویيل یي څرنګه ؟ درویش وویيل که دي یو خپه په نفسانی او شیطانی خواهشاتو کېښوده نو په یقین سره دا بله خپه دي په جنت کې ده .
سید عبیدالله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د فارسی حکایاتو څخه په پشتو ژباړه
ژباړن :سید عبیدالله نادر
حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو درویش او فقیر،بی ګناه زنداني کړخو د شپی یي خوب ولید .چې غریب زنداني بی ګناه دی .پادشاه دستور ورکړ او زندانی یی خوشي کړ او هغه یی ځان ته رووغوشت او ډیر یی نوازش کړ . او هغه ته ووییل چی زما نه یو حاجت وغواړه ، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یی ته د خوبه راویښ کړي ،ترڅو ما آزاد کړي ،او تا ته یی د عبرت ټکان درکړ ،دا ډیره د نامردۍ خبره ده ، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د فارسي د مطالبو څخه په پښتو ادب کې اغږلي ، اوښکلی زیاتون سره
هغه سرنوشت چې مونږ هم په کې مسوول یو
نور می د خپل ځانه څخه بدي راغلي ، چې د سړک د غاړې ناست ماشوم ته می خپل بوتونه وویستل او په ډیر لويي ، او باداری آواز می ورباندی ږغ وکړ . چې هلکه ښه یي رنګ کړې ، هغه ماشوم راته ووییل: کا کا جانه غم مخوره داسي به یی درته تور کړم لکه دا خپل سر نوشت ،هماغه وو چې په یوه ژوره اند ییښني کې یی پریشودلم ،او ډیر د عبرت ټکان يي راکړ . ځکه مخامخ یي د خپل سرنوشت مخي ته ودرولم .هغه سر نوشت چې مونږ هم په کې مسوول یو
..................
د زړه آواز
یو اوچت غـوندی پرواز وم ، خــو چــا ونه لیدم
د دردمــــنو د زړه راز وم ، خـــــو چا ونه لیدم
د زمان له ســترګوپټ ، د دنـــیا په یوه ګوټ کې
معرفـت د ورشـــــو باز وم ، خــو چــا ونه لیدم
په وینا کې می د درد ، د هر چا وو ، د زړه درد
صاحبدل غوندی همراز وم ، خــــــو چا ونه لیدم
عاجزۍ اوښکي می تل رواني دي ، له ســــترګو
یو لمبه د ســـوز و ګداز وم ، خـــــو چا ونه لیدم
د زړه دردونه ویني ، دردمن می په ویــــــنا کې
د هر چـــــــا د زړه آواز وم ، خو چــــا ونه لیدم
مست شانی یو ســـــازوم ، له ځنګلونو وم ،وتلی
په تارونو کې ، شـــــــهباز وم ، خو چا ونه لیدم
څوک په قدر زما پوه نشول ، دې ماحـــــول کې
د پردې بېرته شاته