Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
قصېده
[07.Oct.2020 - 15:16]قصېده/ خوشال بابا
بیا له کومه را پیدا شو دا بهار
چې په هر لورې ئې ملک کړو یو ګلزار
ارغوان دي،ضمیران،سوسن،رېحان دي
یاسمن دي، نسترن، نرګس، ګلنار
د سپرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته
ولې سره لاله دي لا پکښې اؤڅار
جونه موټي موټي ګل ږدي په ګرېوان کښې
د ځوانانو ګلدستې دي په دستار
مُغنّي په چغانه ليندۍ کښېږده
په نغمو په پردو وغواړه هر تار
ساقي راشه ډکې ډکې پيالې راکړه
چې د میو په مستۍ کښې شم سرشار
پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
سپينې تُورې ئې ګلګُونې کړې په وینو
په آهاړ کښې شګُفته شو لاله زار
ایمل خان دریا خان دواړه مرګ ئې نه وی
هېڅ تقصیر دواړو اونه کړو وار په وار
د خیبر دره ئې سره کړله په وینو
په کړَپه ئې هم روان کړ دندوکار
تر کړپه تر باجوړه سمې غرونه
په لرزه په زلزله شول په بار بار
په هاغه لورې چې کېږي پنځم کال دی
هره ورځ د سپينو تورو خرَپَهار
چې په دا لورې زه راغلم حبطه شوم
زه مُردار یم که دا خلک دي مُردار
په لښکر لښکر نارې شُوم ورته ستړی
دا کاڼه راته مهیرک وائي نه ځار
چې احوال د یوسفزیو رامعلوم شو
لواغر و ماته ښه وو نه دمغار
د خټکو سپي بهتر تر یوسفزیو
که خټک دي هم په خوي تر سپي بېکار
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ اؤ آشکار
ګوره څو جنګونه وشو په هر لورې
ولې هېڅ د یوسفزیو نشته عار
اول جنګ د لوړې شا د تهترو وو
چې څلوېښت زره مغل شول تار په تار
خو بندي لُوڼه ئې په بند د پښتنو شوې
اس ، اُوښان، هاتهیان اولجه قطار قطار
دویم جنګ ميرحُسیني په دوآبه کښې
چې ئې وټکېده سر لکه ښامار
بیا له پسه د نوښار د کوټ جنګ وو
چې مې وکېښ تر مُغلو خپل خُمار
بیاله پسه جسونت سنګھ شجاعت خان وو
چې ایمل ئې په ګندهاب ویوست دَ مار
شپږم جنګ مُکرم خان شمشېرخان دواړه
چې ایمل کړل په خاپښ کښې تار په تار
چې زما په یاد دي لوی جنګونه دا دي
د هلکو په هر لوري نشته شمار
همېشه فتح و نُصرت دی لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه په کردګار
اورنګزېب راته یو کال اوشو چې پروت دی
په صورت حیران پرېشان په زړه افګار
کال په کال اُرایان دي چې پرېوځي
چې طوفان شولې لښکرې کوم ئې شمار
خزانې د هندوستان دي راخورې شوې
سره مُهران دي ننوزي په کوهسار
دا د هېچا په اتلّس فکره نه وو
چې به دا کارونه شي په دا دیار
د بادشاه د بدنیتۍ کمی نشته
په بدنیت ئې ازار واخیست د خپل پلار
ځکه اوس د چا باور ورباندې نه شي
هم بدنیت دی هم بدقول هم مکّار
بله هېڅ لیدلی نه شي په دا مینځ کښې
یا مغل د مینځه ورک یا پښتون خوار
که ګردش د آسمان دادی چې ليده شي
که د خدائ رضا په دا وي راغی وار
آسمان هرکله پېرې یک رنګي نه کا
ګاه په کام د ګل جاراُوزي ګاه په خار
په داهسې وخت چې وخت د نام وننګ دی
دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار
پښتانه چې نور څه فکر کا ناپوه دي
بې د تُورې خلاصی نشتهپه بل کار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار
اُولسونه چې سند و بله وکا
بادشاهان ورته سجُود کاندي اختیار
که نفاق، که اتفاق، که جهل پوهه
د هر چا د خدائ په لاس ده هره چار
اپریدي ،مومند ، شنواري ګوره څه کا
د مُغلو لښکر پروت په ننګرهار
زه تنها پکښې په غم د نام و ننګ یم
یوسف زي فراغت په کښت و کار
اوس چې هسې بې ننګي بې نامُوسي کا
عاقبت به ورښکاره شي خپله چار
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چې نه وي زیست روزګار
همېشه به په جهان کښې ژوندون نه وي
د خوشحال خټک به پاتي شي یادګار
د دریمې خور اول کال د عفو(۱۰۸۶ھ) وو
ما چې اوویل په برمول کښې دا اشعار